تکبیرات تشریق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تکبیرات تشریق یا د تشریق تکبیرونه هغه تکبیرونه ته ویل کېږي چې د اسلامي میاشتې ذوالحجه د ۹ مې نېټې د سحار له لمانځه وروسته څخه نیولې د ذوالحجه د ۱۳مې نېټې د ماښام تر لمانځه پورې له هر فرض لمونځ وروسته یو ځل ویل یې د احنافو په مسلک واجب دي ګوا چې د نهم د ورځې د سحار له لمانځه څخه نیولې د لوی اختر د دریمې ورځې د ماښام د لمانځه وروستو پورې دغه تکبیرونه یو ځل د هر مسلمان بالغ نر ښځې لپاره تلاوت کول اړین دي. نر به یې په جار او ښځه به یې سوکه وایي. فتح الباري لیکي

"فأما علي، فكان يكبر من صبح يوم عرفة إلى العصر من آخر أيام التشريق ." (6/126).

د تشریق تکبیرونه:[سمول]

الله اکبر الله اکبر لااله الاالله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد

ژباړه: الله پاک تر ټولو لوی دی، الله پاک تر ټولو لوی دی، نشته د عبادت لائق پرته له الله پاک څخه، الله پاک تر ټولو لوی دی ، الله پاک تر ټولو لوی دی، ټولو صفتونه الله پاک لره دي.