تکاملي فشار
هر لامل چې د بارورۍ بریالیتوب د نفوس په یوه برخه کې لږ یا زیات کړي، په بالقوه ډول پر تکاملي فشار، انتخابي فشار یا د انتخاب فشاراغېز لري چې د طبیعي انتخاب لامل کېږي. دا د بدلونو د کچې یو ډول کمي توصیف دی، په هغه پروسو کې پېښېږي چې د تکاملي بیولوژي له خوا څېړل کېږي. خو رسمي مفهموم یې تر ډېره نورو څېړنیزو برخو ته غځول کېږي. [۱]
د نفوس په جنټک کې د ټاکنې فشار معمولاً د ټاکنې فشار د ټاکنې د ضریب په توګه تشرېح کېږي.
د امینو اسیدونو انتخابي فشار
[سمول]ښودل شوې چې په خمیر مایه (yeast) د امینو اسیدونو د یو بایو سېنتېزکوونکي(bio-synthesizing) امین اسید لکه HIS4 تر انتخابي فشار لاندې راوستل د مجاورو جینونو د زیاتوالي لامل کېږي چې په ایوکاریوت/ Eukaryota (یو حجروي) کې د نږدې جینونو د انتقالي همغږۍ له امله منځته راځي. [۲]
له انتي بیوتیک سره مقاومت
[سمول]په باکتریاګانو کې درملیز مقاومت د طبیعي انتخاب د پایلې یو مثال دی. کله چې په یو ډول باکتریا باندې کوم درمل وکارول شي، هغوی چې نشي کولی مقاومت وکړي مړې کېږي او بچیان نه زېږوي، په داسې حال کې چې ژوندۍ پاتې شوې باکتریاګانې پياوړي جینونه بل نسل ته لېږدوي چې د جین د عمودي لېږد په نوم ياديږي. د مقاومت جين د باکتریاګانو د بېلابېلو ډولونو نه یوې بلې باکتریا ته لېږدېدلی شي چې د جين د افقي لېږد په نوم یاديږي. په همدې توګه د درملو پر وړاندې مقاومت د نسلونو په بهير کې زیاتيږي. د مثال په ډول په روغتونو کې داسې چاپېریالونه رامنځته شوي چېرته چې دC. Difficile (هغه باکتریا چې د اسهال او نس درد لامل کېږي) په شان پتوجن/ pathogens (د ناروغۍ زېږوونکی لامل) د انتي بيوتیکونو سره مقاومت حاصل کړی. له انتي بیوتیکو سره مقاومت د انتي بیوتیکو له ناسمې کارونې سره لا بدتريږي. کله چې د غیرباکتریایي ناروغیو لپاره انتي بیوتیک وکارول شي او یا هم انتي بیوتیک د تجویز له دوز سره سمې یا هم له ټاکل شوې مهال سره سمې ونه کارول شي، انتي بیوتیکي مقاومت هڅول کېږي. په یو نفوس کې انتي بیوتیکي مقاومت ښايي له ثابتو جنټکي بدلونونو یا ډي نوومیوټېشنونو/ de novo mutations (هغه جنتیکي بدلونو چې د لومړي ځل لپاره د کورنۍ په یوه غړي کې څرګنديږي) نه رامنځته شي. له دې لارو څخه هره یوه یې انتي بیوتیکي مقاومت رامنځته کولی شي چې ښايي د تکاملي ژغورنې يو ډول وي.[۳][۴]
روغتوني عفونتونه/انتانات
[سمول]کلوسټرېډیم ډیفیشیلي ګرام مثبته باکتریا/ Clostridium difficile, gram-positive (د ګرام په آزمويښت کې رنګ اخلي) د روغتوني انتاناتو یوه بېلکه ده چې د تيلرونکو په کولموکې ژوند کوي او د مړينې لوی لامل دی. [۵]
کله چې د کولمو د سېمبیوتيک فلورا/ symbiotic gut flora (په کولمو کې نارمل ګټورې باکتريګانې) نفوس مختل شي، د مثال په ډول د انتي بیوتيکونو په واسطه، فرد د پتوجن(د ناروغۍ زېږنده لامل) پر وړاندې لا له خطر سره مخ کېږي. د انتي بیوتیکي مقاومت چټک تکامل راتلونکو نسلونو ته د مقاومت د اغېزمنو الیلونو پرلېږد پیاوړی انتخابي فشاراچوي. د سرې ملکې فرضیه/ Red Queen hypothesis (یوه تکاملي فرضیه ده چې وايي ژوندي موجودات باید تل د تکامل او تکثر په حال کې وي) ښيي چې د انسان او ناروغۍ زېږنده باکترياګانو ترمنځ وسلواله تکاملي لوبه پر تکاملي غورهوالي سيالي او تل پاتې جګړه ده. د ناروغۍ زېږنده لاملونو تر منځ وسلواله تکاملي لوبه په چټکتيا سره د تکامل په حال کې ده او د مدرنې روغتيايي درملنې میتودونه د تکاملي بیولوژي پوهان دې ته اړ باسي چې د ناروغۍ زېږنده باکترياګانو کې د مقاومت ميکانيزم درک کړي، په ځانګړي ډول په روغتونونو کې د بستري ناروغانو د شمېر زیاتوالي ته په کتو سره د ناروغۍ زېږنده تکامل ته رسېدلي عوامل په روغتونونو کې بستري ناروغانوته چې د ناروغۍ او یا هم انتي بیوتیکي درملنې په وجه د معافیتي سیستم له کمزورۍ سره مخ دی، تهدید دی. ویرولانس فکتور/ Virulence factors(د ناروغۍ زېږنده شدت) هغه ځانګړنې دي چې تکامل ته رسېدلې باکتریاګانې يې د ناروغۍ زېږولو د زیاتوالي لپاره کاروي. د کلوسټرېډیم ډیفیشیلي/ Clostridium difficile یو ویرولانس فکټور چې تر ډېره یې د انتي بیوتیکي مقاومت د لوړوالي لامل کېږي، د هغې زهریات/ توکسین (toxins) دي، چې اېنټروتوکسین TcdA او سایتوتوکسین TcdB دی. توکسین سپور/ spores (یو ډول کلک پوښ چې باکتریا یې په غیر مساعدو شرایطو کې د خپلې ساتنې په موخه رامنځته کوي) تولیدوي چې له چاپېریال څخه یې لرې کول او یا یې غیر فعالول ستونزمن وي. دا چاره په ځانګړي ډول په هغه روغتونونو کې حقیقي ده چېرته چې د ناروغ بستر الوده وي ښايي تر شلو اونیو پورې سپورلرونکې پاتې شي. په دې اساس د CDI (Clostridium difficile infection) د پراخ انتشارله ګواښ سره مبارزه په روغتونون کې د سپور پروړاندې له حفظ الصحوي اقداماتوسره تړلې ده. د ګسترو اېنتريولوژيGastroenterology)) امریکايي مجلې کې خپرې شوې یوې څېړنې ښودلې چې د CDI د کنترول لپاره باید له دستکشونو او یو ځل کارېدونکي ترماميتر نه کار واخیستل شي د لاسونو حفظ الصحه او د چاپېریال ضد عفوني کول په روغتيايي مرکزونو کې اړين اقدامات دي. د دغه پتوجن وېرولانس (د ناروغۍ زېږولو شدت) د پام وړ دی او ښايي په روغتونونو کې د CDI د کنترول اوخپرېدو نه د مخنيوي لپاره په حفظ الصحوي طریقو کې بنسټيز بدلون رامنځته کړي. [۶][۷][۸]
په انسانانو کې طبعي ټاکنه/انتخاب
[سمول]د ملاریا پرازیت کولی شي پر نفوس ټاکنیز فشار وارد کړي. دغه فشار د سرو کرویاتو لپاره د جیني ميوټېشن لېږدوونکي سېکل سېل هېموګلوبین sickle cell hemoglobin (Hb S) له لارې د طبیعي انتخاب لامل کېږي. په هغو سیمو کې چې ملاریا د روغتيا لپاره یو لویه اندېښه ده، د نيمه هلالي/ sickle cell کمخونۍ لامل کېږي. ځکه چې شرایط دغو عفوني ناروغیو ته مقاومت ورکوي. [۹]
دبوټو وژونکو او افت وژونکو پر وړاندې مقاومت
[سمول]لکه څرنګه چې د انتي بیوتیک پر وړاندې د باکترياګانو مقاومت پراختیا موندلې، همدارازله عاموکرنیزو کيمیاوي موادو سره د بوټو وژنکو او افت وژنکو پروړاندې هم مقاومت څرګند شوی. د مثال په ډول:
- په متحده ایالتونو کې څېړنو ښودلې دميوو مچان چې د مالټو پر باغونو برید کوي د ملاتین/ malathion هغه افت وژونکي پر وړاندې مقاومت پیدا کړي چې د دوی د وژلو لپاره کارول کېږي.
- په هواوې او جاپان کې diamondback moth په نوم حشرې د باسیلوس تیورېن جینوزس (Bacillus thuringiensis) باکتريا پر وړاندې چې په څوګونو تجارتي محصولاتو او غلهجاتو (هغه غلهجات چې د جنيتيکي انجینرۍ له کارولو سره تر لاسه کېږي) کې کارول کېږي، له ډېرو کارولو نه درې کاله وروسته مقاومت وښود.
- د انګلستان په ځانګړو سیمو کې موږکانو د موږک وژونکو زهرو پر وړاندې دومره مقاومت حاصل کړی چې کولی شي د عادي موږکانو پینځه برابره له مړينې نه پرته وکاروي.
- په ځينو سیمو کې د ملاریا لېږدوونکې میاسې پر وړاندې ډي ډي ټي/DDT (یو ډول حشره وژونکی پوډر) نور اغیزمن نه دی او دا هغه واقعیت دی چې د ناروغۍ د بیا تازه کولو په برخه کې مرسته کوي.
- په سویلي امریکا کې د امارانتوس پالمري (Amaranthus palmeri) په نوم وحشي بوټي چې د پنبې په تولید کې د ګډوډۍ لامل کېده، د ګليفوسيټ (glyphosate) بوټي وژونکې پر وړاندې پراخ مقاومت حاصل کړ.
- د بالتيک په سمندرکې د مالګينتوب کمښت د فکس راډیکانوس (Fucus radicans) په نوم د نوې قهويي سمندري بوټي/الجي د رامنځته کېدلو لامل شوی. [۱۰]
انسانان تکاملي فشار اعمالوي
[سمول]انساني فعاليتونه کولی شي په چاپېریال کې د ناڅاپي بدلونونو لامل شي. انساني فعاليتونه ښايي پر یو ځانګړي نفوس منفي اغېزې پرې باسي او د دې لامل شي چې د یاد نفوس غړي له دې نوي فشار سره د ناسازګارۍ/عدم توافق په وجه خپل ژوند له لاسه ورکړي. هغه افراد چې له دغه نوي فشار سره ښه توافق ولري د هغو په پرتله چې توافق نه لري په چټکتيا سره د خپل نسل توليد ته دوام ورکوي او ژوندي پاتې کېږي. دا په ډېرو نسلونو کې تر هغه مهال پېښېږي چې نفوس په بشپړ ډول له فشار سره توافق وکړي. دا طبیعي انتخاب دی، خو د انساني فعالیتونوله فشار لکه د سرکونو جوړولو یا ښکار کولو څخه اغېزمن دی. چې دا په لاندې مثالونو کې په cliff swallows and elk کې ليدل کېږي. له دې سره ټول انساني فعاليتونه چې د تکاملي فشار لامل کېږي، ناڅاپي پېښېږي. دا چاره د سپیو په اهلي کولو او ټاکنيزه روزنه کې ښودل شوې چې د بېلابېلو نسلونو چې اوسمهال يې موږ وینود رامنځته کېدلو لامل شوې. [۱۱][۱۲]
راټل سنېکس/زنګي ماران
[سمول]په ډېری هغه سيمو کې چې انساني نفوس خورا زیات وي، د دغه مارانو د ډېروالي په اړه راپورونه زیات شوي. چې دا د انسان له خوا د انتخابي فشار سره تړاو لري چې تر ډېره د مارانو له ليدو سره سم یې وژني. دغه ډول مارانو ته ډېره پاملرنه کېږي چې د بیا تولېد لپاره ژوندي پاتې شي، خو دا چې دوی خپل ځانته ورته بچيان وزېږوي دا احتمال خورا لږ دی.[۱۳]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ "Natural selection". evolution.berkeley.edu. نه اخيستل شوی 2017-11-29.
- ↑ Ali Razaghi; Roger Huerlimann; Leigh Owens; Kirsten Heimann (2015). "Increased expression and secretion of recombinant hIFNγ through amino acid starvation-induced selective pressure on the adjacent HIS4 gene in Pichia pastoris". European Pharmaceutical Journal. 62 (2): 43–50. doi:10.1515/afpuc-2015-0031.
- ↑ Dawson L.F., Valiente E., Wren B.W. (2009). "Clostridium difficile—A continually evolving and problematic pathogen. Infections". Genetics and Evolution. 9 (6): 1410–1417. doi:10.1016/j.meegid.2009.06.005. PMID 19539054.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Brown, Joel S.; Laundré, John W.; Gurung, Mahesh (1999). "The Ecology of Fear: Optimal Foraging, Game Theory, and Trophic Interactions". Journal of Mammalogy. 80 (2): 385–399. doi:10.2307/1383287. JSTOR 1383287.
- ↑ Dawson L.F., Valiente E., Wren B.W. (2009). "Clostridium difficile—A continually evolving and problematic pathogen. Infections". Genetics and Evolution. 9 (6): 1410–1417. doi:10.1016/j.meegid.2009.06.005. PMID 19539054.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Terrier M. C. Z., Simonet M. L., Bichard P., Frossard J. L. (2014). "Recurrent Clostridium difficile infections: The importance of the intestinal microbiota". World Journal of Gastroenterology. 20 (23): 7416–7423. doi:10.3748/wjg.v20.i23.7416. PMC 4064086. PMID 24966611.
{{cite journal}}
: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link) - ↑ Wang, Guo-dong; Zhai, Weiwei; Yang, He-chuan; Fan, Ruo-xi; Cao, Xue; Zhong, Li; Wang, Lu; Liu, Fei; Wu, Hong (2013-05-14). "The genomics of selection in dogs and the parallel evolution between dogs and humans". Nature Communications (په انګليسي). 4: 1860. Bibcode:2013NatCo...4.1860W. doi:10.1038/ncomms2814. PMID 23673645.
- ↑ Ostrander, Elaine A; Galibert, Francis; Patterson, Donald F (2000-03-01). "Canine genetics comes of age". Trends in Genetics. 16 (3): 117–124. doi:10.1016/S0168-9525(99)01958-7. PMID 10689352.
- ↑ Parker, Heidi G.; Dreger, Dayna L.; Rimbault, Maud; Davis, Brian W.; Mullen, Alexandra B.; Carpintero-Ramirez, Gretchen; Ostrander, Elaine A. (2017-04-25). "Genomic Analyses Reveal the Influence of Geographic Origin, Migration, and Hybridization on Modern Dog Breed Development". Cell Reports (په انګليسي). 19 (4): 697–708. doi:10.1016/j.celrep.2017.03.079. ISSN 2211-1247. PMC 5492993. PMID 28445722.
- ↑ Lindblad-Toh, Kerstin; members, Broad Sequencing Platform; Wade, Claire M.; Mikkelsen, Tarjei S.; Karlsson, Elinor K.; Jaffe, David B.; Kamal, Michael; Clamp, Michele; Chang, Jean L. (December 2005). "Genome sequence, comparative analysis and haplotype structure of the domestic dog". Nature (په انګليسي). 438 (7069): 803–819. Bibcode:2005Natur.438..803L. doi:10.1038/nature04338. ISSN 1476-4687. PMID 16341006.
- ↑ "Natural selection". evolution.berkeley.edu. نه اخيستل شوی 2017-11-29.
- ↑ Brown, Charles R.; Bomberger Brown, Mary (2013-03-18). "Where has all the road kill gone?". Current Biology. 23 (6): R233–R234. doi:10.1016/j.cub.2013.02.023. PMID 23518051.
- ↑ Jim Herron Zamora (June 24, 2011). "Rattlesnake danger grows as more serpents strike without warning". The San Francisco Chronicle.