تکاملي طب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تکاملي طب یا دارویني طب (په انګلیسي: Evolutionary Medicine or Darwinian Medicine)، د روغتیا او ناروغۍ د پېژندلو په موخه د نومهالې تکاملي تیوري کارَونه ده. نومهالې بیومیډیکل څېړنې او فعالیتونه د روغتیا او ناروغۍ پر بنسټیزو مالیکولي او فزیولوجیکي میکانیزمونو باندې تمرکز لري، په داسې حال کې چې تکاملي طب تر ډېره پر دغې پوښتنې متمرکز دی چې، ولې تکامل ولې دغو میکانیزمونو ته داسې یوه بڼه ورکړې ده چې د ناروغیو پر وړاندې زموږ معافیت راټیټ او د اخته کېدو احتمال مو لوړ کړي. د سرطان، اتوماتیک معافیت ناروغۍ او اناټومي په پېژندنه کې تکاملي تګلارې ځیني مهم پرمختګونه رامنځ‌ته کړي دي. له هغه ځایه چې تحصیلي نصاب ته د درسي مفرداتو په اضافه کولو کې ځیني محدودیتونه شتون لري، طبي پوهنتونونه تکاملي تګلارو ته هغومره پام کړی نه‌دی. «د تکامل، طب او عامې روغتیا نړېواله ټولنه» د دغې څانګې د پراختیا لپاره ډېرې هلې‌ځلې کړې دي. دغه ټولنه د آکسفورډ پوهنتون په خپرندویې ټولنه کې دوه علمي مجلې لري: «Evolution, Medicine and Public Health» او «The Evolution and Medicine Review».[۱][۲][۳][۴]

بنسټیز اصول[سمول]

د انسان‌پوهنې، طب، او بیولوجي په شمول، د بېلابېلو څانګو ۵۶ کارپوهانو د تکاملي طب د نظري او عملي زده‌کړې پر ۱۴ بنسټیزو اصولو باندې توافق کړی دی. دغه ۱۴ بنسټیز اصول پر پنځو عمومي ډلو باندې وېشلای شو: د پوښتنو ترتیب، I او II تکامل (چې په II تکامل د پېچلتیا کچه لا لوړه ده)، تکاملې تبادلې، د زیانمنېدنې او حساس‌والي دلیلونه، او هڅوب. د دغو اصولو په هکله لا زیات معلومات په لاندې جدول کې وړاندې شوي دي.[۵]

د تکاملي طب بنسټیز اصول
سکالو بنسټیز اصل
د بیان ډولونه (د پوښتنو ترتیب) ناروغیو باندې د اخته کېدو احتمال لوړوونکو صفتونو په شمول، د صفتونو یوې بشپړې بیولوجیکي پېژندنې د رامنځ‌ته کولو په موخه، تقریبي (میکانیزمي) او نهایي (تکاملي) بیانونه دواړه اړین ګڼل کېږي.
تکاملي بهیرونه (I تکامل) د صفتونو او ناروغۍ د پېژندلو په موخه، د طبیعي ټاکنې، جنتیکي تمایل، اوښتون یا موټېشن، لېږدون او غیرتصادفي القاح په شمول، ټول تکاملي بهیرونه اړین دي.
تکثري بریالیتوب (II تکامل) ځینې وخت د روغتیا او د عمر اوږدوالي په بدل کې، طبیعي ټاکنه د تکثر بریالیتوب تر ټولو لوړې کچې ته رسوي.
جنسي ټاکنه (I تکامل) جنسي ټاکنه هغه صفتونو داسې بڼه ورکوي چې چې د دوو جنسونو ترمنځ د ناروغۍ بېلابېلو خطرونو لامل ګرځي.
خنډونه او محدودیتونه (II تکامل) د هغو صفتونو د جوړولو په بهیر کې، چې په فرضي ډول د روغتیا لپاره غوره ګڼل کېږي، یوشمېر خنډونه د طبیعي ټاکنې ظرفیت تحدیدوي.
تبادلې (تکاملي تبادلې) په یوه صفت کې هغه تکاملي بدلونونه چې د «وړوالي» کچه لوړوي کېدای شي له هغو بدلونونو سره تړاو ولري چې د وړوالي کچه راټیټوي.
د ژوندون تاریخ تیوري (تکاملي تبادلې) په لومړي تکثر کې عمر، د تکثري ژوند اوږدوالي او د زړښت کچې په څېر، د ژوندون تاریخ صفتونه د تکامل له‌لارې بڼه نیسي او د روغتیا او ناروغۍ لپاره بېلابېلې پایلې لري.
د ټاکنې کچې (II تکامل) ناروغۍ ته حساس‌والی هغه مهال رامنځ‌ته کېدلای شي چې ټاکنه په بېلابېلو کچو، ناوړې اغېزې ولري (د بېلګې په توګه: د جنتیکي موادو، حجرو، اورګانیزمونو، ټبرونو او داسې نورو په کچه).
فایلوجېني (II تکامل) د نوعو، ډلو، صفتونو یا پتوجېنونو د فایلوجنتیکي اړیکو لټونه او موندنه کېدای شي د روغتیا او ناروغۍ په هکله مفکوره او فهم رامنځ‌ته کړي.
هم‌مهاله تکامل (II تکامل) د نوعو ترمنځ هم‌مهاله تکامل پر روغتیا او ناروغۍ باندې اغېزه ښندلای شي (د بېلګې په توګه: څرنګه چې په میکروبیوم کې لېدل کېږي، «تکاملي وسله‌والې سیالۍ» او «متقابلې اړیکې»).
انعطاف‌مننه (II تکامل) چاپېریالي لاملونه د ودې او پرمختیا کرښې داسې بدلولای شي چې پر روغتیا باندې ځانګړې اغېزه وښندي او د دغو کرښو انعطاف‌مننه کېدای شي د تکاملي تطبیقي میکانیزمونو محصول وي.
دفاعي غبرګونونه (د زیانمنېدنې او حسا‌س‌والي دلیلونه) د ناروغۍ ډېرې نښې نښانې (لکه: تبه) ګټور دفاعي غبرګونونه دي چې د ناوړه تنظیم په صورت کې، کېدای پتولوجیکي بڼه ولري.
د تطابق نه‌شتون (د زیانمنېدنې او حساس‌والي دلیلونه) په چاپېریال کې د مېشتو اورګانیزمونو لپاره د ناروغۍ خطرونه بدلېدلای شي او دغه چاپېریالونه کېدای شي له هغو بڼو سره توپير ولري چې د نوموړو اورګانیزمونو پخوانیو نسلونو په‌کې تکامل موندلی دی.
هڅوبي فعالیتونه (هڅوب) هڅوبي فعالیتونه د انسانانو او نورو نوعو (د پتوجېنونو په شمول) پر تکامل باندې اغېزه ښندلای شي، داسې چې کېدای شي پایله یې پر روغتیا او ناروغۍ باندې هم اغېزه ولري (د بېلګې په توګه: د انټي‌بیوتیک استعمال، زېږون، خوراکي رژیم او داسې نور).

د انسانانو توافق[سمول]

توافق له محدودیتونو سره مل دی، مصلحتونه او تبادلې رامنځ‌ته کوي او د سیالۍ (رقابت) بېلابېلو بڼو په محیط کې پېښېږي.[۶]

خنډونه او محدودیتونه[سمول]

توافق یوازې هغه وخت رامنځ‌ته کېدلای شي چې تکامل‌موندنه یې شونې وي. نو له‌دې امله د ځینو هغو توافقونو رامنځ‌ته کېدنه امکان نه‌لري، چې د ناروغ د روغتیا پر لار باندې خنډ ګرځي.

  • DNA په بشپړه توګه د سوماتیکي غبرګېدنې له تخریب څخه خوندي پاتې کېدلای نه‌شي؛ په‌دې معنی چې د سوماتیکي اوښتونونو پر مټ راولاړ شوی سرطان (لا تراوسه) د طبیعي ټاکنې له‌لارې حذف شوی نه‌دی.
  • انسانان نه‌شي کولای د بیوسنتیز عملیې له‌لارې د C ویټامین ترکیب رامنځ‌ته کړي؛ نو که چېرې په خوراکي رژیم کې دغه ویټامین په پوره کچه شتون ونه‌لري، د ویټامین C د کمښت ناروغۍ (scurvy) خطر رامنځ‌ته کېږي.
  • شبکیه‌یي نیورونونه او د هغو د اکسون حاصله رشتې داسې تکامل موندلی دی چې د شبکیه‌یي رنګه موادو د حجرو قشر دننه واقع شي. دغه ښکارنده د لېدنې (باصره) سیسټم په تکامل کې خنډ رامنځ‌ته کوي، داسې چې د لېدنې عصبي آخذې د باصرې ډېسک (optic disc) په نوم د یوه ټکي له‌لارې له شبکیې څخه په بالقوه توګه ووځي. دا، په خپل وار سره، د یوه «ړوند ټکي» یا «ټپ» د رامنځ‌ته کېدو لامل ګرځي. تر هغو لا مهمه بیا دا ده چې، د سترګو په منځ کې د فشار زیاتوالي (تورې اوبه یا ګلوکوما) پر وړاندې د سترګو لید حساس او زیانمنېدونکی کېږي، ځکه چې په دغه ټکي کې د لېدنې عصبي آخذې پړسېږي او زیانمنې کېږي او په پایله کې نیمګړی لید رامنځ‌ته کېږي.

نور خنډونه او محدودیتونه د توافقي نوښتونو د فرعي ستونزو په توګه پېښېږي.

د سیالۍ اغېزې[سمول]

د سیالۍ بېلابېل ډولونه شتون لري او کولای شي د جنتیکي بدلون بهیرونو ته بڼه ورکړي.

  • د جنسي جوړې ټاکنه او پر ناروغیو باندې د اخته کېدو وړتیا[۷]
  • د مور او جنین ترمنځ جېنومي سیالۍ چې د پري-اکلامپسیا (د امېدوارۍ تشنج) لامل ګرځي.[۸][۹]

تاریخچه[سمول]

چارلس ډاروین په ډاګه نه‌کړه چې د هغه کار او مطالعات به پر طب څانګه باندې څه اغېزې ولري، که څه هم بیولوجي‌پوهان، د پتوجېنونو د تکامل او همدا راز د هغو پر وړاندې د اورګانیزم دفاعي اړتیا پېژندنې لپاره، «د ناروغیو مکروبي تیوري» ومنله او هغه یې ارزښتمنه وګڼله.

طب، په خپل وار سره، تکامل له پامه غورځولی او پر ځای یې (څرنګه چې په «ستونزمنو علومو» کې لېدل کېږي) پر تقریبي میخانیکي لاملونو باندې تمرکز کړی دی.

طب ځان ته د ګالیلې، نیوټن او ډیکارت میخانیک فزیک بڼه ورکړه…. د دغې بڼې په پام کې نیولو سره داسې پایلې ته رسېږو چې، طب په خپلو مفاهیمو کې میخانیکي، مادیت‌پال (ماټریالیست)، تقلیل‌پال (ریډکشنیست)، خطي-تعلیلي او قطعي (په دقیقه توګه د وړاندوینې وړ) دی. طب غواړي په وجود کې د یوه واحد، مادیت‌پال (یعنې اناټومیکي یا جوړښتي؛ د بېلګې په توګه په جېنونو او د هغو محصولاتو کې) داسې یوه بدلون له‌لارې، د ناروغۍ یا د هغې نښو، نښانو او لامل په هکله څرګندونه وکړي، چې دغه بدلون په مستقیمه (خطي) توګه رامنځ‌ته شوی وي (د بېلګې په توګه: د انتاني، زهري یا پرهاري لاملونه پر مټ).[۱۰]

جورج کریستوفر ویلیامز لومړی کس ؤ چې د زړښت په تړاو په روغتیایي مسایلو کې تکاملي تیوري وکارَوله. همد راز، په ۱۹۵۰ز کې، جان بولبي د ماشوم په وده کې د اختلاط ستونزه «د لېوالتیا له دریڅې څخه یوه تکاملي لرلید» له‌لارې وڅېړله.[۱۱]

په تکاملي طب کې یو مهم تیوریکي پرمختګ، د نیکولاس تینبرګن تمایز ؤ چې په اصل کې، په اخلاق‌پوهنه کې د تکاملي او تقریبي میکانیزمونو ترمنځ بیان شو.[۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Merlo LM, Pepper JW, Reid BJ, Maley CC (December 2006). "Cancer as an evolutionary and ecological process". Nature Reviews. Cancer. 6 (12): 924–35. doi:10.1038/nrc2013. PMID 17109012. S2CID 8040576. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Elliott DE, Weinstock JV (January 2012). "Helminth-host immunological interactions: prevention and control of immune-mediated diseases". Annals of the New York Academy of Sciences. 1247 (1): 83–96. Bibcode:2012NYASA1247...83E. doi:10.1111/j.1749-6632.2011.06292.x. PMC 3744090. PMID 22239614. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Shubin, Neil (2008). Your inner fish : a journey into the 3.5-billion-year history of the human body (الطبعة 1st). New York: Pantheon Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780375424472. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nesse RM, Bergstrom CT, Ellison PT, Flier JS, Gluckman P, Govindaraju DR, Niethammer D, Omenn GS, Perlman RL, Schwartz MD, Thomas MG, Stearns SC, Valle D (January 2010). "Evolution in health and medicine Sackler colloquium: Making evolutionary biology a basic science for medicine". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 107 Suppl 1 (suppl_1): 1800–7. Bibcode:2010PNAS..107.1800N. doi:10.1073/pnas.0906224106. PMC 2868284. PMID 19918069. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Grunspan DZ, Nesse RM, Barnes ME, Brownell SE (2017-12-26). "Core principles of evolutionary medicine: A Delphi study". Evolution, Medicine, and Public Health. 2018 (1): 13–23. doi:10.1093/emph/eox025. PMC 5822696. PMID 29493660. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stearns SC (2005). "Issues in evolutionary medicine". American Journal of Human Biology. 17 (2): 131–40. doi:10.1002/ajhb.20105. PMID 15736177. S2CID 42756608. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Howard RS, Lively CM (November 2004). "Good vs complementary genes for parasite resistance and the evolution of mate choice". BMC Evolutionary Biology. 4 (1): 48. doi:10.1186/1471-2148-4-48. PMC 543473. PMID 15555062. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Haig D (December 1993). "Genetic conflicts in human pregnancy". The Quarterly Review of Biology. 68 (4): 495–532. doi:10.1086/418300. PMID 8115596. S2CID 38641716. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Schuiling GA (September 2000). "Pre-eclampsia: a parent–offspring conflict". Journal of Psychosomatic Obstetrics and Gynaecology. 21 (3): 179–82. doi:10.3109/01674820009075626. PMID 11076340. S2CID 28586243. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Weiner H (1 July 1998). "Notes on an evolutionary medicine". Psychosomatic Medicine. 60 (4): 510–20. doi:10.1097/00006842-199807000-00020. PMID 9710299. S2CID 42597661. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Williams GC (1957). "Pleiotropy, Natural Selection, and the Evolution of Senescence" (PDF). Evolution. 11 (4): 398–411. doi:10.2307/2406060. JSTOR 2406060. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة) abstract Archived 2011-06-04 at the Wayback Machine.
  12. Tinbergen N (1963). "On Aims and Methods in Ethology" (PDF). Zeitschrift für Tierpsychologie. 20 (4): 410–433. doi:10.1111/j.1439-0310.1963.tb01161.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]