تړمه ييزه پراختیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کله چې یو توکی د پورته شوې تودوخې له امله پراخېږي، د تړمه ییزه پراختیا او یا انبساط په نامه یادېږي. د ځینو توکونو تړمه ییزه پراختیا کمکۍ او د څه نورو لویه وي. پراختیا په توکونو کې د هغوی د بڼې په اړوند په دریو ډولونو وي: کرښیزه، سطحي او حجمي.

کرښیزه پراختیا

لکه نامه څخه چې ښکاري توکی کرښیز په بله وینا په یوه خوا او یا په یوه لیکه اوږدېږي. داسې توکي لکه سیم او یا میله کرښیز اوږدېږي او اوږدوالی یې په دغه فورمول شمېرل کېږي: او که چېرته اوږدوالی ثابت وي نو بیا له دغه فورمول څخه کار اخیستل کېږي:

= کرښیزه پراختیا [K-1]
= د اوږدېدو توپیر [m]
= په نورماله تودوخه کې او یا لومړنی اوږدوالی [m]
= د تودوخې توپیر [K]

سطحي پراختیا

د یوه شي اوږدوالی او بر ته سطح ویل کېږي. که چېرته یو اوږد څنډی (مستطیل) ډوله شی د تودوخې له وجې په سطح په بله وینا د خپلو اضلاعو په لور سترېږي، لویدو ته سطحي پراختیا وویل کېږي.

حجمي پراختیا

که چېرته توکی د بېلگه په توگه مکعب ډوله بڼه ولري نو د تودوخې د لوړېدو سره د توکي حجم ډېرېږي، په بله وینا توکی ټول پړسېږي او د غټوالی توپیر یې د دغه فورمول په مرسته پیدا کوي.

او یا:

γ = مکعبي پراختیا [K-1]
ρ = د توکي گنوالی (کثافت) [kg m-3]
T = تودوخه [K]
V = حجم [m3]

بېلگې

د اروپا په زړو کانگرېټو پلونو (پُـلونو) په اوړي کې سړې اوبه اچوي. په دې توکه د پل (پُـل) تړمه ییزه پراختیا راکښته کوي او نه پرېږدي چې خبره تړمه ییزې ماتې ته ورسېږي. په ننني پلونو کې دغه غټېدنه شمېرل کېږي او په پل کې وروسته د ټاکل شوي واټن تړمه ییزه خلاسونځی (خلاسون ځای - په انگریزي: Expansion joint) د دوو کانگرېټو ټوټو او یا پوړونو په منځ کې ورکوي تر څو دواړه په خپلواکه توگه غټ او واړه شي او یو بل ته خنډ نه شي د دغه چار بله ښه بېلگه به ماشین جوړونه وي. کله چې تودوخه لوړه شي نو د ماشین کرارۍ هم غټېږي، که تړمه ییزه پراختیا یې ونه شمېرل شي نو کرارۍ به سره ونښلي او ماشین به پرچاو شي.

سرچينې:

  • ښیښه په ودانۍ کې کتاب