تړاو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


تړاو یا تړون (اړوندتیا) هغه مفهوم دی چې یوه سکالو بلې ته اړوند ګرځوي، داسې چې د لومړۍ سکالو د ارزولو پر مهال د دوه‌یمې سکالو په پام کې نیول ګټور تمام شي. د تړاو مفهوم د ادراکي علومو، منطق، او کتابوالي او معلوماتي علومو په څېر بېلابېلو څانګو کې تر مطالعې لاندې نیول کېږي؛ خو په بنسټیزه توګه بیا په پوهنپوهنه یا علم‌پوهنه (د پوهنې تیوري) کې لوستل کېږي. د پوهنې بېلابېلې تیوري‌ګانې د اړوند انګېرل شوې سکالو لپاره بېلابېلې پایلې لري، او د دغو بنسټیزو لیدلورو د پایلو لمن نورو څانګو ته هم غځېږي.

تعریف[سمول]

«د (څ) په څېر یو څیز د (د) په څېر یوې دندې پورې تړاو لري، که چېرې د (م) په څېر موخې (چې د «د» له لارې ترلاسه کېږي) د پوره کولو احتمال کچه لوړه کړي» (Hjørland & Sejer Christensen, 2002).[۱]

اړوند شی کېدای شي یو «څیز»، یو ټوټه «سند» او یا د «معلوماتو» یوه ټولګه وي. د تړاو په هکله بنسټیز پوهاوی دې پورې اړه نه‌لري چې موږ له «څیزونو» څخه غږېږو او یا له «معلوماتو» څخه. د بېلګې په توګه: د ګاندي اصول په نننۍ نړۍ کې د تړاو ستره بېلګه دي.

پوهنپوهنه[سمول]

که تاسې په دې باور یاست چې د سکېتزوفرینیا لامل د مور او ماشوم تر منځ بده اړیکه ده، نو د کورنۍ خپلمنځي مطالعات یوه «اړوند» سکالو بلل کېږي. له بلې خوا، که چېرې د «تړاو» وراثت (جنټیک) پر یوې تیوري باندې غږېږئ، نو د نطفو (جېنونو) مطالعه «اړوند» بلل کېږي. که چېرې د تجربه‌پالنې په بحث کې ښکېل اوسئ، نو بین‌ذهني کنترول شوې مشاهدې «اړوند» دي. له بل پلوه، که چېرې د فیمونیزم پوهنپوهې بحث ته دننه شو، نو د وګړي جنسیت «اړوند» ګڼل کېږي. پوهنپوهنه د نورو څانګو په منځ کې یوه څانګه نه‌ده. پوهنپوهنې ته اړوند لېدلوري په هرې څانګه کې شتون لري. دغه لېدلوري «اړوند» انګېرل شوي بحثونه ټاکي او یا هم د اغېزې تر شعاع لاندې یې راولي.

منطق[سمول]

په صوري استدلال کې، تړاو یو «مهم» او په ورته حال کې، یو پېچلی «مرموز» مفهوم دی. تړاو مهم دی، ځکه چې د یوې مسألې د حل لپاره د هغو اړوند برخو ړومبنۍ پېژندنه اړینه ده، چې په مرسته یې د یوې حل‌لارې جوړښت رامنځ‌ته کېږي. تړاو مرموز دی، ځکه چې په دودیزو (مرسومو) منطقي سیسټمونو کې د تړاو د معنی او مفهوم نومېرنه ستونزمنه او یا هم ناشونې ده. دغه ښکاره څرګندونه «چې q، p ته اړوند دی» په هغه صورت کې له منځه ځي چې که چېرې q د p په ترڅ کې ترلاسه کېږي؛ دا ځکه چې د شرطي قضیو د کره تعریفونو په محدوده کې، یوه ناسمه قضیه نورې قضیې هم تر اغېزې لاندې راولي. په هر حال، که څه هم «اوسپنه یو فلز دی» کېدای شي د «پیشوګانو له هګۍ اچولو» سره دلالت ولري، خو سره اړوند نه‌ښکاري، داسې چې د «پیشوګانې تي‌لرونکي ژوي دي» او «تي‌لرونکي یو ژوندی ژوی زېږوي» بیانونه سره اړوند دي. که څوک ووایي چې «آیسکریم مې ډېر خوښېږي»، او بل کس یې په ځواب کې ووایي «زه د سباوون په نوم یو ملګری لرم»، نو دغه څرګندونې سره تړاو نه‌لري. خو که چېرې څوک ووایي «آیسکریم مې ډېر خوښېږي»، او بل کس یې په ځواب کې ووایي چې «زه د سباوون په نوم یو ملګری لرم، د هغه هم آیسکریم ډېر خوښېږي»، نو اوس دغه څرګندونې سره اړوند دي ځکه چې د لومړي کس له څرګندونې سره تړاو لري.

په وروستیو کې یو شمېر د نظر خاوندان په دې لټه کې دي چې د «ممکنې نړۍ منطق» تړاو په معنایي منطق کې راونغاړي. په زیږه توګه، جاج پر دې دی چې اړین یا منطقي حقایق په ټولو ممکنه نړیو کې سمون لري، تناقض‌وینه (منطقي ناسموالی) په هېڅ ممکنه نړۍ کې سمون نه‌لري، او ځانګړې ممکنې قضیې د هغو ممکنه نړیو له مخې، چې په کې سمون لري، ترتیب کړو. داسې استدلال کېږي چې ګواکې «تړاو» د یوې واقعي نړۍ (چې تړاو په‌کې ارزول کېږي) او د ممکنه نړیو یوې ټولګې ترمنځ (چې تړاو په کې سمون لري) یوې «لېرې‌والي اړیکې» پورې اړه لري.

کارَونه[سمول]

په ادراکي او عملي علومو کې[سمول]

په ۱۹۸۶ز کې ډن سپېربر او ډیردرې وېلسن، په استدلال او مباحثه کې د «تړاو» اړوند تصمیم‌نیونو بنسټیز اهمیت ته پام راوګرځوه. هغو، له هرې وینا څخه د اړوند معلوماتو د استنتاج کېدنې لړۍ په هکله څرګندونه بیان کړه. د دې چارې ترسره کولو په موخه یې یو لړ اصول وکارول، چې هغو «د تړاو اصول» بلل: یعنې هغه وضعیت چې، که چېرې یوه وینا چا ته په خطاب کې ویل کېږي، په اتومات ډول د خپل غوره تړاو انګېرنه هم رانغاړي. د سپېربر او وېلسن تیوري ستر ټکی دا دی چې ټولې ویناوې (څرګندونې) په یوه چاپېریال کې سره مخامخ کېږي، او د یوې ځانګړې وینا سمه ژباړه هغه ده چې [د دغې ژباړې د پیغام رسولو په موخه] د حداقل اړینو معلوماتو پر بنسټ په نوموړي چاپېریال کې د نورو مفهومونو رامنځ‌ته کېدنه شونې کړي. د سپېربر او وېلسن په اند، تړاو یو نسبي یا ذهني مفهوم انګېرل کېږي، ځکه چې له یوې وینا سره د مخامخ کېدو پر مهال د اورېدونکي د پوهې په څرنګوالي پورې اړه لري.

سپېربر او وېلسن، ټینګار کوي چې دغه تیوري د انګلیسي «relevance–تړاو» وییکي د هرې شهودي کارونې لپاره په پام کې نیول شوې نه‌ده. تړاو، د یوې تخنیکي ګړنې په توګه، د ویناوو او ژباړو تر منځ اړیکو کې تحدیدېږي، نو دغه تیوري نه‌شي کولای – فزیکي جسمونو ته اړوند مسایلو کې د اړیکو د تړاو موندلو په څېر – ټول شهودات بیان کړي. که چېرې له یوه نل څخه اوبه څڅېږي او نل‌جوړوونکی یې د جوړولو لپاره راغلی، نو [د بېلګې په ډول] ځیني اوزار او وسایل اړوند (د رېنچ په څېر) او ځینې نور نااړوند دي (د ډوډۍ پخولو داش په څېر). سربېره پر دې، نوموړی داش ځکه نااړوند برېښي، چې د نل‌جوړونکي پوهې پورې اړه نه‌لري او یا د ستونزې د بیانولو لپاره له اړینو ویناوو سره اړیکه نه‌لري.

ګورایسکا او لیندسې په ۱۹۹۰ز لسېزې کې یو لړ خپرو شوو لیکنو په ترڅ کې داسې یوه تیوري وړاندې کړه چې ګومان کېږي د یاد شوو فزیکي مسایلو د حل لپاره په لا پیاوړې توګه د کارولو وړ ده. د دغې تیورۍ کلیدي ځانګړتیا هغه مفکوره ده چې «تړاو، موخې ته اړوند یو مفهوم دی». یوه سکالو (لکه: وینا یا یو څیز) یوازې او یوازې هغه وخت یوې موخې ته اړوند بلل کېږي چې د نوموړې موخې د لاس‌ته راوړلو وړ پلان کې د یوې بنسټیزې برخې په توګه راڅرګنده شي. په دغه تیوري کې د یاد نل‌جوړونکي په څېر وګړو ته اړوند هم «ستونزې حلولو» او هم «قضیوي استدلال» فعالیتونه نغښتي دي او تړاو له داسې یوه اړخه تعریفوي چې [نه یوازې د یوې ستونزې ځانګړي اواروونکي د پوهې یا عقیدې د څرنګوالي له مخې، بلکې دا چې] اړوند څیز د واقعي نړۍ له‌خوا څرنګه ټاکل شوی دی (ځکه چې کاروونکي پلانونه پر تجربوي واقعیتونو ولاړ دي).

په اقتصاد کې[سمول]

اقتصادپوه – جان مینارډ کېنز – په اقتصادي تصمیم‌نیونه کې د ګواښ (رېسک) د محاسبه کولو په مسأله کې د تړاو تعریف ارزښتمن او مهم ګڼي. هغه وړاندیز وکړ: اړینه ده ترڅو د یو لړ شواهدو «تړاو»، د یوې سمې قضیې په څېر، د راتلونکو پېښو د احتمال په اټکلونو کې د رامنځ‌ته شوو بدلونونو پر بنسټ تعریف شي. کېنز، په ځانګړې توګه، وایي: که چېرې یوازې او یوازې وي، نو د پخوانیو شواهدو ته په کتو سره، د نوي شواهد له قضیې سره تړاو نه‌لري؛ پرته له‌دې، قضیه اړوند بلل کېږي.

په دغه تعریف کې تخنیکې ستونزې شتون لري؛ د بېلګې په توګه: د یو لړ شواهدو د یوې برخې تړاو کېدای شي له هغه ترتیب سره حساس وي چې د شواهدو نورې برخې په‌کې ترلاسه کېږي.

په حقوقو کې[سمول]

د «تړاو» معنی د امریکا متحده ایالتونو د شواهدو د فدرال قانون په ۴۰۱ ماده کې تر سترګو کېږي. په دغه ماده کې تړاو داسې تعریف شوی دی: «[تړاو] هر هغه هڅه ده چې د یوه عمل د تصمیم‌نیونې په پایله کې د رامنځ‌ته شوي واقعیت د شتون د احتمال کچه – د هغې کچې په پرتله چې پرته له شواهدو شتون لري – لوړه یا ټیټه کړي». په بله وینا، که چېرې یو واقعیت د یوې پایلې پر سمون او یا ناسموالي باندې هېڅ ډول اغېزه ونه‌لري، نو په قانوني توګه به نااړوند بلل کېږي.

په کتابوالي او معلوماتي علومو کې[سمول]

دغې څانګه کې هغه حالت په پام کې نیول کېږي چې له توکبنسټونو (ډېټابېسونو) څخه بیاموندل شوي اسناد (یا د اسنادو ژباړه) اړوند یا نااړوند وي. د تړاو مفهوم ته په کتو سره، دوه معیارونه کارول شوي دي: ۱) دقت؛ ۲) مراجعه:

مراجعه ×

چې دلته د بیاموندل شوو، اړوندو اسنادو شمېر او د بیانه‌موندل شوو اړوندو اسنادو شمېر (چې ځینې وخت «silence – چوپتیا» نومول کېږي) ښیي. نو د «بیاموندنې» بیان ښیي چې د اسنادو لپاره لټونه څومره هراړخیزه ده.

دقت ×

چې دلته د بیاموندل شوو، اړوندو اسنادو شمېر او د بیاموندل شوو نااړوندو اسنادو شمېر (چې ځینې وخت «noise – شور» نومول کېږي) ښیي. نو دقت، د اسنادو په بیاموندنه کې، د «شور» د کچې معلومولو معیار دی.

په سیاسي علومو کې[سمول]

د ۱۹۶۰ز لسېزې په اوږدو کې، «تړاو» وییکي په ورځني ژوند کې یوه دودیزه بڼه ترلاسه کړه، چې په زیږه توګه – د توکمي برابروالي، بې‌وزلي، ټولنیز عدالت، نړیوالې لوږې، نړیوالې اقتصادي پراختیا او… په څېر – د ټولنیزو اندېښنو پورې د تړاو معنی یې وړاندې کوله. لامل یې دا ؤ چې ځینو موضوعاتو (لکه: د منځنیو پېړیو شعرونو لوستل یا د شراکت قانون پلي کول) هومره ارزښت نه‌درلود، ځکه چې په هغو کې د ټولنیزو سترو ستونزو په هکله کومه د حل لاره نه تر سترګو کېده.

سرچینې[سمول]

  1. Hjørland, B. & Sejer Christensen, F. (2002). Work tasks and socio-cognitive relevance: a specific example. Journal of the American Society for Information Science and Technology, 53(11), 960-965.