توني موریسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توني موریسن
د شخص معلومات
عملي ژوند

کلو انتوني ووفورډ موریسن چې (د زیږون نوم یې کلو ارډیلیا ووفورډ و؛ د ۱۹۳۱ کال د فبروري له ۱۸ – د ۲۰۱۹ کال د اګست تر ۵)، د توني موریسن په نوم پېژندل کېده، یوه امریکایی کیسه لیکونکې وه. شنې سترګې چې د نوموړې لومړی ناول و، په ۱۹۷۰ کال کې خپور شو. د سلیمان سندره (۱۹۷۷) چې په پراخه کچه و ستایل شو، نوموړې ته ولسي پام را واړو او د کتاب د نیوکو د کړۍ ملي جایزه یې وګټله. موریسن په ۱۹۸۸ کال کې، د مینې (۱۹۸۷) د اثر په پار د پولیټزر جایزه ترلاسه کړه او نوموړې ته په ۱۹۹۳ کال کې د ادبیاتو نوبل جایزه ورکړل شوه.  

موریسن د اوهایو په لورین کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په همدې ځای کې لویه شوه. موریسن په ۱۹۵۳ کال کې د هاورډ پوهنتون څخه په انګلیسي ژبه کې د BA سند (د هنرونو لیسانس) ترلاسه کړ. نوموړې په ۱۹۵۵ کال کې د کارنیل پوهنتون څخه په امریکایی ادبیاتو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. په ۱۹۵۷ کال کې بېرته هاوارډ پوهنتون ته راستنه شوه واده یې وکړ او په ۱۹۶۴ کال کې یې له طلاق وړاندې دوه ماشومان درلودل. د ۱۹۶۰ کلونو په ورستیو کې، موریسن د نیویارک ښار په رنډم هاوس کې د افسانو په برخه کې لومړۍ تور پوستې ښځینه اډېتوره شوه. نوموړې په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۰ کلونو کې د لیکوالې په توګه خپل شهرت راپورته کړ. د هغې د مینې اثر په ۱۹۹۸ کال په یو فلم بدل شو. د موریسن آثار په متحده ایالاتو کې د نژاد پالنې د سختو پایلو او د تورپوستو امریکایانو د تجربو په نښه کولو کې ستایل کېږي.  

په انساني علومو کې د ملی وقف اداری په ۱۹۹۶ کال موریسن د جیفرسن د لیکچر لپاره وټاکه، چې د متحده ایالاتو د فدرالي حکومت له خوا د انساني علومو په برخه کې د لاسته راوړنو لپاره ترټولو لوړ ویاړ ګڼل کېږي. په همدې کال کې، د کتاب ملي بنسټ له لوري هغې ته د امریکا په ادبیاتو کې د روښانه ونډې مډال ورکړل شو. د ۲۰۱۲ کال د مې په ۲۹، ولسمشر بارک اوباما هغې ته د آزادۍ ولسمشریز مډال ورکړ. په ۲۰۱۶ کال کې، نوموړې په امریکایی افسانو کې د لاسته راوړنې لپاره د PEN/Saul Bellow جایزه ترلاسه کړه. په ۲۰۲۰ کال موریسن د مېرمنو د شهرت ملي تالار ته معرفي شوه.  

لومړي کلونه[سمول]

توني موریسن کلو د ارډیلیا ووفورډ په نوم نړۍ ته سترګې پرانستې او د اوهایو په لورین کې د یوې تورپوستې کارګرې طبقې کورنۍ د څلورو ماشومانو له ډلې دوهمه وه. نوموړې د راماه (د زیږون نوم یې ویلیس) او جورج ووفورډ په کورنې وزیږېده. مور یې د الاباما په ګرین ویل کې زیږېدلې وه او په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره شمال ته کډه شوه. نوموړې د افریقایي میتودیسټ مسیحي ډلې د ایپیسکوپل کلیسا غړې او د کور مېرمن وه. جورج ووفورډ د جورجیا په کارټرسویل کې لوی شوی و. کله چې ووفورډ نږدې ۱۵ کلن و، د سپین پوستو وګړو یوې ډلې دوه افریقایي - امریکایی سوداګر چې د هغه په ​​​​کوڅه کې اوسېدل، په صحرایې بڼه ووژل. موریسن وروسته وویل: "هغه موږ ته هېڅکله  و نه ویل چې جسدونه یې لیدلي وو، خو هغه لیدلي وو. زه په دې اند یم چې دا د هغه لپاره ډېر دردناک وو." هغه د توکمپالنې څخه د تېښتې او د اوهایو په وده کونکي صنعتي اقتصاد کې د ګټورې دندې ترلاسه کولو په هیله، د اوهایو لورین ښار ته کډه شو چې له نژادې اړخه مدغم شوی و. نوموړي د یو اس سټیل کمپنۍ لپاره د ولډنګکار په توګه ساده کارونه ترسره کول. موریسن چې د توکم پالنې له خپلو تجربو څخه ځوریدلې وه، په ۲۰۱۵ کال کې یې په یوه مرکه کې وویل چې پلار یې له سپین پوستو دومره کرکه درلوده چې هغوی یې کور ته نه پرېښودل.     [۱][۲][۳][۴][۵]

کله چې موریسن نږدې دوه کلنه وه، د کورنۍ د ملکیت مالک هغه کور ته اور واچو چې دوی پکې اوسېدل، پداسې حال کې چې دوی په کور کې وو، ځکه چې د هغې مور او پلار د کرایې د ورکولو توان نه درلود. د نوموړې کورنۍ د ناهیلۍ پرځای د ځمکې مالک ته په خندا سره دې حالت ته داسې غبرګون و ښود چې هغې ورته "د بدۍ عجیبه بڼه" نوم ورکړ. موریسن وروسته وویل چې د هغې د کورنۍ غبرګون په ډاګه چې څنګه خپل کمال وساتئ او د داسې "یادګاري بې رحمه" کړنو په وړاندې د خپل ژوند وساتئ.  [۶]

د موریسن مور او پلار د دودیزو افریقایي-امریکایی فولکلور کیسو، د روح کیسو او د سندرو ویلو له لارې په هغې کې د میراث او ژبې احساس را ژوندی کړ. موریسن له ماشومتوبه په مکرره بڼه لوستل؛ د نوموړې د خوښې لیکوالان جین آسټن او لیو تولستوی وو. [۷][۸]

نوموړې په ۱۲ کلنۍ کې کاتولیکه شوه او د تعمید نوم یې انتوني (د پادوا د انتوني له نوم څخه) کېښود، چې د هغې د توني د لقب لامل شو. [۹][۱۰]

هغه چې د لورین په عالي لېسه کې ګډون وکړ، د مناظرې د ډلې، د کال کتاب د کارکوونکو او د ډرامې د کلب غړیتوب درلود.  [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Duvall, John N. (2000). The Identifying Fictions of Toni Morrison: Modernist Authenticity and Postmodern Blackness. Palgrave Macmillan. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-23402-7. After all the published biographical information on Morrison agrees that her full name is Chloe Anthony Wofford, so that the adoption of 'Toni' as a substitute for 'Chloe' still honors her given name, if somewhat obliquely. Morrison's middle name, however, was not Anthony; her birth certificate indicates her full name as Chloe Ardelia Wofford, which reveals that Ramah and George Wofford named their daughter for her maternal grandmother, Ardelia Willis. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په September 11, 1994 باندې). Chloe Wofford Talks About Toni Morrison. The New York Times. Alt URL
  3. (په Summer 2015 باندې). Toni Morrison Remembers.
  4. (په April 8, 2015 باندې). The Radical Vision of Toni Morrison. The New York Times.
  5. Als, Hilton (October 27, 2003). "Ghosts in the House: How Toni Morrison Fostered a Generation of Black Writers". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه May 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په October 8, 1993 باندې). The Laureates's Life Song.
  7. Mote, Dave, المحرر (1997). "Toni Morrison". Contemporary Popular Writers. Detroit: St. James Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55862-216-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په April 11, 2007 باندې). Awaiting Toni Morrison. The Times-Picayune.
  9. "On the Paradoxes of Toni Morrison's Catholicism". Lithub.com. March 2, 2020. د لاسرسي‌نېټه February 28, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په April 13, 2012 باندې). Toni Morrison: 'I want to feel what I feel. Even if it's not happiness'.
  11. Als, Hilton (October 27, 2003). "Ghosts in the House: How Toni Morrison Fostered a Generation of Black Writers". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه May 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)