Jump to content

توماس هارډي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس هارډي
توماس هارډي

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
توماس هارډي

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

توماس هارډي (زوکړه: د ۱۸۴۰ زکال د جون ۲ مه – مړینه: د ۱۹۲۸ زکال د جنوري ۱۱ مه) انګلیسي ناول لیکونکی او شاعر و. نوموړی چې د جورج ایلیوټ د دود له مخې ویکټوریايي (ادبي) واقعیت پالونکی و په خپلو ناولونو او اشعارو کې د ویلیام وردزورث د اشعارو په ګډون د رومانتېزم تر اغېز لاندې و. نوموړی د ویکټوریايي ټولنې کلک منتقد و، په ځانګړې توګه یې په بریتانیا کې د کلیوالي وګړو لکه د انګلستان په سوېل لویدیځ کې د خپل زیږون ځای د وګړو د ژوندانه د حالاتو پر خرابېدو نیوکې کولې. [۱]

په داسې حال کې چې هارډي د خپل ژوند په اوږدو کې اشعار ویلي او ځان یې تر ډېره شاعر بللی خو د هغه د اشعارو لومړنۍ ټولګه تر ۱۸۹۸ زکال پورې خپره نه شوه. په پیل کې نوموړی، د لیونیانو له ټولګې څخه لرې (Far from the Madding Crowd؛ ۱۸۷۴ زکال)، د کاسټربرېج د شاروال (The Mayor of Casterbridge؛ ۱۸۸۶ زکال) تس دوربرویل (Tess of the d'Urbervilles؛ ۱۸۹۱ زکال) او نوم ورکي جود (Jude the Obscure؛ ۱۸۹۵ زکال) په نومونو باندې د ناولولو د لیکلو له امله د ناول لیکونکي په توګه شهرت وموند. د ژوندانه پر مهال یې اشعار د یو شمېر ځوانو شاعرانو (په ځانګړې توګه د جورجي شعرونو د لیکونکو) له خوا وستایل شول او هغوی ورته د لارښود په سترګه کتل. د نوموړي له مړینې وروسته د هغه اشعار د ازرا پاونډ (Ezra Pound)، ډبلیو. اېچ اوډن (W. H. Auden) او فیلیپ لارکین (Philip Larkin) له خوا وستایل شول. [۲]

د هغه ګڼ شمېر ناولونه تراژیکو شخصیتونو ته اړوند دي چې له خپلو احساساتو او شته ټولنیزو شرایطو سره مبارزه کوي او تر ډېره پورې د وسکس په نیمه تخیلي سیمه کې رامنځته کېږي. د توماس هارډي وسکس چې په پیل کې د منځنیو دور د انګلو – ساکسون پاچاهۍ پر بنسټ و بالاخره په کې د ډورسټ، ویلټشایر، سومرسټ، ډوون، همپشایر او بریکشایر او همدارنګه د انګلستان د سویل لویدیځ او مرکزي سویل ډېرې برخې شاملې شوې. د نوموړي دوه ناولونو، تس دوربرویل او د لیونیانو له ټولګې څخه لرې د بي بي سي په بېګ رېډ (د ډیرو لوستونکو ناولونو) نظر پوښتنه کې د ۵۰ غوره کتابونو په نوملړ کې ځای وموند. [۳]

ژوند او چارې

[سمول]

لومړنی ژوند

[سمول]

توماس هارډي د ۱۸۴۰ زکال د جون په دویمه د انګلستان په پورتني باکهمپټون کې وزېږېد، چېرې چې د نوموړي پلار توماس (۱۸۱۱-۱۸۹۲ زکال) د ډبرو په غوڅونکې یوه سیمه ئیزه کارخونه کې کار کاوه؛ پلار یې د هغه له مور جمیما (۱۸۱۳-۱۹۰۴ زکال) سره د ۱۸۳۹ زکال په وروستیو کې په بیمنېسټر کې واده وکړ. جمیما کتاب لوستونکې وه او توماس ته یې تر هغه مهاله زده کړې ورکړې کله چې د اته کلنۍ په عمر د لومړي ځل لپاره په باکهمپټون کې ښوونځي ته ولاړ. نوموړی د څو کلونو لپاره په ډورچسټر کې د مسټر لاسټ په نامه د ځیرکو ځوانانو اکاډمۍ ته لاړ چېرې چې هغه لاتین زده کړه او خپله عملي وړتیا یې څرګنده کړه. له دې امله چې د هارډي کورنۍ په پوهنتون کې د هغه د زده کړو په موخه مالي امکانات نه لرل، د شپاړلس کلنۍ په عمر یې خپلو رسمي زده کړو ته پای ټکی کېښود او د جمیز هیکس په نامه د سیمه ئیز معمار شاګرد شو. [۴][۵][۶][۷]

په ۱۸۶۲ زکال کې لندن ته له کډه کولو وړاندې هارډي د یو معمار په توګه په دورچسټر کې زده کړې وکړې. لندن ته له تلو وروسته یې په کینګ کالج کې نوم ثبت کړ. هغه د بریتانیا د سلطنتي معمارانو له بنسټ او د معمارۍ له ټولنې څخه جایزې ترلاسه کړې. د ۱۸۶۲ زکال په اپرېل میاشت کې یې د مرستیال معمار په توګه د آرتور بلومفیلډ په چارو کې ونډه واخیسته او له ۱۸۶۲ زکال څخه یې تر ۱۸۶۴ زکال پورې له بلومفیلډ سره یوځای د برکشایر د وینډوزر په آل سینټ کلیسا کې کار وکړ. [۸][۹][۱۰]

هارډي په لندن کې هېڅکله دا احساس نه کاوه چې هغه په خپل ټاټوبي کې دی، ځکه هغه په شدت سره دلته د طبقاتي توپیر او خپل ټولنیز حقارت څخه باخبره و. دغه مهال نوموړي له ټولنیزو اصلاحاتو او د جان ستورات میل له اثارو سره لیوالتیا پیدا کړه. هغه د خپل ډورسټي ملګري، هوراس مول په واسطه د چارلز فوریر او اګوست کونټ له آثارو سره بلد شو. د آزادۍ اړوند د جان ستورات میل مقاله د هارډي د ناهیلیتوب لپاره هیله بخښونکې وه؛ هغه په ۱۹۲۴ زکال کې څرګنده کړه چې «زما د ژوند پاڼې له میل سره همغږي ښيي». نوموړی همدارنګه د ښاري آزاد خیالو اړوند د متیو آرنولد او لزلی سټیفن له آرمانونو سره مینه پیدا کړه. [۱۱][۱۲] 

له پنځو کلونو وروسته هغه د خپلې روغتیا په فکر کې شو؛ له همدې امله ډورسټ ته وګرځېد او په ویموث کې استوګن شو؛ دلته هغه پرېکړه وکړه چې خپل ځان لیکوالۍ ته وقف کړي.

وروستي کلونه

[سمول]

په ۱۹۱۴ زکال کې هارډي د ایچ.جي. ویلز، روډیارډ کیپلېنګ او سر آرتور کانن ډویل په خوا کې یو له هغو ۵۳ مخکښو بریتانوي لیکوالانو څخه و چې خپل نوم یې د «لیکوالانو په اعلامیه» کې لاسلیک کړ او په لومړۍ نړیواله جګړه کې د یې د بریتانیا شاملېدل اړین وبلل. دغه مانیفېست څرګنده کړه چې په بلجیم باندې د جرمني برید وحشیانه دی او بریتانیا «نه شي کولای په بې ننګۍ سره په دغه جګړې کې له ونډې اخیستو ډډه وکړي». هارډي د جګړې له امله ویجاړیو په وحشت کې اچولی و او حیران کړی یې و؛ ده خپله یې ویلي، «زه فکر نه کوم چې دغه ډول نړۍ چې داسې شیطان پرستي په کې ممکنه ده، د زېرمې (پس انداز) کولو ارزښت دې ولري» او «غوره داده چې اجازه ورکړو لویدیځ «تمدن» له منځه لاړ شي او پرېږدو چې تور او ژیړ نژادونه خپل چانس وازمايي». هغه جان ګالزورثي ته ولیکل چې «د نړیوالو افکارو تبادل د نړۍ د ژغورنۍ یوازنې ممکنه لار ده». [۱۳][۱۴]

هارډي د ۱۹۲۷ زکال په ډسمبر میاشت کې د سږو په پلوریت ناروغۍ اخته شو او د ۱۹۲۸ زکال د جنوري په ۱۱ مه په دقیقه توګه د شپې له ۹ بجو وروسته ومړ؛ هغه خپل وروستۍ شعر د مرګ په بستر کې خپلې مېرمنې ته ووایه. د نوموړي د مړینې لامل د هغه د مړینې په سند کې «د زړه سنکوپ» بلل شوی چې «زیات عمر» په هغو کې له اغېزمنو عواملو څخه دی. د نوموړي د جنازې مراسم د جنوري په ۱۶ مه د ویسټ منېسټر په کلیسا کې ترسره شول، دا یو بحث پارونکی موقعیت و ځکه هارډي وصیت کړی و چې د نوموړي جسد په سټینسفورډ کې د خپلې لومړنۍ مېرمنې اما سره په یو قبر کې خښ کړای شي. د هغه کورنۍ او ملګري د دې خبرې اړوند همغږي و، خو د مراسمو مخته وړونکي سیډني کارلایل کاکرل ټینګار درلود چې هغه باید د د دغې صومعې د شاعرانو د قبرونو څنګ ته خښ کړای شي. دوی سره جوړ راغلل، د نوموړي زړه یې له اما سره په سټینسفورډ او ایرې یې د شاعرانو په هدیرې کې خښې شوې. د نوموړي د مړینې پر مهال د هغه شتمني ۹۵۴۱۸ پونډه وه چې په ۲۰۲۱ زکال کې له ۶۱۰۰۰۰۰ پونډه سره برابرېږي.[۱۵][۱۶]

د هارډي له مړینې لږ وروسته د هغه د املاکو وکیلانو د نوموړي لیکونه او د یاددښت کتابچې وسوزولې، خو له دې سره د هغه ۱۲ د یاددښت کتابچې پاتې شوې چې یوه یې هم د ۱۸۲۰مې لسیزې یاددښتونو او له اخبارونو څخه غوره شوو موضوعاتو ته اړوند وه چې له هغو څخه د ده په اثارو کې د ګټنې اړوند لیدلوری ښيي. د هارډي مېرمن د نوموړي د مړینې په لومړي تلین کې د هارډي د لومړني ژوند ۱۸۴۱ – ۱۸۹۱ (The Early Life of Thomas Hardy, 1841–1891) تر عنوان لاندې اثر خپور کړ چې په هغه کې د نوموړي یاددښتونه، لیکونه، خاطرات، بیوګرافیکي موضوعات او همدارنګه د هغه د څوکلنو مکالماتو اړوند شفاهي اطلاعات راغونډ شوي و.  [۱۷]

د هارډي آثار د ډي. اېچ لاورنس (D. H. Lawrence)، جان کوفر پوېز (John Cowper Powys) او ویرجینیا وولف (Virginia Woolf) په ګډون د ګڼ شمېر ځوانو لیکوالانو له خوا ستایل شوي. رابرټ ګریوز له هر څه څخه د خدای پامانۍ تر عنوان لاندې (Goodbye to All That؛ ۱۹۲۹ زکال) په خپل ژوند لیک کې لیکلي چې د ۱۹۲۰ زکال په لومړیو کې یې له هارډي سره په ډورست کې لیدلي او دا چې هارډي او د هغې نوې مېرمن د هغه څه ډول هرکلی کړی او همدارنګه یې هغه څه ډول خپلو چارو ته هڅولی. [۱۸][۱۹]

د ډورچسټر په بوکهمپټون کې د هغه زیږون ځای او د مکس ګېټ کور دواړه نشنل ټرسټ بنسټ ته اړوند دي.

سرچينې

[سمول]
  1. Taylor, Dennis (Winter 1986), "Hardy and Wordsworth", Victorian Poetry, 24 (4).
  2. Watts, Cedric (2007). Thomas Hardy: 'Tess of the d'Urbervilles'. Humanities-Ebooks. pp. 13, 14.
  3. "BBC – The Big Read" Archived 31 October 2012 at the Wayback Machine.. BBC. April 2003, Retrieved 16 December 2016
  4. "Thomas Hardy: The Time-Torn Man". The Guardian. 13 October 2006. Archived from the original on 29 July 2017. نه اخيستل شوی 13 December 2016.
  5. "FreeBMD Home Page". www.freebmd.org.uk. Archived from the original on 11 December 2020. نه اخيستل شوی 22 May 2016.
  6. Tomalin, Claire (2007), Thomas Hardy: the Time-torn Man, Penguin, pp. 30, 36.
  7. Walsh, Lauren (2005), "Introduction", The Return of the Native, by Thomas Hardy (print), Classics, New York: Barnes & Noble.
  8. Flood, Alison (16 August 2016). "Thomas Hardy altarpiece discovered in Windsor church". The Guardian. Archived from the original on 16 August 2016. نه اخيستل شوی 17 August 2016.
  9. "Legendary author Thomas Hardy's lost contribution to Windsor church uncovered". Royal Borough Observer. Archived from the original on 26 August 2016. نه اخيستل شوی 17 August 2016.
  10. Burley, Peter (2012). "When steam railroaded history". Cornerstone. 33 (1): 9.
  11. Widdowson, Peter (2004). Thomas Hardy and Contemporary Literary Studies. Springer. p. 132.
  12. Wilson, Keith (2009). A Companion to Thomas Hardy. John Wiley & Sons. p. 55.
  13. "1914 Authors' Manifesto Defending Britain's Involvement in WWI, Signed by H.G. Wells and Arthur Conan Doyle". Slate. Archived from the original on 27 February 2020. نه اخيستل شوی 27 February 2020.
  14. Sherman, George William (1976). The Pessimism of Thomas Hardy. Fairleigh Dickinson Univ Press. p. 447.
  15. Bradford, Charles Angell (1933). Heart Burial. London: Allen & Unwin. p. 246. ISBN 978-1-162-77181-6.
  16. From Probate Index for 1928: "Hardy O. M. Thomas of Max Gate Dorchester Dorsetshire died 11 January 1928 Probate London 22 February to Lloyds Bank Limited Effects £90707 14s 3d Resworn £95418 3s 1d."
  17. "Homeground: Dead man talking". BBC Online. 20 August 2003. Archived from the original on 31 August 2004. نه اخيستل شوی 2006-08-12.
  18. Steele, Bruce, ed. (1985) [1914], "Literary criticism and metaphysics", Study of Thomas Hardy and other essays, Cambridge University Press, ISBN 0-521-25252-0.
  19. "The Novels of Thomas Hardy", The Common Reader, 2nd series.