توماس رابرټ مالتوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


توماس رابرټ مالتوس (په انګلیسي: Thomas Robert Malthus؛ پیدایښت: ۱۳/۱۴-فبروري-۱۷۶۶؛ مړینه: ۲۹-ډسمبر-۱۸۳۴) یو اقتصادپوه، روحاني او د سیاسي اقتصاد او احصائیوي وګړپېژندنې بارسوخه انګلیسي عالم ؤ. [۱][۲]

په ۱۷۹۸ز کال کې، مالتوس په خپل کتاب «د وګړو شمېر اصل په هکله یوه مقاله» کې څرګنده کړه چې د یوه هېواد د خوراکي توکو د تولید په زیاتېدو سره وګړي یې لا زیات هوسا شول؛ خو د وګړو شمېر د ودې له‌امله، دغه هوساینه لنډمهاله وه، چې په خپل وار سره یې د «سړي سر» تولید لومړنۍ کچه بېرته راوګرځوله. په بله وینا، انسانان د دې پر ځای چې د ژوند کولو معیارونه ځان‌ته لوړ وساتي، لېواله وو ترڅو له پرېمانۍ څخه د وګړو شمېر په زیاتولو کې کار واخلي؛ دغه لیدلوری د «مالتوسي تلک (لومه)» یا د «مالتوسي طیف» په توګه پېژندل کېږي. وګړي د خپل شمېر زیاتولو غوښتونکي وو تر هغو چې د ټولنې ټیټه طبقه له سختۍ، بېوزلۍ او ناروغیو سره مخ شول او هره شېبه جګړې ته تیار وو؛ دغه لیدلوري ته ځینې په کرکه سترګه ګوري او د «مالتوسي ناورین» په نامه یې پېژني. مالتوس، د ۱۸مې پېړۍ په اروپا کې له عام لیدلوري پر وړاندې، لیکي چې، «زه ټولنه مخ په ښه کېدو او په اصل کې د تکامل موندنې په لور وینم».[۳]

د مالتوس په اند، کله چې د ژوند شرایط مخ په ښه کېدو وي، د وګړو د شمېر وده د مخنیوي وړ نه‌ده او دغه وده، په خپل وار سره، اوټوپیایي (خیالي ښار) ټولنې ته د رسېدلو پر لار خنډ ګرځي: «د وګړو ځواک، د ځمکې پر مخ له هغه ځواک څخه خورا ډېر دی چې د بشر لپاره د ژوند توښه تولیدوي». د یوه انګلیکان روحاني په توګه، هغه دې پېښې ته د یوه داسې وضعیت په توګه کتل چې ګوندې خدای د فضیلت چلند ښودلو لپاره پر انسانانو راوړی. مالتوس لیکي چې، «د وګړو شمېر وده، د اړتیا په صورت کې، د ژوند او معېشت توښې په واسطه تحدیدېدلای شي»، «د ژوند اسانتیاوو او هوساینې په ډېرېدو سره، د وګړو شمېر هرومرو لوړېږي» او «د وګړو غښتلی ځواک د اخلاقي محدودیت، ذلت او مصیبت په واسطه ځپل کېږي».[۴][۵][۶]

مالتوس د انګلستان «د بېوزلۍ قوانین» تر کلکې نیوکې لاندې نیسي او وایي چې نوموړي قوانین د دې پرځای چې د بېوزلو د ژوند شرایط ښه کړي، د انفلاسیون رامنځ‌ته کېدلو لامل ګرځي. هغه، د غلې پر وارداتو باندې د مالیاتو وضع کولو (د جوارو قوانین) ملاتړ کاوه. د تکاملي بیولوجي مخکښو څېرو، په تېره بیا چارلس ډاروین او آلفرېد رسل والېس، د هغه لیکنې لوستلې دي. د صنعتي اوښتون په وړاندوینه کې د مالتوس پاتې راتللو لوی لامل د هغه پر تیوري‌ګانو او نظریو باندې ګڼ‌شمېر نیوکې وې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې[سمول]

توماس رابرټ مالتوس د دانیل مالتوس او هنریتا کاترین له اوو ماشومانو څخه شپږم زوی ؤ؛ مور یې «هنریتا کاترین» د دوه‌یم او درېیم جورج پاچاهانو د دربار حکیم «دانیل ګراهام» لور او د لومړي جورج او دوه‌یم جورج پاچاهانو د دربار حکیم «توماس ګراهام» لمسۍ وه. هنریتا د خپل ورور او خویندو ترڅنګ د ویلیام هوګارت په نقاشي «د ګراهام ماشومان» (۱۷۴۲ز) کې انځور شوې وه. مالتوس په روکري کې وزېږېده- د وسټکوټ په سارّي کې داورکېنګ ته نږدې «یو کوچنۍ ښکلې ماڼې»- چې پخوا یوه کرنیزه ځمکه وه او د چرګېټ فارم په نامه یادېدله، پلار یې نوموړې ځمکه راونیوله او ښکلې ماڼۍ یې په کې جوړه کړه. کورنۍ یې نوموړې ماڼۍ په ۱۷۶۸ز کال کې وپلورله او ګیلفورډ ته نږدې په آلبري کې، په یوه کور کې استوګن شول. مالتوس په شونډه او تالو کې یو درز یا چاود درلود چې پر غږېدلو باندې یې اغېزه پرېښوده؛ د زېږون دا ډول نیمګړتیاوې د هغه د کورنۍ په پخوانیو نسلونو کې هم لیدل شوې وه. ملګرې یې، ټولنیزه تیوري‌پوهه، هریت مارتینو په غوږونو درنه وه، خو ویل یې چې مالتوس یوازېنی کس دی چې غږ یې د غوږونو له ترمپټ پرته اورېدلای شي. ویلیام پیترسن او جان مینارډ کېنز، دانیل مالتوس د «یوې خپلواکې او ښې کورنۍ او ښې تربیې خاوند […] [او] د دېوېد هیوم او ژان ژاک روسو ملګري» په توګه ستایي. دانیل مالتوس د سیدنهام مالتوس زوی ؤ؛ نوموړی د South Sea شرکت مشر او د صدارت سرکاتب ؤ؛ همدا راز په هوم ښارونو او کمبرېج‌شایر کې څوګونه جریبه ځمکې او مکلیتونه لرل. د سیدنهام مالتوس پلار «دانیل» د پاچا ویلیام او وروسته د ملکې «آن» د دربار حکیم ؤ؛ د دانیل پلار «کشیش رابرټ مالتوس» د پاچا کروموېل په وژنې سره د میدلسکس د نورتولت (اوسنی لوېدیځ لندن) ځایناستي په توګه وټاکل شو، خو د انګلستان د پاچاهۍ بېرته راګرځولو وروسته له هېواده وشړل شو؛ «په وینا کې د ډېر بندېدلو» له‌امله، هغه د «یوه لرغوني خدای، د پیاوړي عقل خاوند، په مقدسو کتابونو کې غښتلی، د فصاحت او بلاغت څښتن، خو په تلفظ کولو کې نیمګړي» په توګه ستایل شوی دی، چې په اغلب ګومان سره د تلفظ ستونزه یې د شونډې او تالو د درز له‌امله وه. ځوان مالتوس خپلې زده‌کړې په ۱۷۸۲ز کال کې، په وارینګتون اکاډمۍ کې د ګیلبرت وېکفیلډ تر نظر لاندې پيل کړې. وارینګتون د مخالفې ډلې (بېلتونپالو) اکاډمي وه او په ۱۷۸۳ز کال کې وتړل شوه. مالتوس د یوې مودې لپاره د ناتینګهام‌شایر په برامکوټ کې د وېکفیلډ په کور کې له نوموړي څخه زده‌کړې وکړې.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

مالتوس په ۱۷۸۴ز کال کې د کمبرېج پوهنتون په جیزس کالج کې شامل شو. نوموړي هلته د انګلیسي، لاتین او یوناني ژبو په لوستلو کې ډېرې جایزې ترلاسه کړې، په ویاړ سره فارغ شو او په ریاضیاتو کې یې د نهم رانګلر ځای خپل کړ [رانګلر د انګلستان د کمبرېج پوهنتون هغه زده‌کړیال دی چې د ریاضیاتو څانګې په وروستي کال کې لومړۍ درجه ویاړونه ترلاسه کړي]. روزونکی یې ویلیام فرېند ؤ. هغه په ۱۷۹۱ز کال کې د MA (د هنرونو ماسټر) سند ترلاسه کړ او دوه کاله وروسته د جیزس کالج اکاډمیک همکار په توګه وټاکل شو. په ۱۷۸۹ز کال کې، د انګلستان په کلیسا کې یې کاهني وکړه او د ووټن سارّي په سیمه کې د اوک‌ووډ په کوچنۍ کلیسا کې د کشیش مرستیال شو. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ژوند وروستي کلونه[سمول]

په ۱۸۲۱ز کال کې، مالتوس د سیاسي اقتصاد کلوپ د بڼسټګرې ډلې غړی ؤ، چېرې چې جان کازېنوف غوښتل د ریکارډو او میل پر وړاندې له هغه سره لاس یو کړي. د ۱۸۲۴ز کال په لومړیو کې، هغه د ادبیاتو سلطنتي ټولنې غړی وټاکل شو. د دې ترڅنګ، هغه د احصائیې سلطنتي ټولنې همکار هم ؤ، چې نوموړې ټولنه د ۱۸۳۴ز کال په مارچ میاشت کې تاسیس شوې وه. په ۱۸۲۷ز کال کې، هغه د ولسي جرګې یوې کمېټې ته د کډوالۍ په هکله شواهد وړاندې کړل.

په ۱۸۲۷ز کال کې، مالتوس خپل اثر- «په سیاسي اقتصاد کې تعریفونه»- خپور کړ. په لومړي څپرکي کې یې «د سیاسي اقتصاد د ګړنو د تعریف او کارونې لپاره قاعدې» وړاندې کړې. په لسم څپرکي کې هغه په شمېر سره ۶۰ پاراګرافونه وړاندې کړل او په هغو کې یې خپلې وړاندیز شوې او په سیاسي اقتصاد کې د بحث وړ ګړنې له تعریفونو سره وړاندې کړې. د ګړنو او تعریفونو دغه ټولګه په دوه دلیله د اهمیت وړ ګڼل کېږي: لومړی، مالتوس یوازېنی اقتصادپوه ؤ چې خپلې ګړنې یې د تعریف شویو ګړنو د یوې منظمې وییزېرمې په توګه ترتیب، تعریف او خپرې کړې؛ او دوه‌یم دا چې، ډېري تعریفونه یې د ښو او غورو جملو له‌لارې بیان شوي وو. د دغو څپرکو په ترڅ کې، مالتوس د خپل وخت پر یوشمېر اقتصادپوهانو (لکه: جان باتیست سې، دېوېد ریکارډو، جېمز میل، جان رامزې مک‌کولوچ او ساموېل بیلې)، د تخنیکي ګړنو په ټاکلو، معنی کولو او کارولو کې د ګډوډۍ او بې‌دقتۍ له‌امله، کلکې نیوکې کړې دي.[۲۸][۲۹]

مالتوس د ۱۸۳۴ز کال د ډسمبر پر ۲۳مه نېټه، د خپل خُسر په کور کې د زړه ناروغۍ له‌امله ناڅاپه مړ او د بات په صومعه کې دفن شو. د نقاشي شویو انځورونو او د هغه وخت خلکو په وینا، مالتوس جګه ونه، ښکلې څېره، خو په شونډه او تالو کې یې درز (چاود) درلود.[۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Petersen, William (1979). Malthus: Founder of Modern Demography. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674544253. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Several sources give Malthus's date of death as 15 December 1834. See Meyers Konversationslexikon (Leipzig, 4th edition, 1885–1892), "Biography" by Nigel Malthus (the memorial transcription reproduced in this article). However, the article in کينډۍ:Cite EB1911 gives 23 December 1834.
  3. Geoffrey Gilbert, introduction to Malthus T.R. 1798. An Essay on the Principle of Population. Oxford World's Classics reprint. viii in Oxford World's Classics reprint.
  4. Malthus, Thomas Robert (18 January 2010). An Essay on the Principle of Population. Oxfordshire, England: Oxford World's Classics. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1450535540. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bowler, Peter J. (2003). Evolution: The History of an Idea. Berkeley, California: University of California Press. د کتاب پاڼي 104–05. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-23693-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Malthus, p. 61.
  7. Malthus, pp. 39–45.
  8. Malthus, p. xx.
  9. Browne, Janet (1995). Charles Darwin: Voyaging. New York City: Random House. د کتاب پاڼي 385–390. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1407053202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Raby, Peter (2001). Alfred Russel Wallace: a Life. Princeton, New Jersey: Princeton University Press. د کتاب پاڼي 21, 131. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-00695-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Weir D.R. (1987) Malthus’s Theory of Population. In: Palgrave Macmillan (eds) The New Palgrave Dictionary of Economics. Palgrave Macmillan, London. DOI-10.1057/978-1-349-95121-5_1062-1
  12. Daoud, Adel. (2010) "Robbins and Malthus on scarcity, abundance, and sufficiency: The missing sociocultural element." American Journal of Economics and Sociology 69.4 (2010): 1206-1229.-Daoud citing Harvey, David. (1974). "Population, Resources, and the Ideology of Science". Economic Geography 50(3): 256–277.
  13. Daoud, Adel. (2010) "Robbins and Malthus on scarcity, abundance, and sufficiency: The missing sociocultural element." American Journal of Economics and Sociology 69.4 (2010): 1206-1229.-Daoud citing Kutzner, Patricia L. (1991). World Hunger: A Reference Handbook. Santa Barbara: ABC-Clio.
  14. Martineau, Harriet 1877. Autobiography. 3 vols, Smith, Elder, London. vol 1, p. 327.
  15. Essays in Biography, J. M. Keynes, Harcourt, Brace & Co., 1933, pp. 96-99
  16. کينډۍ:Cite ODNB
  17. "Thomas Robert Malthus - Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. The Tate Gallery: An Illustrated Companion to the National Collections of British & Modern Foreign Art. London: Tate Gallery, 1979, p. 15
  19. Petersen, William. 1979. Malthus. Heinemann, London. 2nd ed., 1999. p. 21
  20. Essays in Biography, J. M. Keynes, Harcourt, Brace & Co., 1933, pp. 96-7, 99-103
  21. "Northall (Northolt) | British History Online". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. The Popularization of Malthus in Early Nineteenth-Century England- Martineau, Cobbett, and the Pauper Press, James P. Huzel, Ashgate, 2006, p. 15
  23. Avery, John (1997). Progress, Poverty and Population: Re-Reading Condorcet, Godwin and Malthus. London, England: Psychology Press. د کتاب پاڼي 56–57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7146-4750-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Avery, John (1997). Progress, Poverty and Population: Re-Reading Condorcet, Godwin and Malthus. London, England: Psychology Press. د کتاب پاڼي 56–57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7146-4750-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Petersen, William. 1979. Malthus. Heinemann, London. 2nd ed., 1999. p. 28
  26. کينډۍ:Acad
  27. Malthus, Thomas Robert (1997). T.R. Malthus: The Unpublished Papers in the Collection of Kanto Gakuen University. Cambridge, England: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 54 note 196. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-58138-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. کينډۍ:Cite DNB
  29. Thomas Robert Malthus (1989). Principles of Political Economy. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې lxviii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-24775-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Malthus, Thomas Robert (1827). Definitions in Political Economy Preceded by an Inquiry into the Rules which Ought to Guide Political Economists in the Definition and Use of Their Terms, with Remarks on the Deviation from These Rules in Their Writings. London: John Murray. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)