توماس براسي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس براسي
توماس براسي
توماس براسي

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ نومبر ۱۸۰۵[۱][۲][۳][۴]
مړینه 8 ډيسمبر 1870 (65 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سوداگر
سېول انجنیر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس براسي (زوکړه: د ۱۸۰۵ زکال د نومبر ۷ مه – مړینه: د ۱۸۷۰ زکال د ډسمبر ۸ مه) د ساختماني انجینري په برخه کې انګلیسي قراردادي او همدارنګه د ډېری هغو توکو د جوړولو مسئولیت یې پر غاړه درلود چې په ۱۹ مه پېړۍ کې د نړۍ د ګڼ شمېر اوسپنو پټلیو په جوړېدو کې ترې کار اخیستل شوی. نوموړي تر ۱۸۴۷ زکال پورې د بریتانیا د اوسپنې پټلې نږدې یو په دریمه برخه جوړه کړې وه او په ۱۸۷۰ زکال کې یې د خپلې مړینې تر مهاله په نړۍ کې د هرو شل مایلو اوسپنې پټلۍ څخه یو مایل یې ده جوړه کړې وه. په دغو چارو کې د فرانسې د ریل د پټلیو درې پر څلورمه برخه، په نورو اروپايي هېوادونو، کاناډا، اسټرایا، سویلي امریکا او هند کې د هغو اصلي د ریل کرښې شاملېږي. نوموړي همدارنګه د اوسپنې د پټلیو له چارو سربېره هغو ته په اړوندو نورو چارو لکه د هغو د مرکزونو، پلونو، تم ځایونو، تونلونو او همدارنګه د هغو د تخلیې سیسټم په رغنیزو چارو کې ونډه لرله. [۵]

د اوسپنې د پټلیو له رغنیزو چارو سربېره، براسي د بخار د بېړیو، کانونو، د موټرو د فابریکو، سمندریز ټلګرافي سیسټم او د اوبو رسونې او فاضلابو د کانالانو په پراختیا کې ونډه لرله. هغه د لندن د کانالیزاسیون سیسټم جوړ کړ چې تر نن ورځې هم ترې کار اخیستل کړي. همدارنګه نوموړی د برونل په ګریټ ایسټرن بېړۍ کې یو له سترو سهم لرونکو څخه و چې د هغه مهال یوازنۍ تر ټولو لویه بېړۍ وه چې وه یې شو کولای په ۱۸۶۴ زکال کې شمالي اتلانتیک ته د ټلګراف لېږدونکی ارتباطي لین کش کړي. له هغه ۵ میلیونه پونډه شتمني پاتې شوه چې په ۲۰۲۰ زکال کې له ۶۰۰ میلیونه پونډه سره برابرېږي. [۶][۷]

مخینه/ بګرونډ[سمول]

توماس براسي د بډایه کروندګر جان براسي او د هغه د مېرمنې الیزابت مشر زوی و چې براسي کورنۍ ته اړونده وه او د بوئرتون په مانور کرنیزه سیمه کې یې ژوند کاوه، دوی له ۱۶۶۳ زکال راهیسې د چسټر سویل لوري ته په ۶ مایلي (۱۰ کیلومترۍ) کې پرتې سیمې الډفورډ کې یو کوچنی استوګن ځای درلود. [۸][۹]

لومړني کلونه[سمول]

توماس براسي تر ۱۲ کلنۍ پورې هغه مهال چې په چسټر کې د کېنګز ښوونځي ته ولېږل شو په کور کې زده کړې وکړې. نوموړی په ۱۶ کلنۍ کې د ویلیام لاتون په نامه د یو نقشه جوړونکي او مامور شاګرد شو. لاوتون د فلینت شایر د اورتون سیمې د فرانسس ریچارډ پرایس لپاره کار کاوه. دغه مهال چې براسي له ده سره شاګردي کوله له هالي هېډ څخه یې شراوزبري ته د نوي سړک (اوس مهال A5 سړک دی) د سروې په چارو کې مرسته وکړه او همدارنګه یې د سړک د نقشه جوړونکي سره هم مرسته وکړه. هغه مهال چې نوموړی په دغه کار بوخت و د واټونو له انجینر توماس ټلفورډ سره بلد شو. ۲۱ کلن و چې د کار زده کړې پړاو یې بشپړ شو او له لاوتون سره یې په شراکت د «لاوتون او براسي» شرکت جوړ کړ. براسي برکن هېډ سیمه ته کډه وکړه او هلته یې خپله دغه سوداګري پیل کړه. دغه مهال برکن هېډ یوه ډېره کوچنۍ سیمه وه؛ چې په ۱۸۱۸ زکال کې یوازې څلور کورونو هلته شتون درلود. د دوی سوداګري وغوړېده او د نقشې اخیستو سربېره یې نورو چارو ته پراختیا ومونده. په برکن هېډ کې د بلوکو جوړونې او آهکو د پخولو کارخونې جوړې کړې. د دوی شرکت د ریګ او کوچنیو د ډبرو د معادنو ملکیت یا مدیریت په واک کې درلود. دوی د خپلو نورو سوداګریزو چارو په خوا کې په نوي جوړېدونکي بندي ښار کې د کورنو جوړولو لپاره بلوک جوړول. په لیورپول کې د نوي جوړېدونکي ښار په موخه د اړتیا وړ بلوکو د لېږد په موخه براسي د ټرانسپورټ نوی تخنیک ابداع کړ، چې په کې د معاصرو پلېټونو د کارولو تخنیک (palletting) او همدارنګه د جاذبې قوې پر سیسټم ریلي سیسټم (gravity train) شاملېده چې له کان څخه یې بندر ته د توکو په لېږد کې ترې ګټنه کوله. هغه مهال چې لاوتون ومړ براسي د دغه شرکت یوازنی مدیر او همدارنګه د فرانسیس پرایس یوازنی استازی شو. همدغه کلونه و چې نوموړي د خپلې شغلي راتلونکې لپاره په کې اساسي تجربې ترلاسه کړې. [۱۰][۱۱][۱۲]

په بریتانیا کې لومړني قراردادونه[سمول]

د ساختماني انجینري په برخه کې د براسي لومړنۍ تجربه په برومبورو کې د نیوچسټر د ۴ مایله (۶ کیلومتره) سړک جوړول او همدارنګه د ویرال په ساګول ماسي کلي کې د یو پل جوړول و. دغه مهال نوموړي له جورج سټنفنسون سره ولیدل چې هغه د لیورپول او مانچستر د ریل پټلۍ د سانکي ویاډکت پل د جوړولو لپاره ساختماني توکو ته اړتیا لرله. سټنفسون او براسي برکن هیډ ته په څېرمه کلي ستورتون کې یو کان ولید او سټنفسون ورڅخه وغوښتل څو د اوسپنې پټلۍ په جوړولو کې ورسره ونډه واخلي. د اوسپنې د پټلۍ په چارو کې د براسي لومړنی ګام د ګرنډ جکشن اوسپنې پټلۍ لپاره د ګرانډ ډاټون پل د جوړولو په دواطلبۍ کې ونډه اخیستل و، خو هغه دغه قرارداد د ویلیام مکنزي پر وړاندې چې ټیټه بیه یې وړاندې کړې وه؛ له لاسه ورکړ. براسي په ۱۸۳۵ زکال کې د همدغې پټلې په اوږدو کې د سټفورډ او ولورهمفټون ترمنځ د پنکریج ۱۰ مایلي (۱۶ کیلومتره) پله د جوړولو په داوطلبي کې ونډه واخیسته او دغه داوطلبي یې وګټله. د دغه پل چارې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې او په ۱۸۳۷ زکال کې افتتاح شو. په پیل کې د دغې کرښې انجینر جورج سټفنسون و، خو د هغه ځای د نوموړي شاګرد او مرستیال جوزف لاک ونیو. دغه مهال براسي سټفورډ ته کډه شو. د پنکریج پل اوس هم پر خپل ځای دی او ریلونه له هغو څخه د لویدیځ ساحل اصلي کرښې ته رسېږي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ګرنډ جنکشن د اوسپنې پټلۍ له بشپړېدو وروسته لاک د لندن او ساوتهمپټون د اوسپنې د پټلۍ ډیزاین ته مخه کړه او براسي یې وهڅاوه چې په داوطلبۍ کې ونډه واخلي، هماغه و چې داوطلبي وګټله. براسي د باسینګ سټوک او وینچستر ترمنځ او همدارنګه نورو برخو ته د اوسپنې پټلۍ د کرښې د رسولو مسئولیت پرغاړه واخیست. راتلونکی کال براسي د رابرټ سټیفنسون په انجینرۍ د جسټر او کریو د اوسپنې د پټلې او د لاک په انجینرۍ د ګلاسګو، پیزلي او ګرینوک د اوسپنې د پټلۍ او همدارنګه د شفیلډ او مانچستر د وسپنې د پټلۍ قراردادونه ترلاسه کړل. [۱۷][۱۸]

په فرانسه کې لومړني قراردادونه[سمول]

په بریتانیا کې د اوسپنې د پټلۍ په برخه کې د لومړنیو چارو له بریا وروسته، فرانسویانو لیوالتیا پیدا کړه څو خپلې د اوسپنې د پټلۍ شبکې ته پراختیا ورکړي او په لومړي پړاو کې له بریتانیا سره د اوسپنې پټلۍ ونښلوي. په همدې موخه د پاریس او روئن د اوسپنۍ پټلۍ شرکت جوړ شو او لاک په هغو کې د انجینر په توګه وګمارل شو. هغه د فرانسوي قراردادیانو د دواطلبۍ وړاندیزونه ډېر لوړ وبلل او وړاندیز یې وکړ چې انګلیسي قراردادیانو ته دې هم په دغو داوطلبیو کې ځای ورکړل شي. دغه مهال یوازني انګلیسي دواطلبان براسي او ویلیام مکنزي و چې دغه وړاندیز یې مهم وباله. د دې پر ځای چې دوی دواړه د یو بل سره سیالي وکړي په ګډه سره یې په دواطلبۍ کې ګډون وکړ او د هغوی له خوا وړاندې شوی وړاندیز په ۱۸۴۱ زکال کې ومنل شو. دغه چاره د دې لامل وګرځېده څو له دې وروسته براسي په ډېری خپلو پانګونو کې له نورو قراردادیانو سره په ګډه ونډه واخلي. براسي او مکنزي له ۱۸۴۱ زکال څخه تر ۱۸۴۴ زکال پورې د ۴۳۷ مایله (۷۰۳ کیلومتره) په اوږدوالي د فرانسې د څلورو اوسپنو پټلیو د جوړولو قراردادونه ترلاسه کړل چې تر ټولو اوږده یې د اورلئان او بوردو ترمنځ د ۲۹۴ مایله (۴۷۳ مایله) پر اوږدوالي وه. په ۱۸۴۸ زکال کې د فرانسې له انقلاب وروسته په دغه هېواد کې مالي کړکېچ رامنځته شو او د اوسپنې د پټلۍ جوړولو په برخه کې پانګونه تر ډېره پورې ودرېده. دا په دې معنی و چې براسي اړ شو په نورو ځایونو کې د نورو بهرنیو قراردادونو په لټه کې شي. [۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Thomas-Brassey — subject named as: Thomas Brassey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60h3rf2 — subject named as: Thomas Brassey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p2697.htm#i26970 — subject named as: Thomas Brassey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Structurae person ID: https://structurae.net/persons/1002390 — subject named as: Thomas Brassey — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Chisholm 1911.
  6. "£1 in 1870 → 2021 | UK Inflation Calculator". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Portrait Of Thomas Brassey C.1830; English School. | 460144 | www.royprecious.co.uk". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Walker 1969, p. 11.
  9. Helps 2006, p. 25.
  10. "Inspirational Alumni Members". The King's School Chester. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Helps 2005, p. 12.
  12. Helps 2006, pp. 26–27.; Walker 1969, pp. 11–14.; Stacey 2005, pp. 6–7.; Haynes, pp. 57–58.
  13. Haynes, p. 58.
  14. Murphy, Liam (21 November 2005), "Village bridge the first by engineering giant", Daily Post, Trinity Mirror North West & North Wales Limited., د لاسرسي‌نېټه ۰۶ ډيسمبر ۲۰۰۷ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Walker 1969, p. 14.
  16. Helps 2006, pp. 28–29., Walker 1969, pp. 16–18.
  17. Helps 2006, pp. 106–107.
  18. Helps 2006, p. 29.
  19. Walker 1969, p. 51.
  20. Helps 2006, pp. 44–45, 106–114.