Jump to content

توكبنسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

توكبنسټ (په انگريزي:Data Base) يو داسې غونډال (سيسټم) دى چې اومتوكي (ډېټا) پكې پداسې ډول ترتيبېږي چې معلومات ورخڅه په خپل وخت او په دقيقه توگه بياترلاسه كړاى شي. هغه خبرتيايي غونډالونه چې خبرتوكي پرې ترتيبېږي ډېټابېس ترتيبونكې غونډالې(Database Management systems) بلل كېږي. DBMS يا ډېټابېس منجمنټ سيسټم يوداسې سافتوېر دى چې منېجرانو ته د ډېټا او د ډېټافايلونو ترمينځ د اړيكو، دجوړولو، په خپل حال ساتلو او دهغو د راپور وركولو په كار كې لاس كوي. پداسې حال كې چې د فايلم منجمنټ سيسټم چې پدې اړه يو زوړ پروگرام دى په يوه وخت كې يوازې له يوه فايل څخه د گټې اخستلو صلاحيت لاره، ډېټابېس منجمنټ سيسټم دغې عمليې ته گڼې بډاينې وركوي چې لاندي يې څېړو:

دا سيستم د ډېټا اضافه ښودنه (Redundancy) كموي

[سمول]

د اضافي ښودنې مطلب دادى چې همهاغه ډېټا په يوه بل جدول كې په بله بڼه وښودل شي. لكه داچې د يوه گاك(customer) نوم، ادرس او تليفوني شمېره، هم د كتل شويو حسابونو او هم د لاسته راوړل شويو حسابونو په جلا جلا فايلونو كې په يوه وخت ثبت شي چې دا بيا دتصفيې او نويولو په چار كې ربړه جوړوي نو د اضافي ريكارډ لرونكو فايلونو تصفيه ډېر وخت او لگښت ته اړتيا لري.

د خبرتوكيو يوځايوالى او تماميت خوندي كوي

[سمول]

د خبرتوكيو(Data) تماميت دهغې دقت، مظبوتيا او تردمه والي(Up-to-date) ته وايي، كه همدا خبرتوكي په بېلابېلو فايلونو كې وساتلى شي نو يوځايي تردمه كونه(Updating) به يې ناشونى كاروي، ټول عناصر به يې يوځاى نشي نوي كېداى او كېداى شي ډېر ناسممعلوماتي راپورونه يې وركړاى شي.

د خبرتوlكيو(Data) امنيت خوندي كوي:

[سمول]

ډېټابېس منجمنټ سيسټم كارونكو ته دخپلو خبرتوكيو لپاره په توپيرنو سويو د خونديتوب وربښلو وړتيا وركوي او پدې توگه يوازې اجازه لرونكو كارونكو ته د خبرتوكيو د را ايستلو، تردمه كولو(Updating) او پكې گوتې وهلو اختيار تضمينوي. د مثال ته توگه، د خريدارۍ يو مسؤل به يوازې د خپلو مستخدمينو د تنخوالست د لوستلو حق ولري نه په هغه كې د گوتې وهلو، او همدارنگه يو غير اداري كاركونكى به د گوتې وهلو خو څه چې د هغه د لوستلو حق هم و نه لري.

د پراختيا لپاره وخت راكموي: څرنگه چې DBMS يا ډېټابېس منجمنټ سيسټم خبرتوكي په ښه بڼه اوډي، دا كار د ډېټابېس له اداره كونكي سره د ډېټابېس په اغېزمنې او گټورې پراختيا كې مرسته كوي. د مثال په توگه د يوه نوي فايل د رامينځته كولو پرځاى DBMS كولاى شي شته فايل ته برخې ورزياتي كړي او د خبرتوكيو تماميت په حال وساتي.


ډېټابېس فايل څه شئ دى؟

[سمول]

د ډېټابېس فايل د سره اړوندو ريكارډونو يوه ټولگه ده چې د جدول د خانو د يوه سټ د استعمال په نتېجه كې ېو خاص عنوان شرحه كوي. دا لاندې شكل دډېټابېس يو فايل ښيي چې درى ريكارډونه لري، او د درېگونو خانو: GPA, Name او Major په وسيله د يوه زده كونكي د نتيجې تشريح وړاندي كوي. زياتره تنظيمونه د فعاليت گڼ فايلونه لري چې له سلگونو څخه تر سلگونو زرو پوري ريكارډونه يې خوندي كړي وي. هغه فايلونه چې په دوهمي زېرموسيلو(Storage Devices) كې خوندي كېږي په بېلابېلو لارو تنظيمېداى شي چې هره لاره يې خپلې ښېكڼې او ناجاڼې لري.

د فايلونو د تنظيم ډولونه: په دوهمې زېرموسيلو كې د فايلونو اوډل په درى ډوله ترسره كېږي چې عبارت دي له: پرلپسې فايلونو، فهرست لرونكيو پرلپسې فايلونو او مستقيمو فايلونو څخه. په فيتو باندې ثبت فايلونه اكثرا Sequential يا پرلپسې فايلونه بهيرېږي خو په ككوړيو او ټيكليو ثبت شوي هغه بيا زياتره مستقيم (Direct) يا فهرست لرونكي پرلپسې فايلونه (Index sequential files) وي.


پرلپسې فايلونه(Sequential files):

[سمول]

دا فايلونه په پرلپسې اكسس منونكو وسيلو لكه فيتو يا ټكيليو باندې ثبتېداى شي، پدې فايلونو كې ريكارډونه په يوه” وار له مخه غور شوي “ترتيب اېښودل كېږي. د مثال په ډول د مستخدمينو يو فايل كېداى شي دهغوى د پېژندنمبرونو(ID Numbers) په اساس ترتيب شي، كه چېرته دا فايل په فيته يا ډسك باندې و ساتل شي د ترټولو وړوكي پېژندشمېرې (ID No) لرونكي مستخدم ريكارډ به د فايل ترټولو لمړى ريكارډ وي.


فهرست لرونكي پرلپسې فايلونه(Index Sequential Files):

[سمول]

دا فايل په دواړو، سلسله واره او سيخامخ ډولونو خبرتوكيو ته د ننوتلو لپاره لاره دركوي. ځكه نو فايل بايده په داسې زېرموسيله پروت او ساتلى وي چې د سيده ورداخلېدلو وړتيا ولري، لكه يو ډيسك. په فهرستي سلسله واره فايلونو (Index sequential files) كې ريكارډونه عادتاً په مجسم ډول په يوه زېرمه ايز مينځگړي(ككووړي يا ټيكلي) د هغو د لمړنيوكيليگانو(پرائمري كيېز) پر اساس كټ مټ لكه د سلسله وارو فايلونو ترتيبېږي. فرق يې دادى چې دا بايده يو فهرست هم ولري، هغه به د وگړيو د ريكارډونو په پلټنه او په هغوريكارډونو د سيده برلاسي لپاره استعمالېږي. هغه فايلونه چې داډول برلاسي مني، د (ASAM) يا Index-Sequential Method Files په نامه يادېږي. د هغې سادگۍ او نرمښتيا له امله چې ASAM یې لري ډېر DBMS (ډېټا بېس منجمنټ سيستمونه) دASAM فايلونه كاروي. دا د تجارتي كارونو لپاره ترټولو ښه ډوله فايلونه دي چې يوځايي تردمه كېدنه (updating) او پرليكه بهيرونه مني.

مستقيم فايلونه(Direct files):

[سمول]

د غه فايلونه يوڅوك د مستخدمينو ريكارډ ته د امكان تر بريده تېز رسولاى شي. مخكې مو و ويل چې ASAM هم كارونكو ته د وگړيو تر ريكارډونو پوري مستقيم رسېدل شوني كوي. مستقيم فايلونه هغه وخت ترټولو غوره وي چې وخت كم وي او يوځايي بهيروني(Batch processing) ته اړتيا نه ليدل كېږي. مستقيم فايل د هر ريكارډ ځاى ته د پرائمري كيليانو د انتقال لپاره يوه فارموله استعمالوي دې فارمولې ته هاشنگ الگوريتم(Hashing Algorithm) وايي. له همدې امله د د فردي ريكارډونو د ځاي پرځايولو لپاره كوم خاص فهرست ته اړتيا نه لري. تر اوسه پورې گڼ هاشنگ الگوريتمونه جوړ شوي دي. يو عام پروسيجر دادى چې پرائم نمبرونه د فارمولې په بهير كې استعمال كړاى شي. په عمومې توگه يوه پرائمري كې ويليو(Primary Key Value) په هغه پرائم نمبر وېشل كېږي چې د فايلونو د ريكارډونو لپاره د ځايپرځاى شويو اعظمي زېرمه ځايونو نمايندۀ گي وكړاى شي.لدې وېشه چې څه راپاتي كېږي هغه بيا د ريكارډونو پورې اړوندو پتو يا ادرسونو په توگه كارېږي خو دا اړوند ادرسونه په زېرمه ايز مينځگړي باندې مجسمو ځايگيو(locations) ته اړول كېداى شي. ډېټا ماډلونه ( hierarchical, Relational او Network ماډلونه): Relational Database:

Relational يا ارتباطي ډېټابېسونه:

[سمول]

ارتباطي ډېټابېسونه په بېلابېلو فايلونو كې ډېټآ د كليدي خانو يا هم د خبرتوكيو د عمومي عناصرو په كارونې سره سره نښلوي او اړېكه وركوي. پدې اوډنه كې د خبرتوكيو عناصر په بېلابېلو جدولونو او له Row او column خڅه جوړو فايلونو كې خوندي كوي. د ډېټابېس په ويېكارونه(Terminology) كې جدولونو ته Relations ، كالمونو ته Attributes او روگانو ته Topples وايي. په يوه ټېبل كې يوه رو(Row) ېوه ثابت ريكارډ ته ورته ده. دمثال په ډول: د يوه زده كونكي د نمرو د معدل ريكارډ د زده كونكې د نوم په سرليك يوه خانه لري او يوه بله هم ده ټليفون دنمرې په نامه، پدې جدول كې زده كونكى د جدول ددې خانو په سره ورتگ(combination) يا په بله معنى د يوه ريكارډ په وسيله شرحه شوى دى. د اړيكمن ډېټابېس(Relational Database) ښېكڼه داده چې منېجر به يې د خبرتوكيو د جوړښت(Data Structure) او ډېټاښود(Data pointers) په اړه فكر كولو ته اړ نه وي. منېجران په اسانۍ سره ريكارډونه ړنگولاى، كمولاى، زياتولاى او تردمه (Update) كولاى شي كه څه هم دا ناجاڼه لري چې ځينې پلټنبولې(Search Commands) پكې د نورو ډېټابېس ماډلونو په پرتله په ځنډ بهيرېږي(Process كېږي)

تنازلي يا Hierarchical ډېټابېس:

[سمول]

د ټيټې سويې د ريكارډونو د لاندې كولو څخه د لوړې سويې تر ريكارډونو پدې ډول ډېټابېس كې د ټيټې سويې د ريكارډونو په لاندې راوستلو سره د خانو او ريكارډونو يوه فاميلي شجره(Family Tree) جوړېږي. په هرېركل ډېټابېس كې كنده يا Parent Record تر يوه زيات Child يا فرعي ريكارډونه لرلاى شي خو برعكس يو فرعي ريكارډ يوازې يو پلار يا كنده ريكارډ نشي درلودلاى.دې ډول جوړښت ته (One to many relation) يا ” له يوه څخه ډېروته اړيكې “ويلې كېږي. كله چې يو ځانگړى ريكارډ ځاى پرځاى كونه وغواړې نو بايد د شجرې د سر له ريكارډ څخه يې راونيسې او فرعي ريكارډونه راښكته شي. هېراركل ډېټابېس ددې څلورو ماډلونو له جملې څخه ترټولو پخوانى ماډل دى چې لاتراوسه هم په ځينې سپمونكو سيستمونو كې كارېږي او همداچې دې ريكارډونو ته ننوتل او دهغو تردمه كول(Updating) په اسانه ترسره كېږي ځكه چې تر مينځه يې اړيكې وارترمخه جوتې او پېژندل شوې دي. ددې ډول ماډلونو خامې داده چې جوړښت يې ډېر بدلون نه منونكى دى او د نويو ريكارډونو د پېژنداوي لپاره بايده ټول ډېټابېس له سره معرفي كړاى شي او دا په خپله يو ډېر گران كار دى.

شبكيي ډېټابېس(Network Database):

[سمول]

دا ډېټابېسونه له تېرو سره فقط دومره توپير لري چې هلته يو فرعي ريكارډ يواځې يو پلار لرلاى شي او دلته كه له يوه زيات Parent Records يا كنده ريكارډونه ولري نو پروا يې نشته. گټه يې داده چې دا كار منېجر ته د ډېرو ريكارډونو ترمينځ د اړيكو جوړولو په نتېجه كې د ښه او گړندي لاسرسي(Access) وړتيا وركوي. كه څه هم د ډېټابېس تر كارونې وړاندې بايده دهغه د ريكارډونو ترمينځ اړيكې معرفي وي او د نورو ريكارډونو د زياتونې او تردمه كونې(Updating) لپاره بايده شته اړيكې له سره معرفي كړاى شي.

Object Oriented Database:

[سمول]

پدې ډول ډېټابېسونو كې Objects د ډېټا د داخلي عناصرو په څېر كارېږي. Objects به له ليك، غږ، انځور او هغو لارښوونو(Instructions) څخه چې په خبرتوكيو دكوم ټاكلي كار د اجرا لپاره وركول كېږي، جوړشوى وي. دمثال په توگه زاړه ډېټابېس ماډلو لكه تنازلي يا هيراركل، نېټ ورك يا اړيكمن(Relational) ماډلونه يواځې د يوه لارښود ليكنۍ(Texture) او شمېريزه(Numerical) خبرتوكې ځايولاى شي خو يو Object Oriented Database كولاى شي د لارښود(Instructor) عكس او ويديو هم ځاى كړي. تر دې لازيات داچې يو Object د Method په نامه كړنې(Operations) چې په خبرتوكيو(Data) باندې د خاصو كړنو د اجرا لپاره كارېږي، هم خوندې كولاى شي. د مثال په ډول دا چې څرنگه د يوچا د تنخوا نغدۍ(Fund) دهغه د عمر او دهغه د همكاريو په بنا باندې و حسابوو. په يو ډېټابېس كې د خبرتوكيو ريكارډونه د كليدي خانو( Key Field) په وسيله ترتيب او پېژاند كېږي. په يوه كليدي خانه كې يوه ځانتنۍ(Unique) خبرتوكې(ډېټا) پرته وي چې دهغې په وسيله د بهيرېدنې(Processing) او بيالاسته راتلنې(Retrieval) په منظور د يوه ريكارډ پېژنداوى كېږي. په ډېټابېس منجمنټ كې درى ډوله كليدي خانې(Key Fields) كارول كېږي چې عبارت دي له: 1. لمړنۍ كليدي خانه(Primary Key field): ېوه پرائمري بنسټيزه خانه، يوه خانه وي او يا د څو خانو د يوځايوالي څخه لاس ته راغلي وي. د يوه ريكارډ د بيا لاسته راوړنې لپاره دا ترټولو مهمه پېژندنښه ده. په يوه جدول كې يواځې يوه او ځانتنۍ(Unique) لمړنۍ بنسټيزه خانه(Primary Key Field) لرل كېداى شي. د مثال په ډول د تذكرې نمره په يوه جدول كې د هرسړي د پېژنداوي لپاره يوه غوره لمړنۍ بنسټيزه خانه ده. خو عمر دغسې نشي كېداى، ځكه چې ممكنه ده څوكسان هو به هو عمر ولري. 2. دوهمي كيلي(Secondary): كېداى شي د جدول هره خانه، يا يو څو خانې يو ځاى يوه دوهمې خانه جوړه كړي. ددوهمې كيلي په اړه لازمه نده چې ځانتنۍ(unique) وي. كېداى شي تريوې زياتې په يوه جدول كې وجود ولري، مثلاً: كولاى شو ددې لپاره چې يوازې هغه شاگردان چې په معلوماتي سيستم كې زده كړه كوي په نښه كړو او د تعليم ساحه به بيا يوه دوهمي كيلي(Secondary key) و نوموو. 3. خارجې كيلي(Foreign Key): خارجي كيلي هغه ده چې له ېوې خانې يا څو داسې خانو څخه چې كولاى شي دوه جدولونه سره اړيك كړي جوړه شوې وي. يوه خارجي كيلي بايده په يوه جدول كې پرائمري يا لمړنۍ كيلي وي، دغه پرائمري كيلي به بيا له بل كېبل سره نښلول كېداى شي. د مثال په توگه: د زده كونكو يو جدول به د هغو د تذكرو له نمبر، د تعليم ساحه او مشاور په نامه له خانو څخه جوړ شوى وي. او د مشاورينو جدول به يې بيا خپلې درى خانې، نوم، تليفون او ادرس خانې لري. دلته د مشاور په نوم خانه ددې مشاور د جدول او د زده كونكو په نامه د جدولونو ترمينځ د تړ لپاره يوه خارجي كيلي ده.

د ډېټابېس ډيزاين:

[سمول]

دا يو فني اوذوقي پروسه ده ، كوم خاص الگوريتم نلري. معمولا دا يوه هملاسي پروسه ده. له هر بيا تكرار څخه هدف داوي چې يوه منل شوې سكښت ته ورڅېرم شو. هرځلې به ډيزاين پراخېږي، بيا كتنه به يې كېږي، خامۍ به يې په گوته كېږي، او بيا به له سره جوړېږي. دا كار به تر هغو تكرارېږي چي پراختيايي ټيم له خپله كاره راضي شوي نه وي. يوه ښه ډيزاين ډېټابېس منېجر ته د ښه او اغېزمن كار وړتيا وربښي. مانا داچې يو بې كاره ډيزاين شوي ډېټابېس به د كمپنۍ په كار كې پرته لدې چې كوم افاديت هم ولري، دېر وخت او لگښت وغواړي. له همدې امله مونږ وايو چې د ډېټابېس د ډيزاين مسئله د ډېټابېس سيستم د بريا لپاره ډېره مهمه او حياتي ده. د ډېټابېس د ډېزاينولو د شته سيستم شننه او سروې: دا بهير له يوه سولگريز(كمپيوټري) ډېټابېس سيستم څخه د شته خبرتوكيو(ډېټا) بهيرونه( پروسسنگ) او په هغې كې د گټورو شيانو د راغونډلو سروې او څارنه كوي. د شته وو ربړو او په لاس كې فرصتونو په هكله د معلوماتټولنې په منظور عادتاً له دواړو: تصميم نيونكو او د پروسو په كار راوړونكو سره ليده كاته او خبري كېږي. وروسته لدې چې د سيستم شننه ترسره شوه، د اړزونې لپاره د امكانيت يا عمليتوب راپور چمتو كېږي، ددې راپور وړانديز منفي او مثبت دواړه كېداى شي. يددواړه ډوله وړاندېزونو لامل به مالي او اداري ربړي او مسائل وي.

د ډېټابېس منطقي ډېزاين:

[سمول]

منطقي ډيزاين د يوه ډېټابېس منطقي شكل او جوړښت تعينوي. هغه ريكارډونه چې به بيا ترلاسه كېږي دهغو مينځپانگه او دهغو ترمينځ اړيكې په منطقي توگه په گوته كېږي. كله كله ورته conceptual schema يا Logical schema هم ويل كېږي. د عادي كولو(نارملايزېشن) په نامه يو تخنيك شته دى چې په يوه ارتباطي ډېټابېس كې د يوه فايل د جوړښت د اصلاح لپاره تهيه شوى دى. ددې تخنيك په كارونه كولاى شو ډېټا د فايلونو په اغېزمنو او منطقي روابطو كې تنظيم كړو. د ډېټا بېس جسمي ډيزاين(Physical design of Database): منطقي نچوړ او نسخه بيا خبرتوكيزو جوړښتونو ته اړول كېږي. چې معمولا د كارونې لپاره له DBMS يا ډېټابېس منجمنټ سيستم سره يوځاي ترلاسه كېداى شي. منطقي ډيزاينونه DBMS-independent يا له منجمنټ سيستمونو ځانته دي خو فزيكي هغه بيا له DBMS سره تړلې او اړوند دى. منطقي جوړښت د ډېټابېس عمومي ډيزاين ته بڼه وركوي چې هغه بيا په ډېټابېس منجمنټ سيستمونو كې تنظيمېداى او تطبيقېداى شي. پداسي حال كې چې جسمې جوړښت يې اصلا د واقعي ډېټابېس دسيستم په وسيله ډېزاين كېږي او له يوه څخه بل ته قطعاً نشې لېږدول كېداى. تطبيق: وروسته لدې چې فزيكي جوړښت يې ډيزان شو، د ډېټابېس تطبيق هم پيلېږي. پدې بهېركڼ شمېر پروگرامونې او كوډنگز ورگډېږي. دا پروسه كېداى شي د ډېټا بېس منجمنټ سيستمونو(DBMS)، لكه Microsoft SQL Server, FOXbase, ORACLE او كوم بل انټرفېس جوړونكې لكه Visual basic, يا Power Builder په مرسته جوړه كړاى شي. آزموينه سمونه: پدې سيستم كې د سيستم آزموينه او دهغه له كار څخه د اطمنان حاصل شامل دي. پدې مرحله به دواړه: پروگرام كارونكې او پروگرام ته پراختيا وركونكي را ښكېلېږي.



د ډېټا بېس بيا روغونه(Recovery):

[سمول]

داسې حالات لكه د سيستم پاتې راتلل، د كمپيوټر كارپرېښودنه، د ډېسكونو كراشېدل، مخكــښ ستونزې، او داسې نور كولاى شي ډېټابېس منجمنټ سيسټم له مينځه يوسي. خو متاسفانه كاروبار ستا د سيستم پاتې راتللو لحاظ نه ساتې او په مخ ځي، گاهگ خپله راكړه وركړه نه دروي او خپل سرويس پروخت غواړي، نوته هم اړ يې چې خپل سيستم ژرتر ژره ترميم كړې. تر دې ور اخوا د تجارتي معاملې غوښتنه ده چې د سيستم د خرابې په وخت كې نيمگړې پاتې معاملې په داسې توگه راژوندۍ شي چې وركړې همهاغسې لكه چې بايد واى صورت ونيسي او د سيستم د خرابي اغېزې بايد روښانه او اندازه شوي وي. له يوه ډېټابېس سيستم څخه د معلومات بياروغونه د نويو ډېټابېس سيستمونو د پېچلتيا له امله ډېره گرانه ده، د مشكل حلول ساده كار نه دى او نه بېرته د پروگرام بهير هغه حالت ته گرزول اسانه دي چې خرابى پرې واقع شوى وو. حتى كه بيخي خبرتوكې له مينځه هم نه وي تللي، د كمپيوټر وخت او مهالوېش بيا برابرول خورا پېچلى كار دى. د ډېټابېس اداره كونكى(Database Administrator):- د ډېټابېس اداره كونكى څوك دى؟ DBA هغه څوك دى چې ډېټابېس اړوندې ټولې چارې برابروي. ېوه په تول برابر DBA بايده د هاردوېر( لكه د سرور/ كلېنټ چاپېريال) په جوړښت او سره ورتگ وپوهېدلاى شي، او د اوسمهالو هارډوېرونو له قابليتيونو څخه د ډېټابېس منېجنگ سيسټم د كار په اصلاح كې ترې گټه واخستلاى شي. هغه بايده د ډېټابېس انجن په اصطلاحاتو لكه، SQL او نورو.. او هم په انټرفېس جوړونكيو وسيلو لكه Visual Basic او Power builderو پوهېدلاى شي. يو DBA بايد په دواړو، كړنېزو( Applications) او سيستم سافتوېرونو كې يوه اندازه ستونزحلتيايې وړتيا ولري ځكه چې د ډېټابېس له خرابېدو سره د دواړو د خرابېدلو امكان وي.


د ډېټابېس اداره كونكي دندي:

[سمول]

DBA لاندې مسؤليتونه او دندې لري:


د ډېټابېس ډېزاين:

[سمول]

د ډېټابېس اداره كونكى د جدولونو، خانو، او كليدي ويو(لغاتو) په شمول د ډېټابېس د سكښت په غوره كولو كې مرسته كوي. له هغه وروسته ددې پرېكړه هم دى كوي چې څرنگه منابع په دوهمې زيرموسيلو باندې وكارولاى شي، څرنگه فايلونه يا ريكارډونه زياتېداى يا كمېداى شي، او څرنگه ضايعات په گوته او معالجه شي. دسيستم بېك اپ او بياروغونه: څنگه چې د ډېټا له مينځه تگ او يا د ډېټابېس كراشېدل په تنظيم باندې حياتې اغېزي ولرلاى شي، نو د ډېټابېس سيستم بايد په سيستم كې له خرابې راتلوو وروسته د بياروغېدنې وړتيا ولري. DBA اړ ده چې د سيستم له وخت په وخت بېك اپ كېدلو څخه خبر واوسي، او تل له ځان سره د احتمالي ضايع كېدونكې ډېټا د بياروغونې لپاره پلانونه راجوړ كړي. End User Service and coordination: يو DBA بايده د ډېټابېس د كارولو او هغه د ننوتنې د امتياز وركولو او اخستلو فيصله وكړي او د مختلفو كارونكو او ډلو لپاره منابع تهيه او ځاى پرځاى كړي. كه بېلابېل كارونكي يو له بل سره ټكر خوري نو DBA بايده مداخله وكړي او د خوښې په يوه لاره باندې توافق يقيني كړي.

د ډېټابېس امنيت او خونديوالى:

[سمول]

DBA كولاى شي د سيستم د بېلابېلو كارونكو ترمينځ ډېټابېس ته د ننوتلو امتياز چاته وركړي او چاته نه، ترڅو ډېټابېس له بې ځايه مداخلو او گډوډي څخه وژغوري. د مثال په ډول: د كارونكو څخه يوه ډله اختيار لري چې خبرتوكي(Data) را وباسي او بس، خو بل ته كېداى شي د خبرتوكيو د تردمه كولو(Updating) او نويولو يا له مينځه وړلو اختيار هم وركړاى شي. د ترسره كېدنو(Performance)څارنه: ډېټابېس سيستم بايد د ټولو كارونكو لپاره د خدمتونو يوه يقيني معياره ژوندى وساتي. ېو DBA خپل سيستم څاري او د ډېټابېس بېلابېلې وسيلې استعمالوي تر څويې يقين راشي چې اوس سيستم په قناعت وركونكې توگه د منېجر د كاركردگې په تول پوره ختلى. كوېري ژبې( Query languages): كوېري ژبې څه ته وايي؟ دا يوه انگليسي ته ورته ژبه ده چې منېجران يې په بركت دا معلوموي چې دوى اوس د كومې ډېټا په لټه كې دي. هغه كه په پرنټ شوې راپور باندې وي يا د سكرين پر مخ. په عمومي توگه د كوېري ژبې(Query language) دوه ډوله موجود دي چې هغه دي: جوړښتمنې كوېري(Structured Query) او كوېري پر مثالونو(Query by examples). جوړښتمنه كوېري ژبه( Structured Query): جوړښتمنه كوېري يا SQL ترټولو په پراخه پيمانه كارېدونكې كوېري ژبه ده. په كال(۱۹۸۵م) كېThe American National Standards Institute(ANSI) د SQL د صنعتي معيار د پراختيا په منظور يوه كميټۍ جوړه كړه چې نن سبا زياتره ډېټابېس ترتيبونكي سيستمونه ددغه معيار ننگه كوي. كوېري ژبې په مثالونو(Query by examples): دا ژبې په”كويرې ورڅخه جوړېدونكې “فايل كې د موجودو خانو د لست په ډسپلې كولو سره د يوې كوېرې د جوړولو په چار كې له منېجر سره مرسته كوي.

لنډيز:

[سمول]

معلومات د يوې كمپنۍ لپاره ډېر ارزښتمن دي او د ډېټابېس منجمنټ سيستم بيا د معلوماتو د گټورولو لپاره ډېره مهمه وسيله ده. په يوه DBMS كې د ډېټابېس د ترتيبولو په طريقو پوهېدنه هم يو ډېر مهم درك دى چې يو اجرا كونكى يې بايد په ذهن كې ولري. د DBMS په شمول د نورې معلوماتي ټكنالوجۍ په سمې كارونې سره منېنجران په هيښونكې توگه خپله گټورتيا(Productivity) زياتولاى او خپل كاروباري مصارف راكمولاى شي.

سرچينې

[سمول]
  • د کمپيوټر ساينس دوه مياشتينۍ