توقيف (بندي کول/نظربندي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خلکو بندي کول توقيف بلل کېږي، چې عموماً په سترو ډلو کې وي، او کوم تورونه پرې نه وي پورې شوي، او نه يې د تورن ګرځولو نيت وي. دا اصطلاح عموماً د "جګړې پر مهال د دوښمنو اتباعو يا پر تروريزم د شکمنو کسانو" د بندي کولو لپاره کارول شوې ده. په همدې بنسټ، په داسې حال کې چې دا ټکی په ساده ډول د بندي کولو معنا هم لري، خو د دې اصطلاح مطلب د کوم جرم له کولو وروسته د بندي کولو پر ځای، له مخکې څخه د بندي کولو لور ته هم اشاره کوي. د دې اصطلاحاتو استعمال د بحث او سياسي حساسيت موضوع ده. د 1907ز کال د هاګ کنوانسيون تر مخې، د توقيف ټکی کله کله د کوم بې پری هېواد له خوا د جګړې پر مهال په خپله خاوره په جګړه کې د ښکېلو وسله والو ځواکونو او وسايلو د نيولو د عمل د تشريح کولو لپاره هم استعاملېږي.  [۱][۲][۳][۴][۵]

شونې ده چې توقيف شوي خلک په زندان کې وساتل شي يا په بل داسې ځای کې چې د توقيفي پنډغالو (چې توقيفي پنډغالي هم بلل کېږي) په نوم پېژندل کېږي. د توقيفي پنډغالي اصطلاح په اصل کې د هسپانوي-کيوبايي د لس کلنې جګړې څخه منځ ته راغلې ده، کله چې هسپانوي ځواکونو کيوبايي ملکيان په پنډغالو کې بنديان کړل، تر څو له چريکي ځواکونو سره په اسانۍ جګړه وکړای شي. په راتلونکو لسيزو کې، د دويمې Boer جګړې پر مهال برتانويانو او د فلپين-امريکايانو د جګړې پر مهال امريکايانو هم د توقيفي پنډغالو څخه کار اخيستی دی.

د "توقيفي پنډغالی" او "د بند پنډغالي" اصطلاحات د بېلا بېلو سيستمونو لپاره کارول کېږي، کوم چې په خپل سختوالي، د اخلاقياتو په کچه او جوړښت کې يو له بل څخه زيات توپير لري؛ د دوی تعريف کونکی خاصيت دا دی چې بنديان يې د قانون له واکمنۍ دباندې بندي ساتل شوی وي. د ټولوژنې پنډغالو يا د مرګ پنډغالو ته، چې لومړۍ موخه يې وژل وي، هم په ناسم ډول  "توقيفي پنډغالي" ويل کېږي.[۶][۷]

د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه د توقيف کارول محدودوي، د دې اعلاميې نهمه ماده وايي، "هېڅوک بايد په خپلسري ډول نه ونيول شي،نه بندي شي او نه تبعيد شي".[۸]

د بندي کولو او توقيفي پنډغالي تعريف[سمول]

امريکايي هيريټيج قاموس د توقيفي پنډغالي اصطلاح په دې ډول تعريفوي: "هغه پنډغالی چې خلک پکې بند شوي وي، عموماً هغوی محاکمه شوي نه وي، او په عام ډول تر سختو شرايطو لاندې وي، ډېر ځله له دې امله چې هغوی د يوې داسې ډلې غړيتوب لري، کومه چې حکومت د خطرناکې يا ناوړه ډلې په توګه بللې وي".[۹]

که څه هم د ملکيانو د توقيف لومړۍ بېلګه د 1830ز لسيزې پورې رسېدای شي، په انګريزي ژبه کې د پنډغالي ټکی په لومړي ځل د دې لپاره کارول شوی و، تر څو د بيا بندي کولو پنډغالو (په هسپانوي کې: Spanish:reconcentrados) ته اشاره وکړي، کوم چې د لس کلنې جګړې (1868- 1878) پر مهال په کيوبا کې د هسپانوي پوځ له خوا جوړ شوي وو. د فلپين-امریکايي جګړې (1899–1902) پر مهال د متحده ايالاتو له خوا جوړو شويو پنډغالو ته هم دا نوم ورکول شوی و. او د توقيفي پنډغالي د نوم د پراختيا استعمال دوام پیدا کړ، کله چې برتانويانو د دويمې Boer جګړې (1899–1902) پر مهال په سويلي افريقا کې Boers (یوه توکميزه فرقه) د بنديانولو لپاره په همدې موده کې پنډغالي جوړ کړل.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د شلمې پېړۍ په اوږدو کې، د دولت له خوا د ملکيانو بې توپيره نيول د شوروي ګلاګ سيستم توقيفي پنډغالو (1918–1991) او د نازي توقيفي پنډغالو (1933–1945) کې خپلې وروستۍ بڼې ته ورسېدل. د شوروي سيستم تر ټولو دمخه د حکومت له خوا په خپلو وګړو پلی شوی و. ګلاګ د خپل شتون په ډېره موده (1918–1991) کې له 30000 څخه زيات پنډغالي درلودل، او له 1929څخه تر 1953ز کال پورې يې شا وخوا اتلس ميلیونه کسان بنديان کړل، کوم چې د هغې د دري اويا کاله اوږد فعاليت يوازې درېیمه برخه ده. د نازيانو د توقيفي پنډغالو سيستم ډېر پراخه و، چې شا اوخوا 15000 پنډغالي يې درلودل او په يو وخت پکې لږ تر لږه 715000 کسان بنديان وو. په دې پنډغالو کې د ټولې مرګ ژوبلې شمېره معلومول ستونزمن دي، په ډېريو دا ډول پنډغالو کې د جبري کار له لارې په قصدي ډول تګلارې جوړې شوې وې، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې بنديان د لوږې، بې درملنې ناروغيو څخه مړه کېږي، او په ټاکلي وخت کې له محاکمې پرته په سملاسي ډول هغوی اعدامېږي. سربېره پر دې، نازي المان د اعدام لپاره شپږ پنډغالي جوړ کړي وو، په ځانګړي ډول دا ډول جوړ شوي وو تر څو ميليونونه خلک ووژني، او دا وژنې په ابتدايي ډول د ګاز په مټ تر سره کېدې.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د پايلې په توګه، د "توقيفي پنډغالي" اصطلاح کله کله د "اعدام پنډغالي" له تصور سره تړل کېږي، او تاريخ پوهان په دې اړوند بحث کوي چې ايا د "توقيفي پنډغالي" يا د "بندي کولو پنډغالي" اصطلاح بايد د ملکيانو د نيولو د بېلګو د تشریح کولو لپاره وکارول شي که نه.[۲۳]

پخوانی نوم د دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته پېښو لپاره په پراخه کچه استعمالېږي، د بېلګې په ډول، د Mau Mau بغاوت (1952–1960)  پر مهال په کينيا کې د برتانويانو د پنډغالو او د «Augusto Pinochet» (1973–1990) د پوځي ديکتاتورۍ پر مهال په چيلي د جوړو شويو پنډغالو په تړاو. د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په وينا شا اوخوا درې ميليونه اويغور او د مسلمانانو د نورو لږکيو ډلو غړي د چين د بيا زده کړې په پنډغالو کې ساتل کېږي، کوم چې د سينکيانک په سیمه کې موقعيت لري او کومو ته چې د امريکايي خبري خبريالانو له خوا عموماً د توقيفي پنډغالو نوم ورکول کېږي. دا پنډغالي د 2010ز لسيزې په وروستيو کې د عمومي منشي «Xi Jinping » د ادارې لاندې جوړ شوي وو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

اغېز[سمول]

پوهانو د بغاوت سره د مبارزې د تکتيک په توګه د بندي کولو (نظر بندۍ) د اغېزناکتيا په اړه بحث کړی دی. د 2023ز کال يوې څېړنې موندلې، چې د ايرلينډ د خپلواکۍ د جګړې پر مهال توقيفونو د ايرلينډي باغيانو په منځ کې ډېرې ناخوښۍ منځ ته راوړې او دوی يې د اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورکولو ته اړ کړل.[۳۱]

بېلګې[سمول]

فعال[سمول]

  • د شمالي کوريا د زندان پنډغالي (له 1948 تر اوسه)[۳۲][۳۳]
  • د ګوانتنامو بی توقيفي پنډغالی (له 2002 تر اوسه)[۳۴][۳۵]
  • په ليبيا کې د کډوالو د توقيف مرکزونه (له 2011 تر اوسه)[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
  • په چين کې د اويغوريانو د بيا تعليم پنډغالي (له 2017 تر اوسه)[۴۱][۴۲]
  • په چيچنيا کې د همجنسبازانو ضد توقيفي پنډغالي (له 2017 تر اوسه)[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]
  • په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د نيولو د برخې په توګه د ټرمپ د ادارې د کډوالو توقيف کول (له 2018 تر اوسه)[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

بند شوي[سمول]

  • د امريکا د کورنۍ جګړې د زندان پنډغالي (1861–1865)
  • په سويلي افريقا کې د Boer دويمه جګړه (1900–1902)
  • د هيرورو او نماکا ټولوژنه (1904–1907)
  • د ارمينيا توکميزې وژنې پر مهال د ارمينيايانو توقيف کول (1915–1916)
  • Frongoch توقيفي پنډغالی برتانوي پنډغالی چې د دويمې نړيوالې جګړې او د ايرلينډ 1916 ايسټر پاڅون د بنديانو لپاره استعمال شوي دي
  • د فنلينډ کورنۍ جګړه (1918)
  • په شمالي ايرلينډ کې د Abercorn پوځي بارکونه، چې د «Ballykinlar Barracks» په نوم هم پېژندل کېږي (1919–1921)
  • د ايرلينډ په ازاد دولت کې د Gormanston پنډغالی (1922–1923)
  • په افريقا او اروپا کې د ايټاليې توقيفي پنډغالي  (1930–1944)
  • د دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې او پر مهال الماني توقيفي پنډغالي (1933–1945)
  • د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د جاپانيانو له خوا د جنګي بنديانو او ملکيانو بندي کول (په 1945 کې پای ته ورسېدل)
  • په ايرلينډ کې د Curragh پنډغالی (1939-46 او 1957-59)
  • په دويمه نړیواله جګړه کې د جاپانيانو-امريکايانو توقيفي پنډغالي (1942–1946)
  • د جاپانيانو کاناډايي توقيف (1942–1949)
  • د قبرص توقيفي پنډغالي  (1946–1949)
  • د مالايي د بېړني حالت پر مهال د بريګز پلان د يوې برخې په توګه د ملايا نوي کلي (1950–1960)
  • په هندوستان کې Deoli توقيفي پنډغالی  (1962–1967)
  • په شمالي ايرلينډ کې د HMزندان جال (1971–75)
  • په بوسنيا کې د عمرسکا پنډغالی 1992
  • د Dretelj پنډغالی (1992–1995)
  • په عراق کې بوکا پنډغالی (2003–2009)[۵۱][۵۲][۵۳]
  • په عراق کې ابو غريب بندان (1980–2014)[۵۴][۵۵][۵۶]

سرچينې[سمول]

  1. Lowry, David (1976). "Human Rights Vol. 5, No. 3 "INTERNMENT: کينډۍ:Sic WITHOUT TRIAL IN NORTHERN IRELAND"". Human Rights. American Bar Association: ABA Publishing. 5 (3): 261–331. JSTOR 27879033. The essence of internment lies in incarceration without charge or trial. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kenney, Padraic (2017). Dance in Chains: Political Imprisonment in the Modern World. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-937574-5. A formal arrest usually comes with a charge, but many regimes employed internment (that is, detention without intent to file charges الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "the definition of internment". www.dictionary.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schumacher-Matos, Edward; Grisham, Lori (10 February 2012). "Euphemisms, Concentration Camps And The Japanese Internment". npr.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Second Hague Convention, 1907". Yale.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stone, Dan (2015). Concentration Camps: A Very Short Introduction. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 122–123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-879070-9. Concentration camps throughout the twentieth and twenty-first centuries are by no means all the same, with respect either to the degree of violence that characterizes them or the extent to which their inmates are abandoned by the authorities... The crucial characteristic of a concentration camp is not whether it has barbed wire, fences, or watchtowers; it is, rather, the gathering of civilians, defined by a regime as de facto ‘enemies’, in order to hold them against their will without charge in a place where the rule of law has been suspended. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Nazi Camps". United States Holocaust Memorial Museum. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Universal Declaration of Human Rights, Article 9, United Nations
  9. "Concentration camp". American Heritage Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. James L. Dickerson (2010). Inside America's Concentration Camps: Two Centuries of Internment and Torture. Chicago Review Press. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55652-806-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The Columbia Encyclopedia: Concentration Camp (الطبعة Sixth). Columbia University Press. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 2 November 2017 باندې). Concentration Camps Existed Long Before Auschwitz. Smithsonian.
  13. Storey, Moorfield; Codman, Julian (1902). Secretary Root's record. "Marked severities" in Philippine warfare. An analysis of the law and facts bearing on the action and utterances of President Roosevelt and Secretary Root. Boston: George H. Ellis Company. د کتاب پاڼي 89–95. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. The Columbia Encyclopedia: Concentration Camp (الطبعة Sixth). Columbia University Press. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Documents re camps in Boer War". sul.stanford.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جون ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Gulag: A History, by Anne Applebaum (Doubleday)". The Pulitzer Prizes. 2004. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 2 November 2017 باندې). Concentration Camps Existed Long Before Auschwitz. Smithsonian.
  18. "Concentration Camp Listing". Belgium: Editions Kritak. Sourced from Van Eck, Ludo Le livre des Camps الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) and Gilbert, Martin (1993). Atlas of the Holocaust. New York: William Morrow. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-688-12364-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة). In this online site are the names of 149 camps and 814 subcamps, organized by country.
  19. Evans, Richard J. (2005). The Third Reich in Power. New York: Penguin Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-303790-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Robert Gellately; Nathan Stoltzfus (2001). Social Outsiders in Nazi Germany. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 216. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-08684-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Anne Applebaum (18 October 2001). "A History of Horror| Review of Le Siècle des camps by Joël Kotek and Pierre Rigoulot". The New York Review of Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Marek Przybyszewski. IBH Opracowania – Działdowo jako centrum administracyjne ziemi sasińskiej [Działdowo as the centre of local administration] (په پولش ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Schumacher-Matos, Edward; Grisham, Lori (10 February 2012). "Euphemisms, Concentration Camps And The Japanese Internment". npr.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 27 August 2019 باندې). Museum of British Colonialism releases online 3D models of British concentration camps in Kenya. Morning Star.
  25. (په 31 December 1989 باندې). The Mau Mau Rebellion.
  26. (په 7 September 2013 باندې). Chilean coup: 40 years ago I watched Pinochet crush a democratic dream. The Guardian.
  27. (په 22 May 2019 باندې). As the U.S. Targets China's 'Concentration Camps', Xinjiang's Human Rights Crisis is Only Getting Worse. Newsweek.
  28. (په 17 November 2019 باندې). Uighurs and their supporters decry Chinese 'concentration camps', 'genocide' after Xinjiang documents leaked.
  29. (په 2019-11-16 باندې). 'Absolutely No Mercy': Leaked Files Expose How China Organized Mass Detentions of Muslims. The New York Times.
  30. (په 14 November 2019 باندې). Stop Calling China's Xi Jinping 'President', U.S. Panel Says. The Wall Street Journal.
  31. Huff, Connor (2023). "Counterinsurgency Tactics, Rebel Grievances, and Who Keeps Fighting". American Political Science Review (په انګلیسي ژبه کي): 1–6. doi:10.1017/S0003055423000059. ISSN 0003-0554. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 28 September 2017 باندې). Life inside a North Korea labour camp: 'We were forced to throw rocks at a man being hanged'. The Independent.
  33. "Political Prison Camps in North Korea Today" (PDF). 2013-10-19. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 2011-04-25 باندې). Guantánamo Bay files: Torture gets results, US military insists. The Guardian.
  35. "Professor David Isaacs Speech" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. EXCLUSIVE: Italian doctor laments Libya's 'concentration camps' for migrants, د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  37. "Europe's apathy toward humanitarian rescue outrages NGOs". InfoMigrants. 2018-12-11. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Wehrey, Frederic (2019-11-25). "What the 'Danish Lawrence' Learned in Libya (5th paragraph from the last one)". The New York Review of Books. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Detained migrants killed in Libya airstrike used as 'human shields'". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Mediapart, La Rédaction De (2 December 2019). "France cancels speedboats delivery to Libyan coastguard". Mediapart. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په 24 November 2018 باندې). China is creating concentration camps in Xinjiang. Here's how we hold it accountable.
  42. (په 22 February 2019 باندې). Saudi crown prince defends China's right to put Uighur Muslims in concentration camps. The Daily Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  43. "The persecution of gay men in Chechnya has chilling similarities to the Third Reich". NewsComAu. 2017-04-19. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Stefanello, Viola (2019-01-15). "Is there a 'gay purge' in Chechnya? Rights group fears the worst". euronews. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Report: Chechnya Opens 'Concentration Camp for Homosexuals'". Snopes.com (په انګلیسي ژبه کي). 11 April 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Question to the EU Commission by Matt Carthy" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Hignett, Katherine (24 June 2019). "Academics rally behind Alexandria Ocasio-Cortez over concentration camp comments: 'She is completely historically accurate'". Newsweek. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Holmes, Jack (2019-06-13). "An Expert on Concentration Camps Says That's Exactly What the U.S. Is Running at the Border". Esquire (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. (په 20 June 2018 باندې). Yes, you can call the border centers 'concentration camps,' but apply the history with care.
  50. . Learning from the Germans: How We Might Atone for America's Evils. The Guardian.
  51. "Open Letter to Members of the Security Counsel Concerning Detentions in Iraq" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Largest American Internment Camp in Iraq Shuts Down | The Takeaway". WNYC Studios. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "How U.S. Torture Led to the Rise of ISIS". The Big Picture (په انګلیسي ژبه کي). 2014-12-23. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. (په 2004-05-07 باندې). Excerpts From Red Cross Report. The Wall Street Journal.
  55. (په 2013-07-26 باندې). Breaking Out of Abu Ghraib.
  56. "Defense.gov News Article: Abuse Resulted From Leadership Failure, Taguba Tells Senators". archive.defense.gov. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)