توسعوي ځنګلداري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

داسلام په سپېڅلي دين کې توسعوي ځنګل روزنې اهميت[سمول]

په قرآن کريم کې الله ج فرمايې: وَاَنزلناَمن المعصراتِ ماءًثجاجاً() لنخرجَ بهِ حباًونباتاً() وجنتٍ الفافاً() ژباړه:او مونږه له درندو ورېځو څخه باران راوروو.ددې لپاره چې پدغه باران سره دانې او بوټې راوټوکو،او باغونه ګڼ ګور.۳۰ پاره سورت النباء. هو کله چې باران واورېږي نو دځمکې په مخ داوبو جريان پېدا شي.چې له دې څخه سېلابونه رامنځته کېږي.دغه سېلابونه چې له ځمکو څخه تېرېږي نو تخريبات رامنځته کېږي.چې پکې دسيندونو دشااو خوا ځمکو ورانېدل ،دکورونو ورانېدل ،دسرکونو ويجاړېدل،دفصلونو خرابېدل او نور تلفات رامنځ ته کوي.نو دهمدغې موخې لپاره په ډېر نژدې وخت کې دتوسعوي ځنګل روزنې لپاره چې موخه يې دخوړونو پرغاړو،دسېندونو په غاړو،دبندونواو ويالو لپاره دساتلو،دترانسپورټي لارو دساتنې په منظور دونو اوبوټوکرل اجراءکېږي.چې ددې ترڅنګ ددوې زينتي او اقتصادي ارزښت هم رامنځته کوي.اوپه وروستي اېت کې دمخلوطه ځنګلدارۍ ته يو څه اشاره شوېده. دالهي په سپېڅلي کتاب قرآن مجيدکې دتکثير بنياد: الله جلاجلاله د قرآن مجيدپه اوومه پاره په سورت الانعام کې فرمايې: ((وَهُوَالذِي انزلَ منَ السماءِ ماءًج فاخرجناَبهِ نباتَ کلِ شيءٍ فاخرجناَ منهُ خضراٌنخرجُ منهُ حباًمتراکباًومن النخل من طلعها قنوان دانية وجنت من اعناب والزېتون والرمان مشتبها و غېرمتشابه ط اُنظرو الي ثمره اذا اثمروَينعهِ طان في ذالکم لايت لقومٍ يومنونَ))1 ژباړه:او الله تعالې هغه ذات دې،چې داسمان دغاړو نه يې اوبه راورلي دي.نودهغې په ذريعه مونږ هرقسم شينکې راوټوکولو.نوپه هغې کې موشنه ښاخونه پېداکړل.چې په هغې کې مويو په بل سورې پېداکړي.اودقجورو دغونګړونه،دزوړندو غونچکو نه اود انګورو او دخون اوداناروګوره باغونه،چې څه ديوبل په شان وي،اوڅه ديو بل نه جدا وي.ددې ونو ميوو ته خووګورۍ.هرکله چې اولږي،اوهر کله چې پخه شي.په دې څېزونوکې دمومنانولپاره دقدرت ښکاره نښې پرتې دي.ايات نمبر(۹۹)سورت الانعام(۷)پاره. ددغې ايات نه لاندې مفسيرينودتکثير په اړه په تفصيل سره خبرې کړي دي.لومړي يې دباران اوداوبو ددروان په اړه تفسير کړې دې.او ورپسې يې په طبيعي ډول دتخم په ذريعه دونو پر انتشار خبرې کړي دي.د(خضر)څخه مطلب همدا په طبعي ډول دځنګلونو اووښو،بوټودزيادښت څخه عبارت دې.اودشنو ښاخونوڅخه معنې دقلمو په ذريعه تکثير دې.اوبيا دبېلابېلو نوعوميوه لرونکوونو ذکرڅخه مطلب دتکثيربېلا بېلې لارې چارې دي.اوبيا دورته والې څخه بحث کړې دي.چې په دې کې دبوټو دقابليت اوعدم قابليت خبره شامله ده.بالاخره ويلې شو چې پدغه ايات شريف کې لاندې موضوعات شامل دي، (Rain cycle, Natural regeneration, Cutting, Budding, Grafting, Layering, Seed germination, seed dispersion, Competetibility)

Timber harvesting in Finland
Exploitation of brushwood at the Golden Steinrueck, Vogelsberg

له دې څخه معلوميږي.چې دعلومو بنسټ قران مجيد او سپېڅلې اسلام تشکيلوي.دهمدغو لارښونو په پاې کې الله ج مونږ ته ښايې چې دقدرت اکمالونکې او سمبالونکې همغه دې . ((وعن انس رض قال قال رسول الله ص ما من مسلمِ يغرس غرشاّ اويزرع زرعاَ فياکل منهُ انسانّ اوطېراّ اوبهيمة الا کانت له صدقةّ(متفق علېه)وفي روايةالمسلم عن جابر وما سرق منهُ له صدقةَ))صحيح البخاري کتاب المزارعه باب فضل الزرع والغرس. ژباړه:دانس رض څخه روايت دې چې نبي ع وفرماېل چې کوم مسلمان يوه ونه وکري.يا په پټي کې فصل وکري.بيا يو انسان يا يو څرېدونکې حېوان او يا يې مارغه وخوري.نودهغې لپاره صدقه جوړوي.او دمسلم په روايت کې دحضرت جابر رض نه روايت کوي،چې دهغې نه څه غلا وشي،نوهغه هم دمالک لپاره صدقه ده.دبل پلوه که څه هم نباتات دښه حاصلاتو او دسرمايې او د دنيايې ګټو لپاره کرل کېږي.نو مونږ ته زمونږ ستر رهبر فرمايې چې له دغو ګټو سربېره داخرت چې ابدي ژوند او تر تله پکې دبرياليتوب او ناکامۍ ژوند پېلېږي،دسپېڅلو درجو دلوړتيا لامل هم ګرځي.نو دنباتاتو دکښت اهميت په بېلا بېلو نبوي احادېثو کې راغلې دې.او مونږ ته يې ستر اهميتونه څرګند کړي دي.داچې موضوع زياتېږي،او پکارهم نه ده چې دلته ددې عنوان څخه لاندې پرې بحث وکړو.همدومره بس ده چې دخپل چاپېريال په ښکلا کې پوره په دينې او فني توګه دنباتاتو په زيادښت کې ونډه واخلو.او دساتنې او ودې لپاره يې هلې ځلې وکړو.

په همدې هيله.

دځنګل پېژندنه[سمول]

(Introduction Of Forestrځينې علماوايې چې ځنګل لاتيني کلمه ده يعنې Silva څخه اخيستل شوې ده ولې ځينې نوربياوايې چې دForest څخه اخيستل شوې ده چې داهم يوه لاتيني کلمه ده چې دځنګل معنی ورکوي. ځنګل(Forest) دکورنه بهرفضاياطبيعت په معنی دی. په ساده ژبه ځنګل داسې تعريف کېږي: ځنګل ديوې نباتي ټولنې څخه عبارت دی چې هغه له ونو(Trees)، ونکيوياوړو ونو(Shrubs) اولرګينوځېليو(Woody vine) څخه تشکيل شوی وي اويوه مشخصه ساحه اشغالوي. کم ترکمه يوه ساحه چې لس فيصده(۱۰٪) د ونو،وړوونو اويالرګينو ځيليوپواسطه پوښل شوې وې هغې ته ځنګل ويل کېږي. دځنګله لپاره طبقه بندي تقريباًدوه جريبه يعنې يواکړ(Acre) وي. دسيندونو دغاړې ځنګلونه، لختي اوسرکونه، بايد۴۰ متره عرض لرونکې وي ترڅوځنګل حساب کړل شي. په علمي توګه ځنګل په لاندې ډول تعريف کېږي: ځنګل دونو(Trees)، وړو ونو(Shrubs)، لرګينوځيليو(Woody vine) او بوټو(Bushes) له يوې ټولنې څخه عبارت دی چې طبعي توګه راټوکېږي اوچاپېريال باندې بيولوژيکي اثرلري

تاريخچه[سمول]

دSocial Forestry اصطلاح دلومړي ځل لپاره په ۱۹۷۶م کال په هندکې د زراعت ملي کميسون له لورې استعمال شوه. داهغه وخت و چې دهنددولت دموجوده ځنګلونو دپايښت لپاره دونودکرلو امر وکړ. مقصديې دځنګلونو جوړول اودغير زراعتي ځمکوترکرلاندې راوړل وه. ځنګلي زراعتي ځمکي چې دانسانانوداوسيدوځايونوته نژدې وي اودانسانانو دفعاليتونوپواسطه يې ځنګلات کم شوي وه احداثولوته ضرورت وو. په زراعتي کروندوکې دننه اوګيرچاپيره دونوکرل ضروري وه. داورګاړي پټلۍ، سيندونواونهرونوترغاړودونې کښينول شوې اوهمدارنګه په کليواوبيکاره ځمکوکې ونې کښينول شوې. دټولنيزې يااجتماعي ځنګلدارۍ مقصددعاموخلکو پواسطه دونو دشمېرزياتوالی ترڅودکورونو دابادۍ، دسون لرګي، اودحيواناتوغذايې ضرورت پوره شي. دکليوالي ځنګلاتونظريه چې دکليوالو خلکوضرورت پوره کړي څه نوې خبره نده دسلګونوکلونوراهسې موجوده وه خواوس يونوی کردار ورکړشو. ددې پلان په پېژندلوسره دولت محلي ټولنې دځنګلي منابعومطابق معرفي کړي.اواوس دطبعي منابعوپه اداره کې دکليوالو برخه اخيستل زيات شوي دي. ټولنيزې ځنګلدارۍ دپلان په واسطه دولت محلي برخه اخيستنې کم شوي ځنګلات اودعاموځمکو بياابادول شامل کړي. دټولنيزې ځنګلدارۍ دپلان ضرورت ځکه احساس شوچې هندوستان زياته کليوالي ابادي لري چې تراوسه دسون دلرګيواونورو ژونديوموجوداتودخوراک دپخولواوځان ګرمولولپاره ترې ګټه اخلي. همدارنګه دافغانستان په نورستان اوکنړ ولايتونو کې په ۱۹۹۲-۱۹۹۳م کلونوکې ټولنيزه ځنګلاداري دمديرا(Madera) اونارويژن (Norwegian) موسسو لخوا پيل شوه اودکارساحې يې برګيمټال، کامديش اوواماپه ولسواليوکې دي.

دتوسعوي ځنګلداري اهداف[سمول]

• ښاري اړتياوې دچارتراش، دسون موادو، حيواني اونباتي تغذيې دمنځه وړل اودتنزيل شويوځنګلونو احداث اودوخت سره سم دپروګرامونو دکچې لوړوالی دی. • دبيروني او نيمه شړو ځمکوکې دځنګل احداث کول. • دملکي سړکونو، کانالونو، سيندونو اوويالو په غاړه دچټکې وده لرونکې انواعوکرنه. • ددولت دمربوطه ادارو، تعليمي اوملکي خلکو په ذريعه په غيرفايده منوځمکوکې دځنګلونو احداثول. • د شنوکمربندونو جوړول دښاراوصنعتي دستګا‌‌و لپاره. • دWind breaker(دبادماتوونکې) جوړول، دلمروړانګو په تناسب ځمکه په ونوپوښل. • په قطاري شکل دونوکرل، دپټوپه غاړه اويوه يوه ونه دشخصي زراعتي ځمکو په غاړه او همدارنګه بادماتوونکی دباغ لپاره ددوه ياڅوقطارونوپه شکل دونوکرنه. • دګلانواوزينتي بوټوکرل په ځنګلي ساحوکې دښاري اوکليوالي خلکودتفريح لپاره. • دښځواونارينو په ګډون دټولوخلکودمفکوروهڅول دي،ترڅودځنګلونوساتنه،وحشي ژوو ته پام لرنه اودځنګلونواغيزې په محيط باندې څه دي پوهه ورکول.

دتوسعوي ځنګل روزنې ارزښتونه[سمول]

توسعوي ځنګلداري درې عمده ارزښتونه لري. 1. اقتصادي ارزښتونه (Economic features): • دکليوالو خلکو لپاره دغذا منبع ده. • ددوې دڅارويو لپاره علوفه برابروي. • دسيمه ايزه خلکو لپاره دسون لرګي او دصنعت لپاره زيات پېداوار ترلاسه کوي. • خلکو لپاره دکارزمينه برابروي. 2. دساتنې ارزښتونه (Protective values): • دځمکو ذرات او جوړښت ترميموي. • دبادونو شدت راکموي. • دخاوری تخريب داوبو اوباد په ذرېعه چی رامنځته کېږي؛ورڅخه مخنېوی کوي. • Micro climates ساحی رامنځ ته کوي.او اقليم ښه کوي. 3. سياحتي ارزښت (Recreational values) • دقطاري کرنی يوستر ارزښت دادی چی سيمی ته ښکلا ورکوي. • دعصبي ناروغانو لپاره دخوښۍ وړ او په هغوې باندې مثبت دکمېدو باعث کېږي. • دتفرېح ځايونه رامنځ ته کوي.

؛ توسعوي ځنګلداري=[سمول]

توسعوي ځنګلداري هغه عمليه کوم چې په داسې سيموکې کومې چې دنورو نباتاتو اوونوڅخه خالي اودپخوانيوځنګلي ساحوڅخه ليرې سيموکې واقع وي دځنګل رامنځ ته کول دي.په ځينوساحوکې ديته ښاري ځنګلداري هم وايې، دا ځنګل دلويوسړکونو، کانالونو، داورګاړي دکرښوپه اوږدودونوکرل اوپه شړواو فضوله ځايونوکې دونوکرل دتوسعوي ځنګلدارۍ څخه عبارت دی. همدارنګه د توسعوي ځنګلدارۍ لاندې په ډيروکليو، عاموځمکو، دولتي شړواوګوښه ځمکوکې دلرګيودمنځ ته راتګ سبب شوی دی.ددولتي تنزيل شووځنګلونو لپاره دبيارغونې نقشې برابرول، ددې لپاره چې دهيوادداخلي لرګيواړتياوې پوره کړای شي. يعنې دتوسعوي ځنګلدارۍ څخه هدف زياته ساحه د ونودکښت لاندې راوستل دي داپه خپل وارلاندې برخې لری

==دتوسعوي ځنګلدارۍ ډولونه==
(Types of extension forestry)

مخلوطه ځنګلداري[سمول]

(Mixed forestry):-

مخلوطه ځنګلداري دځنګلدارۍ هغه عمليه ده چې په کې علوفوي واښه او ورسره رنګړۍ ونې، ميوه دارې ونې اودسون دلرګيولپاره ونې په مناسبوپراخه ځمکوکې روزل کېږي.

ساتندويه کمر بندونه[سمول]

(Shelterbelts):-

ساتندويه کمربنددونويابوټوديوکمربندڅخه عبارت دی کوم چې دباد، لمر، واورې ښويدنې او نوروڅخه دخوندي کونې په موخه روزل کېږي. داعموماًدبادماتوونکوڅخه پراخه وي او له يوې کروندې څخه پراخه اوځينې وختونه به پلان شوي ډول يوه لويه ساحه پوښي

داوږدوليکوپه شکل کرنه[سمول]

(Linear strip plantation)

دعامه سرکونو، کانالونواو ريلوی کرښودڅنګونوپه ځمکوکې داوږدوليکوپه شکل دچټکې نمو لرونکوانواعودکرنې څخه عبارت ده.

شکل داوږدوليکوپه شکل کرنه

بادماتونکي اوساتندويه کمربندونه[سمول]

Wind breaks and shelter belts A - بادماتونکی Wind breaks: بادماتونکي دقوي بادونوپروړاندې په ځينوساحوکې يوه حفاظتي اودساتنې په منظورکرنه ده . بادماتوونکي اکثره دڅوقطارونوپه ډول دونواوياڅوتنولرونکوبوټو څخه کرل کيږي. چې معمولي مصافه يې د(0,5__2,5) متره په اندازه يودبل په څنګ کې کرل کيږي. اکثره وختونه بادماتوونکي دځمکوګردچاپيره کرل کيږي کوم چې دباددسخت خطرسره مواجه وي. په ځينوحالاتوکې د(1 _1,5) متره په لوړوالي په ځمکنيوغونډيوياموړوباندې واښه ډوله بوټي دکڼکويSaccharin)) کرل شوي وي. ددغه غاړواوغونډيوڅخه يوه اندازه ځمکه دونوپذريعه رغول شوي وي. خوددې ترمنځ دفاصلې توپيرموجودوي ځکه دنباتاتو بيلابيلې نوعې ددغې بادماتوونکي په منظورکرل کيږي.

شکل(باد ماتونکي) B – ساتندويه کمربندونه: (Shelter belts) ساتندويه کمربندونه يوه پراخه ساحه دونو، ټيټ قدوبوټواودوښوده کوم چې په قطاري شکل کرل شوي وي. اکثره وختونه دغه پناکوونکي کمربندونه دباددلورې په ښۍ طرف خصوصاً هغه لورې چې دبادپواسطه تخريبات اوضايعات په نباتاتوکې رامنځ ته کوي، کرل کيږي. ددغه پناکونکو کمربندونومقاصد په لاندې ډول دي. ۱ – ددې لپاره کرل کيږي چې موجوده هوااودبادجهت ته تغيرورکړي. ۲ – ددې لپاره کرل کيږي ترڅودتخريبونکوبادونوسرعت ته کموالی ورکړي يعني دباددسرعت اندازه کموي. ۳ - ددې لپاره کرل کيږي چې دښوره زاره اوشګلنوځمکوڅخه کوم چې عموماً دباددتخريب تاثيرات ولري عمومي حفاظت اوساتنې په منظور کرل کېږي. ۴ - ددې لپاره کرل کيږي چې دګرموبادي څپوڅخه دخلاصوساحوساتنه وکړي. دپناکوونکوکمربندونواصلي خصوصيات The main characteristics of shelter belts ۱ – شکل اوجوړښت يې(Shape and composition): ساتندويه کمربندونه په عمومي توګه مثلث ډوله شکل لري چې دغه پناکوونکي کمربندونه کولاي شي چې اکثره وختونه هغه اوږدې ونې چې په منځ کې راختلې وي واخستل شي.

شکل(باد ماتونکې کمربند) ۲ – ګڼوالی اوپراخوالی(Density and width)  : دبادپه اړه بايدمعلومات موجودوي . اودبادڅودرجې پدغه ساحه کې اخستل شوي وي. بيا دغه پناکوونکي کمربندونه ورته پلان کيږي. ددې لپاره چې يوجامدديوال جوړشي. ساتنه يا حفاظت دبادپه طرف ساحوکې په ډيرشدت سره کميږي. په هندوستان کې ساتندويه کمربندونه د50 متره څخه زياته اندازه په پراخوالي عياريږي اوجوړيږي. ۳ – لوړوالی اوفاصله(Height and spacing)  : دلوړوالي اوفاصلې ترمنځ نسبت بايد1/10 اندازه کې وي . خوبياهم کېداې شي چې دساتندويه کمربند لپاره دغه په عاموحالاتوکې توپيرولري. 4 – دموقعيت ټاکنه (Orientation):: دساتندويه کمربندونودموقعيت ټاکنه دباددجهت اودچليدونکي باددسرعت اودفشارپورې اړه لري. پناکوونکي کمربندونه دباددجهت لورڅلورکونجه وکرل شي . دبادهغه لوری کوم چې اکثره زيات بدلون رامنځ ته کوي. 5 – اوږدوالی (Length): ساتندويه کمربندونواوږدوالی يوه مهمه پاملرنه ده ددې لپاره ځکه چې دپناکونکوکمربندونوسره تړاولري.ځکه چې ددغوساحوپه حاشيوکې ګرځوبونه جوړشوي وي. چې ددغه نتيجې دبادپه سرعت کې زياتوالی راولي.لږترلږه دپناکوونکوکمربندونواوږدوالی دلوړوالي په نسبت ۲۵ ځلې زيات وي لاندې شکل پناکونکوبادونودباددکموالي سرعت ښايي.

شکل(ساتندويه کمربندونه) دپناکوونکوکمربندونولپاره دونوانتخاب: واښه Grasses: دورمې (Saccharum spontaneum) E name munja ,( Panicum antidotale ),جودر ډوله واښه

Chonchrus spp, دکانکرس ډولونه.     

ټيټ قدې بوټې Shrubs:

Caltropis procera , يو ډول ټيټ قدې نبات 

Clerodendron phlomoides, پلمودا

Accacia anriculata, اکاسي
Dedonia viscosa , غوړاسکې 

Trees: ونی

Acacia arabica, اکاسي
A leucophola, اکاسي يو ‌ډول
Capparis aphylla . کاپرس
Dalbergia sissoo , شوه
Connea coromandelia, کونيا
Eucalyptus spp, دلاچي نوعې
 Tamarix articulate, دغز ونه

Parkinsonia aucleata , پارکينيا

Prosopis juliflora, پروزوپس
p  spicigera پروزوپس يو ډول

دسړکونودغاړودونوطبقې (Road side strips): دځمکې ډېرې لويي طبقې دبې ميوو ونوپه ذريعه دسړکونودغاړوپه اوږدوکې کينول کيږي. دهندوستان لومړنی شهنشاه اشوکا (Ashoka)لومړنی سړی وو چې دسرکونوپه غاړوکې يې ونې کينولې. اوپه عصري هندکې بيا چترويدي(Chaturvedi) دحکومت پاملرنه همدغه دسرکونوغاړوبوټوکينولولپاره په ۱۹۳۸ م کال کې جلب کړه . لد ې وروسته بياپه مليونونو ونې دلويولارو ، په نوروفرعي سرکونوپه اوږدوکې په هندوستان کې وکرل شوې.

شکل() A– سيمه ايزعوامل (Locality factors): دخاورې حالتونه هميشه دشګلنوخاورواومطلقومټينوخاوروحالتونه سره فرق لري. دطبعي زهکشي په پاس طرف کی کندې ويستل کيږي چې دغه کندې ممکن دWater logging ياداوبوپه لاندې تګ په شرايطوکې هم نتيجه ورکړي . دهغه ځايونوڅخه چې سرکونه تيريږي ددغو سيمواقليمونه ديوې ساحې څخه بلې ته توپيرکوي. هميشه دزيات ګرم دوبي تودوخې تجربه شوې وي. داورښت جريان دساحې دمونوسونوپه په لړکې زياتيږي. دانساني نفوسوفشارهم ډيرزيات شديددی . دونودښاخونوپرېکونه دحيواني غذا اوداوردلرګيوپه منظوريوه عامه مشخصه ده . دغواګانودرمو، وزو، غواګانو، ميښو، پسونو، اوښانوانوروحيواناتوخاوندانو لپاره چې ورڅخه استفاده کوي. خوليکن دوۍ ته بايداجازه ورنکړل شي چې خپل حيوانات په دغه ساحوکې وڅروي.

B اماده کول ياتيارول (Preparation): دژمي دمياشتوپه جريان کې چې کله خاوره دکيندلولپاره اسانه وي کندې د60x60x45cm په اندزه ويستل کيږي . دWater logging ياداوبودجريان په ساحه کې ممکن بايدغونډۍ کې جوړې شي . دغه کند ې دسرکونوپرغاړو6 -10 قطارونوپه اندازه دواړولوروته کيندل کيږي. دهندوستان دشمال په ځينو Water logging ساحوکې کوچنۍ غونډۍ دځمکې تشکيل شي په کوم کې چې لاچي ونې کرلی شي. ځکه دغه ونې ډېروزياتواوبوته اړتيالري. کندې بايددسرک دواړو غاړوته داسې وکندل شي چې په حقيقت کې دواړولوروکندې يودبل سره متضادې وي. C – دنوعوټاکنه (Choice of species): هغه نوعې چې بايدکينول شي . کلکې تل شنې يادژمي پاڼه ريژي دبادساتنې اوچټکه وده لرونکې وي. اودغه چټکه وده دکينولوپه لومړنيومرحلوکې بايدتيزه وي. چې ځينې مناسبې ونې اونوعې په لاندې ډول دي. Accacia arabica , اکاسي Azadirachta indica , بکياڼه

Albizzia procera, دشوې يوډول
Eucalyptus spp, دلاچي انواع
Ficus loengaleusis , پيپل
Ficus glomerata , يو ډول پيپل
Mangifera indica ,  ام

Tamarix articulata , غز

Cassia fistula, چمبړخيال
Cassia javanica, کاسي

Poplus spp , دسفېدارو انواع

Delonix regia ,  يو ډول پلن پاڼې ونه

Bauhinia veriegata , بهونيا

Jacarnada ovalifolia , دجاکردا خاص ونه

دونودکينولوميتود[سمول]

(Method of raising trees):

دسرکونوپشان په شاوخواساحوکې ډېرزيات شرايط ګڼه ګوڼه وي نوددې لپاره کلک اوسخت نباتات يابوټي ورته بايدانتقال شي. دغه بوټي بايدددوه څخه تردرې ځلې په روزنځاې کې انتقال شوی وي . پس همداوجه ده چې دغه بوټې مظبوتيږي اوخپل خورې وري ريښوي سستم ته انکشاف ورکوي. دڅانګوپرې کونه هم پکې دودی په لومړيو څوکلونوکې بايداجراشي.


==دريل ګاړي دلارودکرښوطبقې== (Railway strips) نازکې اونرۍ طبقې دبې حاصله ياشړوځمکودريل ګاړوپه کرښو دواړواطرافوته په ټول هندکې واقع شوي. دلومړي ځل لپاره ددغه طبقوکرنه په UP کې کرل شوي دي. دقوي تضادونورامتځته کيدل دهندپه ريل پټليوباندې موجوده وه . بياهم همدغې نظريي دهغه وخت څخه ترنن پورې صورت نيولی دی . دريل پټليونوموړی پروګرام دځنګلونودادارې په چوکاټ کې په فعاله توګه شريکيږي. اودهمدې راپورپربنسټ په 1976 م کال کې دزراعت ملي کمسيون هم ځېنې قوي سپارښتنې پدغه برخه کې ورکړي دي.

شکل(داورګاډي دونو طبقه) A – سيمه ايزعوامل :( Locality factors) دخاورووضعيت اوحالت ديوځاې څخه بل ځاې ته په پوره پام توپيرلري. اوهمداکيدلی شي چې دشګوڅخه نيولې ترکلکومټينوخاوروپورې توپيرولري. کندې ويستل کيږي اودطبعي زهکشي برخه کې مختل کړي دي. ديوې نتيجې په حيث دکوم په اساس چې ځانګړې اندازې ګيرۍ منل شوي دي. همدارنګه دUsar) (ځمکه وسيع امتدادلري. کوم چې دالکان له امله رامنځته شوي دي. ژوندي فشارپه ګاونډيوځنګلونويې ډېرسخت اوشديد دی. دريل ګاړودپټليوپرغاړوداکرنې دځنګلونودونوپه کرنه کې شامله ده . ترڅودغه طبقې کينول شي.دښاخونواوتاج دبرخې قطع يې دغذااوسون موادولپاره زياته عامه ده . دحده زياته قطع په حقيقت کې لوړې درجې ته رسيدلي کوم چې وخت په وخت دونې ژوندته پخپله زيان رسوي اواغيزمنوي يې څړاودڅانګوخوړل پکې دمال پواسطه هم ډيره سخته زياته ده . B - تيارونه: (Preparation) دخاوروتيارونه هم هميشه دمنځنيوکاريګروپواسطه اجراکيږي. لختي کندل کيږي په هغه ساحوکې چيرته چې کرنه زيانمنيږي. لدې څخه بغيرهغه ساحې چې بوټي پکې کرل شو ي وي هم کندې ويستل کيږي ساتنه اوحفاظت ددې لپاره ترسره کيږي چې تامين کړي چې لومړی قطاربايدلږترلږه دټرک دلاری مرکزڅخه شپږمتره فاصله ولري، ياداصلي لاری دتګ راتګ څخه فاصله ولري. په داخلي برخوکې اوهمدارنګه په کونج لرونکوانحناګانوکې تيارولوته اړتيانشته چې اجراشي ياهم هغه ساحې چې نږدې ورته شاوخواسيموکې دونوطبقې موجودې وي. دريل ګاړوپه دواړوخواوکې دوه سوه متروکې موجودوي پدغه فاصله کې بايدونې ونه کرل شي. C – دنوعوانتخاب: (Choice of species) Accacia arabica , اکاسي Azadirachta indica , بکياڼه

Albizzia procera, البيزيا
Eucalyptus spp , لاچي
Ficus loengaleusis , انځر
Ficus infectonia ,  انځرډول

Mangifera indica , ام

, Cassia fistula چمبړخېل
Cassia javanica, دچمبړخيل
Poplus spp , سفېدار
Delonix regia , يوډول ريمه
Bauhinia yeriegata , بهونيا
Jacarnada ovalifolia , يوډول داستواې اسيا پلن پاڼې ونه

Madhuca indica, مدهوکا

Prosopis juliflira, پروزوپس
Tarminalia arjuna ,  ترمناليا

D – دونودراختلوميتود: (Method of raising trees) ځينې نوعې لکه :Accacia ، Prosopis مستقيماً دتخم دکرلوڅخه راوخيژي . اونورټول هغه بوټي انتقال شي اوکينول شي چې درونځاې دبوټوڅخه راوړل شوي وي.

دکانال سواحل ياغاړې[سمول]

(Canal side strips)دځمکولوې طبقې دکانالونوپه دواړوخواووکې پرتې وي. کوم چې دبندونودجوړلولپاره استعمال شوي وي.دارتباط ټنګښت اودکانال دترميم لپاره وي .په هندوستان کې د200000 کيلومتره څخه زيات دکانالونواوږدوالی کوم چې موجوددی تخميني شوي دی.ددغوکانالونوپه سواحلوکې کولاي شوکرنه رامنځته کړوددې ساحوپه څېرکثافات هم راوړل کيږي. يوه پروژه دهمدې لپاره دلومړي ځل لپاره UP کې منظورشوې وه اوپه هرياناکې اصلي مقصدعلاوه کول دي موجوده عرضې ګانې دسون دلرګيو، حيواني تغذيي اوکوچنيوچارتراشوپه ګاونډيوساحوکې تهيه کوي. بلاخره دغه لړۍ په ټول هندکې وغزول شوه.

شکل(دکانال دسواحلو انځور) A – سيمه ايزعوامل: (Locality factors) دخاوروشرايط ديوې ساحې څخه بلې ساحې ته توپيرکوي . اودابيادشګلنوترمټينوخاوروهم تفاوت کوي په بعضوسيميزوUsar خاوروکې ممکن داوبوڅڅيدنه دکانال څخه موجوده وي. داوبوڅڅيدنه همدارنګه کيداي شي داوبودسطحې دټيټيدوسبب شي. دکانال دغاړوسلسلو څخه نتيجه ورکړی اوهمدارنګه اقليمي شرايط ديوځاې څخه بل ځاې ته توپير کوي.چې اقليمي شرايط دکانال تيريدونکوساحوداقليم پورې تړاولري.معمولاً اکثره وختونه دزراعتي ساحوڅخه تيريږي په کوم ساحوکې په عمومي توګه نه ځنګلونه ،ژوندي فشارکوم چې دکانال په غاړه په کرنه کې موجودنه وي.دغه دکانال دڅنډوياسواحلوکرنه اکثره وختونه ددوامداره قطعې ، دوامداره څړاوبې سوادۍ دکچې دکموالي له امله قطع اوله منځته وړل کيږي. B – تيارونه :( Preparation) درې عمده تخنيکونه ددغه سستم لپاره په لاندې ډول موجوددي. هرياناتخنيک: لومړنی قطاردکانال ياسرک په بهرنۍ څنډوباندې کينول کيږي کوم چې بايدددغې ساحې څخه چې کانال ياسرک موجوددي شپږمتره فاصله ولري. اټرپراډش تخنيک: دکانال په چپ اړخ طبقه کې بوټي کينول شوي وي په ښۍ طرف هم بايددېته ورته بوټي کرل شوی وي.ددغې ډول کرنې لپاره دبوټوکندې 60x60x60cm په اندازه کيندل کيږي. راجاتن تخنيک: دبوټوکرنه بايددواړوغاړوته سرته ورسيږي. فاصله يې درې څخه ترڅلورمترپورې ده C – دنوعوانتخاب (Choice of species): Accacia arabica , اکاسي Eucalyptus spp , دلاچي انواع

Ficus bengaleusis, انځر
Mangifera indica, ام
Cassia javanicaکاسي
Poplus spp, سفېدار
Delonix regia يوډول پلن پاڼې ونه 
Dalbergia sissoo, شوه
Bauhinia yeriegata , بهونيا 
Jacarnada ovalifolia , جاکرنادا

Madhuca indica , مدهوکا

Robinia pseu_____ , روبينا
Farkinsonia aculeate, پارکينا
Swietenia macrophylla , سويتا
Vateria indica ,  واتيرا

دونودکښت ميتود:(Method of raising trees) دکرلوفصل بايددمخکې څخه تصميم ګيري شي البته دتيارونې په لړيوکې هغه بوټي چې بايدوکرل شي دمخکې څخه بايدپه نرسريوکې په کڅوړوکې کرل شوی وي.داټول دانتقال په وخت کې دلوڅو ريښوبوټي يادخاوروسره اوپه کڅوړوکې هم وي بايديوړل شي. قلوي اومالګينې خاورې: مالګينې اوقلوي خاورې دهيوادپه ټولوځمکنيوساحوکې موجودې دي . Khana په 1977 م کال کې تقريباً اووه مليونه هکتاره ځمکه په خپل هيوادکې دمالګينتوب اوقلويت ددرجې دتفاوت په اساس معلومه کړې وه ليکلې دي. اوداسې تخمين کيږي چې په هغه ساحوکې چې دغه تفاوت موجوددی هرکال تقريباً 10000 هکتاره ځمکې ته زياتوالی کوي.اوپه يوهيوادکې چېرته چې ځنګلي ساحه کمه وي دتوقع وړليول په مقايسه کمه وي. اوچيرته چې په عمومي کچه په زراعتي حاصل ورکونې ځمکوکې ځنګلونه موجودنه وي. دځنګل احداث دمالګينې اوقلوي خاوروکې کولاي شورامنځ ته کړو اوپه اوږدوخت کې به وګوري چې دوښو،دسون لرګيو اود واړه چارتراشودکليوالولپاره تقاضاپوره کوي. دمالګينتوب اوقلويت درجه ديوې ساحې څخه بلې ساحې ته تفاوت کوي لدې کبله دتصفيه کوونې اندازګيري يونړيوال درخواست نشي کيداي. دخاورې حالت بايدمطالعه کړی شي . دمالګينتوب اوقلويت اعراض اوعامل بايدپه نښه کړی شي . اوبيادخاورې دجوړښت اندازه ګيري تصميم کړی شي په ټول سيټ دحالاتوکې کوم چې پيشنهادشوي دي . A – سيمه ايزعوامل: (Locality factors) دلوړپراګراف لرونکې خاورې بايددمخه پرې بحث کړ ی شوی وي. دPH اندازه اوارزښت هميشه ډيرلوړوي اوهميشه په خاوروکې کنکري سطحه رامنځ ته کوي. خنډونه بايدمعلوم کړی شي چې دانسان اودحيوان فشارچې دښاخونوزياته قطع دڅړاودڅانګواوپاڼودخوراک دشديدحالت لاندې ونيسي. B – تيارونه: (Preparation) دخاورتياورنه بايددکندوپه ذريعه ترسره شي ترڅوکنکري سطحه ماته کړي کندې اکثره وخت د50-60cm پراخه اوددوه مترڅخه زيات ژوروالی ولري.اوپه هغه ساحوکې چې خاورې زياتې قلوي وي کندې بايددقلوي خاوروپه عوض په نوروخاوروډکې کړی شي. دهمدې پروسيجرپه بنسټ کيداي شي چې دباران پواسطه دغه خاوره Leaching شي. لوړي اوغونډۍ بايدWater logging ساحوبايدجوړې شي . دخاورې ترميموونکي لکه حيواني سرې ، دکروندې شنه سر ه اونورهم ورسره علاوه شي. C – دنوعوانتخاب: (Choice of species) هغه نوعې بايدانتخاب شي چې دمالګې اوقلوي پروړاند ې مقاومت ولري اوياخپل مقاومت ونيسي چې ځينې يې په لاندې ډول دي. Accacia Arabica, اکاسي Accacia catechu, اکاسي Azadirachta indica, بکياڼه

Albizzia procera, البيزيا
Eucalyptus hybrid, لاچي
Pongamia pinnata, پونګاميا
Cassia javanica, کاسي

Prosopis julifliraپروزوپس

Tarminalia arjuna , ترمينيا

B – دونودکښت ميتود: (Method of raising trees) د:ځنګل دادارې زياتوتجربوثابته کړې ده چې ونې په بريالۍ توګه کولاي شي مالګې اوالقلي خاورې ښه زهکشي رامنځ ته کړي .دکوم PH اندازه چې د8,5 څخه پورته وي بياهم دخاورې 8, 5 PH څخه لوړه دژوروکندوويستلوپذريعه بايدبرابرشي.چې کنکري سطحه ماته کړي اودالقلي څخه سواخاورې رامنځ ته کړي .په لومړيومرحلوکې يواځې واښه اوواړه بوټي کولاي شو پدغوساحوکې وکرو. کمزورې خاورې:(Light soils) A – سيمه ايزعوامل: (Locality factors) خاورې سطحي اوسپکې وي اودضروري عناصروکمبودپکې موجودوي . B- تيارونه: (Preparation) دخاورتيارونه بايددتراکتوردقلبې يايوې پذريعه چې دغاړوڅخه ونيسي ترسره شي . منځنۍ اندازه کاريګردلښتيودکيندلو اودغاړو جوړولولپاره استعمال شي. C – دنوعوانتخاب: (Choice of species) Accacia arabica, اکاسي

, Eucalyptus spp, لاچي نوعی
Alstonia scholaris, ټون
Casuarina equestifolia, چمبړ خېل
Anacarduim occidentale, لشپومن
Dendrocalamas strictus. 

لنډيز[سمول]

(Conclusion)

په عمومي ډول ځنګلونه دالله (ج) له لوری دمخلوقاتو ته يو لوی تحفی څخه عبارت دې،چی دژوندويو موجوداتو دژوند اړتياو اکثره برخه پوره کوي،نو باېد ساتنه او پالنه وشي.او کوښښ وشي چې دغه محافظوي،توليدي،او زينتي جوړښت ته پراخوالی ورکړل شي،او هره لرخه يې په خپل ځاې دخپلو ګټواخستونکو او مسئولينو لخوا ورغول شي.ځنګلونه اود ځنګل جوړښت ددغه علم دعالمانو لخوا په ډېرو ډولونو وېشل شوې دی.چی ددغه ډولونو څخه يو مهم يې ټولنيزي ځنګلدارۍ يعنی دعامو خلکو لخوا دونو کښت تنظيم او اداره ده،چې دغه برخه بيا ډېر ډولونه لري.چی يو له مهمو ډولونو څخه يې توسعوي ځنګلداري (Extension forestry) چی عام مفهوم يی دعامو او لويو سرکونو، رېلوی لارو،اودکانالونو په غاړه دقطارونو په شکل دونو کښت دی،چی زياتې ګټی لري.دغه برخه دځنګل کولای شي عامو خلکو ته دکار زمينه پېدا کړي،او هغوی په کار مصروفه کړي.سيمی ته دشين پوخ په شکل زينت او ښکلا ورکړي.دساحی اقليم ښه او دتخريب مخنېوی وکړي.له دی څخه علاوه دغه برخه کولای شي چی دحېواناتو لپاره علوفه،دانسانانو لپاره غذا،دسونګ توکي،او دکورونو دپوښښ وساېل تهيه کوي.نودغه باارزښته موضوع دزياتو ارزښتونو په نظرکې نيولو سره دکرنی پوهنځي دځنګل پوهنی څانګی لازم وګڼل؛چی زه خپل سيمينار دتوسعوي ځنګلدارۍ(Extension forestry) تر عنوان لاندې ترتيب او ارايه کړم. دوطن پرپاکي او سپيڅلی مينه

سپارښتنی[سمول]

(Recommendation) د پرختيايي ځنکل روزني مطابق يو لړ وړانديزونه له سيمه ايزه خلکو دولتي او غيردولتي موسيسولپاره په دغه برخه کي لرم چي په لاندي دول دي. ۱) دهيواد اړونده رسمي ادارو څخه مي غوښتنه داده چي دځنګل پوهني په اړه علمي او عملي کار لپاره دمسلکي کسانو څخه ګته پورته کړي او دهيواد په بيا رغونه اوتوسعوي ځنګلدارۍ کي دعامو خلکو څخه دهڅوپه صورت کي کارونه اجراشي. ۲)داچې توسعوي ځنګلداري يوه مخلوطه ځنګل کاري ده او زياتې اقتصادي ګټې لري دملي سوداګروڅخه مې غوښتنه داده چې ورته د بازار موندنې ساحې يا مارکېټونه جوړ کړي. ۳)دغېرې دولتي موسيسو څخه مې غوښتنه داده چې دمسلکي کسانو په استفادې خلکو لپاره دمرستې په صورت کې دپرختېاېي ځنګل روزنې ټولو ډولونو کې کار وکړي. ۴)دکليوالومشرانو او ديني عالمانو څخه مي غوښتنه داده چې په دې اړه دساتنې لپاره دخلکو عامه پوهاوې وکړي. ۵)دخلکوڅخه مې غوښتنه داده چي ددغو منابعوڅخه دوامداره پاملرنه وکړي او ددغه پروګرام په پلي کولو کې داړونده منابعوسره همکاري وکړي. ۶)د دغومنابعو څخه باېد سالمه اودوامداره ګټه ترلاسه شي او اينده لپاره ورته کار وشي. ۷)داچی توسعوي ځنګلداري په لويو سړکونو،رېلوی روډونو،کانالونو په غاړه،په ونو دکښت سره سروکار لري.چی په دغه کښت سره دسيمی اقليم ښه کېږي.دکانالونوغاړودخاورود تخريب مخنېوی کوي.او سيمی او ساحې ته ښکلا ورکوي.نو ددولت او زراعت څخه غوښتنه کوم چي دغه ډول کښت ته لومړيتوب ورکړي.

سرچینې[سمول]

امیدالله څپاند سيد جمالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځی ځنګلونوڅانګه