تور هایردال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


تور هایردال (په انګلیسي: Thor Heyerdahl؛ پیدایښت: ۶-اکټوبر-۱۹۱۴؛ مړینه: ۱۸-اپرېل-۲۰۰۲) د ناروې هېواد یو ماجراطلب او اټنوګرافر (توکم‌پېژندونکی) ؤ چې په بیولوجي کې یې زده‌کړې کړې وې او په ژوپوهنه، بوټپوهنه او جغرافیه کې یې تخصص درلود.

د هایردال شهرت په ۱۹۴۷ز کال کې د کان-تیکي ماموریت په ترسره کولو سره خپور شو، کله چې هغه د ارام سمندر له‌لارې له سویلي امریکا څخه تر تواموتو ټاپوګانو پورې ۸،۰۰۰ کیلومتره (۵،۰۰۰ مایله) واټن د یوې لاسي جوړې شوې بېړۍ په واسطه ووهه. هغه د نوموړي ماموریت له‌لارې وښودله چې لرغونو انسانانو هم اوږد سمندري مزلونه کولای شول او له‌دې لارې د ټولنو ترمنځ اړیکې ټینګېدلې. دغه ماموریت د فرهنګي پرمختیا او ودې د خپرېدو موډل پورې اړوند ګڼل کېږي.

هایردال نور سمندري سفرونه هم وکړل ترڅو وښیي چې د لرغوني تاریخ په اوږدو کې د خورا لېرې پرتو سیمو ترمنځ د اړیکو رامنځ‌ته کولو امکان شتون درلود؛ تر ټولو مهم سفر یې د Ra II ماموریت ؤ چې په ۱۹۷۰ز کال کې ترسره شو او هغه د افریقا له لوېدیځو سواحلو څخه تر باربادوسه پورې واټن د پاپیروس نی څخه جوړه شوې بېړۍ په واسطه ووهه. هغه په ۱۹۸۴ز کال کې د «دولتي څېړونکي» په توګه وګومارل شو.

هایردال د ۲۰۰۲ز کال د اپرېل پر ۱۸مه نېټه د ایټالیا په کولا میچري کې هغه مهال مړ شو چې د کورنۍ نږدې غړو او خپلوانو لیدلو ته ورغلی ؤ. د ښخېدلو مراسم یې ۲۰۰۲ز کال د اپرېل پر ۲۶مه نېټه د ناروې دولت له‌خوا د اوسلو په لویې کلیسا کې ترسره شول.[۱]

د ۲۰۱۱ز کال د مې په میاشت کې، د تور هایردال آرشیفونه د یونسکو د «نړېوالې حافظې پروګرام» په ثبت کې وراضافه شول. هغه مهال په نوموړي لېست کې له ټولې نړۍ څخه ۲۳۸ ټولګې ثبت شوې وې. د هایردال آرشیف د ۱۹۳۷ او ۲۰۰۲ز ترمنځ کلونه نغاړي او په هغه کې د انځورونو ټولګه، ورځنۍ خاطرې، خصوصي خطونه، د ماموریتونو پلانونه، مقالې، د ورځپاڼو ټوټې او د کتاب او مقالې اصلي خطي نسخې شاملې دي. د هایردال آرشیفونه د کان-تیکي موزیم او په اوسلو کې د ناروې ملي کتابتون له‌لورې ساتل کېږي.[۲][۳]

د ځوانۍ کلونه او شخصي ژوند[سمول]

هایردال د ناروې په لارویک کې زېږېدلی ؤ پلار یې تور هایردال (۱۸۶۹ تر ۱۹۵۷ز) د بیر جوړولو استاد او مور یې الیسون لینګ (۱۸۷۳ تر ۱۹۶۵ز) وه. هایردال په کوچنیوالي کې له خپلې مور څخه په الهام اخېستنې سره، چې د چارلس داروین د تکامل تیوري سره یې ډېره لېوالتیا وه، پر ژوپوهنې مین شو. هغه په خپلې ماشومانه کوټه کې یو کوچنی موزیم جوړ کړ او څرنګه چې ډېر د مارانو لېوال ؤ په موزیم کې یې یو معمولي افعي (Vipera berus) هم درلود.

هغه په اوسلو پوهنتون کې د بیولوجیکي ساینس په پوهنځي کې په ژوپوهنې او جغرافیې څانګو کې زده‌کړې وکړې. په همهغه وخت کې، په خصوصي توګه د پولي‌نیزیا فرهنګ او تاریخ هم مطالعه کړ او د پولي‌نیزیا په هکله د کتابونو او مقالو تر ټولو لویه خصوصي ټولګه یې وکتله چې د اوسلو یوه شتمن سوداګر «بیارن کروپلین» پورې اړه درلوده (دغه ټولګه وروسته د اوسلو پوهنتون کتابون د کروپلین له وارثانو څخه وپېرودله او د کان-تیکي موزیم د څېړنې په څانګه کې کېښودل شوه).

په برلین کې له کارپوهانو سره له ۷ دورو او مشورو وروسته، د هایردال ژوپوهنې پروفیسورانو «کریستین بونېوي» او «یالمار بروک» له‌خوا یوه پروژه رامنځ‌ته او سپانسر شوه. په دې پروژه کې، هغه به د ارام سمندر له ځینو جلا پرتو ټاپوګانو څخه لیدنه کوله او هغو ټاپوګانو ته د سیمې ځینو ژویو د لار موندلو څرنګوالی یې مطالعه کاوه.[۴]

په ۱۹۳۶ز کال کې، مارکېسس ټاپوګانو ته له تګ څخه یوه ورځ مخکې هایردال له لیو کوچرون-تورپ (۱۹۱۶ تر ۱۹۶۹ز) سره واده وکړ؛ هغې په اوسلو پوهنتون کې د اقتصاد زده‌کړې کړې وې او هلته له هایردال سره اشنا شوې وه. د واده پر مهال هایردال ۲۲ کلن او تورپ د ۲۰ کلونو وه. په پای کې، دغه خاوند او مېرمن دوه زامن درلودل: تور جونیور او بیورن. په ۱۹۴۷ کې د کان-تیکي ماموریت له پیل څخه لږ څه مخکې، له ۱۱ کلونو ګډ ژوند وروسته سره طلاق شول.[۵]

د نازي آلمان له‌خوا د ناروې له اشغال وروسته، هایردال د فینمارک په لېرې پروت شمالي ولایت کې له ۱۹۴۴ کال څخه د ناروې په ازادو ځواکونو کې خدمت وکړ.[۶][۷]

په ۱۹۴۹ز کال کې، هایردال له ایوان دېدېکام-سیمونسن (۱۹۲۴-۲۰۰۶ز) سره واده وکړ. هغوی درې لوڼې درلودې: انېت، ماریان او هېلن الیزابت. هغه خپلې دوه‌یمې مېرمنې ته هم په ۱۹۶۹ز کال کې طلاق ورکړ. هایردال د بېلېدلو دلیل د ماشومانو روزنې لپاره له کوره لېرې‌والی او د باورونو ترمنځ د توپیرونه شتون وښوده. هغه په خپل ژوندلیک کې لیکي چې په خپله د بېلېدو لامل ګرځېدلی او د دغه طلاقونو پوره ګرم دی.[۸]

هایردال په ۱۹۹۱ز کال کې د درېیم ځل لپاره، له ژاکلین بیر (پیدایښت: ۱۹۳۲ز) سره واده وکړ. هغو د کناري ټاپوګانو په تنریفه کې ژوند کاوه او په ۲۰۰۲ز کال کې د خپل تر مړینې پورې یې د لرغون‌پوهنې اړوند پروژو، په تېره بیا د پیرو په توکومه او آزوف کې، په فعاله توګه کار کاوه. مخکې تر مړینې یې لا هیله درلوده ترڅو په ساموا کې د لرغون‌پوهنې یوه پروژه ترسره کړي.[۹]

فاتو هیوا[سمول]

په ۱۹۳۶ز کال کې، له لیو کوچرون-تورپ سره یوه ورځ وروسته له واده، خاوند او مېرمن د ارام سمندر د فاتو هیوا ټاپو په لور روان شول. په اصل کې هغوی یو اکاډمیک ماموریت درلود ترڅو بېلابېلو ټاپوګانو ته د حیواناتو نوعو د رسېدلو پر څرنګوالي باندې څېړنه وکړي، خو په واقعیت کې هغوی غوښتل «سویلي سمندرونو ته وتښتي» او هېڅکله بېرته ستانه نه‌شي.[۱۰]

که څه هم د ماموریت لګښت یې د والدینو له‌خوا تامین ؤ، خو هغوی له «آذوقې، وسلو او رادیو» پرته نوموړې ټاپو ته ورسېدل. د سفر په مسیر کې یې په تاهیتي کې دمه وکړه او د هغه ځای خلکو ټینګار وکړ ترڅو یو چاړه او د پخولو لپاره یو دېګ ځان سره واخلي.[۱۱]

هغوی په ۱۹۳۷ز کال کې، په اوموا دره کې فاتو هیوا ته ورسېدل او غوښتل یې د درې له منځنۍ غرنۍ سیمې څخه پورې وځي او یوې کوچنۍ متروکه دره کې د ټاپو په ختیځه غاړه کې مېشت شي. هغوی په «اویه» دره کې د خټو یو کور جوړ کړ.[۱۲]

د پخوانیو انسانانو په څېر ژوند کول په لومړیو کې ورته ګران وو، خو ورو، ورو یې عادت وکړ او پر خپلو اکاډمیکو اهدافو باندې یې د کار کولو په موخه د ژوپوهنې او بوټپوهنې اړوند اړینې نمونې راغونډې او تر څېړنې لاندې ونیولې. هغوی غیرمعمولي صنایع کشف کړل، د بومیانو د دود او دستور شفاهي تاریخ ته یې غوږ کېښود او د «غالب بادونو» (د ځمکې سطحي بادونه چې له یوه ټاکلي لوري څخه لګېږي) او د سمندر د بهېدلو لوري او جهت په هکله یې یادښتونه ولیکل. [۱۳][۱۴][۱۵]

مړینه[سمول]

هایردال د ۲۰۰۲ز کال د اپرېل پر ۱۸مه نېټه په ۸۷ کلنۍ کې، د لیګوریا په کولا میچري کې د ماغزو تومور له‌امله مړ شو. کولا میچري ته د کورنۍ له نږدې غړو سره د رخصتۍ تېرولو لپاره تللی ؤ. وروسته له هغو چې یې ناروغي تشخیص شوه، نه یې ډوډۍ او نه یې درمل خوړل او همدا یې د مړینې لپاره یوه پلمه شوه.[۱۶][۱۷]

د ښخېدلو مراسم یې ۲۰۰۲ز کال د اپرېل پر ۲۶مه نېټه د ناروې دولت له‌خوا د اوسلو په لویې کلیسا کې ترسره شول او په کولا میچري کې د خپل کور په باغچه کې ښخ شو. هایردال یو آتیست ؤ.[۱۸][۱۹][۲۰]

خپاره شوي آثار[سمول]

  • På Jakt efter Paradiset (د جنت په لټه کې)، ۱۹۳۸ز؛ فاتو-هیوا: طبیعت ته راګرځېدنه (سرلیک یې په انګلیسي کې په ۱۹۷۴ز کال کې بدل شو).
  • د کان-تیکي ماموریت: په سویلي سمندرونو کې د بېړۍ سفر له‌لارې (Kon-Tiki ekspedisjonen، د «کان-تیکي: د ارام سمندر له پورې خوا په یوې بېړۍ کې» په توګه هم پېژندل کېږي)، ۱۹۴۸ز.
  • امریکایي هندیان په ارام سمندر کې: د کان-تیکي ماموریت ترشا پرته تیوري (شیکاګو: راند مک‌نالي، ۱۹۵۲ز)، ۸۲۱ مخه.
  • آکو-آکو: د ایستر ټاپو راز، ۱۹۵۷ز.[۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. J. Bjornar Storfjell, "Thor Heyerdahl's Final Projects," in Azerbaijan International, Vol. 10:2 (Summer 2002), p. 25.
  2. "Memory of the World Register Application form from Kon-Tiki Museum for Thor Heyerdahl Archives" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "New collections come to enrich the Memory of the World". Portal.unesco.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Thor Heyerdahl, In the Footsteps of Adam: A Memoir, London: Abacus Books, 2001, p. 78.
  5. "'Kon-Tiki' and me". The Boston Globe.com. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Obituary, Jo Anne Van Tilburg, 19 April 2002, The Guardian
  7. "Explorer Thor Heyerdahl dies", 18 April 2002, BBC
  8. Thor Heyerdahl, In the Footsteps of Adam. Christophersen translation (کينډۍ:ISBN), London: Abacus, 2001, p. 254.
  9. J. Bjornar Storfjell, "Thor Heyerdahl's Final Projects". in Azerbaijan International, Vol. 10:2 (Summer 2002), p. 25.
  10. Copied content from Fatu Hiva (book);see that page history for attribution
  11. "'Kon-Tiki' and me". The Boston Globe.com. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Copied content from Fatu Hiva (book);see that page history for attribution
  13. "'Kon-Tiki' and me". The Boston Globe.com. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Copied content from Fatu Hiva (book);see that page history for attribution
  15. "'Kon-Tiki' and me". The Boston Globe.com. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 19 April 2002 باندې). Thor Heyerdahl dies at 87.
  17. Harris M. Lentz III (2003). Obituaries in the Performing Arts, 2002: Film, Television, Radio, Theatre, Dance, Music, Cartoons and Pop Culture. McFarland. د کتاب پاڼي 134–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-1464-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. J. Bjornar Storfjell, "Thor Heyerdahl's Final Projects," in Azerbaijan International, Vol. 10:2 (Summer 2002), p. 25.
  19. (په 18 April 2002 باندې). Thor Heyerdahl.
  20. "Kon-Tiki – World". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Gibbs, Walter (19 December 2000). "Did the Vikings Stay? Vatican Files May Offer Clues". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)