Jump to content

تور فیمینیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تور فیمینیزم د هغه فیمینیزم یوه ښاخه ده چې د افریقايي الاصله امریکایي ښځو پر تجربو تمرکز لري او د نژادپالنې او جنسیت غوښتنې ګډوله په رسمیت پېژني. د تورپوستو فیمینیزم فلسفه پر دې نظریې باندې را ټول دی چې «تورپوستي ښځې ذاتاْ ارزښتمندې دي او د هغوی ازادي یوه اړتیا ده؛ نه دا چې له هغوی سره مرسته وشي، بلکې د انسانانو د اړتیا له مخې او د خودمختارۍ لپاره».[۱]

د تورپوستو د فیمینیزم له مخې، نژاد، جنسیت او طبقاتي تبعیض دا ټول د سلسله مراتبو د نظام ځانګړنې دي چې بیل هوکس هغو ته «د پانګوالۍ پلارولي، د سپین پوستو امپریالیستي برتري غوښتنه» وايي. د هغوی د دوه اړخیز تړاو له امله، هغوی له یوه بل سره ګډیږي تر څو د نژادپالنې او جنسي تبعیض له تجربې نه زیات یو شی جوړ کړي؛ له همدې امله، د یوې تورپوستې ښځې تجربه نه شو کولای د هغې د تورپوست اوسېدو یا ښځې اوسېدو له مخې درک کړو، بلکې باید د انټرسکشنالیټي له لارې روښانه شي، دا هغه اصطلاح ده چې په ۱۹۸۹ کال کې د حقوقي څېړونکي کیمبرلي ویلیامز کرنشا له خوا ابداع شوه. انټرسکشنالیټي ښیي چې هر هویت – چې هم تور وي او هم ښځینه وي- باید په خپلواکه او هم د متقابل اغېز له امله په پام کې ونیول شي، چې هلته په کې دا هویتونه ژوروالی مومي، یو بل سره پیاوړی کوي او په بالقوه توګه د نابرابري د شکلونو د زیاتوالي لامل ګرځي.[۲][۳][۴][۵]

په متحده ایالاتو کې تورپوستی فیمینیزم د لومړي ځل لپاره د تورپوستو ښځو له خوا وکارول شو، تر څو پوه شي چې څرنګه د سپین پوستو برتري او پلارولي له یوه بل سره تعامل لري او د غلام شوو تورپوستو ښځو ځانګړې تجربې په ګوته کړي. تورپوستو فعالانو او روڼ اندو د رنګه ښځو ملي ټولنه (NACW) او د تورپوستو ښځو ملي شورا (NCNW) رامنځته کړه. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د تورپوستو ښځو فیمینیزم شهرت ته ورسېد، ځکه چې د مدني حقونو خوځښت د رهبري له موقفونو څخه ښځې بې برخې کړي او د فیمینیسټي خوځښت اصلي جریان زیاتره خپل کار پر هغو موضوعګانو باندې را ټول کړ چې د منځنۍ کچې پر سپین پوستو ښځو یې اغېز کاوه. له ۱۹۷۰ تر ۱۹۸۰ لسیزې پورې، تورپوستو فیمینیسټانو داسې ډلې رامنځته کړي چې د تورپوستو په نشنلیزم، د همجنس غوښتونکو په ازادي او د فیمینیزم په دویمه څپه کې یې د تورپوستو ښځو رول ته ځانګړی کړ. په داسې حال کې چې د تورپوستو مشهورو کسانو د تورپوستو د فیمینیزم د اصلي جریان بحث ترویج کول، الیس واکر، بیل هوکس، کیمبرلي کرنشاو، انجیلا ډیویس او پاټریشا هیل کالینز بیا د تکړه اکاډمیکو ښځو په توګه را ډګر ته شوې.[۶][۷][۸][۹]

لومړنۍ تاریخچه

[سمول]

۱۹مه پېړۍ

[سمول]

د تورپوستو فیمینیزم د غلامۍ له وخت څخه شته. که چېرې د داسې یوې لارې په توګه تعریف شي چې تورپوستي ښځې په ځپونکو سیستمونو کې د خپل موقعیت د پېژندنې په لټه کې دي، نو په ۱۸۵۱ کال کې د اوهایو د اکرون په ښار کې د ښځو په کنوانسیون کې د Sojourner Truth معروفه وینا یې ښه بېلګه ده. نوموړې په دې اړه بحث وکړ چې څرنګه هغه موضوعګانې چې په دې کنوانسیون کې پرې خبرې وشوې، په لومړي سر کې یې پر سپین پوستو ښځو باندې اغېز وکړ.[۱۰]

د انا جولیا کاپر له خوا د یو غږ له سویل څخه (۱۸۹۲) کتاب یو له هغو ادبي اثارو څخه ده چې د تورپوستو فیمینیسټ ښځو لیدلوری یې بیان کړی. د کاپر یو هم عصره لیکوال او فعال، فرانسیس ایلین وټکینز هارپر، د نژاد، جنسیت او په نولسمه پېړۍ کې د بیا رغاوونې ځینې تر ټولو مهمې پوښتنې مطرح کوي. د هارپر په وینا، سپین پوستو ښځو د زده کړې د حق لرلو ته اړتیا درلوده، خو تورپوستو ښځو رایې ورکولو ته اړتیا درلوده، نه د یو ډول زده کړې لپاره بلکې د یو ډول ملاتړ لپاره. په ۱۸۹۰یمه لسیزه کې، تکړه خبریالې او فعالې ایډا بي ویلز د تورپوستو نارینه وو د بدنامولو د حقیقت موندنې د هڅې په خاطر مشهوره شوه، هغه موضوع چې زیاترو سپین پوستو فیمینیسټانو ترې ډډه وکړه.  [۱۱][۱۲][۱۳]

له ۱۹۰۰ تر ۱۹۶۰ کال پورې

[سمول]

له غلامۍ وروسته دوره کې، تورپوستي ښځینه روڼ اندې او فعالانې، لکه سوجورنر ثروټ، انا جولیا کاپر، ایډا بي ویلز، ماري چرچ ټیریل او فرانسیس هارپر هغه اصول وټاکل چې وروسته هغه د تورپوستو ښځو د فیمینیزم بنسټونه وګرځېدل. دغو ښځو داسې کارونه تر سره کړل چې پخوا یې چا د تورپوستو ښځو په اړه هېڅ نه و اوریدلي، لکه عمومي لکچر ورکول، د رایې ورکولو د حق لپاره مبارزه او له هغو سره مرسته چې مرستې ته یې اړتیا درلوده. خو بیا هم، د سپین پوستو فیمینیسټانو تر منځ درزونه رامنځته شول.[۱۴]

د رای ورکولو د حق لپاره مبارزه د سپین پوستو او تورپوستو فیمینیسټانو تر منځ د درز لومړۍ برخه وه. که څه هم چې فیمینیزم د یوه خوځښت په توګه د ۱۸۰۰یمې لسیزې په پای او د ۱۹۰۰یمې لسیزې په پیل کې د زیاتیدو په حال کې و، خو تورپوستي ښځې به زیاتره د همدې خوځښت د سپین پوستو فیمینیسټانو له خوا شاته پرېښودل کېدې او پام به نه ورته کېده. خو بیا هم، دا کار د تورپوستو فیمینیسټانو پر وړاندې خنډ نه شو او بالاخره خپل ځان ته یې بېل لوری رامنځته کړ. له دې ډلې، د تورپوستو ښځو د کلپونو ملي ټولنه (NACWC) په ۱۹۰۴ کې رامنځته شوه، د تورپوستو خلکو د پرمختګ لپاره ملي ټولنه (NAACP) په ۱۹۰۹ کال کې رامنځته شوه او د معاش اخیستونکو ملي ټولنه په ۱۹۲۱ کال کې رامنځته شوه.[۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Combahee River Collective (1978). "The Combahee River Collective: A Black Feminist Statement". In Eisenstein, Zillah R. (ed.). Capitalist Patriarchy and the Case for Socialist Feminism. Monthly Review Press. pp. 362–372. ISBN 9780853454199.
  2. "Monthly Review | A Black Feminist Statement". Monthly Review (in American English). 2019-01-01. بياځلي په 2020-10-13.
  3. King, Deborah K. (1988). "Multiple Jeopardy, Multiple Consciousness: The Context of a Black Feminist Ideology". Signs. 14 (1): 42–72. ISSN 0097-9740.
  4. Crenshaw, Kimberlé (January 1, 1989). "Demarginalizing the Intersection of Race and Sex: A Black Feminist Critique of Antidiscrimination Doctrine, Feminist Theory and Antiracist Politics". The University of Chicago Legal Forum. 140: 139–167.
  5. "Intersectionality: The Double Bind of Race and Gender" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on January 18, 2012. بياځلي په December 9, 2015.
  6. James, Stanlie M. (2003) [2000]. "Black feminism(s)". In Code, Lorraine (ed.). Encyclopedia of feminist theories. Abingdon and New York: Routledge. pp. 54–56. ISBN 978-0-415-13274-9. OCLC 43060471.
  7. "Feminism: The Second Wave". National Women's History Museum (in انګليسي). 2020-06-18. بياځلي په 2024-11-26.
  8. Hare, Breeanna (December 12, 2014). "Beyonce opens up on feminism, fame and marriage". CNN. بياځلي په August 12, 2015.
  9. Tinsley, Omise’eke Natasha (November 7, 2014). "Black Feminism Lite? More Like Beyoncé Has Taught Us Black Feminism Light". The Huffington Post. بياځلي په August 12, 2015.
  10. Smith, Sharon (Winter 2013–14). "Black feminism and intersectionality | International Socialist Review". isreview.org (in انګليسي). بياځلي په 2018-10-08.
  11. "Ida B. Wells-Barnett". National Women's History Museum (in انګليسي). بياځلي په 2019-04-15.
  12. Hewitt, Nancy (2010). No Permanent Waves: Recasting Histories of U.S. Feminism. New Brunswick: Rutgers University Press. ISBN 978-0813547251.
  13. James, Stanlie M. (2003) [2000]. "Black feminism(s)". In Code, Lorraine (ed.). Encyclopedia of feminist theories. Abingdon and New York: Routledge. pp. 54–56. ISBN 978-0-415-13274-9. OCLC 43060471.
  14. Patricia, Hill Collins (2009). Black feminist thought : knowledge, consciousness, and the politics of empowerment ([2nd ed.] ed.). New York. ISBN 978-0415964722. OCLC 245597448.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  15. Taylor, Ula (1998). "The Historical Evolution of Black Feminist Theory and Praxis". Journal of Black Studies. 29 (2): 234–253. doi:10.1177/002193479802900206. ISSN 0021-9347. JSTOR 2668091. S2CID 144636119.