تورېزم په افغانستان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې د تورېزم اړوندې چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا تنظیم کېږي. په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۳۵۰ سیاحتي شرکتونه فعالیت لري. د ۱۹۷۸ زکال د ثور له انقلاب وړاندې افغانستان ته په پریمانه کچه بهرني سیلانیان راتلل خو له دغه انقلاب وروسته د لسیزو لپاره جګړې په دغه بهیر شدید اغېز وکړ. له ۲۰۱۳ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې په بهر کې د افغانستان سفارتونو هرکال له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ سیاحتي ویزې صادرولې. [۱][۲][۳][۴]

افغانستان څلور نړیوال هوايي ډګرونه لري چې د کابل نړیوال هوايي ډګر، د مزارشریف نړیوال هوايي ډګر، په کندهار ولایت کې د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر او د هرات نړیوال هوايي ډګر په کې شاملېږي. له دې سربېره په ګڼ شمېر ولایتونو کې داخلي کوچني هوايي ډګرونه لري د بېلګې په توګه د بامیانو هوايي ډګر، د بست هوايي ډګر، د چغچران هوايي ډګر، د فراه هوايي ډګر، د فیض آباد هوايي ډګر، د غزني هوايي ډګر، د جلال آباد هوايي ډګر، د خوست هوايي ډګر، د کندز هوايي ډګر، د میمنې هوايي ډګر، د نیلي هوايي ډګر، د ترینکوټ هوايي ډګر او د زرنج هوايي ډګر.

د افغانستان په هر ښار کې ښکلي هوټلونه او میلمستونونه شتون لري. د کابل په تر ټولو مخکښو هوټلونو کې د اینټرکانټیننټال هوټل، سرینا هوټل او صافي لنډ مارک هوټل شاملېږي. ورته مهال د هېواد په ډیری برخو کې له سنتي افغاني خوړو څخه ګټنه کېږي.

بدخشان[سمول]

د بدخشان ولایت مرکز د فیض آباد ښار څو ښکلي هوټلونه او همدارنګه د چکر لپاره پرېمانه ښکلي ځایونه لري. د فیض آباد هوايي ډګر هم د دغه ولایت د ټولو اوسېدونکو لپاره ترانسپورتي اسانتیا رامنځته کړې. ورته مهال له فیض آباد څخه د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته سړکونه شتون لري. سیلانیان کولای شي په دغه ښار کې ځانته هوټل ریزرف کړي او بیا له دغه ځایه د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه د اشکاشم ښار د ښکلاوو د لیدنو په موخه سفر وکړي. له دې وروسته کولای شي په واخان ولسوالۍ کې د واخان له ملي پارک څخه لیدنه وکړي او آن تر بزای ګنبد یا د واخجیر تر کوتل (د افغانستان – چین پوله) مخکې ولاړ شي. [۵][۶][۷][۸]

بلخ[سمول]

د حضرت علي کرم الله وجهه زیارت د مزارشریف ښار په مرکز کې موقعیت لري. دغه ځای ته راتلونکي سیلانیان د حیرتانو له سرحدي ښار څخه هم لیدنه کوي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پولې ته څېرمه د آمو سیند په غاړه موقعیت لري. له دې سره د بلخ لرغونی ښار د مزارشریف ښار شمال لویدیځ لوري ته په ۲۰ کیلومترۍ (۱۲ مایله) فاصله کې موقعیت لري. [۹][۱۰]

بامیان[سمول]

د بند امیر ملي پارک د افغانستان په بامیانو ولایت کې موقعیت لري. د بامیانو ولایت په مرکز بامیانو ښار کې د معاصرو امکاناتو لرونکي ګڼ شمېر هوټلونه شتون لري. له دې سربېره د بودا مجسمې هم په همدغه ولایت کې موقعیت لري. یو شمېر کسان د سکي لوبو ترسره کولو په موخه د ژمي په موسم کې د بامیانو ولایت ته ځي. د بامیانو ولایت یو شمېر پام وړ د سیل ځایونه په لاندې ډول دي:[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

  • د بند امیر ملي پارک
  • په بامیانو کې د بودا مجسمې
  • د غلغلې ښار
  • د ضحاک ښار

غزني[سمول]

د غزني د لرغوني ښار دننه او د هغو په چاپېر کې د غزنوي سترواکۍ د واکمنانو یو شمېر مقبرې شتون لري. د غزني ولایت یو شمېر پام وړ د سیل ځایونه په لاندې ډول دي:

  • بند سلطان
  • د البیروني مقبره
  • د سلطان محمود غزنوي مقبره
  • د غزني قلا
  • د غزني منارې
  • جاغوري
  • د سردې بند

هرات[سمول]

د هرات ښار چې د هرات ولایت مرکز دی؛ د سیلانیانو د نندارې په موخه ګڼ شمېر تاریخي ځایونه لري. په لاندې کې د دغه ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه ښوول شوي: [۱۵][۱۶]

  • د ګوهر شاد بېګم مقبره
  • د هرات لوی جامع جومات
  • د هرات قلا
  • اسلام قلا (د افغانستان او ایران ترمنځ پولې ته څېرمه سرحدي ښار)
  • د جهاد موزیم
  • مصلي مجتمع
  • سلما بند (د افغانستان – هند د دوستۍ بند)
  • د خواجه عبدالله انصاري مقبره
  • تخت سفر [۱۷]

کابل[سمول]

کابل د پریمانه هوټلونو، میلمستونونو او سیاحتي ځایونو لرونکی ښار دی. د کابل نړیوال هوايي ډګر هم د داخلي او هم د نړیوالو الوتنو لپاره ځانګړي ترمینلونه لري. ورته مهال په دغه ښار کې د بسونو اډې هم شتون لري چې د هېواد نورو ولایتونو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابروي. [۱۸][۱۹]

غازي سټوډیوم یې تر ډېره پورې د فوټبال سیالیو کوربه وي. سټوډیوم ته څېرمه د سکېټستان په نامه د سکېټ لوبو یو پوښلی میدان هم شتون لري. د سیلانیانو د نندارې لپاره د کابل ولایت یو شمېر پام وړ ښکلي ځایونه په لاندې ډول دي:

د عبدالرحمن جومات[سمول]

د عبدالرحمن جومات چې ودانیزې چارې یې د ۲۰۰۹ زکال په وروستیو کې بشپړې شوې او د ۲۰۱۲ زکال په جولای میاشت کې په رسمي بڼه پرانیستل شو؛ د کابل یو له لویو جوماتونو څخه دی. دغه جومات د زرنګار پارک ته څېرمه موقعیت لري او د کابل سرینا هوټل هم ورته ډېر نږدې دی.

د بابر بڼ[سمول]

د بابر بڼ په کابل ښار کې یو له تاریخي پارکونو څخه دی. د مغولو د سترواکۍ د لومړني سترواک بابر مقبره هم په دغه بڼ کې ده. ویل کېږي چې دغه باغ د ۱۶مې پېړۍ پر مهال جوړ شوی؛ هغه مهال چې بابر په ښار کې د سړک غاړې ته د یوه باغ د جوړولو امر ورکړ او خپله یې هم د بابر نامې په نامه د خپلو خاطراتو په اثر کې د هغو جزیات شرح کړي. [۲۰]

باغ بالا[سمول]

باغ بالا هم د کابل ښار یو له ښکلو بڼوڼو څخه دی چې د انټرکانټیننټال هوټل په خوا کې موقعیت لري.

بالا حصار[سمول]

ګمان کېږي چې د بالاحصار قلا څه باندې ۱۵۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې ده. دغه قلا په نوولسمه پېړۍ کې د بریتانویانو له خوا ونړول شوه او له دې وروسته همداسې ویجاړه پاتې شوه چې بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ پر مهال یې د بیارغونې چارې ترسره شوې. [۲۱]

چهلستون ماڼۍ[سمول]

د چهلستون ماڼۍ د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د حبیب الله خان لپاره جوړه شوه چې هغه مهال شهزاده و. وروسته له دغې ماڼۍ څخه د بهرنیو دیپلماتانو لپاره د دولتي میلمستون په توګه ګټنه وشوه چې ورته په راغلو میلمنو کې یو شمېر مخکښ کسان لکه د متحده ایالاتو ولسمشر ایزونهار او د شوروي اتحاد رهبر نیکیتا خروشچوف هم شامل و.

د دارالامان ماڼۍ[سمول]

د دارالامان ماڼۍ د پاچا امان الله خان لپاره جوړه شوه. دغه ماڼۍ د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال په بشپړه توګه ونړېده خو د ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال په اساسي توګه بېرته ورغول شوه. دغه ماڼۍ د کابل ښار په سویلي برخه کې د پارلمان ودانۍ ته نږدې موقعیت لري.

د عیدګاه جومات[سمول]

د عیدګاه جومات د کابل ښار تر ټولو لرغونی او لوی جومات دی. تاریخي اهمیت یې هم په دې کې دی چې د پاکستان په اسلام آباد کې د فیصل جومات په څېر د افغانستان لوړ پوړو چارواکو او بډایه وګړو به د اختر لمونځ په همدغه جومات کاوه. دغه جومات د طالب وسله والو په یوه ځانمرګي برید کې تر ډېرې کچې ونړېد، خو د ولسمشر اشرف غني د ځانګړې پام لرنې او تر ډېره د هغه په شخصي لګښت په اساسي توګه بېرته ورغول شو.

د حبیب الله ځاځي پارک[سمول]

د حبیب الله ځاځي پارک په کابل ښار کې تر ټولو لوی تفریحي پارک دی چې د کابل ختیځې څنډې ته د احمدشاه بابا په مېنه کې موقعیت لري. دغه پارک د غره په لمن کې جوړ شوی چې د قدم وهلو د پریمانه ځای په لرلو سره د ښار عالي منظرې وړاندې کوي. په دې څېر بل پارک هم د ښار د پارک (پارک شهر) په نامه دی خو هغه ډېر کوچنی دی او د کابل ژوبڼ ته څېرمه موقعیت لري. [۲۲]

د کابل ژوبڼ[سمول]

د کابل ژوبڼ شاوخوا ۲۸۰ حیوانات لري چې په دغو کې ۴۵ ډوله مارغان او تي لرونکي حیوانات او ۳۶ ډوله کبان شامل دي. د دغو حیواناتو په ډله کې دوه زمریان او یو خوګ شامل دي چې دا په افغانستان کې تر ډېره کم یابه حیوانات دي. د اونۍ په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د کابل له ژوبڼ څخه لیدنه کوي. [۲۳][۲۴][۲۵]

د کابل ملي موزیم[سمول]

د افغانستان ملي موزیم د دارالامان ماڼۍ ته څېرمه د کابل ښار په سویل ختیځ لوري کې موقعیت لري. دغه موزیم په مرکزي آسیا کې له تر ټولو مخکښو موزیمونو څخه و چې د څو زرو کلونو مخینې لرونکي څخه باندې ۱۰۰ زره تاریخي آثار یې لرل. په ۱۹۹۲ زکال کې د افغانستان د کورنۍ جګړې په پیل کېدو سره دغه موزیم څو ځله لوټ شو او د یادو سل زره آثارو څه باندې ۷۰ سلنه برخه یې ورک شول. له ۲۰۰۷ زکال وروسته یو شمېر نړیوالو بنسټونو د دغو اثارو د څه باندې ۸۰۰۰ آثارو په موندنه کې مرسته وکړه چې تر ټولو وروستی یې هم په جرمني کې د آهکو له ډبرې جوړه موندل شوې مجسمه وه. په ۲۰۱۲ زکال کې بریتانیا هم د دغه موزیم د ورکو شوو آثارو څخه نږدې ۸۴۳ آثار یې بېرته دغه موزیم وسپارل چې په دغو کې لومړۍ پېړۍ ته اړوند د بګرام مشهور عاج هم شامل و. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

پغمان[سمول]

د پغمان دره د تاریخ په اوږدو کې د اوړي پر مهال د استوګنځي په توګه کارول شوې ده. ډیری وګړي هلته د غره ختنې او میلې په موخه ځي؛ څو د پغمان د ارګ په ګډون په وروستیو کې په اروپايي سبک باندې د جوړو شوو ماڼیو او همدارنګه د دغې ښکلې درې د طبیعت ننداره وکړي. د قرغې میله ځای هم د پغمان په لاره کې موقعیت لري. دغه سیمه د دولت له خوا د لا زیاتو سیلانیانو د راجلبولو په موخه د پراختیا په حال کې ده. ورته مهال د ډوډۍ خوړلو او استراحت لپاره هم ښکلي ځایونه لري.

د سخي زیارت[سمول]

د شاه او عروس بند[سمول]

د تاج بېک ماڼۍ[سمول]

د تاج بېک ماڼۍ (د ملکې ماڼۍ) په ۱۹۲۰مه لسیزه کې د غازي امان الله خان له خوا ملکې ثریا ته جوړه شوه، چې د دارالامان ماڼۍ ته څېرمه موقعیت لري. د دغې ماڼۍ د جوړولو یوه موخه دا وه څو ملکه وکولای شي له دغې ماڼۍ څخه په ګټنې د افغان مېرمنو ستونزو ته رسیدګي وګړي. بله موخه یې هم دا وه څو د ښځو ځانګړې غونډې هم همدلته جوړې شي.

کندهار[سمول]

بهرني سیلانیان له ډېر مهال راهیسې په کندهار ولایت کې د ناامنیو له امله هڅه نه کوي څو د کندهار ولایت ته د سیل په موخه ولاړ شي. له دې سره هم په وروستیو کلونو کې یو شمېر بهرنیو سیلانیانو دغه ولایت ته سفرونه لرلي. د عینو مینې ښارګوټی چې د کندهار ولایت په شمال ختیځه برخه کې موقعیت لري ګڼ شمېر جوماتونه، پارکونه، هوټلونه، مارکېټونه او ورزشي امکانات لري. ورته مهال په عینو مېنه کې د بسونو یوه اډه هم شته چې بله د بسونو اډه بیا د کندهار په لویدیځه څنډه کې موقعیت لري. د دغه ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه په لاندې ډول دي:[۳۰][۳۱][۳۲]

  • د چهل زینې پارک (په سر پوزه سیمه کې تاریخي مرکز)
  • د ډالې بند (د کندهار ښار شمالي لوري ته په شاولي کوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري او له ښاره د موټر په تګ نږدې ۳۰ دقیقې فاصله لري)
  • میوند (هغه ځای چې په ۱۸۸۰ زکال کې د افغان او بریتانوي ځواکونو ترمنځ په کې د میوند مشهوره جګړه وشوه)
  • د میرویس هوتکي مقبره (د کندهار لویدیځ ته په میرویس مېنه کې موقعیت لري)
  • منډیګک (د برونزو دورې ته اړوند د سند د درې لرغونی تاریخي مرکز دی)
  • نارنج قلا (په زاړه کندهار کې موقعیت لري)
  • د رېګ ولسوالۍ (د میلو ځای دی او خلک په کې د موټر زغلونې سیالۍ کوي)
  • د خرقې مبارکې زیارت
  • د بابا ولي زیارت (د غره په لمنه کې موقعیت لري چې د ارغنداب د سیند او د هغو د باغونو ښکلې منظره وړاندې کوي)
  • د شیرسرخ زیارت (هغه ځای چې احمدشاه دراني په کې واکمن وټاکل شو)

ننګرهار[سمول]

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار پریمانه هوټلونه او د نندارې لپاره ښکلي ځایونه لري. د دغه ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه په لاندې ډول دي:

  • د امیر حبیب الله خان پارک (چې د سراج العمارت پارک ته مخامخ موقعیت لري)
  • د درونټې بند
  • د غازي امان الله خان ښارګوټی (د غازي امان الله خان پارک او د غازي امان الله خان د کرکټ نړیوال سټوډیوم)
  • د امان الله خان مقبره (سراج العمارت پارک)
  • د خان عبدالغفار خان مقبره
  • د محمد ګل خان مومند مقبره
  • تورخم (د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي دروازه)

نیمروز[سمول]

د نیمروز ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه په لاندې ډول دي:

  • د کمال خان بند (ملي پارک)
  • زرنج ښار (د افغانستان او ایران ترمنځ پولې ته څېرمه سرحدي ښار)

پنجشیر[سمول]

د پنجشیر ولایت یو شمېر پام وړ سیل ځایونه په لاندې ډول دي:

  • په بازارک کې د احمدشاه مسعود مقبره
  • د پنجشیر دره

کلتور او امنیتي موضوعات[سمول]

افغانستان یو اسلامي هېواد دی چې په هغو کې شراب او نشه یي توکي کارول منع دي. په افغانستان کې سیلانیانو ته مسافر ویل کېږي. له دغه ډول کس سره د یو دیپلمات په څېر چلن کېږي او د افغاني دود له مخې یې په سمه توګه پالنه کېږي. جوماتونه په کې تر ټولو خوندي ځایونه دي چې د افغاني دود له مخې مسافر (سیلانیان) جومات ته په ننوتو له هر ډول ګواښ څخه خوندي ګڼل کېږي. افغانان په عموم ډول له سیلانیانو او بهرنیو مسافرو سره د ملګرتیا په ډول چلن کوي، خو لا هم د یو شمېر وسله والو له خوا د سړي تښتونو پېښې په کې شتون لري. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په 1 September 2022 باندې). 350 new tourism companies granted license last year. Pajhwok Afghan News.
  2. (په 9 February 2022 باندې). What now for Afghanistan's tour guides?. The Times.
  3. (په September 27, 2016 باندې). 20,000 foreign tourists visit Afghanistan annually. Pajhwok Afghan News.
  4. (په 12 January 2013 باندې). Despite Taliban Threat, Afghanistan Manages to Entice Some Tourists. The New York Times.
  5. (په 2 July 2021 باندې). A new road to an inaccessible land. BBC
  6. (په May 23, 2021 باندې). Set in concrete: In a first, Kabul builds $5m road via tough terrain to access China. Arab News
  7. "In Photos: Wakhan Corridor, Afghanistan". Nicole L. Smoot. United States. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ ته سفر او د هغه ځای د اوسېدونکو د مشکلاتو اورېدل پر يوټيوب باندې (Radio Television Afghanistan, Jan. 4, 2023)
  9. "Teetering on Crumbling Walls + Hash with a Baba in Ancient Bactria". Nicole L. Smoot. January 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Teetering on Crumbling Walls + Hash with a Baba in Ancient Bactria". Nicole L. Smoot. January 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The Lunar Landscapes & Lapis Lazuli Lakes Of Band e Amir, Afghanistan". Nicole L. Smoot. January 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bamyan's interesting hotels in the Bamyan TV special report پر يوټيوب باندې, Nov. 22, 2018, Bamyam TV.
  13. (په 10 July 2022 باندې). Tourism Increasing in Bamiyan. TOLOnews.
  14. Afghan youth started ski camps in Bamiyan پر يوټيوب باندې, Jan. 14, 2019, VOA Dari.
  15. (په 25 September 2022 باندې). Officials:6,500 Foreign Tourists Visited Ikhtyaruddin Castle in 6 Months. TOLOnews.
  16. "Herat Traveel Guide + Photos". Nicole L. Smoot. July 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Vlogs Afghanistan: Takht-e-Safar Tour of Herat City پر يوټيوب باندې
  18. "Things I Never Wrote When It Was Applicable: Kicking It In Kabul, Afghanistan". Nicole L. Smoot. June 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Special Report from the Paitakht Terminal پر يوټيوب باندې
  20. "Babur's Gardens". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. World Snapshots: Afghanistan - Kabul - Bala Hissar پر يوټيوب باندې
  22. Kabul Municipality پر يوټيوب باندې (April 20, 2021)
  23. (په October 12, 2016 باندې). Beasts of a Nation: Rebuilding the Kabul Zoo in a Time of War. Pacific Standard
  24. (په May 5, 2009 باندې). Afghanistan's only pig quarantined in flu fear. Reuters.
  25. (په 26 June 2016 باندې). Kabul Zoo Visitors Grow, say Officials. TOLOnews.
  26. Girardet, Edward; Jonathan Walter, المحررون (1998). Afghanistan. Geneva: CROSSLINES Communications, Ltd. د کتاب پاڼې 291. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 1 March 2011 باندې). Afghan gold: How the country's heritage was saved. BBC News
  28. (په 31 January 2012 باندې). Germany returns Afghan sculpture. BBC News.
  29. (په 19 July 2012 باندې). Looted art returned to Afghanistan. BBC News.
  30. "Kandahar in Photos & Travel Guide". Nicole L. Smoot. August 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Kabul bus station & Terminal Kandahar 9/8/2022 پر يوټيوب باندې
  32. Herat bus station & terminal Kandahar 08 September 2022 پر يوټيوب باندې
  33. (په 4 January 2023 باندې). Businessman Rescued from Kidnappers in Kabul: MoI. TOLOnews.
  34. (په 4 January 2023 باندې). ‘MoI investigates ID cards recovered from deceased kidnappers’. Pajhwok Afghan News.
  35. کينډۍ:Cite videoکينډۍ:Cbignore
  36. (په 20 June 2022 باندې). Taliban Release Five Britons, Resolving Dispute With U.K.. The Wall Street Journal.