توره پروپاګانډا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

توره پروپاګانډا یو ډول تبليعات دي چې موخه یې د خاصو کسانو بدنامول دي او داسې یو انځور وړاندې کوي چې دا هر څه خپله هغه کس پورې تړاو لري چې دوی يې د بدنامۍ هڅه کوي. توره پروپاګنډه د سپينې پروپاګانډا چې هېڅکله خپله سرچینه نه پټوي اوله خاکستري پروپاګانډا سره چې خپله سرچینه نه څرګندوي توپیر لري. معمولاً د دوښمن د سپکاوي او شرمولو په موخه د ناسمو معلوماتو  د وړاندې کولو له لارې کارول کېږي. [۱]

د تورې پروپاګانډا ځانګړنه دا ده چې مخاطب د هغوی پر اغېز خبر   نه دي او دا نه احساسوي چې کوم ځانکړي لوري ته وړل کېږي.  تور تبليغات ادعا کوي چې له واقعي منبعې څخه پرته له یوې بلې منبعې څخه سرچينه اخلي. دا ډول تبليغات له يو ډول پټو اروايي عملياتو سره مل دي، ځینې وخت منبعه پټوي او ځينې وخت يې بیا له یوې دروغينې سرچینې سره تړي چې دروغ چل او دوکه خپروي. توره پروپاګانډا/تبلیغات یو لوی دروغ دي چې نور غولونکي ډولونه په کې شامل دي.تور تبليغات دڅارونکو  د رضایت لپاره د سرچینې پر باور متکي دي. د تورو تبليغاتو رامنځته کوونکي يا لېږونکي که چېرې خپل مخاطب په سمه توګه ونه پېژني ښايي له ناسم پوهاوي سره مخ شي او مشکوک ښکاره شي یا هم په بشپړ ډول ماته وخوري. [۲][۳][۴]

دولتونه په څو دلیلونو تور تبلیغانت ترسره کوي. ښايي دولت د خپل مستقیم دخالت له پټولو سره د بې باوره مخاطبینو په متقاعد کولو کې بریالی وي. له تورو تبليغاتو څخه د کاراخیستنو ځینې ډېپلوماتيک دلیلونه هم شته. تور تبلیغات د یو دولت د هغه فعالیتونو په پټولو کې چې ښايي خارجي سیساست ته یې زیان پېښ ګړي اړین دي. [۵]

د امریکا په انقلاب کې[سمول]

بېنجامین فرانکلېن(Benjamin Franklin) د بوسټېن یوې ورځپاڼې ته جعلي ضمیمه جوړه او خپره کړه چې د هندیانو د جنایت او امریکايي زندانیانو سره د ناسم چلند لیکونه په کې شامل وو. [۶]

په دویمه نړیواله جګړه کې[سمول]

بريتانیا[سمول]

په بريتانیا کې د جنګ سیاسي ځواکونو له یو شمېر تورو تبلیغاتو خپروونکو راډیو سټېشنونو څخه کار اخیست.ګوستاوزېګفرېډاينزGustav Siegfried Eins (GS1)د  دا ډول سټېشنونو لومړنی ستېشن و،چې ویل کېږي دا د جرمني یو پټ سټېشن دی. ویاند  ډېرچېف(Der Chef)ادعا کوله چې یو افراطي پلوی نازي دی او هېټلر او ملګري يې په نرم خویۍ تورنول،د یاد سټېشن تمرکز پر فساد او د نازي ګوند غړو تر منځ په جنسي ناانډولیو و.

بله بېلګه یې د سولډېټينيسېنډر کلایس  (Soldatensender Calais) بريتانیوی سټېشن و چې ویل کېدل د وېرماخت/ Wehrmacht (د جرمني متحد وسلوال ځواکونه) راډيويي سټېشن دی، چې د بريتانیوي ورځپاڼه ليکونکي سافېن ډېلمر(Sefton Delmer) په مشرۍ  رامنځته شو، چې د جرمني په برلينۍ ژبه یې د خبرو کولو  پوره واکمني درلوده.  سولډېټينيسېنډر کلایس  (Soldatensender Calais) او په منځنۍ څپه د کورزوېلېنسېنډر اتلانتيک  (Kurzwellensender Atlantik) په نوم د هغه اړوند  سټېشن د پوښښ لپاره سندرې، د ورزش په اړه تازه راپورونه، د هېټلر فرعي ويناوې او ژور فکري تبلیغات خپرول.

د ډيوېچلنډراډيو (Radio Deutschland)  یو بل راډیويي سټېشن و چې د جنګ په بهیر کې  بريتانیا  وکاروه، موخه یې د جرمني دجنګي هڅو ګډوډول، تاوتريخوالی رامنځته کول او د روحيې کمزوري کول و، چې له ريښتيني جرمني چینل سره  په نږدې فرېکانس او ورته راډيويي څپې یې خپرونې درلودې. د جنګ په بهیر کې ډېری جرمنيان په دې باوري و چې دا یو ريښتينی الماني راډیویي چينل دی او ان د جرمني د تبلیغاتو رييس جوزوف ګوبلز (Joseph Goebbels) هم تأيید کړې وه.[۷]

د بريتانیا د تورو تبليغاتو   ستېشنونو د اشغالي اوروپا په ډېرو ژبو او همداراز په ايټالوي او جرمني ژبو خپرونې لرلې، چې ډېری يې په ترتیب  سره د بلېچلي پارک (Bletchley Park) او ووبورڼ ابي (Woburn Abbey) شاوخوا سيمو کې په بکېنګهامشر (Buckinghamshire) او بدفورډشایر (Bedfordshire) کې مېشتې وې. [۸]

بله احتمالي بېلکه یې یوه اوازه/شایعه وه چې جرمنیانو د شېنګل(Shingle)له لارې د بريتانیا سمندرونو ته د ننوتلو هڅه کړې، خو  جرمنیانو يې له ډېرې مرګ‌ژوبلې سره مخنیوی کړی. دا په امريکايي مطبوعاتو او د وېليم ال شېر‌ر (William L. Shirer) د برلين د خاطراتو په کتابچه کې خپرې شوې چې په رسمي ډول دروغ وګڼل شوې.  هغه برتانيوي مقالې چې په ۱۹۹۳ کال کې له طبقه بندۍ څخه ووتې،داسې بیانوي چې دا په اشغال شوې اروپا،بریتانیا او امریکا کې د مورال لوړولو لپاره دبریتانیا د تورو تبليغاتو یوه بریالۍ بېلکه وه.  [۹]

ليکوال جېمز هېوارډ(James Hayward)  وايي هغه اوازې چې په پراخ ډول په امريکايي مطبوعاتو کې خپرې شوې د تورې پروپاکانډا د انجنیرۍ یوه بریالۍ بېلګه وه چې د امریکا د مرستو د تضمين  او پورونو د خوندیتوب په موخه د جرمني ځواک پر وړاندې د برېتانیا دمقاومت، بریاليتوب او وړتیا  څرګندولو لپاره وشوې .[۱۰]

د ډېوېډ هېر/ David Hare (برتانیوی ډرامه ليکونکی ) د لېنکېنګ هېټلر/ Licking Hitler (د تورې پروپاګانډا په اړه یوه تلویزوني ډارامه/ننداره  ) ډارامه د دویمې نړيوالې جګړې په بهیر کې د بريتانيا د تورو تبلیغاتوپر بنسټ یوه خیالي کيسه بیانوي.

جرمني[سمول]

د جرمنې تور تبليغات معمولاً د کمونیزم خلاف او اروپایي نژاد پالنې په ګټه کارېدل. د مثال په ډول د ۱۹۴۴ کال د اپرېل په ۲۴ د تیارې تر پوښښ لاندې یوه جرمني الوتکه چې ښايي د سلطنتي هوايي ځواک نښان لرونکې وه،تر یرغل لاندې/اشغالي ډنمارک کې یې تبلیغاتي اعلامیې وغورځولې، دغو اعلامیو دفري هېډ پوستېن( Frihedsposten), په نوم ترځمکه لاندې اصلي ډنمارکي ورځپاڼې له سرلیک څخه کار اخیست،اعلامیو بیانول چې د خلاصون شېبې نږدې دي اود ډ نمارک اوسېدونکو ته یې داسې امر کاوه چې د امریکا د ځانګړو روزل شویو تور پوستو او روسي سرتېرو یرغل تر هغه ومني چې له نظامي ګډوډۍ څخه رامنځته شوي لومړني عمليات پای ته ورسېږي.

د جرمنيد  بور کانکورډيا(Büro Concordia ) سازمان د تورې پروپاګانډا څو راډیويي سټېشنونه اداره کول،ډېریو به داسې څرګندوله چې دوی په ناقانونه ډول له موخنو هېوادونو څخه خپرونې خپروي.[۱۱]

د پاسفیک تیاتر[سمول]

د ټانکایادګار (Tanaka Memorial) هغه سند و چې د نړۍ فتحې لپاره يې د جاپانيانو نقشه تشرېح کوله، چې د چين له فتحې سره پیل شوه، ډېری تارېخ پوهان اوس په دې اند دي چې  دا یو جعلي سند و.

لاندې پیغام د جاپانیانو د تورو تبلیغاتو پاڼې ښيي چې په دویم نړیوال جنګ کې پر فليپين وغورځول شوې، دا برنامه د امريکا پر ضد د فلیپينيانو د پارولو په موخه طرحه شوې وه.

له مقاربتي ناروغيو  څخه خونديتوب

په دې وروستيو کې د مشکوک شخصیت لرونکو فليپيني ښځو سره د اړیکو په وجه زموږ د ځواکونو او نارينه‌وو تر منځ مقاربتي ناروغۍ زیاتې شوې دي. د جاپانیانو له خوا د ټاپوګانو/جزیرو تر ولکې وروسته فليپیني ښځې د ستونزمنو شرایطو او سختو ورځو له امله د ډېرو کمو خوراکي توکو په مقابل کې خپل ځانونه وړاندې کوي. سپارښتنه کېږي چې په داسې حالتونو کې خوندي کړنې لکه د کانډوم  کارول، خوندي درملو او داسې نورو ميتودونو څخه کار واخيستل شي. غوره ده یوازې له  خپلو مېرمنو، باکرو او یا دښه شخصیت لرونکو ښځو سره جنسي اړیکه ولرئ. سربېره پردې، د امريکایي پلوه تمايل ډېروالي ته په پام سره فليپيني ښځې تر ډېره تمایل لري چې ځانونه امريکايي سرتېرو ته وړاندې کړي.  خو دا چې فليپيني ښځې د حفط الصحې هېڅ پوهه نه لري، د نارغیو د لېږدوونکو شمېر نه کنټرولېدونکی دی چې باید  لازمه پاملرنه ورته وشي.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Doob, Leonard (1950-09-13). "Goebbels' Principles of Nazi Propaganda". The Public Opinion Quarterly. 3 (Vol. 14, No. 3): 419–442. JSTOR 2745999. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ellul, Jacques (1965). Propaganda: The Formation of Men’s Attitudes, p. 16. Trans. Konrad Kellen & Jean Lerner. Vintage Books, New York. کينډۍ:ISBN.
  3. Linebarger, Paul Myron Anthony. 1954. Psychological Warfare, Combat Forces Press, Washington
  4. Jowett, Garth S., Garth Jowett, Victoria O'Donnell. 2006. Sage Publications, Thousand Oaks, California
  5. Shulsky, Abram. and Gary Schmitt, Silent Warfare. Washington, DC: Brasseys Inc. 2002
  6. "Propaganda Warfare: Benjamin Franklin Fakes a Newspaper – Journal of the American Revolution". 10 November 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Allen, Thomas and Normal Polmar. Spy Book. New York: Random House Selection. 2004
  8. John Pether, The Bletchley Park Reports: Report No. 17 Black Propaganda, Bletchley Park Trust 1998
  9. (په 2002-09-09 باندې). Was WWII mystery a fake?. BBC News.
  10. Hayward, James (2002). Shingle Street. CD41 Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-9540549-1-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ""Buro Concordia" Operated Nazi Clandestines" (PDF). FRENDX "Shortwave Center". Ontheshortwaves.com. 1966. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)