توخارا يبګوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توخارا يبګوس
د شخص معلومات
د مړينې نېټه کال 630   د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

توخارا يبګوس يا د تخارستان يبګوس، د «يبګوس» په لقب سره د لويديځو ترکي هفتالي کورنۍ د فرعي پاچايانو يوه څانګه وه چې له زېږد وروسته له ۶۲۵ کال راهيسې يې د آمو سيند په شمال او سويلي غاړو کې د تخارستان په سيمه حکومت کړی، د دوی ډېرې کوچنۍ پاتې شونې له زېږد وروسته تر ۷۵۸ کال پورې د بدخشان په سيمه کې پاتې وې. د دوی ميراث د ترک شاهي او زنبلي په مټ، تر نهمې پېړۍ پورې سويل ختيځ لور ته پراخه شوی. 

ځمکنۍ پراختيا[سمول]

له ساساني سترواکۍ سره له ائتلاف نه وروسته، له زېږد وروسته په ۵۵۷-۵۶۵ کې د هفتاليانو له منځه وړلو په تعقيب، ترکانو په لومړي سر کې د آمو سيند شمالي سيمې (ماوراء النهر، سغديانا) ونيولې. له بلې خوا ساسانيانو د آمو سيند سويلي سيمې ونيولې او د چګانيانو، سیند، بست، رخخاج، زابلستان، تخارستان، تورستان او بالستان سيمې د دوی په لاس لاندې پاچايوو او اميرواکيو بدلې شوې. له دې وروسته، د آمو سيند په اوږدو کې ايراني او ترکي ناکراره پولې موجودې وې چې څو پېړۍ يې دوام وکړ. د آمو سيند په سويلي سيمو کې د هفتالي ګڼې اميرواکې سيمې شته وې، دا د هغې هفتالي سترواکۍ پاتې شونې وې چې د ترکانو او ساسانيانو له خوا له منځه وړل شوې وه.[۱][۲]

پر تخارستان لومړی بريد (له زېږد وروسته ۵۶۹-۵۷۰)[سمول]

په ۵۶۹-۵۷۰ کې ترکانو د ساسانيانو په وړاندې يرغل پيل کړ، د آمو سيند په سويل کې د هفتالي اميرواکې سيمې يې ونيولې، کومې چې د ساساني سترواکۍ اړوندې وې. دا مهال ساساني سترواکي په لويديځ کې له بيزانس سترواکۍ سره په جګړه کې ښکېل وه. داسې برېښي چې ترکان په ۵۷۰ کې د کابل-ګندهارا سيمې ته ورسېدل. د هفتاليانو اميرواکې سيمې چې مخکې د ساساني سترواکۍ تابعې وې، د ترکانو واک يې ومانه او د لويديځ ترکي قاغان تابع شوې او الچون هان په کابل او ګندهارا کې واکمنۍ ته دوام ورکړ، خو داسې برېښي چې ترکانو د تل لپاره د آمو سيند سويلي برخې اشغال نه کړې. هفتاليانو له ترکانو نه د خپلواکۍ الهام واخيست، له زېږد وروسته په ۵۸۱ او ۵۸۲ کال کې يې له ساسانيانو سره په ائتلاف کولو د ترکي کاغان تاردو پر وړاندې پاڅون وکړ.[۲]

پر تخارستان دويم يرغل (له زېږد وروسته ۵۸۸-۵۸۹)[سمول]

په ۵۸۸-۵۸۹ز کال کې، د باغا قاغان تر مشرۍ لاندې ترکان نېغ په نېغه له ساسانيانو سره په جګړه کې ښکېل شول چې دا د ترکانو او پارسيانو لومړۍ جګړه ده. ترکانو د آمو سيند په سويلي سيمو کې د ساسانيانو پر سيمو بريد وکړ، په بلخ کې مېشت ساساني سرتيري يې مات کړل، له دې وروسته مخ په وړاندې لاړل د دې تر څنګ يې د تالقانو، بادغيس او هرات ښارونه ونيول، خو د بهرام چوبين په مشرۍ ساسانيانو ترکانو ته ماتې ورکړه، په دې ډول چې د آمو سيند شمالي سيمو ته دننه شول او ترکي خاقان يې وواژه.[۳][۴]

د ساساني سترواکې پر وړاندې جګړه (له زېږد وروسته ۶۱۶-۶۱۷)[سمول]

په ۶۰۶-۶۰۷- يا ۶۱۶-۶۱۷ز کلونو کې د ساسانيانو او هفتاليانو تر منځ جګړه پېښه شوه چې دا د فارسيانو او ترکانو دويمه جګړ ده. دا مهال ترکي خاقان د هفتاليانو مرستې ته پوځ واستاوه او وتوانيد چې ساسانيانو ته سخته ماتې ورکړي، تر دې چې خپل پوځونه يې تر ری او اصفهان پورې مخکې بوتلل، خو شګوي خاقان خپل پوځ بې له دې چې خپلې ګټې ته پام وکړي، بېرته وغوښت. [۵]

د ټانګ يبغو خاقان له خوا د تخارستان نيول (۶۲۵)[سمول]

ترکانو په پرېکنده ډول غوښتل چې د آمو سيند سويلي سيمې ونيسي، خو يو څه وخت وروسته چمتو شول او هغه موکه يې غنيمت وګڼله، کله چې ساساني سترواکي يو ځل بيا له بيزانس سترواکۍ سره په جګړه کې ښکېل شوه.[۶]

په ۶۲۵ز کال کې، ټانګ يبغو خاقان په تخارستان بريد وکړ، هفتاليايي اميرواکان يې تسليمۍ ته اړ کړل. د سیند تر سيند پورې يې پرمختګ وکړ او ټول لاسوهنه کوونکي اميرواکان يې په لاس کې واخستل، د هفتالي واکمنو پر ځای يې ترکي واکمن وټاکل. ترکان بريالي شول، يو لامل يې دا هم و چې ساساني سترواکي له بيزانس سترواکۍ سره په سخته جګړه کې ښکېل وه، دا د بيزانس-ساساني جګړه بلل کېږي ۶۰۲-۶۲۸.[۷][۸]

د سيفو وانګيو په وينا:  دا اميرواکۍ زابلستان، کاپيسا-ګندهارا، ختل، چغانيان، شغنان، شومان، بادغيس، واخان، ګوزګان، باميان، کوباديان او بدخشان وې.د ختل او کاپيسا-ګندهارا مخکې تر دې چې لويديځ ترکان يې تر خپل واک لاندې راولي، د نريندرا په څېر پاچايانو تر واکمنۍ لاندې، د لرې ختيځ «هفتاليانو» (په حقيقت کې الچون هان) تر واک لاندې د خپلواکو پاچهيو په توګه پاتې شوې. په سیکه د انځور شوي «تاج او د غوايي سر»  د کاپيسا-ګندهارا د وروستي واکمن دويم نريندرا راڅرګندېدل، د ترکانو د خپلواکۍ په رسميت پېژندلو نښه بلل کېدای شي، ځکه چې د بوقا (غوايي) لقب، له ۵۹۹ نه کارېده، کله چې خاقان تارډو له ترکي سترواکۍ سره يوځای شو.[۹][۱۰]

له دې وروسته ټانګ يابغو خاقان خپل زوی تاردوش شاد، د تخارستان د لومړي يابګو (تابع پاچا) په توګه وټاکه، نوموړي د آمو سيند سويل خوا ته ټول ترکي قلمرو، له خپلې پلازمېنې کندز نه اداره کاوه.[۱۱]

د تاردوش شاد حکومت (۶۲۵-۶۳۰)[سمول]

تاردوش شاد، په ترکستان د واکمن په توګه وټاکل شو او په کندز کې يې د تخارستان د تابع پاچا په توګه حکومت وکړ.هغه دوه ودونه کړي وو چې دواړه د قوچو د واکمن کوبويا لورګانې وې. کله چې ژوان زانګ له کندز نه لېدنه وکړه، هغه د خپل اوښي او د قوچو کو ونتای د واکمن نه تاردو ته يو لیک راوړ. سره له دې چې يابګو په ناوړه حالاتو کې و، بيا يې هم هغه ته ښه راغلاست ووايه. ټاردو هغه ته سپاښتنه وکړه چې لويديځ بلخ (اوسنی افغانستان) ته سفر وکړي، تر څو بودايي سيمې او آثار وويني. ژوان زانګ په ماڼۍ کې يوه رسوايي هم ولېده، په داسې حال کې چې د ټاردو مشر زوی په خپله نوې مېرنۍ مور ميئن شوی و (چې ترور يې هم کېده/د مور خور) او تاردو يې په ۶۳۰ کال کې مسموم کړ.[۱۲]

د اشبارا يابګو واکمنۍ (۶۳۰-۶۵۰)[سمول]

اشبارا يابګو د ټارډو شاد زوی و او د تخارستان يابګو په څېر يې واک په لاس کې واخيست. هغه د تخارستان لومړی يابغو و چې سیکه يې ووهله. دا سیکې په ساساني ډول وې، يوې مجسمې د هغه استازيتوب کاوه، چې يو تاج د غوايي پر سر اېښی و او دوه وزرونه يې درلودل. په يوه صادره شوې کيسه کې افسانه دا ډول ده: šb’lk’ yyp MLK’ (Išbara Jeb ˇ [= yabghu] šah چې دا د سیکې يو مخ دی) او pnˇcdh. h. wsp («[د هغه له ] پنځلسم [سلطنتي کال سره توږل شوی دی] خوسپ»، د سیکې په شا يعنې بل مخ باندې ښکل شوی متن). د دې سکې تاریخ له زېږد وروسته ۶۴۵ ته رسېږي، چې د سکې وهلو ځای يې د کوهستان خوسپ دی. نور هغه ځايونه چې سیکه په کې وهل شوې، هرات او شبرغان دي. [۱۳][۱۴]

له ۶۵۰ز کال وروسته، د تخارستان د يبغوس ځواک، له دې امله وشیندل شو چې دوی لږ تر لږه تر يو بريده د ټانګ تر واکمنۍ لاندې راغلل. د تخارستان يو ترک توکمی يابغو د «وو شيه پو په نامه ثبت شوی، چې د A-shih-na له واکمنې کورنۍ نه و»، دا لومړی يابغو و چې د چينايي سترواکۍ له خوا تاييد شوی و.[۱۵]

سرچینې[سمول]

  1. Dani, Ahmad Hasan; Litvinsky, B. A. (January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750 (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼې 367. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103211-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Dani, Ahmad Hasan; Litvinsky, B. A. (January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750 (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼې 368. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103211-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rezakhani 2017، ص. 178.
  4. Rezakhani 2017، ص. 177.
  5. Dani, Ahmad Hasan (1999). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations: A.D. 250 to 750 (په انګلیسي ژبه کي). Motilal Banarsidass Publ. د کتاب پاڼې 369. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-208-1540-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The definitive annexation of Tokharistan and Gandhara to the Western Türk Empire was to take place some years later, in c. 625, when Sasanian Iran became involved in the war against Byzantium that ultimately led to its eclipse." in Dani, Ahmad Hasan; Litvinsky, B. A. (January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750 (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼي 370–375. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103211-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. History of civilizations of Central Asia. Dani, Ahmad Hasan., Masson, V. M. (Vadim Mikhaĭlovich), 1929-, Harmatta, J. (János), 1917-2004., Puri, Baij Nath., Etemadi, G. F., Litvinskiĭ, B. A. (Boris Anatolʹevich). Paris: Unesco. 1992–2005. د کتاب پاڼي 370. OCLC 28186754. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9231027192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  8. Chavannes, Edouard; . (2006). Documents sur les Tou-Kiue (turcs) occidentaux. Chicoutimi: J.-M. Tremblay. د کتاب پاڼې 196. doi:10.1522/24885129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9781412356. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  9. "The definitive annexation of Tokharistan and Gandhara to the Western Türk Empire was to take place some years later, in c. 625, when Sasanian Iran became involved in the war against Byzantium that ultimately led to its eclipse." in Dani, Ahmad Hasan; Litvinsky, B. A. (January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750 (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼي 370–375. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103211-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Cefu Yuangui, vol 999 | 冊府元龜/卷0999 - 维基文库,自由的图书馆". zh.wikisource.org (په چينايي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The definitive annexation of Tokharistan and Gandhara to the Western Türk Empire was to take place some years later, in c. 625, when Sasanian Iran became involved in the war against Byzantium that ultimately led to its eclipse." in Dani, Ahmad Hasan; Litvinsky, B. A. (January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750 (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼي 370–375. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103211-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. 1840-1901., Watters, Thomas (1975). On Yuan Chwang's travels in India, 629-645 A.D. Chinese Materials Center. د کتاب پاڼې 107. OCLC 2959831. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1406713879. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  13. "The definitive annexation of Tokharistan and Gandhara to the Western Türk Empire was to take place some years later, in c. 625, when Sasanian Iran became involved in the war against Byzantium that ultimately led to its eclipse." in Dani, Ahmad Hasan; Litvinsky, B. A. (January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750 (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼي 370–375. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103211-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Dani, Ahmad Hasan; Litvinsky, B. A. (January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750 (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼي 371–375. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103211-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The first Türk yabghu (king) of Tokharistan, confirmed by the Chinese emperor, was Wu-shih-po of the A-shih-na dynasty." in Dani, Ahmad Hasan; Litvinsky, B. A. (January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750 (په انګلیسي ژبه کي). UNESCO. د کتاب پاڼې 372. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103211-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)