توتالیتر دولتونه
د توتالیتریان دولتونه ټوټالیتر په لغت کې د جامع په معني دي او د صفت په ډؤل په هغو رژیمونو اطلاق کېږي چې دا لاندې مشخصات ولري: 1:په ټولو سیاسي ، اجتماعي او اقتصادي چارو کې د دولت شدید نظارت موجود وي . 2: ټول سیاسي قدرت د یؤ حزب په واک کې وي او د ټولنې د ټولو ډیموکراتیکو افکارو څارنه کوي ، د انتقاد مخه په کلکه نیسي ، منتقدین وهي ، ځينې محبس تورو تمبو ته غورځوي او وژني یې. 3: په حزب او دولت په مطلق ډؤل د یو تن تسلط موجود وي . 4: په زور او جبر حاکم حزب خپله حزبي ایډیالوژي د ټولنې په ټولو اقشارو کې خپروي او فردي ازادي له منځه وړي . 5: د مخالفینو د سرکوبولو او لمنځه وړلو له پاره هر ډؤل ترور ، اختناق او بې شرمانه اعمالو ته هڅه کوي ، په ټوټالیټر دولتونو کې د ټولنې او افرادو په سیاسي ، اجمتاعي او اقتصادي ژوند کې د دولت مداخله هیڅ حد نه لري . دغه ډؤل فعالیتونه ، حتی هنري او ادبي فعالیتونه تر څارنې لاندې نیسي او د جمعي ارتباط په ټولو الکتریکي او اطباعتي وسایلو ، جدي او کلک مراقبت جاري ساتي ، ټوټالیتر دولتونه داسې ډلې او اشخاص چې د دوي د قضاوت او نطارت له حوزې څخه د باندې وي ، نه شي تحمل کولاي. دغه ډؤل خلک لمړۍ په یؤه حزب کې په ډیموکراتیک ډؤل متشکل کېږي ، خو کله چې قدرت ته ورسېدل نو بیا دیموکراسي یوې خوا ته ږدي او له خپل قدرته کار اخلي . په دنیا کې د دې ډؤل نهضتونو بارزه نمونه د هټلر ناسیوال سیوسیالیست ګوند ؤ چې د ډيموکراسۍ له لارې قدرت ته ورسېد ، قدرت ته د رسېدو سره سم یې دیموکراسي یوې خوا ته کېښوده او په غورو او زورګویو یې پيل وکړ . د ايټالیا فاشیست او المان نازي دولتونه د ټوټالیتر دولتونو ښې نمونې دي . ټول کمونیستي دولتونه هم د ټوټالیتر دولتونو په کټګوریو کې حسابیږي چې ښه مثال یې په افغانستان کې په 1357 لمریز کال د ثور د اومې نیټې څخه دوروسته د ترکي ، امین ، کارمل او ډاکټر نجیب کمونستي حکومتونه دي .