تنقيدي فېصلې ۔۔۔فېصل فاران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

"نثرم"

د پښتو نظم نوے ژانر۔۔۔۔۔"

نثرم پۀ شاعرۍ کښې د شاعر د تخلیقي جبلت لاریون او دسېلف ریفلېکشن دے ـ د بنيادم د ذات (خلوتي مخ) چې رسمي او بندیوانه شاعرۍ کښې یواځې حد بنده پاتې شي دلته بيخي زيات پرانستے شي ځکه دا بيا روايتي ارګجه شاعري نۀ ده کومه چې د هئیت او تخلیقي جبلت د ډغرې نه پېدا کېږي ـ او ذات پکښې مجهول پاتي شي يا بس شخصيت (جلوتي مخ) معمولي شان پکښې څرک وهي او بس قيصه ختمه ! شايد ټي ايس ايليټ دغه تناظر باندې تخليقي واردات شخصيت نه تيښته أو د عمل انګيزي ترحده يو کېټلسټ بيانوي چي پکښې د ذات ريفليكشنز عروضي أو اصنافي بنديزونه رامخامخ ته نه وركوي هيئت د وضعيت بنيادباندې دخيال دتلازمې او فکري ربط څخه د احساس داسې تړون دے چې شعري مواد ئې څرګندوي خو د نثرم بې هئیته هئیت (فارم) د دغه صنفي روایت د پاسدارۍ پۀ ترڅ د سوچه تخليق پرانستې لار ده او یو حواله باندې فولکلور او اساطیري سوچ ته هم ستنېدۀ دي روايتي اصناف چې بيخي رسمي شوي دي د فیوډلزم او کپیټلزم د راوړي نظامونو د نفسیات او اخلاقیات نتیجه دي ـ څنګه چې جاګیردارانه نفسیات کښې بنیادم بې کچه بندېزونه لرونکې اخلاقي او سماجي ټولنه کښې ژوند کوي دغسې تجارتي سرمایه کښې بنیادم یو مهم جو سر شيندونكےاتل دے چې نوي خطې او منطقې دريافت كوي ځکه يوخوا تجارتي سرمایه دارانه دور کښې د نوي اصنافو رامینځ ته کېدۀ لکه د يوروپي ايډونچرسټانو د نویو هېوادونو او جزیرو دریافت ؤ اوبيا پۀ دې دریافتونو د قبضې او ملکیت تصور و تعقل ته کۀ وګورو نو دغسې ځنې اصنافو سره ځنې شاعران لکه د مالکانو لازم ملزوم شوي دغسي بياـ صنعتي سرمایې کښې چې څنګه کارخانو فېکټریانو مصنوعات تیارول دغسې شاعري هم د طلب و رسد او میکانکي عمل دویمه نامه شوه نو دغه وخت روماني خوځښت د دې میکانیت خلاف فلسفه او شاعري کښې رد عمل ښکاره کړوـ تجارتي سرمایه که د فکر و نظر پراختوب سوب شوه او رواداري او روشن خيالي راغله نو صنعتي سرمایې معروض او موجود کښې بيخي بدلون راوستو دا بدلون او بدلاؤ د نشاْت ثانیه دویمه نامه ده ـ د موضوعاتو پراختیا چې زړو اصنافو کښې ئې بيا زغم مشکله او ناممکنه ؤ د دې ميکانيت ترڅ کښې ئے زيار لومړے فرانس کښې ښکاره شولو چرته نورو یورپي هېوادونو نه د شعر د اصنافو بندېزونه بيخي زیات وو د شاعرانه نثر(پوئيټک پروس) ورپسې د نثرم(ورس ليبريز)او بيا د آزاد نظم (ورس لبرا) صنف رامینځ ته شو ـ

نثرم ( پوئم ان پروس) دالائيسيس برټرېنډ(1841/1807ز) اختراع وه چې یو انقلابي شاعر او صحافي ؤ د نري زامت  پۀ رنځ مړ ؤ ،د هغۀ د نثرمونو مجموعه 1836ز کښې پبلشرانو د خپرولو نه انکار کړے ؤچې دا خوشاعري نۀ ده اوتې بوتې کيتي بيتي دي ـ دغه مجموعه د هغۀ د مرګ نه کال پس 1842ز کښې د "ګېسپر ډي لا نوېټ "(ګاسپرډ آف دي نائټ—) پۀ نامه خپره شوې وه

2

د الائیسيس غوندې د نثرم دویم لوے شاعر مارس ډي ګوئرن(1839/1810ز) هم د نري زامت د رنځ وژلے ځواني مرګ شاعر ،صحافي او د عیسائیت مرتد باغي ؤ ـ د هغۀ د نظمونو مجموعه " باقيات /رېلکوي"(_ريميننګ)' هم دوه جلدونو کښې د هغۀ د مرګ نه پس 1861ز کښې خپره شوې ـ هغه د نثرم روماني شاعر دے خونثرمونو کښې ئې د جدید حسیت اړخ ډېر ښکاره دے ـ د نثرم دریم لوے شاعر د علامتي خوځښت سرخېل چارلس پئیر بادیلئیر(1867/1821ز) هم صحافي او انقلابي ادیب ؤ دے هم ځواني مرګ ؤ ـ د دۀ شعري مجموعه" دپېرس ښار کرب/لي سپلين ډي پېرس"(سپلېن اف پېرس)پۀ نامه خپره شوې دا مجموعه دنثرم ماهيت کښې د لوئې ښار (لکہ دپيرس غوندې )د ژوند د کشالو نفسيات راګډوي چې اوس نثرم كښې دا بيخي مهم توکے منلے شي خو هغه وخت دې کتاب ته چا د سرې کاسيرې ادبي اهمیت نۀ ؤ ورکړے ـ اپوټه د نظمونو پۀ چاپونکي او خپرونکې دواړو ئې مقدمې شوې وې ـ د نثرم څلورم لوئے شاعر چي په کينسرمړ یو ځواني مرګ فرانسیسي شاعر باغي انسان جېن نکولس آرتهرریمباد(1891/1854ز)و چې نثرم ئې پۀ توګه د یو شعري صنف ادب کښې ورمنلےـ د هغۀ شعري مجموعه"دوزخ کښې يو موسم/ يني سېسن ان انفر"(سيزن ان دي هېل)' هم دچاپولو نه ناشرانو انکار کړے ؤ ـ ریمبارډ د سرئلیسټ خوځښت سرخېل هم ؤ د هغۀ منلې شعري مجموعه (1875ز) کښې د "رڼاون "(ايلومينېشنز ) په نامه لیکلې شوې ده 

داټول شاعران ياغيان انقلابيان بېکچه نوښتګر ليکوالان ؤو ـ فرانسیسي قام هسې هم د فکري نوښت او تنقیدي ذهنیت لرونکے قام دے خو دا شاعران ټول شوره پشت اونامطمئنه او سرکښ شاعران هم وو ځکه نثرم هم پۀ دې بنیاد د سرکښ سوچ لرونکیو شاعرانو خوښ صنف دے ـ دا د فرسوده او رسمي سوچ لرونکیو شاعرانو د پاره واره نۀ کوي نثرم يو چا دپاره تخليقي واردات شي چې څوک ليکلو باندې ئې ځان مجبورمني او خوندرنګ پکښې مومي اوچې څوک ئې ادبي فيشن باندې اخلي نو هغه ته عامه شعري تجربه شي دا خبره دهرشعري صنف دپاره کېدے شي يعني شاعري ياخوشاعري وي يا "ناشاعري "وي 3 اوس چې صنعتي سرمایه پۀ مالیاتي سرمایې بدله شوې او نړۍ څلور ډانګ نه یو ډانګ شوې ګلوبل وېلج پۀ ګلوبل کاټېج کښې اوښتے د تاريخ خاتمه اعلانيږي د نظرياتو ټسل په تهذيبي ډغره اوړيدلے ګمان کيږي نو د شعروادب موضوعاتو پراختیا هم روایتي اصناف او رسمي شاعري نۀ شي زغملے او مابعدجديديت تهيري راغلي چې د تکثيريت نوم دے ځکه مونږ ګورو، غزل چې تر ډېره حده ټولو کلاسيکي شعري اصنافو کښې لچکدار ماهیت لري او دا بدلون تر څۀ نا څۀ حده قبلوي خو زیات ئې بيانۀ شي زغملے ځکه چې زیاتوالے ترې 'ناشاعري/رد شاعري" (اينټي پوئټري)جوړوي او د خپلو شعریاتو دائره ئې بېخي ماتېږي ـ مونږ ګورو چې حمزه شینواري د خدائي خدمتګار تحریک پۀ اغیزه خپل غزل کښې د پښتونیت کومه رویه او رجحان راځائے کړو هغه د غزل موضوعیت کښې زیاتونه او روایت نه تریو حد پورې فکري ډډه کوي ـ دغسې دویمه فکري ډډه د غزل موضوعیت نه رحمت شاه سائل کړې ـ هغۀ د ايراني تعقلات تصورات ترڅ کښې د فولکلور نه لا ماخذات غزل کښې سېوا کړل او غزليه تاثرئے سندريزکړے د غزل موضوعیت کښې دریمه هڅه د ممتاز اورکزي ده ـ هغۀ د نوي ژوند منظرنامه پۀ لویه مخه سره د ' زبان و بیان ' د بدلون سره غزل کښې ځائې کړه خو دا د ډډې (ګرېز)نه زيات د انحراف دے داسې د غزل معروضیت نه ماهم يوانحراف د نثري غزل او آزاد غزل په پشتو کښې متعارف کولو باندې کړے دے ـ او دغسې ماهيئت(موضوعي) کښې مې بدلون د لاکلام غزل کښې کړے دے او يوشپه دخوب ښارکښې دلاکلام معنوعي پراختيا ده ـ که وګورو نو هرشعري صنف هيئت لري او هرهيئت رسميت ارومرولري چې دا رسميت د سوچ فکراو تخيل مجبوري هم وي چي څه منلي کرښې کورښې به هم منزل دپاره خامخا لري شعريأت دغه خطوط لكه د اوټ لائن شعري تجربي ته راكاږي خو كله چي دا کرښې کورښې د ځنې منجمده تصوراتو ترحده شي نو يو صنف د رسميت دويمه نامه پاتې شي او دهيئت ماهیئت هغه معنوي ربط ختم شي چي شعري تجربه تخليقي واردات كوي ددي رسمي شاعري خلاف بيا درې قسمه ردعملونه کيږي يا رسميت ځپلےصنف ردشي او نوے صنف رامنځ ته شي يا كوم متروك صنف بيا ژوندے شي دا د استرداد عمل دے دې کښې د روايتي خلقو د مخالفت او بدوردو سپوروسپکوامكان زيأت وي يادويم ردعمل كښې شعريات كښې رسمياتو سره نوے آرائش زيبائش وپالش وشي دې عمل كښې ادبي دنياکښې دمقبوليت زيأت إمكان وي دا د ګريز /ډډې عمل دے او يابيا شعريات كښې دننه نوې اضافې وشي ماهیئت كښې پراختيااوتنوع راوستے شي داد انحراف عمل دے

هر هغه لیکوال چې خپل تخلیق کښې د ژوند منظرنامه د بدلونکي حسیت سره نوې پېرایه کښې راوړي بس هغه جدید فنکار دے ـ پښتو غزل کښې د اندېش،ګران،دروېش، خېبر،ګوهر،صابر،شاه سعود، سعود بنګش،ریاض تسنیم بدلونونه د توجه وړ دي ـ چې زیات زور ئې د ماهیت پۀ ځاے د غزل د شعریاتو دننه د تعقلاتوتصوراتو چې رسمي شوي وو پۀ پالش و آرائش کولو ورکړے دے ـ دا اضافه خو ده خو انحراف یا ډډه کول نۀ دي ـ ځکه د غزل شعریات سره اشنا خلقو ئې د مخالفت پۀ ځاے ستائینه کړې چې دا زيار د هغوي د ذوق د معیار خلاف نۀ ؤ

ـ4 نثرم د پاره یو شمېر نورنومونه ټاکلي شوي وو لکه شعر منثور،نثر لطیف،ادب لطیف،نثري شعر،نثرنما،شعري نثر،نث نظم،نثم ولې د نثري نظم دا متنازع اصطلاح اردوکښې اوس عامه پکاريږي اګرکه دا مناسب نه ده ځکه چې دا د صنف پيژندګلوے نه کوي بس ترکيبي وصف ئې بيانوي نو نثرم باندې هم دا اعتراض څۀ خاص ځاے نۀ نیوي ځکه چې ژبه یو علامتي عمل دے د یو څیز نامه هم بيا د هغې څيز د صفاتو سره منطقي تړون نۀ لري ـ نامه کېښودل یوه نخښک (سائن) ټاکل دي د دغه نخښک لۀ کبله د هغه څیز تصور او تعقل جوړېږي ـ دا د هغه څیز ماهیت نۀ وي لکه زۀ چې وایم چیندخ نما تنقیدنګار یا منږک نما شاعر نو دا د دغو کردارونو د پېژندګلوي احاطه نه کوي ولې یو مشابهت تنګ ذهني او فرسودګي ئې پۀ ګوته کوي ـ ځکه نامه یو ثقافت ښود عمل دے نسبت ئې پېژندګلوي سره وي اصطلاح يو تورے يا تركيب وي چي د لغوي معنو نه اصطلاحي معنو كار وركوي منلے کېدۀ ئے د تعارف شرط دپارہ پورہ ګرځېدۀ دي او پۀ دې بنیاد نثرم منلې شوې اصطلاح ده چې د اردو د يو نا منلې يايو غلطي اصطلاح باندې د بدلون هېڅ جواز نۀ لري خو د نثرم دا اصطلاح ما پۀ دې غوره کړې ده چې دې کښې یو خو دنثرم [برزخي] کېفیت پۀ ګوته کېږي او بل د صنف(ژانر) پۀ توګه ئې ټاکنه کېږي ـ خو د "نثري نظم" دا داصطلاح دا ټاکنه نۀ کوي او نثر او نظم بېل بېل ښایي ـ د دې پۀ مقابله کښې د "نثم" زیات غوره دے خو نثم کښې کشاله دا ده چې متوازن ترکیب دے یعنې د نثر "نث" او د نظم "نم" پکښې دي خو ولې نثرم بنیادي توګه باندې د نثر دچپاؤ او بهاؤ نه زېږنه کوي او اسلوب ئې بیانیت دے ـ بیانیت ته د فلسفې لۀ رویه کۀ ګورو نو دې نه مطلب دے "علم بالبيان"(نالج آف ډسکريپشن ) دے څیزونه زمونږ د لیدنو کتنو منطقي جوړښت دے او د دې پۀ بابله علم بیانیه بياتعارفیه نه تعارفيه علم وجداني وي صفات ئې محسوساتو پورې محدود وي او دغه دواړه خاصيتونه تعارفي او وجداني نثرم يو کوي او د لفظي چپاؤ پۀ زور ئې بیانوي نثري چپاو(پروزيک ردهم) اوشعري مواد(پوئيټک کونټنټ)خپله کښې يوکوي اودغسې نامياتي وزن (آرګېنک ردهم)ترې جوړښت و رغښت مومي دا نامياتي وزن شعري تجربه (پوئټک ايکسپيريمنټ)پۀ تخلیقي واردات (پوئټک ايکسپيرئنس)کښې بدلوي ـ يعني د څیزونو علم د څیزونو تعارف سره یو کېږي ـ 6 هم دې شالید کښې ما دې اصطلاح کښې نثر ته زیاته برخه کړې نثرم د نظم غوندې د بحراوعروض پۀ حواله د خارجي اهنګ يانظميت بنیاد نۀ لری ولې نامیاتي اهنګ لري ـ دغه اهنګ د ښودنې پاره د نظم نہ د میم حرف بس ؤ ـ کله چې د پروفېسر ارمان پۀ غوښتنه ما تنقید تحقیق د پاره د "تنقیق "اصطلاح جوړه کړه هغې کښې هم ما دا خیال ساتلے چې پکښې تنقید اوليت لري او تحقیق پس ته دے ـ ځکه د تنقید "تنق "مې پکښې لومړے او د تحقیق "یق "مې پکښې وروستو راوستو. د یوې اصطلاح پۀ منل کېدو کښې د هغې شفاف تلفظ لومړے او د څیز تعارف وروستو کېږي ـ د نثرم اصطلاح دومره شفافيت اوموسیقیت لري چې دا پۀ څو ورځو کښې دننه ومنلے شوه خو اصطلاح کښې که دتلفظ يامعنو شفافیت نۀ وي نو هغه نۀ منل کېږي لکه د 'هنګر سټرائیک' لومړے ترجمه ' مقاطعه جوعي' شوې وه خو مشهوره 'بهوک هړتال ' شوه ـ اګر کۀ بهوک هړتال عامیانه ده او مقاطعه جوعي پوره علمي شان لري ـ دغسې د "هارس شو آرچ" ترجمه اصطلاح کښې "نعل اسپ محراب" وه چي رد شوہ ددي پۀ ځاے ' ګهړنال' (د ګهوړا نعل تخفيف )غوندې سوقیانه اصطلاح منلې شوې ده ـ اصطلاح يو تورے يا تركيب وي چي د لغوي معنو نه اصطلاحي معنو كار وركوي منلے کېدۀ ئے د تعارف شرط دپارہ پورہ ګرځېدۀ دي او پۀ دې بنیاد نثرم منلې شوې / ځکه چې لفظ خپله معنی نۀ وي معنی نما وي ـ کۀ تاسو لغت وګورئ یو لفظ به درې څلور نور لفظونه خپلو معنو کښې ځان سره ښکېل کړي وي او بیا دې څلور لفظونو کښې به تقريبا هر یو لفظ ځان سره درې درې څلور څلور نور توري ښکېل کړي وي او دغه لړۍ یو خوا بل خوا معنو کښې خوره وره روانه وي ـ ځکه الټیمېټ ورډ نۀ موندل کېږي البته مونږ یوه معنی داسې خپلو ذهنونو کښې منلې وي چې ټاکلي سیاق و سباق کښې د یو تعقل یا تصور سپیناوے کوي او مونږ ئې دغه سیاق و سباق کښې منو او دغسې دا ورسره دنورو الفاظو دا نورې ښکېل شوې معنې د فقرې یا متن نه بهر ساتو زمونږ تعقلات او تصورات هغه وي چې کوم مونږه ته زمونږه ټولنه او چاپېرچل راکوي او کۀ مونږ دا ټول عمل دغسې نۀ منو نو ژبه د معنو بې واک تسلسل كيږي او هم هغه د دریدا فلسفه ترې جوړېږي او ورسره ورسره مونږ د چاپېرچل د ژوند تفهیم او معنویت بائیلو ـ يعني لغت د ثقافت او ټولنې تناظر کښې " ډي نوټېشن "کوي. پۀ دې حواله هم د نثرم پۀ اصطلاح کېدونکې نیوکې هېڅ جواز نۀ لري دا فضول وخت خرابول دي ـ لفظ بنیادي توګه دحسي مخيله تصویر وي چې معنې ئے د څیز د پېژندګلو سره تړلې وي او پېژندګلو د تعقل سره پېوست وي ـ تعقل د حقیقت او خیال یو کېدۀ ته وائي ځکه لفظ د تصور نمائینده وي نه چې ځان له څۀ ځانګړے شے وي ـ لفظونه د تصور جوړښت سازي کوي ابلاغ ئې لا سېوائي کار دے او پۀ ارادي توګه د لفظ پۀ اضافي معنې کښې پکارونه ده ـ شايد د نثرم پۀ اصطلاح پرېشانه د دې هر څۀ نه بېخي لکه د کوهي د چیندخ نۀ دي خبر شوي ،څومره پورې چې د نثر او نظم پۀ دې مینځني حالت نیوکه ده نو دغه دریم حالت د کائنات بنیاد دے ـ اېټم کښې هم د پوزټران مثبت برقيه او د الېکټران منفي برقيه تر مینځه نیوټران وي چې دتوازن ساتونکے وي أو د مثبت او منفي برقيو [بارز] نہ خلاص پارتيكل دے ـ دغسي مذهب کښې هم د دنیا او اخرت مینځ کښې برزخ د جنت او دوزخ مینځ کښې اعراف تصورات شته ـ بلخوا نفسیات کښې د شعور لاشعور تر مینځه تخت الشعور وي ـ سائنس کښې بائیو کمېسټري،کمیکل انجنئېرنګ،فکشن کښې ډاکیو ډرامه،ټېلي فلم شتون لري نو شاعرۍ څۀ قصور کړے دے چې دا حالت پکښې دې موجود نۀ وي ؟ 8 د نثرم جواز مونږ سره بنیادي توګه باندې د غزل نه راوتے دے ـ د غزل روایت زمونږ منلے شعري روايت دے تر دې چې زمونږه د شاعرۍ پېمانه او معیار هم غزل ګرځېدلے ـ او زمونږ شعري ذوق هم پۀ غزل خړوب کېږي ـ غزل یو خوا کۀ د بې کچه خپلواک خیالۍ نمونه ده ځکه چې هر شعر ئې ځان له د مضمون اکائي جوړوي نو بل خوا د قافیه ردیف او بحر پۀ حوالو دغه اکایانې خپلو کښې اوچ پۀ اوچه یو جوړښت کښې تړلې شوي هم وي پرته لۀ دې چې د یو شعر بل شعر سره معنوي ربط نشته(غزل مسلسل او نظم نما او قطعه بند غزل جدا خبره) نو ولې دې د قافیه ردیف وغېره پۀ بنیاد دغه شعرونه وتړلے شي؟ سوائے یو جواز او سند نه چې دا هم ما پېدا کړے هغه دا دے چې غزل خپل هیئت د قران پاک مقدس د آیتونو نه اخذ کوي هلته د شعر غوندې هر آیت کښې بیل مضمون عموماً بیانېږي او هم پۀ دې وجه غزل د صوفیانو شاعرانو د پاره دوحدت الوجود تبرک او تقدس دویمه نامه وه.

د غزل دغه خپلواک خیالي بيا بحر وزن قافیه ردیف بل خوا حدود کښې هم ساتي ګویا پۀ دې بنیاد غزل هم د نثرم غوندې صنف دے ـ نثرم کۀ بې هیئت کښې هیئت دے نو غزل هیئت کښې بې ماهیئت دے ـ غزل کښې د هیئت بې ماهیئتي دا ده چې د مصرعو اختصار مضمون ته ژورتیا (د ایجاز لۀ رویه) ضرور ورکولے شي خو ورسره پراختیا ئې هم راټوله کړي او دغه کار هر شعر کښې مضمون سره کوي ـ ګویا غزل کښې  خیال خورونه پۀ مضمون کښې منطقي حدود ته نۀ رسېږي او هم دلته نه د 'تنګناه" غزل تصور پېدا شوے دے ـ دغه تنګناه بياپۀ ' ګزرګاه ' پۀ نظم کښې بدله شي چې پکښې  د مضمون منطقي حدود خورېدو  نسبت زیات امکانات لري او بیا نثرم کښې دغه ګزرګاه پۀ ' شاهراه' بدله شي ـ غزل چې د کوم شعریاتو لۀ مخه کښلے کېږي د هغې ضمنیات،جزئیات،انسلاکات د شعر نه بهر پاتې شي پۀ دغه وجه هلته مضمون شعر کښې منطقي حد ته نۀ رسېږي ـ د نثرم صنف د دې ازاله کوي.

9 د بندیوانې شاعرۍ غوندې د نثرم کشاله بحري خارجي اهنګ نۀ وي ـ د نثرم بنیادي نکته یوه شعري ایفائیت(پوئټک کومټمنټ) دے ـ ـ دغه شعري ایفائیت د وېنائي انداز سره پۀ مخه نثري چپاؤ بهاؤ کښې روان وي او چې څنګه د نثرم لیکونکي خوښوي هغسې ئې سر ته رسولے شي ـ وېنائي انداز کښې د نثري غورځنګ واک او اختیار د بندیوانې شاعرۍ شاعر سره بېخي نۀ وي ځکه یو خوا د عروضي بندېزونه بل خوا د قافیه ردیف خیال ساتل او دغسې د صنف هیئت ټاکل چې کومې لفظي او معنوي ستونزې پېدا کوي د نثرم نا ټاکلے هیئت د هغې ازاله خپل دننه د شعري موادو (پوئټک کانټنټ) پۀ بې واکه تخلیقي پکارونې باندې کوي.

بنیادي کشاله دا شوې ده چې شاعري ماهیئت (پوئټک کانټنټ + تهاټ) پۀ ځاے باندې هیئت سره تړلې شوې او هیئت بیا دخارجي اوزانو دوېمه نامہ شوي ـ نثرم د دې اضافیت (ريليټيويټي)نه د تخلیقي ذهن دباغي فکر دویمه نامه ده ـ دا د شاعرانه جبلت يا د خپلواک احساس مترادف دے ځکه د نثرم لیکونکي شاعران عموماً باغیان لیکوالان وي ـ

نثرم کښې بيانيت/وېنائي انداز نېغ پۀ نېغه د خیال ښودنه ده خو عامه وېنا یا د تقریر د وېنا پۀ ځاے دا خطابيه/خودكلامي سره نزدې اسلوب لري ـ خطاب کښې نۀ د عامې اولسي وېنا غوندې بې تکلفي وي نۀ پکښې د تقریر غوندې سادګي او پۀ يوې خاصه نکته باندې زور وي ـ د خطاب مخاطب د خاص سوچ ،فهم،عقیدې یا نظریې خلق وي ـ اورېدونکي یو خاص حد پورې اوچته ذهني سویه لري او خطاب کونکے هم خاص فکري نفسياتي تناظر لري ـ لکه د خطیب مطلب خوش بیان مقرر او دخطاب مطلب خوش بیاني یا د دلیل فېصله ده خو دا اضافي معني یعنې خوش بیاني او یا خوش کلامي هم د فصاحت دویمه نامه ده ـ

10 دغه وېنائي انداز /بيانيت به لکه د خبرو کولو پۀ ' تنفسي نظام ' باندې داسې اډاڼه وي لکه څنګه چې آزاد نظم کښې پۀ دغه بنیاد مصرعې لویو وړو فقرو کښې وېشلے کېږي ـ خو دلته به مصرع په بریتهـ سسټم د بحر یا وزن سره مقید نۀ وي د مسلسل خودکلامي يا خطابيه وي داهغه اساسي نكته ده چي له پامہ نہ نيولے شي او هم دا بيا دهيئت كشاله پيداكوي ـ لوېدیز کښې البته د نثرم د پاره يرنکوڼ نمونه (پېراګراف پېټرن ) هم دې خطابيه ياځان سره په ګوڼېدو او غورېدو دوجې منلے کېږي ـ

د الائسيس بادیلیئر،ریمباد،ملارمے،لوتر یامونټ نه تر رلکے او بیا تر لوئيس بورخېس پورې ټولو دغه هئیت غوره ګرځولے دے ـ دغه هیئت د اوسني وخت شاعران لکه_ نن اېنډریو، جمېز ټیټ، هوئي ګوډ، روسا ایډسن، جیر الډ فلېمنګ، ایلري اکاکرز، پتریکا امونډسن، او دغسې نور شاعران هم دا روایت تقلید کوي ـ د بېلګې پۀ توګه دا تازه 2019ز نثرمونه ولولئ

Too sad to be happy Sorina Ivan

__

My happiness die day by day with any new tear, a humble pearl of the sadness. Every new second is a testimony that our road has different ends. Any another night is a hole what my heart must pass till the sunshine. Alone. All the world started to be more and more darker only for me. For you the next day is a dream. Inside of my soul is a balance where the hoppeness and the sadness dance together. Step by step, my seconds have the taste of the hate inside of them. But I refuse to hate because I know that in one day, you will come back to me...and you will listen my lips saying from the deeoping of my heart a simple "good bye" and my eyes will look the pure blue of the sky. And they will be happy. At last. ______

The Golden Cage patricia amundsen

___
Once upon a time there was a beautiful Bird who flew free in the glories of Earth’s natural wonders. There was a secret nest she had tucked away in the soil of a lush forest of Trees beside a sparkling river, but her days were occupied with feeling, flying high above Earth, exploring, wondering, learning. Her companion was God and her journeys, though interesting and inspiring with each breath, were of yearning to find and be found, to share stories of intensity and wonder and beauty and love for the most gracious Lover of all, The Almighty Creator who gave her wings. Sometimes she would land, kick up a bit of dust dancing and feasting and exchanging amazing stories with fellow travelers, but always an inner compulsion would eventually send her skyward once more. Was it the Wings? The need to exercise the Wings?

۔۔۔۔۔۔۔۔يعني د بيانيت لۀ کبله نثرم د يرنکوڼ صورت موندلے دے خو خپله يرنکوڼ د یو لیک دننه د یوې نکتې د بیان د لړۍ وړه کړۍ وي بيانيت د بيانيه څخه دے او د ليک بنيادي اسلوب يا بيانيوي وي يا تجزيوي بيانيه کښې سوچه دخپل ذهن سوچ رابرسېره کيږي د تخيل وتصورڅخه وي دليل سند او واقعيت ته اړتيانلري او تجزيوي اسلوب تعقل منطق څخه وي سند ثبوت او واقعيت ته اړتيالري دا د تنقيد اسلوب دے

ڈاکٹر ناصر عباس نیئر پۀ دې حواله لیکي: "بیانیت کا سادہ مفہوم ہے تجربے کو بیانیاتی سطح پر مستقیم اور مکمل بنانا ـ شاعری میں بیانیاتی سطح پر خلا لازماً موجود ہوتی ہے وہاں بیانیاتی عمل جست لگاتا ہے ـ اس کے نتیجے میں خیال کا تسلسل اور نحوی تسلسل دونوں ٹوٹتے ہیں جبکہ نثری نظم میں یہ دونوں قائم رہتے ہے ـ اس کے لیے مناسب ہے کہ نثری نظم کو نظم کے فارم میں لکھنے کے بجائے پیراگراف کی صورت میں لکھا جائے ـ" (بحوالہ نثری نظم ایک نوٹ) دا درستہ خبرہ دہ خو دلته د انگلش پيٹرن پېراګراف شرط سره البته اتفاق ګران دے دا ځکه چې انګرېزۍ او یورپي پرمختلي ژبو کښې نثر کښې هم د اوږدو اوږدو اقتباساتي فقرو روایت شته لکه د ولیم فاکنز یا ولیم جمیز ناولونو کښې اوږدۀ اقتباسات چې د فقرې پۀ صورت وي پۀ نظر راځي ـ نو هلته يرنکوڼ غزيدلي جمله یا لويه فقره کېدے شي ـ خو پښتو کښې دا روایت نشته دے ـ داسې اقتباسي انداز کښې البته پخوا ګل الفت باچا،صدیق الله رښتین،قیام الدین خادم ' نثر پارې ' يا نثر لطیف لیکلې دي ـ نو دا انگلش پيٹرن پيراگراف به داسي اقتباسي نثرم پہ مجهولتیا مخ کړي او د نثرپارې یا شاعرانه نثر تاثر به پېدا کوي بل دا چې اقتباس خو ځان له شعري اسلوب کښې یوې افسانې یا کالم کښې هم کېدے شي داسي يو مثال د ميكسم گورکي افسانه "26يشت خواركښ او يوه پيغله " ده چي نثري نظم ئے ورتہ ليكلي خو داسي نه ده افسانه افسانه وي 11

بل داچي اقتباس نثر وي او نثرم نثر نۀ دے د نثر داسې ارتفاعي صورت دے چې شاعري ترې جوړېږي او دا شاعري پۀ شعري موادو ولاړ وي ـ او دلته د شعري موادو تړون نامیاتي وزن سره وي چې پښتو کښې بیا اقتباس کښې د مختص صورت هئیت دا وزن لۀ مینځه وباسي او اقتباس بيا بے ھيتي نه ده ھيئت هم دے نثرم کښې وېنائي انداز/بيانيت د خبرو دے نو پښتو کښې څوک د اقتباس پۀ صورت خبرې نۀ کوي ـ دلته دا پوښتنه هم پۀ ځاے کېدے شي چې وېنائي انداز کۀ بنیادي خوبي د فصاحت او بلاغت لري نو نثرم کښې ابهام لۀ کومې پېدا شي؟ خو مسئله دا ده چې ابهام د متن نه د لوستونکې دسوچ مسئله ده ځکه یوه فصیحه بلیغه خبره هم مبهمه کېدے شي مونږ ځینې وخت مجهولتیا او ابهام یو کړو داهم تيروتنه ده فصاحت بلاغت لرونکې وېنا مبهمه هم کېدے شي خو مجهوله به نۀ وي د ماشومانو غږونه د دې پوره سپیناوے کوي لكه .

نیلم د ګډې لم د غوا لکۍ د بیزې پوزه ما اوبو له بوځه ......... دلته مونږ هر یو لفظ باندې پوهېږو پوهنه کښې کشاله نشته خو بیا هم بره دوه مصرعې دریمې سره هېڅ سمون نۀ خوري ولې صوتي اهنګ ئې بې کچه ښۀ دے د دې یو غوره بيلگہ د پنجابۍ ماهیا هم دہ ـ هلته هم لومړے مصرعه دویمې سره پۀ معنوي تړون نۀ لري خو مجموعي ماهیا دفضا د وحدت تاثر ورکوي ـ دو پتر اناراں دے ساڈا دکھ سن کے روہندے پتھر پہاڑاں دے

نثرهيئت نلري خو معنويت ئې دتعقل منطق ضرورلري او دغسې دګرائمرد بنديز لاندې وي خوشعرکـښې معنويت دشعري فن او جذبې لاندې وي داسې لاکيږي چې نثرم کښې د زياتې پرانستې دخيال تلازمې يا دتلازمې د اختلال باندې دنثرم موضوع ښکاره دبې ربطي تاثرورکوي يا يو طيف (پرزم) شان شي او ياتجريديت خپل کړي داسې وخت کښې د نثرم ليکونکي تخليقي واردات بيا زيات شخصي شوې وي د نوښتګر خوځښت د شاعر نسيم خان نسيم/ژوب نثرمونه ددې مثال دے دې کښې د خيال تلازمه اميجز جوړوي خو دا اميجز متنوع دي تخليقي واردات پيچيلې شوے وي ځکه ديو اميج په پوره تشکيل نثرم ليکونکے پاملرنه نه کوي او دطيف شان رنګارنګ رنګونه تصويرکوي _____(۱) په ملکي وے کې دوه روحونه خپلې جامې باسي یوه بل ته غېږې ورکوي دژوند لومړی او اخري جنون سر ته رسولو نه پس دواړه اور اخلي اېرې یې په ستورو بدلېږي، سیارې زېږي. پاړو وېدېږي دوې زاڼې د ښامار له ویرې پورته خېژي دوه بازونه څلور سترګې باسي دمعلقو زاڼو سترګې په خلا نومېږي. د ددې وادۍ په غېږ کې یو شارک بل ته غاړه ورکوي خولې ورکوي سیلۍ یې سره بېلوي اوښکې یې پر وادۍ او غرونو شا اوخوا خورېږي سمندر جوړېږي. دوې پښې پر یوه سینه ګامونه اخلي له خاپونو تاریخ جوړېږي سینې څخه بېدیا جوړېږي له سینې چي کښته کوم قدم لګېږي ګلان زېږوي ګلشن جوړېږي

___(۲) ﺩﻭﺧﺖ ﯾﻮﻩ ﺳﺘﺮګﻪ ﺩﻩ ﺩﺟﺎﻝ ﺩے ﻣﺠﺎﻝ ﺩے ،ﮐﻪ څﻮﮎ ﯾﯥ ﺧﺪﺍئي ﻭﻧﻪ ﻣﻨﻲ ﺩﺑﺨﺖ ﯾﻮﻩ ﺳﺘﺮګه ﺩﻩ ﯾﻮﻩ ﯾﯥ ﭘﻪ ﺟﻬﺎﺩ ﮐﯥ ﻭﺗﻠﯥ ﺍﻭ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﻣﯿﻮﺯﯾﻢ ﮐﯥ ﺧﻮﻧﺪﻱ ﺩﻩ ______ ____ ،،د واحد يوسفزي نثرمونوکښې دتلازمې اختلاف د خوف دهشت يو اذيت او پراسراريت لړې خوري وي او يو ابسرډټي فضا جوړوي خو ډسپليسمنټ اف ايسوسي ايشن پکښې نه وي تلازمه ئې ديو تربيه شوي شاعرانه ذهن ښودنه کوي

(۱)_____ زۀ اودۀ شوم د خاموشۍ زړۀ وچاودۀ مړه شوه مرګ سندره شو شور لستوڼي وویستل ګډېږي دېوالونو خبرې کول ذده کړۀ مارغانو د خپلو وزرو نه اور واغست زمریو خپل بچي وخوړۀ جېل مات شو قېدیان ټول ازاد شو جلاد پخپله ځان پانسي کړ پولیس مفرور شو ازغي ګل شو ... _____ (۲)_____سیورے زما سېورے، توره بلا په ما پسې ده لکه هابیل ته د قابیل مړے پۀ شا دے زما سیورے زما د پرسنالټي تزلیل دے ما پسې راښکلې کېږي پۀ کوڅو کښې محلو کښې پۀ نالیو پۀ ډیرانونو زما سیوریه! ماته علم دے چې تۀ ماته زما اوقات ښایې ــــــــــــــــــ (۳)____News paper ماتې سترګې دي او پۀ ماتو ماتو سترګو مات خوبونه وینم ماتې څهرې دي او بدرنګ ښایستونه ماتې وعدې دي د اخبار پۀ مینځنۍ بلېک ان وائټ صفحه کښې او زۀ پۀ نا زړۀ ددې اخبار کږې وږې د بې حسه رپورټر سرخۍ لولم ددې ښار نه ما او تا پرون خپله مینه تختولې ده او نن پۀ دې سرخیو کښې زۀ لکه مات ګلاس او تۀ لکه ماته آئینه یې د خپل اخبار د رېټنګ زیاتولو پۀ غرض د دواو پاپولر پرسنز د مرګ خبر یعني زما او ستا ټول بکواس ټول دروغ

د تلازمې د اختلال په حواله د يشارمرهم دا بې کچه معني خيز نثرم ولولئ ايا داسې تخليقي وا ردات بل صنف وړاندې کولې شي ؟؟ الوت تنقص وکړ پۀ سرګم د اوبو کنایه وهل شوي زاڼې د الفت وزرونه پنډه کړل پۀ کشتۍ کې کاغ د ماتې غږ رواج کړ سیلۍ بالون ته خولۀ ورکوي ساه یې چلوي معشوقه عاشق ته شا مخې ور پرېوته غېږې نم وهلي وې اوس پۀ وچېدو شوې __

 د تلازمې دانتشار، اختلال ،اختلاف،او تضاد غوره بېلګه غزل دے چې يو هيئت کښې يو شعربل شعرنه بيل وبدل وي خو نيوکت پرې نشي کيدې چې هم داسې منلے  شوے دے نو دا نيوکه نثرم باندې بيا لا جواز نلري،__

خو چرته چې دخيال تلازم ايمجري کښې تسلسل وساتي او ډسپليسمنټ يا ډسپرسشن پکښې ونشي پوره موضوع کښې جوړښت مومي نو اميجز که سيوا وي تاثر ئې يو راوځي داسې نثرم لکه د ايمپرشنزم مصوري وي د عبدالرحمن رحماني/ننګرهار نثرمونه ددې بيلګې دي (1)___دښاپیرې رسوایي

دا باران به ستا وزرې لمدې کړي ته به نشې الوتے او یا خو به په دیوالونو انځور شې ځکه دا څو ورځې ستا رنګ اوبو ته ورته دے ښایي چیرته راوبوټیږې او د ناجو ونه درڅخه جوړه شي زه خو وایم لوګي ته ورته شه! الوتی به هم شې،او د اور رنګ به هم بدل شي لکه دوینو رنګ او یا لکه د ټولو پاڼو رنګونه که اوس روانیږې مه ځه! ټول بادونه به لیوني شي!!

(2)___ یوګا دستورو ډک اسمان په ځمکه په اوبو کې پروت دے څو ښاپېرۍ په کې وزرې مینځي ما د رڼا جامې اغوستي ولاړ ونې نشه په انتظار ولاړې له ما خپل ځان او نامه هم هېره ده یو جګ اواز پورته شو عبادت څه ته وایي؟ خدای به ما ویني که نه؟

(3)___زما معشوقه

زما دټولو معشوقو نومونه مانه اوبو وړي دي زما معشوقې په جینکو کې نشته زه اوس اوبرنګې ښاپيرۍ پېژنم په ټولو ځالوکې هګۍ پېژنم زما معشوقې نقاشي شوي دي په ټولو پاڼو هم د طاوس په بڼو زما معشوقه به بیکاسیو ته دشپې خوب کې ورتله زما معشوقه به ماشومانو په خیال ولیدله زما معشوقه دشپې سپوږمۍ،اوبو به ټال وهله زما معشوقه د ګورو ونو په ځنګل کې چوپتیا

(4)_____تنقیق

افففف دا څومره ډېر ګردونه لکه چې څوکاله دې د خونې ته څوک نه دی راغی اوهو، ته دا وګوره! دا کتابونه ګوره! دا د ادب دي دا تنقید،دا د تاریخ وګوره اممم...پاس هاغه بره فلسفې دې لکه؟ ښه ته څه وایې،چې ټول څومره به وي؟ وي به زر دولس سوه؟ هههه دې لکه ټول عمر لیکل کړي دي!...

(5)___”اختر، شپه“

زړې راډیو کې داختر سندره مورکۍ په څو رنګه هګۍ رنګ کړې نوو څپلو سره وړوکی،ښکلی دبیسترو له پاسه نېغ ناست،دی بابا تازه اوس له جوماته راغی وایي؛دسهار چای به جومات ته ښه په وخت وروړو دا بل وړوکی هم خیاط ته غوسه وایي؛دبغل جېب مې کميس کې نشته!!! ”بسو“نکريزې خیشتوي پټې سندرې وایي نن دشوخۍ پیریان پرې ټول ناست دي نکريزو بوی دی په کوټه کې خوشحالي ،نڅیږي او ”بسو“ورغوي کې دنوم توري ته وروځي و پزه وهي خپل شنه بنګړي هم ښه دقسته شرنګوي،شرنګوي خپل لاس ته ګوري ،بیا پټ پټ وايي اې ”میرګلیه“سادګیه مړشې،،،

نثرم خاص هیئت نۀ لري ـ شعري مواد چې تخلیقي واردات کښې څنګه راځي هغه د نثرم هیئت وي.هيئت د شعري مواد سره ملزومه وي دليک بهرنے شکل په دنني موادو وجودمومي توري ترکيبونه فقري جملي تړونونه لساني ساختونه هيئت سازوي دنثرم هيئت د وضعيت معنوکښې شتون لري او که تخليقى واردات رښتيا هرځل خپل جوړښت کښې ځانګړي وي لکه چې تخليقي عمل کښې وجداني محسوسيږي هم نو بيا خو د شعري اصنافو ټاکلي هيئتونه غيرفطري دي چې دوزن بحر دپاره شاعر پکښې د شعري موادو مصنوعي ردوبدل سره مخ کيږي او اکثر پورا شعري تجربه تشه تجربه پاتې شي نسبت دنثرم چې شعري مواد ئې د تخليقيت زورباندې د هيئت وضعيت نوې شعري تجربه کښې نوے نوے ټاکي 12 ماهیئت درې معنې (Qudity,Wesen,Essence)

لري 1_ ماھيئت هغه دےچې کوم بيان نه پېژندګلي (تعریف) جوړېږي 2__ماھيئت هغه سبب دے پہ کوم سبب چي يوشےهغه دے کوم چي دے 3__ماھيئت هغه دےچې،د بدلون نہ بےپرواہ بےتغيروصف دے 4__ماھيئت هغه خاصيت دےچې يوشے بل نہ د شناخت پہ اصليت بيلوي نو پۀ دې بنیاد د نثرم بي هيتي دا ماهیئت د تخلیقي واردات [پرانستے] ښودنه ده ـ دلتہ د تخلیقي واردات شعري مواد د هیئت پرېکړه کوي کہ ھرصورت اختياروي دغسي روایتي شاعري د جذباتو سره کلک پېوستون لري او نثرم حسیت سره تړون لري حسيت د فردیت او وجودیت بشپړه امکانات لري ـ پۀ دې بنیاد دا د رېنے ډیکارټ نه ترمارتن هائیډګر پورې د فلسفیانه مفکورو احاطه کوي ـ هم دغسې د فردیت او وجودیت تنهائي او لایعنیت هم دے ـ پۀ دې حواله بیا د نثرم تړون فکشن کښې د هرمن هیسے ناول سدهارت او د البیئر کامیو ناولټ آوټ سائیډر د ګبريل کارشیا ناول د تنهائۍ سل کاله د میلان کونډېرا ناول ایګنورنس د فرانز کافکا افسانې میټا مارفاسس د چیخوف افسانې کوچوان د موپاسنټ افسانې نیکلس سره کېږي ـ ددي یوه عملي نمونه ماته هغه وخت منکشف شوه چې کله ډاکټر خادم حسېن زما د نظمونو مسوده ' یو شپه د خوب پۀ ښار کښې او نور نظمونه ' د لوستو نه پس ماته غبرګون راکړو چې دا نظمونه ما داسې لوستل لکه د ګبريل ګارشيا ناول یا د لاطینې امریکې فکشن لولم روایتي شاعري د سماجیت سره نېغ پۀ نېغه انسلاک لري ولې نثرم سماجي پيوند سره شاعر پۀ توګه د فرد یا وجود متعارف کوي ـ یعنې دې کښې د لیکوال د ذات د انکشاف عمل خامخا پټ وي کوم چې بندیوانه شاعرۍ کښې بندېزونه سم ښکاره کېدو ته نۀ ورکوي. کوم نثرم کۀ ټولنيزوښودنو سماجي تماشو کښې شاعر د فرد یا وجود پۀ توګه متعارف نۀ کړي نو دا نثرم به شعري تجربه خو وي ولې تخلیقي واردات به نۀ وي ـ د فضل محمود روښان نظمونه هم دې بنیاد باندې د هئیت د بې هئیتۍ نه پوئمزان پروز ښکاري خو ماهیئت نه هېڅ پروز پوئمز نۀ دي ـ دې کښې هغه سماجي مظهر کښې د فرد یا وجود پۀ توګه نۀ ملوث کېږي نظمونه ئے اخباري تبصري يا سطحي تجزيه پاتي شي دا هغه بنیادي نکته ده چې چیندخ نما تنقید نګاران پرې نۀ شي پوهېدےلکه __دا نظمونه د نمونې ئې ولولئ (۱)______ دياسرعرفات ملګري خواره واره شول دالقدس غازيانو نن بيروت خالي کړو يو طرف ته اسرائيل او دهغه سامراجي دوستان ملکونه په مينځ کښې د وينو سېلاب بل طرف ته د عربو عياش او بې ضميره حکمرانان لکه دشترمرغ په شانتې سترګې پټې د طوفان په وخت کښې د اسلام په مخ دا بدنما داغونه (۲)________ مينه مونږ ته د ژوند لاره ښائي نفرت مونږه ايره کوي رښتيا وئيل مونږ کښې جراْت پيدا کوي او دروغ وئيل زمونږ شخصيت مسخ کوي او مونږ ته د بې غيرتئ لارې پرانيزي ____ ( رڼې ملغلرې/فضل محمودروښان)

13 یوه نکته دا ده چې بندیزه شاعري چې د کوم حسیات نه راټوکېږي آیا نثرم هغه حسیاتي جوړښتونو نه نۀ راولاړېږي؟ لازماً ده چې داسې نۀ ده د بندیزه او بې بندیزه شاعرۍ حسیاتي جوړښتونه یو دي ـ پي ګرے خپل کتاب"اپريسيئشن اف پوئټري " کښې د شعر جوړښت داسې ښايي ـ (۱) خیال (۲) تلازمه (۳) ضمني معنویت (۴) تمثیل ګري (۵) جذبه (۶)غږونه (۷) آهنګ (۸) هیئت. تاسو وګورئ چې د نظمیه شاعرۍ د پاره جوړه شوې دې کلیه کښې د نظمیه شاعرۍ سره نثرم یو ځاے پۀ اووم توکي آهنګ کښې لږ توپیر لري ـ کنه دا اتۀ توکي چې د نظمیه شاعرۍ د پاره منلي شوي دي ، نثرمیه شاعرۍ د پاره هم یو شان دي ـ بیا آهنګ د ردهم معنی لري او ردهم پۀ څو حوالو کېدے شي ـ ځکه مونږ ګورو چې خطابیه نثر هم آهنګ لري اګر کۀ هغه نظمیه نۀ وي ـ دغسې عام کتابي نثر هم د لوست کمال لرونکې پۀ داسې آهنګ کښې وائي چې د شعر تاثیر پېدا کوي ـ د ضیاء محي الدین نه تر اباسین یوسفزي پورې ددي مونږ مثالونه وینو چې نثري وينا کښې هم آهنګ را پېدا کوي ـ د دغه آهنګ د نثري چپاؤ/بهاؤ خبره وه چې عربو قرآن پاک ته شاعري وئیله ـ هم دلته مونږ خبر شو چې منلے عروضي وزن در اصل د دغه نثري چپاؤ پرمختللے صورت دے چې ترې نه بحرونه او سېلابونه عروض او ارکان پېرامیټرز پنګل او سېلبلز جوړ شوي دي ـ او یوې اوږدې مودې نه بیا تراوسه د شاعرۍ د پاره بنیاد ګڼلے شوے راروان دے. هم دغه نکته چې کله نوي تنقید راونیوله نو دغه ځاے شاعرۍ د پاره بنیاد دعروضي وزن پۀ ځاے یو ځل بیا د شعري آهنګ اصطلاح وپکارولے شوه او شعري آهنګ پۀ دريو برخو ووېشلے شو ـ (۱) نامیاتي آهنګ (۲) داخلي آهنګ (۳)خارجي آهنګ ‏،،،شاعري د خارجي نه د نامياتي اهنګ آزانګه ده دا ددموسيقي ميتهميټکل صوتي ترتيب نه دے چې خارجي اهنګ سازوي او معمولي سستي د اهنګ سر بدلوي او د شعري تجربې غنايي تاثر بدلوي دا مجبوري نثرم نلري او د شعر صوتي جوړښت د خارجي او داخلي قسمونو نه رغ شوے ومنلے شو ـ خارجي اهنګ نه مطلب هم دغه عروضي،چهندي، سېلبلزي،سېلابي وزن چې شمېرلے لیکلے شي خو نامیاتي اهنګ دې نه بدل وي ـ دا د لفظونو دغږونو د تجنيس، د نثري چپاو او د دې لفظونو د معنواو دتمثيل او استعارو يعني شعري مواد سره تړون لري ـ د نظمیه او نثرمیه شاعرۍ تر مینځه توپیر هم دغه ځاے جوړېږي چې نظمیه شاعري عروضي اهنګ پۀ منظمه توګه د موسیقۍ نه حاصلوي چې هغه ځان له یو زېبا هنر دے او نثرمیه شاعري نامیاتي اهنګ د خیال و مواد د ترتیب پۀ وخت د وجدان او ذوق نه حاصلوي ـ او دا دعوی هم لري چې اصل شعري اهنګ هم دغه نامیاتي اهنګ دے ـ دا هم ځکه پخوانۍ شاعرۍ کښې د وزن اوسنے تصور یا عروضي اهنګ نه بلکې نامیاتي اهنګ منلے کېدو ـ پۀ دې وجه قران پاک ته هم شاعري وئیلے کېده ـ ګویا عروضي اهنګ شاعرۍ کښې پۀ نامیاتي اهنګ باندې داسې اضافه ده لکه چې پۀ اوسپنه باندې زنګ وخېژي او اصل جوهر ئې وخوري ـ دا هم ځکه بندیزه شاعري تکرار در تکرار او کلېشے وي ـ چرته موده موده کښې یو شاعر نیم داسې پېدا شي چې دغه تکرار له په ډډه انحراف يااسترداد لاره ونیوي کنه دا کلېشے د شاعرۍ مقدر وي او د شاعر د تخلیقیت د پاره لوے جنجال وي او شاعر فرياد کوي چې ــــــــــــ دحسرت خبره پاتې شوه په زړه کښې خيال ئې لاړو درديف او قافيې شه دا هم ځکه مونږ ګورو چې کامیاب شاعران کم نه کم بیا د مواد او یا اسلوب پۀ حواله د خپل دور د مروجه شاعرۍ نه بدل لګیا وي ـ دا بدلاؤ دراصل د مروجه شاعرۍ نه بغاوت وي ځکه کامیاب شاعران ډېر کم کوز خپل دور کښې منلے کېږي ـ ځکه چې د دور د ذوق معیار پۀ فرسوده وجدان ولاړ وي او کامیاب شاعر خپله تخلیقي واردات کښې تازه کار وي. د دانتے نه تر غني پورې د دې بې شمېره مثالونه شعر و ادب کښې موجود دي چې خپل وخت کښې منلے نشو خوـ وروستو چې د دوي شاعري د راتلونکيوخلقو د وجدان برخه شي نو دوي خپله بیا راتلونکې وخت کښې د نويو ياغيانو دپاره د ذوق معیار وګرځي او نوے باغي شاعر د دوي پۀ ګز هم وهلے شي ـ خو مسئله داسې ده چې د تخلیق او فن د پاره ذوق معیار نۀ شي کېدے ـ لکه د خیال محمد غږ زما ذوق ته بيخي اپیل نۀ کوي لکه د ټوپک ډز چې راباندې څوک وکړي خو دا زما د شخصي ذوق معیار دے ـ د موسیقۍ د فن پۀ اصولو د هغۀ غږ د اوچتې درجې دے ـ زما شخصي ذوق دلته معنی صرف دومره لري چې زما د پاره د آواز د ښائست د تصور پرېکړه وکړي.خاص چاپېريال کښې خاص فن کښې خاص اسلوب خاص روايت ياخاص رجحان پورې آشنائي بياد اعادې ياتکرارکښې دوجدان برخه شي دا برخه بياد ذوق معيارشي داذوق تندوتاندصورت کښې شوق شي داذوق وشوق دجماليات پريکړه کوي ځکه دا قسمه پريکړه حتمي فېصله منل هم فکري تېروتنه ده خو دذوق وشوق معيارچې اوچت شي دا معني خيزي وپيژني داوخت دا بهرني مخې نه بيا دننئ مخې ته هم پاملرنه کوي 15 هم داسې وجدان يو حركتيأتي قوت دے د وجدان بهیتلۍ شعور دے هر هغه څۀ چې زمونږ شعور کښې راځي د لاشعور برخه کېږي ـ دغه برخه کښې د ښۀ او بد تصورات یو کېږي او وجدان جوړوي ځکه وجدان د لیدنو کتنو او کړنو کښې د ښۀ بد د یو نچوړ پایله ده ـ هم دغه وجدان بیا د ذوق د معیار ټاکنه د ښائست او بدرنګۍ پۀ بنیادونو کوي ـ زمونږ ذوق ذمونږ د وجدان انځور دے او زمونږ وجدان زمونږ د شعور موندنه ده ـ شاعرۍ کښې زمونږ د ذوق د تندې خړوب د غزل پۀ شعریات (پوئټکس) کښې شوے ـ زمونږ افسانه لیکونکے افسانه هم د تخیل پۀ زور لیکي او زمونږ نظم لیکونکے هم نظم کښې تغزل د نظم لوړتیا مني ـ دا د دغه غزلیزه ذوق کمال دے چې مونږ ته یو کمزورے غزل هم د یو ښۀ نظم مقابله کښې زیات خوند راکوي ـ پاتې لا د نثرم قبلول؟ د غزل شعریات کښې یوه نکته د غزل د شعر د موضوع پۀ مضمون کښې د منطقي خورېدنې نه ډډه کول دي ـ دا ډډه غزل کښې د شعر د مختصر هئیت نه زېږنه کوي او نتیجه کښې ایجاز ورکوي ـ اشاره نمائي هم ځکه د غزل د ارتفاع دویمه نامه ده ـ یعنې خبره هغه د شعر د دوو مصرعو د مختصر هيئت ت نه شروع کېږي ـ د دې پۀ نسبت نثرم د خپل بیانیت لۀ کبله د ډډې دا حالت نۀ قبلوي ـ البته د بیانیت مطلب تفصیل هېڅ کله نۀ دے ـ تفصیل بېخي د شعر خلاف یو عمل دے ـ نثرم چې (تمثیل،استعارې،محاکات،تجنیس، شبيهیت ايمجز او دغسې نور د بیان او بدیع پۀ بنیاد) شعري مواد جوړوي او بشپړوي ئې خو دا عمل د غزل د ایجاز د صفت اپوټه وي دا ځکه کله چې مونږ نثرمونه لولو اورو نو مونږ کښې هغه څوک چې د ذوق معیار ئې د غزل شعریات کښې انښتے وي او دغه خاص حد نه وړاندې نۀ وي تلے هغۀ ته نثرمونه خوند نۀ ورکوي او غوره نه غوره نثرم ورته د کمزوري او فرسوده غزل اومره د اغیزې شدت نۀ لري.

ښکاره ده چې د نثرم ژبه هغه نۀ وي کومه چې پۀ عامه توګه د منلي شوي د نثر وي ـ یعنې متن ئې نثر سره ورته وي خو ژبه ئې شعري وي لکه څنګه چې شاعرۍ پۀ نامه وړاندې کونکي زیاتره نظمونو او غزلونو ژبه منظومه وي خو د نظمیت باوجود پکښې شاعري نۀ وي ـ نظمیت کۀ د تاثر متبادل وے نو دغه زیاتره نظمونه غزلونه به بې تاثره نۀ وو ـ اوتاثر هم د زور بیان دویمه نامه ده او مونږ دغه وایو چې وېنایي انداز یا بیانیت د نثرم بنیادي اسلوبي خاصه ده ځکه شاعري پۀ ښۀ نثر کښې او ښۀ نثر پۀ شاعرۍ کښې کښلے کېدے شي ـ سهل ممتنع پۀ شعر کښې د ښۀ نثر د مخامخ مثال دے ـ هسې هم هغه شاعري ښه شاعري منلے کېږي چې نثر سره بېخي لږ توپیر لري ـ دا د سلاست، روانۍ، سادګۍ ، ،فصاحت او بلاغت غوندې اصطلاحات هم د دې خبرې سپیناوے کوي او خبره خطابیه پله بوځي انګريزي کښې د "اوډ "غوندې داخلي نظم د خطابيه شاعري نمونه ده دې کښې يواځې مجسم څيزونه نه ولې نامحسوسه شيان او انګيختونه مخاطبه کيږي نونثرم کښې سانچه د نثر وي خو دا منلې شوې نثري سانچه نۀ وي ځکه چې دا پۀ تفصیل نۀ وي ـ نۀ غېر استعاراتي او غېر تمثیلي وي ـ دغسې نۀ قطعیت او نۀ د نثر غوندې منطقیت لري ـ نۀ د بندیوانه شاعرۍغوندې تخیلي چوکاټ لري چې پکښې لفظونه د جذبې د لاندې وي.نثرم کښې د معنویت اډاڼه نېغ پۀ نېغه پۀ لفظونو او د لفظونو دروبست نه زېږېدلې ژبنیزه پېرایه باندې وي او نامیاتي اهنګ د دې ژبنیزه پېرایې مابعد دے ـ دا مابعد څۀ دے؟ دا د مروجه منلي شوي بندیوانه شاعرۍ د تلازماتو نه د راوتې تصویرګرۍ نه تېښته ده ـ او د مصرعو فقرو د پېژندګلوي او تشخص د موندلو هڅه ده ـ دغه پېژندګلوي د لفظ لغوي،اصطلاحي اساطيري ،رمزي او زماني د هرې معنې احاطه کوي ـ هم دغه احاطه د نثرم نامیاتي وزن ته لاره پېدا کوي.

کوم نظمیه کلام چې دا شعري مواد(پوئټک کانټنټ) نۀ لري هغه منظوم کلام وي خو شاعري نۀ وي ـ زاړۀ خلق پۀ دې پوهه وو ځکه هغوي نظم او شاعري خپله کښې خپله کښې بیل بیل منلي وو دشاعري متضاد علمي مضامين دي چې پويه دانش غواړي ددې متضاد نثرنه ناشاعري ده او دنثرمتضادخونظم دےځکه پخوانو شاعرانوریاضي او ګرامر تاریخ مدح خواني هر څۀ  منظوم لیکل  چې يادول ئې آسان وي خو د اوسنو تنقید نویسانو غوندې ورته دا کشاله نۀ وه چې شاعري او نظم خپله کښې يو ومني ـ
دغه شعري مواد نامیاتي اهنګ د نثري اهنګ او دتمثیل،شبهیت،استعارې،تشبیه معنوي اهنګ (موزونيت /تناسب ترتيب )پۀ تړون پېدا کوي ـ تشبیه ،استعاره،تمثیل ،تشبیهت ټول د مبالغې پېدا کولو وسیلې دي ځکه دلته خبره بیا هم فصاحت بلاغت او بیانیت ته ځي 

خارجي اهنګ د بحر او وزن نتیجه وي ـ داخلي اهنګ د غوره لفظونو د غوره ترتیب و تهذیب نتیجه وي ـ لکه ډیوه یوسي کۀ فارانه! ځان سره شاته پاتې شي مرګي نه تنهائي اوس کښې دې کښې د لفظونو ترتیب لږ بدل شي نو بحر وزن به هغه وي خو داخلي اهنګ به ئې صرف لفظونو مخکښې وروستو کېدو سره بدل وي ـ لکه کۀ داسې شي ــــــــ پاتې کېږي د مرګي نه رڼائي

نو داخلي اهنګ به هم بدل شي ولې د ډیوې سره دشاته پاتې کېدۀ تصور به هم بدل او تصویر به بل شانې شي يعني د موادو نامياتي اهنګ به هم ورسره بدل وي ځکه چې ـ پاتې کېږي د استوګنې معنی هم لري او شاته پاتې شي د مجبورۍ معنی هم لري ـ نو داخلي اهنګ د لفظونو پۀ مخکښې وروستو کېدو بدلېږي او ورسره به معنوي تصویر کښې هم فرق راشي ـ لکه دا مصرعه داسې وګورئ ــــــــ پاتې شاته شي مرګي نه رڼائي. دغه داخلي اهنګ نثر کښې د نثري غورځنګ پۀ صورت موجود وي ـ هر کله چې دغه نثري غورځنګ د لفظي موادو راوړي نامیاتي اهنګ سره یو شي نو د نثرم خپل ماهيئت مومي د شعري تجربې نه تخلیقي واردات شي ـ دې عمل کښې ټولنیزه ښودنه پۀ حسیاتي توګه د ذات پۀ لاره ګډېدل لازمي دي او دذات لمس دشعري موادوانتخاب کښې مخامخ کيږي ـ دغسې د نثرم خپل نامياتي اهنګ یا موزونیت پېدا شي د دغه نظميه وزن تړون د موسیقۍ سره دے ـ ښکاره ده چې د یو زېبا هنر یعنې شاعرۍ د وزن غوندې د بنیادي عنصر تړون چې موسیقۍ سره شو نو دا به ارومرو اضافي وي چې اضافيت وي نو بیا خو دا بنیاد نۀ شي کېدے ـ بنیاد به بیا بل څۀ کاتۀ غواړي ـ دا هم ځکه پخواني اولسونه پۀ دې نکته باندې پوهه وو او هغوي دغه نظميه وزن د شعر بنیاد نۀ منلو ـ د دې غوره بېلګه خو زمونږ فولکلور کښې موندل کېږي ـ پښتو فولکلور یو خوا د عروضي نظام نفي کوي او د ارکان پۀ ځاے پۀ سېلابونو باندې اډاڼه دے دا سېلابونه بیا د انګرېزۍ سليبلز د هندي د پنګل نه بدل دي ـ ګویا عربي،انګرېزي هندي او پښتوژبو شاعري د وزن تصور کښې لۀ یو او بله بدله ده ـ دا هم ځکه د عروضو تجربې پښتو شاعرۍ کښې ځاے ونۀ موندلو ـ بل خوا کۀ مونږ وګورو نو د پښتو فولکلور داسې صنفونه دي چې هغه خپله پښتو کښې منلي شوي د سېلابیزه وزن د تصور نفي هم کوي ـ لکه کاکړۍ غاړو کښې بیا کږې غاړې چې وزن اهنګ او موسیقیت پۀ منلې معنو کښې نۀ لري ـ لکه: [1__د غونډۍ پہ سر ولاړ دے نازک ګل دے د سيسندي 2__زه نرئ پاتو لہ ځم د ژوب لوړې کہ دي ليار راكه] پښتو فولکلور کښې د نا معروف نا منلي وزن د معروف کولو یو عمل مونږ ته پۀ چاربېته کښې هم مېلاؤېږي چرته چې د وزن سمون د پاره اکثر پۀ بې ځایه ځایونو کښې پۀ لفظونو باندې ' سټریس/خج' اچولے شي

بیا غوره بېلګه ئې لا ټپه ده چې دا اصل کښې دوه نه درې مصرعې ده خو د وزن سمون د پاره دا پۀ دوه مصرعو کښې برابر وئیلے کېږي ـ او دې نه پرته ورسره لا د اهنګ برابرولو د پاره د مصرعې سر کښې قافيه نمارديف دصوتي کليه له مخه 《ه》 [ =وم _ومه/وي_وينه ] لګولے شي ـ خو دا اختراع دراصل د آریائي ژبو آهنګیزه اصول دے سنسکرت کښې هم دغه د [لګھو او رگھو ] اصول دے دعلت خفيف حرف يعني لگھو بہ ئي رگھويعني کثيف كوي ـ دې نه دا جوتېږي چې پخواني اولسونه پۀ دې نکته رسېدلي وو چې شاعري او موسیقي خپلو کښې بیل بیل زېبا هنرونه دي او کله چې به ئې شاعري موسیقۍ ته برابروله نو بیا به ئې ذکر شوي اصولو نه کار اخستلو .

د دې یو بله غوره بېلګه د عربو شاعري ده ـ دا خو منلې شوې خبره ده چې د عربو شعر پوهنه او پۀ دې حقله تنقیدي شعور تر حده رسېدلے ؤ تر دې چې د کور زناناؤ به ئې هم تنقیدي پرېکړې کولې خو کله چې قران پاک نازل شو او دوي اورېدو نو نبي پاک (ص) ته ئې د شاعر،ساحر او مجنون لقبونه ورکړل ـ پوښتنه دا ده چې آیا د شعر او نثر پۀ توپیر نۀ پوهېدۀ؟ د شعر د پاره خو نظميہ وزن شرط دے کنه ـ د قران آیتونه خو دغه نظمي یا معروف وزن نۀ لري نو بیا ولې ورته هغوي شاعري وئیله؟ دا ځکه چې هغوي هم د شاعرۍ د پاره د هغه وخت د دخارجي وزن منونکي (دعروض خلیلیه نه ما قبل ) نه وتر دې حده پورې دا خبره ټول کوي خو دا خبره بیا څوک نۀ کوي چې هغوي د پاره کۀ دهغه وخت منلي خارجي اوزان د شاعرۍ بنیادي توکے نۀ ؤ نو بیا هغوي د پاره د شعر بنیاد څۀ ؤ؟ نو هغوي د پاره د شعر بنیاد فصاحت او بلاغت ؤ ـ تاسو ټول زاړۀ تنقیدي مباحث وګورئ نو معلومه به شي فصاحت بلاغت او (يعني مبالغه ) هغوي د شعر بنیادي وصف منلو اوس قران پاک خو د فصاحت و بلاغت بې کچه لوړه نمونه ده دا هم ځکه هغوي ورته شاعري ووئیل. تر دې چې هر کال به د [عكاظ] مېله کښې کومه قصیده چې دمقابلې منصفانو منله هغه به بل کال پورې خانه کعبه کښې ځوړنده وه ـ خو چې کله سورت کوثر خانه کعبه کښې ځوړند کړے شو نو دغه د آوېزاندو قصیدو روایت هم دلته ختم شو ـ دا ډېره اسانه او مخامخ خبره ده چې مونږ کله '"سبعه معلقات" او سورت کوثر د وزن پۀ حواله پرتله کړو نو د اوه آويزانده قصيدې معروف او منلي وزن کښې او سورت کوثر بیل وزن کښې دے ـ خو بیا هم دې سورت د اوېزانده قصیدو روایت پرې کړے نو دا هم ثابتېږي چې د عربو د شاعرۍ تصور کښې معروف یا منلے وزن بنیاد نۀ ؤ لکه څنګه چې نن بنیاد دے ـ فصاحت بلاغت او د ایتونو پر زور اسلوب هغوي دې ته شاعرۍ وئیلو باندې مجبور کړي وو ـ کنه د آیتونو اسلوب مصرعیزه نۀ دے ـ دا هم لکه د نن د نثرم او آزاد نظم غوندې اسلوب لري ـ خو هغوي نبي پاک (ص) ته شاعر ساحر او مجنون وئیلو ـ مجنون ځکه چې د هغوي اعتقاد ؤ چې شاعري کول د جناتو سره تړون لري پۀ دې حقله عرب ادب کښې مثالونه موندل کېږي او د جن او شعر دا تعلق هم د دغه ځاے نه پښتو ادب ته هم راغلے ـ لکه عبدالله استاذ نعت خوان به قيصه کوله چې زۀ شاعر نۀ وم نۀ پۀ شاعرۍ پوهېدم خويوه پېره کور کښې ناست وم ماسخوتنے ؤ نمونځونه شوي وو چا ور وډبولو ـ چې بهر ووتم نو یو ملنګ ؤ ماته ئې اشاره وکړه چې ما پسې راځه ـ مېرې ته لاړو د یوې بېرې لاندې اور بلېدو ما ته ئې وې ځولۍ ونیوه او لپې ئې سکروټو نه راډکې کړې ما ته ئې ځولۍ کښې راواچولې ـ دې نه پس زۀ بې خوده شوم او چې پۀ خود کښې راغلم نو لېونے وم ـ پۀ دېوالونو باندې به مې پۀ سکروټو شعرونه لیکل.داسې واقعات عربي ادب کښې هم موندل کېږي ـ ځکه حضور پاک (ص) ته چې هغوي مجنون وئیلو نو د دې مطلب پاګل نۀ ؤ ولې پېریانو ځپلے شاعر ؤ ـ بله نامه به ئې ورله ساحر اخسته د دې مطلب هم جادوګر نۀ ؤ ـ معنې ئې اصطلاحاً انتهائي لوے شاعر چې شعر ئې د سحر غوندې تاثیر لري ـ خپله د حضور پاک (ص) حدیث دے چې ځینې شعرونه د سحر غوندې اغیزه لري 21 زمونږ کلاسیک شاعران دې روایت نه خبر وو ځکه اشرف خان هجري هم د شعر کمال سحر انګېزي ښودلې وه او ځان ته ساحر وائي ـ دا ځکه چې ځینې شعرونه اورېدو سره د هغې معنویت اورېدونکے حېرت نه ګنګس کړي ـ لکه څنګه چې د سحر خاصیت ذهن ګنګسول دي ـ بل خوا ځنې شریعت پاسدار شاعرانو ته دا اصطلاحات ـــ [ساحري/سحرګري/سحرانګيزي] نو هغوي د دې مقابله کښې د معجزې اصطلاح نه کار واخستو او شاعر ته ئې تلمیذ الرحمن ووئیل ـ د تلمیذ الرحمن اصطلاح اصل کښې سورت رحمن نه عبارت دے چې داخلي اهنګ ئې څرګند دے قافياتي نظام ئې دے او باقاعده ' فبای الا ربکما تکذبان ' پکښې د ردیف حېثیت لري . د معجزې اصطلاح لۀ رویه معجزبیان ترکیب رامینځ ته شو ـ پښتو کښې رحمان بابا ته معجز بیان هم ځکه وئیلے شي د معجزې خاصیت هم دا دے لکه د سحر دې کښې عقل عاجز راشي او د علت معلول فرق نه معلومېږي هجري خپلې شاعرۍ ته سحر اوځان ته ساحرشاعروائي رحمان بابا د اشرف هجري مقابله کښې خپل شعر ته ځکه اعجاز وائي داسې اعجاز چې منکر پرې ګوته نیوه نۀ شي کولے لکه څنګه چې پۀ سحر باندې دا نیوکه کېدے شي ـ دلته دا یوه پوښتنه هم کېدے شي چې عربیانو به هم نثري شاعرۍ ته شاعري وې نو د دې څو نمونې شته هم کۀ نۀ؟ نو دا ځواب پۀ هاؤ کښې دے ـ د نهمه صدۍ نه راپاتې یو صنف د ' موشح' صنف دے چې د یو سریاني توري '

Musahta'موسحته
نه اخذ دے ـ د دې دوه مطلبونه دي ـ یو ردهم او بل پاسم پوئټري ـ پاسم پوئټري حمدیه شاعرۍ ته وائي ـ دا بائبل کښې هم شتون لري ـ یعنې موشح نهمه صدۍ کښې موندل کېږي خو دا صنف دې نه لا زیات لرغونے دے ـ دا شاعري نثري وي خو دې کښې قافیه او بندونه [ ۵ ] وي ـ دلته یو بل انکشاف دا کېږي چې د شاعرۍ اصل بندېز او جبر قافیه او بندونه نۀ دي دا بحر او مصنوعي خارجي وزن دے ـ ما چې کله پښتو کښې د نثرم شاعري کوله زما وړاندې د بادیلیئر، ریمباد، میلارمے، ګوئرن، بورخېس، پابلو نرودا او د ورلین شاعرۍ سره سره دا صنف هم ؤ ځکه زما نثرمونو کښې خطابیه اسلوب هم شته دے ـ دې سره خاے پۀ ځاے قافیې نه مرسته هم اخستے شوې ده ـ دا مرسته د تجنیس صورت کښې ده ـ د دې محرک البته پښتو ټپه کښې د تجنیس خاصه ده ـ د لفظیات سره د الټريشن  زړۀ راښکون پۀ دغه بنیاد د پال ورلین او سټیفن میلارمے د نثرمونو خاصیت هم دے ـ هلته هم الټرېشن ته زښته پاملرنه ده ـ د موشح پۀ حواله د تهوما دا اقتباس سپیناوے کوي:

" The poetic form consist of a multilinked stropic verse poem, written in classical arbic.usually consisting of 5 stanzas alternating with a refrain with running rhyme. It was constomanry to open with one or two lines which matched the second part of the poim in rhyme."

22 خارجي آهنګ د شاعرۍ مونډ نۀ دے دا د موسیقۍ مونډ دے ـ شاعرۍ کښې دا د اسلوب صفت وي ـ نو پوښتنه دا کېدے شي چې بیا څۀ دي چې هغه د شاعرۍ مونډ دے ـ زۀ د استخراجي ذهنیت لرونکے نقاد یم ـ د استخراج طریقه دا ده چې زۀ دې زېبا هنرونه بلل کېدونکي فنون وګورم چې هغه خپله کښې څۀ تړون لري ـ نو دا تړون د ترتیب و تناسب د موزونيت دے د ترتیب و تناسب مطلب د ښائست دے ـ دغه ترتیب و تناسب موسیقۍ کښې د خارجي آهنګ ،مجسمه سازۍ کښې د جیومېټرۍ،خطاطۍ کښې د کرښې هنر،مصورۍ کښې د ګرافکس، تعمیر سازۍ کښې د متهېمټکس پۀ صورت موجود دے ـ یعنې مونډ یو دے صورتونه ئې بدل بدل موندلي دي ـ اوس کله چې مونږ پۀ دې بنیاد نثر ته ځیر شو نو نثر کښې خپله یو نثري آهنګ وي ـ دا آهنګ د فصاحت او بلاغت لۀ رویه خارجي آهنګ سره تړل کېدے شي ـ دلته مونږ پوهه شو چې عربیانو ولې قران پاک ته شاعري وئیله ـ دا د قران پاک د نثر د فصاحت او بلاغت معجزه او د داخلي آهنګ خارجي آهنګ سره یو کېدۀ وو ـ غزل کۀ د قران پاک د صورت د بیلو بیلو ایتونو د بیلو بیلو مضامینو پېروي د شعرونو د اکایانو پۀ جوړولو کوي نو نثرم دغه پېروي پۀ خطابیه ،بیانیه آهنګ کوي. 23 انګریزي آئمبک پېنټامیټرز پۀ سلېبلز وي دا سلېبلز پښتو سېلابونو سره لږ ډېر نزدیکت لري ځکه چې پۀ فونمېز ولاړ وي او فو نمېز کښې خج(سټرېس) بنیاد وي ـ د پښتو شاعرۍ آهنګ هم پۀ خج دے دغه خجیز غږیزه رغاوڼ ئې ستر شاعر ادیب دروېش دراني خپل کتاب "پښتو عروض " کښې بشپړه راڅرګند کړے دے چې پۀ پینځۀ اوږدو رکني بحرونو او بیا د دې بحرونو پۀ څلورو څلورو ضمني ښاخونو، پۀ درې لنډ بحر رکنو او بیا د دوئي پۀ درې درې ښاخونو باندې مشتمل دے ـ اردو کښې د پښتو انګرېزۍ غوندې خجیزه غږیز نظام نشته ـ ځکه دې کښې نۀ اوږدې صوتیې شته نۀ خج نه کار اخلي ـ ډاکټر ناصر عباس نیئر لیکي: " اردو نثر اور بول چال میں وہ داخلی آھنگ نہیں جو انگریزی میں ہے اور جس کی بنا پر نظم معرا اور نثری نظم کا رواج انگریزی میں ہوا ـ"(بحوالہ :-نثری نظم ایک نوٹ) بیا هم دې لۀ کبله چې اردو کښې کله پروز پوئم ،پیراګراف(يرکوڼ) صورت کښې د انګرېزۍ تقليد کښې لیکل پېل شو نو لوستونکیو هغه مسترد کړۀ او موازنه ئې دغه قسم يرنکوڼونو سره وکړه کوم چې ناول،افسانه او انشائیه کښې هم موندل کېږي ـ یا بيا ټيګور،جبران تقليدکښې شاعرانه نثر(نثر پاره/ادب لطيف ) وي ـ د دې لۀ کبله بیا دغه يرنکوڼي( اقتباسي )صورت خپل دننه هم هغسې د فقرو مصرعو پۀ تنظیم باندې مات کړے شو ـ پښتو اګر کۀ خجیزه خاصیت لري خو بیا هم [التباس] نه غوره دا ده چې کۀ نثرم پۀ يرنکوڼ( پېراګراف )کښې هم وي خو د وېنائي انداز لوازمات دې تر یوه حده وساتلے شي ـ پښتو نثرم کښې دې انداز د پاره آزاد نظم سره نزدې هئیت غوره کړے شوے دے 24 نثرم د جدید نظم پراختیا ده خو جدید نظم آزاد نظم پورې د مصرعې پۀ بنیاد باندې حد بندي مني یعنې غزل کۀ د قافیه ردیف وزن بحر مقید دے نو پابند نظم هم د بندونو بحر وزن او قافیه پابند دے ـ پۀ یوه حقله غزل خپله د پابند نظم نه زیات آزاد دے او کۀ قافیه ردیف بندیز نۀ وي نو آزاد نظم ته نزدې دے خو آزاد نظم کښې یوه موضوع وي او غزل کښې ګڼ موضوعات وي ـ آزاد نظم خپله د" پازز او د رن آف لائن' لۀ کبله د پابندۍ ښکار دے او پکښې وزن هم عروضي وي خو پښتو روايتي تنقيدنګاران په دې ھم خبر نه ؤ لکه ښاغلي قېصر اپریدي صفا لیکي: "اوس چې هر کله دا خبره لکه د نمر غوندې روښانه ده چې آزاد نظم ځان له د وزن او بحر د پابندۍ نه آزاده لاره غوره کړې ده ګویا د صنفي اصولو نه باغي شوے دے ـ "(بحواله لیک او تخلیق مخ 138) او د خوند خبره دا ده چې دغه تېروتنه یا لاعلمي ورته د جرس ادبي جرګې یو ملګري سمه نۀ کړه ـ تر دې چې کتاب چاپ شو ما وکتو نو یوه ورځ مې ورته دا تېروتنه پۀ ګوته کړه نو جواب ئې دا راکړو چې تۀ کوم وزن یادوې ؟ افقي کۀ عمودي؟ اګر کۀ ددې جواب خپله لیک کښې لیکي چې آزاد نظم کښې د نورې شاعرۍ غوندې وزن او بحر نۀ وي ـ نو دغه وزن خو عروضي یا سېلابیز وي ـ د آزاد نظم بحر هم وي او وزن هم ـ فرانسوي نظم ورس لبرا کښې باقاعده د یو بحر پابندي کېده ـ ورس لبرا ،علامتي شاعرپاؤل ورلین پۀ 1880ز کښې معرفي کړے ؤ ـ خو دا د بحر بندېز نه خلاص نۀ دے پښتو کښې ورس لبرا افضل شوق" په لټون ستادڅھرې" ټولګه کښې ليکلي

25کله چې ورس لبرا انګرېزي ادب ته راغلو نو دې ته فري ورس نامه ورکړے شوه او بله دا چې د یو بحر بندېز ختم شو ـ یو نظم کښې د بیلا بیل بحرونو پکارونه پېل شوه خو وزن هغه پۀ ځاے پاتې شو ــ نثرم يوخوا د غزل ټرون لري بلخوا د آزاد نظم خصوصاً توسیع کوي دې کښې بیانیه عنصر (نيريټيو ايليمنټ) د آزاد نظم نه هم سېوا وي خو د نثرم مخاطبه خودکلامي کښې حدیث نفس (انټيرئيرمونولاګ) دے ـ دا هم ځکه پۀ نثرم کښې د شاعر ذات زیات ملوث وي او آزاد نظم کښې ئې شخصیت وي ځکه حدیث نفس دبنيادم ځان سره خاموش خبرې دي يو کيتهارسس (تشفيه نفس)دےـ دې کښې هر رنګ هر صورت هره موضوع باندې سوچ راتلے شي ـ بنیادم ځان نه پرده نۀ کوي خو د بل نه ستر نه ماتوي ځکه نثرم هغه تخلیقي ژانر دے چې دا د شاعر د خلوت څهره (پرائيوټ فېس) رامخامخ کوي ـ د دۀ د جلوت څهر(پبلک فېس) یا شخصیت يوګوټ ته کوي ـ ځکه نثرم ډېر پۀ سهولت مونږ شاعر سره پۀ توګه د بنیادم متعارف کوي ـ د دې یوه بنیادي وجه نثرم د صنف د تخلیقي غېر رسمي صنف کېدۀ دي چې مروجه او فرسوده هیئتي او فني لوازماتو ته زیاته پاملرنه نۀ کوي ـ هم دلته نثرم باندې د یو اعتراض فحاشۍ نیوکه باندې هم زمونږ سر خلاصېږي ـ 26 دې ته هم کتل پکار دي چې شعر یواځې متن نۀ وي دا تناظر هم وي ځکه هر کله چې مونږ شعر ته یواځې د متن (ټيکسټ) پۀ حواله ګورو او تناظر (کانټيکسټ) پکښې نۀ شاملوو نو بیا خو تنقیدي مغالطه هم پېدا کېږي ـ لکه مونږ داسې شاعري هم اورو چې هغه د شعریت یا تغزل پۀ پېمانه پوره نۀ وي او بیا هم بې کچه خوښېږي ـ د دې وجه دا وي چې د شعریت تړون متن سره دے او تناظر سماجي، تاریخي، نظریاتي وغېره کېدے شي ـ زمونږ تنقید لا تراوسه د متن او تناظر دې نکتې ته پام نۀ کوي ځکه روايتي شاعران پۀ دې پرېشانه شي چې بخت زاده دانش ولې مشهور شوے دے خو ملاکنډۍ شاعري نۀ کوي او روايتي تنقيدنګاران وائي ممتاز اورکزے ولې ومنلے شو د دۀ شاعري خو شاعري پۀ صفت موصوف نۀ ده ـ دا خو" لا شاعري "ده ـ دې کښې شک نشته چې تناظر د شعر معنویت بدلوي ـ تغزل او شعریت له هم ډغره ورکوي ـ خو دې کښې هم شک نشته چې تناظر شعر له یو پراخوالے هم ورکوي او دا یو خاص ټولنې،ډلې، نظریې، عقیدې سره هم مختص کوي ـ یعني د تاریخیت برخه ځي جوړوي ـ بل خوا د شعر فرسوده تصور کښې بدلاؤ هم راولي. نثرم سره د متن او تناظر دا کشاله هم ده ـ زمونږ ټولنه کښې د احساس ، جذبې، انګېخت او مهيج د یو خاص حسیاتي نظام رواج موندلے او د ځینې بندېزونو لۀ کبله د حدبندیانو لۀ سوبه زمونږ د ذوق تربيه پۀ ټاکلي معیارونو باندې کېږي ـ دغه معیارونه زمونږ وجدان جوړوي او بیا دغه جوړ شوے وجدان زمونږ د ذوق پرېکړه کوي ـ مونږ ټول عمر پۀ دغه پېمانو باندې بیا د ښائست او بدرنګۍ جاج اخلو ـ چونکې ذوق موسم وخت او فېشن سره بدليدونکےوي ځکه ذوق ته دا اجازه نۀ ده پکار چې هغه دې د ښۀ ايست او بد ايست پرېکړه وکړي ـ د ښۀ او بد ايستون د پاره خپل فني چوکاټونه شته دے.. څومره پورې چې د نثرم د هئیت مسئله ده نو د دې هيئت بې هيئتي ده او ماهيئت ئې ډرامائي شعري روایت دےهسې خو سندره هم یو منلے هيئت نۀ لري خو نثرم دې سره سره د هيئتونو بې شمېره امکانات لري ـ بې هئیتي هم د ډيسنټرلائیزېشن، انټرټيکسچولټي غوندې د پس جدیدیت د هغه نهو توکیو یو توکے دے چې [اهاب حسن] خپل کتاب ' ډس ممبرمنټ اف ارفيوس کښې پۀ ګوته کړے ـ پۀ دې بنیاد باندې پۀ نثرم د روایتي تنقید نیوکه لۀ مینځه ځکه ځي چې د نثرم/پوئم ان پروز لۀ سره جدیدیت سره نۀ دے نو د جدیدیت یا روایت ضابطوقواعدو سره تړون لرونکے اعتراض پۀ دې لۀ سره نۀ قائیمېږي. . نثرم کښې د هئیت جوړښت رسمي جوړښت څخه نه دے ولې ژبنیزه پېرایه او د بیانييت دے ـ دغسې د جذبې تاؤدښت کوم چې د مترقي شاعرۍ د نظم یوه بنیادي خوبي وه دلته د حسیت بدلښبدلښت او نوښت اخلي ـ د سرمایه دارانه نظام راوړي تمدن بنیاد لۀ وخته سره پۀ حواسو دے ـ ځکه دا مادیت ته اولیت ورکوي ـ مادې ته د اولیت نتیجه د جاګیردارانه او قبائلي اخلاقیات باندې ولاړه ټولنه وشلوله چې هغې کښې بنیادم د ټولنې سره پۀ څو څو رشتو پۀ څو څو کرته تړلے ؤ ـ د دې شلون غږ د رېنے ډیکارټ(1650/1596ز) فلسفه کښې لومړي د فرد او فردیت پۀ مفکوره موندل کېږي ـ د فردیت دا تصور د صنعتي سرمایې پۀ سر ته رسېدو کښې د وجوديت او د وجود پۀ مفکوره د مارټن هائیډګر فلسفه کښې رامینځ ته شو ـ هم دغه زمانه کښې چې سرمایه خورېږي نثرم د شعري صنف پۀ توګه رامینځ ته شوے دےهر ادبي صنف د زماني چاپيرچل نفسياتي نمونه وي او دژوند دکوم خاص اړخ آئينه دارهم وي دا ئې د ماهيئت رغاوڼه کښې کردار لوبوي ځکه هرادبي صنف خپل جوازخپله دے چې دربارختم شو نو قصيده ختمه شوه چې حجره ختمه نو چاربيته ورکه شوه چې مدرسې زيارتونه جماتونه شته نونعت منقبت شتون لري نو اصناف د ژوند يوخاص اړخ ښائي او خاص سماجي ادارې ئې ژوندي ساتي دژوند يو خاص اړخ که دصنف سره مختص شي نو ماهيئت کښې شامل شي کائنات کښې د بے هيئته هيئت مثال خلاده چې د مادې څلورمه حالت پلازما دے داسې بې هيئتي صنعتي سرمايې ټولنې ته راوړې چې ټولنه ته ئې هغه چوکاټ /هيئت مات کړوکوم چې زړو اقدارو اوصافو تعقلاتو په يو خاص کلک اخلاقي،نفسياتي صورت سانچه کړے ؤ او مرکزيت پکـښې خدائې ته و او بنيادم ئې مقدس نائب او اشرف المخلوقات و دې ټولنيزې بې هيئتې چې کوم ذهني انتشار راڅرګندکړو نثرم کښې په ماهيئت دا روحاني اذيت، دتنهائي يوازيتوب ، مرګ پسندي، شهوت خوښے هم ددې توکي دي ځکه دې کښې د فرد د جبلت او د وجود د لایعنیت ښودنه ماهئیت کښې وي جديدحسيت د روح عصر نه بيل شے دے د جديدحسيت مطلب دسرمايه دارانه ټولنې د يو وګړي په توګه دليکوال شاعرد خارجي انګيختونو او مهيجونو نه سمدستي اغيزه اغستل بيا دا اغيزه شعري تجربې کښې ورننباسل دي او تجربه د پنځو حسونوپه لار راغلې خارجي ليدنه کتنه کښې د ذهن اغيزه وي او خام مواد هم دغه وي چې تخيل تري رغښت مومي او چې تخيل فکرنه تېرشي نو معني ومومي شعري تجربه بياد ذات په لمس تخليقي واردات کښې بدله کړي دذات لمس مفهوم موجود ته دکتلو زاويه او دې زاويې نه اغستې د سوچ ځانګړې طريقه ده چې جذبه ورسره هم وي لکه ددې نوي نظم دځوځښت نوښتګر د روح روان آفتاب ګلبڼ نثرمونوکښې د ډراميټک پيټرن، مونولاګ، سيلف ايکسپريشن، کرټيکل ويوز او پوئيټکل کوټيشنز ډير ښکاره وي هم دا ئې د ذات لمس(ټچ اف سيلف) دے چې شعري تجربه ئې تخليقي واردات جوړوي لکه (۱) ___یو تمثیل ــ ① شاعر خپل لاش پۀ ځان پسې راکاږي او ورپسې د دادونو لوے جلوس روان دے ــ ② شاعر بیرته راګرځي پۀ جلوس پسې او اعلان کړي د خاموشۍ،تنهائۍ ____ (۲)___کافور بېډ شیټ سره دواړه بالښتونه مې څنډ وهل پۀ درازونو او د کتابونو مینځ کښې چې څومره کاغذونه وو هغه مې هم وکتېدل بېټري څۀ شوه؟ د بېډ د لاندې ګورم ـ ـ ـ هن؟ نو دا بويي ولې دے؟ (ښه ښه! یاد شو) نظم نۀ دے مړ زما پۀ جېب کښې کافور دي _____ (۳)__د نالیکلې ډائرۍ یو مخ

او بیا ما د وړومبي ګوټ نه پس پیالۍ په ټېبل کېښوده ماته زما کمرې نه کتابونو اوازونه کول نطشے او سارتر زما په انتظار وو ماته احساس ؤ ماله نن ناشته نه وه پکار جان! دا موبائیل ـ ـ ـ د هغې په غږ، زه د ناشتې ټېبل ته بیرته ستون شوم داسې زما موبائیل اکثر مانه پاتې کېږي بېډ کښې سوفه کښې او په ټېبل دې کښې د فلمي ایکټرس او پردو جینکو لوڅ تصویران او هارډکور ویډیوګانې نه وي بې د پېټرنه او پاسورډه هر وخت او هر څوک ئې سپړدلے شي کتلے ئې شي داسې یو ورځ نه څو څو ځله زما ' همزاد' کتلے دے او په هر ځل بس هم دغه یو تپوس ئې رانه کړے دے: جان!! په ګوګل باندې، ته دا اکثر ولې سرچ کوې؟

Poets who committed suicide

خو کرب هم په داسې وخت کښې بې معنی شي ماسره د دې تپوس جواب کله وي!!! ما خپل موبائیل واخست او خاموشه د کمرې په طرف لاړم زما کمرې نه مسلسل د کتابونو اوازونه راتلل نطشے او سارتر زما په انتظار وو ____ داسې ديو بل نوښتګر نثرم نګار توقيرابشار نثرمونو کښې د تهاناټسائزيشن ،سپيچنيس، لټريري کوټيشن، سيلف پريزنس ، لايعنيت او د اختصار عمل زيات وي دائې دذات لمس دے (۱)___(زه) زه په يويشتمه پېړۍ کښې د يوې لرغونې، مړې ژبې د اخيري مړ شاعر وېنو خوړلې مسوده يم د کتابونو په يوې لويه المارۍ کښې د نورو کتابونو ترڅنګ پرته يم ۔۔۔ (۲)____( زه ) زه د خوشحال ننګيالے يم او نه د اقبال مرد مومن نه د نيتزشے فوق البشر يم نه د روسو وحشي،فطري او ازاد انسان زه د ډيکارټ په شان دا هم نه شم ويلی چې ” زه سوچ کوم ځکه يم“ او نه د هيوم په شان دا ويلی شم ”زه يم ځکه سوچ کوم“ زه د کانټ او فختے په شان دا اقرار هم نه شم کولی چې ” زه عمل کوم ځکه زه يم“ زه د سارتر هغه انسان هم نه يم چې وجود يې په جوهر مقدم دی او ” هغه څه دی چې دی يې له خپله ځانه جوړوي“ زه خو هغه ”بشر“ يم چې مرۍ ته مې پړی دی د عقيدت روايت عقليت او آدميت زه خو بند په بند تړلی شوی يمه د لاسونو نه د پښو نه د وېښتو نه زما ژبه پرې کړې شوې ده زما غوږونه بند کړي شوي دي زما سترګې تړلې شوي دي زه که هر څه يمه خو زه ” زه“ نه يمه ___ (۳)____نوے سهار“ ګونګ غونډۍ ته ختلے دے د نوي سهار اذان کوي کوڼ په خپلو غوږونو کښې ګوتې ټومبلي دي چې د غوږونو پردې يې و نه شليږي ړوند دواړه لاسونه په خپلو سترګو کلک اېښي دي چې د لمر لومړۍ څيره يې نظر و نه سيزي ۔۔۔ (۴)___مرثيه غواړم چې خپله ټوله شاعري وسېزم خپله ډايري وسېزم او ايرې يې د خپلو سترګو په ګنګا کښې خوشتې کړم سياهي ترې جوړه کړم او يوه طويل مرثيه پرې وليکم ___ دا نکته د سوچ ده چې دلته مهيج او انګېخت نه زر زر اغيزه او دې اغيزې نه نثرم تخليقول د تخليق دپاره دا پخوانے شرط چې تاثربه په وجدان او باطن کښې يو وخت تېروي او پخيږي به هم بې ځايي کوي دا يوبل توپيردے چې د روايتي او نثرمي تخليقي عمل ترمنځ حد جوړوي ،دا نکته د سملاسي تاثراو تخليق هم د خوځښت نوښتګرد يو متعارف کړي نثرم ليکونکي سهېل خيام د نثرم موضوع ګرځولې ده _____ د کلي د ونې په ډډ د چا نوم د یو زاړه فلم صحنه زړه سندره د ښوونځي بوډا چوکیدار د پارک چوکۍ پر مېز دوه پیالې باراني موسم د نوټ کتابچه زمونږ د جذباتو د تحرک لپاره څومره ډېرې بهانې دي...! ____ ،،،د نثرم ليکونکي شاعرانو لږ وخت کښې زيات نثرمونه دسملاسي تاثر او تخليق ددې نکتې مخامخ ثبوت دے دجديدحسيت پېل شاعري کښې باقاعدګي سره چارلس باديليئر کوي جديدحسيت شعري تجربه کښې په ټولنيزه پېوند رادننه کيږي دځان ژور احساس، روحاني درد، جنسځپلتيا ، تنهائي يواځيتوب، د مرګ دجبلت انعکاس ،مينې نه د لرېوالي کيفيت، تهذيبي ادراک و شعور، رائجومروجو نه انحراف، دجديدحسيت مونډيزه موضوعات/بېلبرې دي ځکه د دې ماهئیت د غزل غوندې غنائي یا د نظم غوندې رزمي نۀ وي ـ دا ډرامائي وي ـ ډرامه کښې هم ننداره او قیصه وي دې کښې هم تصویرونه او افسانویت وي ـ قیصه او افسانه ننداره او تصویر خپله کښې یو دي ـ هم دلته مونږ پوهېږو چې د دې بل توکے بیانیت یا خطابیه ولې وي؟ دا ځکه چې مکالمه هم د ډرامې سره تړون لري ـ ګويادماهيئت لۀ رویه نثرم ډرامائي شاعري ده 28 او پۀ دې بنیاد نثرم د فکشن نه افسانویت ،مصورۍ نه تصویر ګري،موسیقۍ نه نامیاتي وزن او نثر څخه خطابیه/خودکلامي راخستي دي ـ خودکلامي یا خطابیه خپله د ډرامېټک مونو لاګ دے نو پۀ دې بنیاد مونږ نثرم یواځې تجریدي آرټ سره نشو تړلے دې کښې به د مصورۍ هر قسم پکارولے شي ـ کۀ هغه اېکسپرېشنزم وي ،کۀ کيوب ازم وي، کۀ ابسټرکټ ازم وي، سر رئیلزم وي او کۀ ډاډ ازم وي ـ نثرم د مصورۍ پۀ یو فکري مکتب پورې ځان نۀ تړي د پنځونکي د ذات د اظهار د هرې انفرادي لارې مرسته کوي چې کوم کښې دغه اظهار و ښودنه غوره نه غوره کېدے شي. پۀ نثرم کښې د تجریدیت شالید یو خوا د بادیلیئر د فن او آرټ مفکوره ده بل خوا د د مصورۍ امپريشنسټ مومنټ چې تړاو ئې روماني خوځښت سره و رنګينو خاکو کښې د رڼا جلتا بلتا استعمال باندې بيخي زيات زور ورکولو خو د تصويرتوکيز جوړښت تصويرتوکيز جوړښت ئې پام کښې نه نيوه فرانسوي مصورپال سيزان (۱۸۳۹/۱۹۰٦ز) ددې اپوټه مصورۍ کښې توکيزجوړښت ته ورکړو د فطرت ځائې ئې جيومټري (واليم،ويټ،لائن لينت) ته کړو مصوري اقليدسي شوه نويو مصوري خوځښتونو دې نه بياګټه پورته کړې دا خوځښتونه اوس پائې ته رسيدلي دي خو اغيزې ئې شتون لري اوس مصوري د هرمصور د ذات پيچيدګي ښودنه ده دې تصويرونو کښې لکه د ډسپرسډ ايسوسي ايشن يا ډسپليسمنټ ايسوسي ايشن ذريعه باندې تجريد ته نزدې نثرم غوندې چاپيرېال دغسې نه وي چې څنګ ښکاري او څنګ زمونږ ذهن کښې دے خو ياد ساتل دي چې نثرم په هيئت باندې تجريدي دے ماهيئت باندې نه دے دې کښې د مصورۍ هراسلوب کارول جائز دي چې دا يو خاص ضابطې باندې زور نه اچوي د دسيزان مخکښ د بادیلیئر مفکوره کښې د رڼا او د سیوري تناسب ته موسیقیت وئیل هم دغه شالید لري ـ دې مصورانو به د تصویر جوړښت کښې توکیزه رغښت ته پام نۀ کولو ـ د دې عمل اپوټه سیزان مصورۍ کښې دې توکیزه رغښت باندې د خپل فن بنیاد کېښودو او د فطرت پۀ ځاے د فطرت جوړښت پۀ جیومېټري ښودل شروع کړل ـ والیم، وېټ او لېنتهـ ئې رامینځ ته کړل او مصوري ئې اقلیدسي کړه ـ نو یو خو نوي ادبي اود مصوري خوځښتونو دې عمل نه ګټه پورته کړه خو د دې هر څۀ وروستۍ پایله دا راووته چې مصوري هم لکه د نثرم د مصورانو ذات د ښودنه یا د شخصیت د اسلوب شوه ـ اوس تحریکي اسالیب ته پاملرنه کمه کوزه کېږي او مصوران د ذات پېچیدګۍ نه لکه د نثرم لیکونکي تاثر اخلي ـ دا تصویرونه هم لکه د نثرمونو چاپېرچل هغسې نۀ ښائي چې څنګه ئې مونږ خوا وشا کښې وینو ـ بلکې د دې خوا وشا د ماحول انځورګرۍ کښې د مصور خپل حسیت ورګډېږي. هسې تجریدي مصوري هم پۀ اسانه ټکو کښې داسې ده چې غېر ضروري توکي او ضمنیات تصوير نه وباسلے شي او بنیادي هئیت تصویر کړے شي ـ 29 ـ روایتي شاعری کښې پۀ موسیقۍ د عروضي آهنګ بندېز منلے کېږي خو نثرم دغه جواز د مصورۍ نه اخلي ـ د فنونو تر مینځه د بنيادي مشترکه قدر موزونیت او د ترتیب او توازن خبره شوې ده ـ دلته دغه ترتیب او توازن د مصورۍ پۀ واسطه نثرم ته راځي او هم د فکشن(ډرامې/افسانې) پۀ بنیاد باندې وي ـ دا عجیبه نۀ ده چې یو خوا منلي نثرم لیکونکي د ټولنې نه باغیان وو نو بل خوا ئې مصورۍ سره او فکشن سره او تنقید سره هم کار ساتلے دے ـ لکه د پال ورلین(1896/1844ز) ټولګه "بې غږه سندره /رومينس سانس پېرولس[ سانګ ود اوټ ساونډ] د پاره تجریدي خاکې تیارې کړي وې ـ دغسې آرتهر رمباد چې نثرمونو کښې د قیصو قطارو او بیانیه متن نه انحراف کوي ،لغوي منطقي معني ساتل نۀ غواړي او لاشعور سره نېغ پۀ تماس خوښ شاعر دے ـ هغه د حواسو پۀ ذریعه تجریدي تصویرونه نثرمونو کښې جوړوي. دغسې بل لوے شاعر سټیفن میلارمے چې د حقیقي او مثالي دنیا مینځ کښې لار لټونکے شاعر دے ـ او دې حواله باندې علامتیت ته رسېږي او د حقیقت سره نیشتون راښايي ـ هغه علامت د تجریدیت او تجسیمیت مینځ کښې مني ـ لکه د ګل مطلب د ګلاب یا رېدي یا چانبيل نه بلکې د دې واړو مغلوبه بیان مني چې اورېدو لیدو سره دوه درې ډول ګلونه ذهن ته راځي ـ هغه هم علامت تصویرګرۍ ته نزدې کوي او د دې دواړو شاعرانو مخکښې د نثرم لوے شاعر چارلس بادیلیئر د فن او فطرت خپله ځانګړې مفکوره لري ـ د هغۀ پۀ نزد د مصورۍ دننه موسیقي وي ـ دا موسیقي دلته د رڼا اوسیوري پۀ یو کېدنه پېدا کېږي او د فطرت رنګونه هم دراصل د موسیقۍ آهنګونه دي باديليئر دا مفکوره د ځوانيمرګ روماني امريکن صحافي ليکوال ايډګرايلن پو(1809/1849ء) د شعر متعلق مفکورې څخه اخذ کړې اډګر وائي چې دشاعري خاصه د موسيقي لازمي توکے رمزيت دے رمز په معنوي معنوي توګه غېرحتمي وي او د دې رموزي معنوي غيرحتميت دپاره غيرشعوري محسوسات ضروري دي ايډګر غوښتل چې د شعرموسيقي ژبه ورته کړي دسمبولزم موومنټ شاعرانو دا غوښتنه عملي کولو دپاره تابيا وکړه چې د موسيقي غوندې دې شاعري کښې يواځې په غږونو احساسات وزيږوي دلته شاعري بيخي ځانګړې وجداني تجربه شوه دې مفکورې د یورپ د فن پۀ تصوراتو لویه اغیزه واچوله ـ پاول ورلین هم پۀ دې بنیاد نثرم کښې د منطقي اسلوب پۀ ځاے لفظي موسیقیت باندې زور اچولے دشاعري موخه څيزونه بيانول نه څيزونه ته اشاره کول/رمز دي ميلارمے شاعري د نه مونديدونکيو تصوراتو د موندلو هانده ګڼي چې دا هڅه د رمزيت په لار ترسره کيدې شي او دشاعري معني ځکه بس د غږونو نه راټوکيږي دا د ايډګراېلن پو دريځ دے چې ښائست مطلب کوم خاصيت نه دے ولې هغه سپرچوئل سبلائميشن دے چې ښائست ليدلوکتلو لوستلو کښې يې مونږ بيا مومو او میلارمے هم پۀ دې جواز شعري ټولګه "انکوپ دي ډس جيمس "کښې د موسیقیت او مصورۍ هڅه کوي ـ پۀ دې بنیاد نثرم زیات نه زیات تجریدي شوے دے ـ خو د بادیلیئر دغه خبره لويه تېروتنه ده او سمون غواړي لکه چې بره تجزيه توکنه کښې بشپړ شوې ده چې د فنونو مینځ کښې جمالیاتي نسبت ترتیب و تهذیب و موزونیت دے چې مجسمه سازۍ کښې د جیومیټري،موسیقۍ کښې د ميتهس، مصورۍ کښې د ګرافکس پۀ صورت څرګندېږي ـ یعني خپله موسیقي د فن مترادف پدې دۀ چې د ميتهس په بنياد دصوتياتو موزونیت پېدا کوي ـ هم دغه موزونيت دمصوري او نامياتي وزن پۀ حوالو نثرم کښې شتون لري دغه ئې د فن پۀ توګه جواز هم دے او سند هم دے ـ