تقلید
ترک تقلید د فتنو زیږنده ده
سند المحدثین حضرت شاه ولي الله محدث دهلوي (رحمة الله علیه) په خپل کتاب ( عقد الجید ) کې لیکي:
باب تاکید الأخذ بمذاهب الاربعة والتشدید فی ترکها والخروج عنها: " اعلم انن فی الأخذ بهذه المذاهب الاربعة مصلحةّ عظیمةّ وفی الاعراض عنها کلها مفسدة کبیرة " .
ترجمه: باب په تاکید کې د اتباع د څلورو مذاهبو او منع په پرېښودلو او ترک د هغو باندې.
پوه شه چې په تقلید د دې څلورو مذاهبو کې لوی حکمت دی او په ترک یا پرېښودلو د دې کې ستر فساد دی. (عقد الجید مع سلک مروارید صــ ۳۱) .
دی رحمه الله په همدغه کتاب کې لیکي: " و ثانیآ قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اتبعوا السواد الاعظم ولما اندرست المذاهب الحقة الا هذه الاربعة کان اتباعها اتباعاً للسواد الاعظم " .
ترجمه: د مذاهبو د اتباع دویم دلیل دا دی چې حضور علیه السلام فرمایلي چې تاسو باید (سواد اعظم) چې د امت ډېر خلک په کې راټول شوي او اوس وخت کې امت په همدې څلورو مذاهبو کې راغونډ شوی نو د همدوی اتباع لازمه ده (عقد الجید مع سلک مروارید صـــ ۳۳).
نبي علیه السلام فرمایلي دي: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: « (اتَّبِعُوا السَّوَادَ الْأَعْظَمَ، فَإِنَّهُ مَنْ شَذَّ شَذَّ فِي النَّارِ» ) رَوَاهُ ابْنُ مَاجَهْ مِنْ حَدِيثِ أَنَسٍ. مشكاة المصابيح صـــ ۳۰ باب الاعتصام با الکتاب والسنة) باب مجمع بهار الانوار صـــ ۱۴۳ ج ۳).
بل حدیث کې حضور علیه السلام فرمایي: ( علیکم با الجماعة ) فرمایي چې تاسو باندې لازمي ده چې د مسلمانانو له ستر جماعت سره واوسئ. (مشکوة شریف صــ ۳۱.)
بل ځای کې حضور علیه السلام فرمایي: " ان الله لا یجمع امتی علی الضلالة ". فرمایي چې زما د امت (علماء او صالحین) به هېڅکله په بېلارو باندې راغونډ یا متفق نشي.
بل ځای کې حضور علیه السلام فرمایي: " ید الله علی الجماعة ومن شذ شذ فی النار ".
فرمایي چې (کومې مسئلې باندې زما د امت اختلاف راشي نو تاسو باید هغې خواته ودریږئ کومه خوا کې چې علماء او صلحاء په اکثریت کې وي) په ډلې یا جماعت د الله تعالی لاس یا د هغه مرسته ور سره وي او څوک چې له هغوی بېل یا جلا شو (خپل ځان ته یې بل مسجد جوړ کړ) هغه به جهنم ته یوازې اچول کیږي . (مشکوة شریف صـــ ۳۰ ایضا).
بل ځای حضور علیه السلام فرمایي: " من فارق الجماعة شبراً فقد خلع ربقة الاسلام عن عنقه " .
چا چې یوه لوېشت د مسلمانانو له جماعت څخه لرېوالی غوره کړ (یعنې څو مسایلو کې د لږ وخت لپاره هم لرېوالی غوره کړ) نو بیشکه دغه کس له خپلې غاړې د اسلام پړۍ یا رسۍ لرې کړه.
(مشکوة شریف صـــ ۱۳۱ ایضا) .
د فضاله بن عبيد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:
«ثلاثة لا تسأل عنهم: رجل فارق الجماعة وعصى إمامه فمات عاصياً، وأمة أو عبد أبق من سيده فمات، وامرأة غاب عنها زوجها وقد كفاها مؤونة الدنيا فتبرجت بعده، فلا تسأل عنهم»
(صحيح، أخرجه أحمد والبخاري في الأدب المفرد والحاكم) .