تفسير طبري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جامع البيان عن تأويل آي القرآن د قرآن کریم په تفسير ليکل شوی دی په تفسير الطبري مشهور ده. يو سني تفسير ده چي د محمد بن الجرير الطبري [[۱]]) په واسطه لیکل شوی دی.(۱)

په چټکۍ سره يې د علماوو په نظر لوړ مقام خپل کړ. دا د قرآن کریم له لومړنيو سترو تفسيرونو څخه ده چي تر اوسه په خپل اصلي شکل پاته شوی دی.(۲)

تفسير الطبري د جامعیت او کره توب له امله مشهور ده.(۳)

دا کتاب د ساماني واکمن منصور [[۲]]) په امر د يوه ډله عالمانو له خوا فارسي ژبي ته وژباړل شو. (۲)

شاليد[سمول]

طبري په ۸۸۳ کي خپل کار بشپړ کړ. زياتره وخت به يې دا تفسیر خپلو شاګردانو ته تدريس کاوه.(۱)(۴) دا د هغه دوهم ستر تصنیف وو وروسته له "تاریخ الرسول و الملوک" چي تاريخ طبري هم ورته وايي.

د تفسير سرچينې[سمول]

طبري د پيغمبر عليه سلام په احاديثو تمرکز کړی دی. همدارنګه يې د صحابوو او تابعينو اقوال هم نقل کړي دي چېرته چي اړتيا وه. امام طبري د حديثو سره د هغوی د روايت سلسله هم ذکر کړي، کله ناکله يې د راويانو د کره توب په اړه هم څرګندوني کړي دي.(۱)(۵)

راويان ددوئ د کره والي په اساس انتخاب شوي دي. د پام وړ بېلګه يې د هغې سرچينې ردول دي چي په تاريخ کي يې ترې کار اخستي دی.

طبري په خپل تفسير کي د عبدالرزاق بن حمان الهميره الساناني[[۳]]) تفسير هم رااخيستی دی.

د تفسير سريزه[سمول]

په سريزه کي د قرآن کریم په اړه عمومي معلومات ورکړل شوي، له نورو کلامي څخه د قرآن کریم غوره والی، تفسير او تاويل څه شی دي، اووه قراتونه، هغه صحابه چا چي په قرآن کریم تفسیر کړی او د سورتونو نومونه په کي شامل دي.(۱)(۶)

دا چي د قرآن شريف ژبه عربي ده، همدارنګه دا نظريه چي په قرآن کریم کي بهرني لغاتونه شته رد شوي ده.(۱)(۷) طبري ویلي چي دغه لغاتونه له عربي ژبي سره سمون خوري، او د قرآن کریم له نازيلېدلو څخه مخکي عربي ژبي ته داخل شوي دي.

محتوا[سمول]

تفسير په "القول في تاويل قولي تعالی" باندي د هر سورت لپاره شروع کېږي. بيا حدیث او نور مخکيني تفسيرونه ليکل شوي دي.

د لغاتونو لغوي مانا او په عربي ژبه کي يې استعمال ليکل شوي. امام طبري د ژبي په برخه کي د بصرې د مکتب پيرو وو. د ژبپوهانو نظريې چېرته چي مناسبي دي. د ثبوت لپاره په ځينو ځايونو کي عربي ژبي اشعار هم ذکر کړي دي. امام طبري په قرات هم پوهېده، په خپل کتاب کي يې د قراءت په اړه هم څرګندوني کړي دي. په قرائت کي يې زياتره ځايه د کوفيانو مسلک غوره کړی دی. ځيني مهال يې دواړه قرائتونه ساتلي او انتخاب یې لوستونکي ته پرې ايښی دی.(۱)(۹)

اغېز[سمول]

تفسير طبري د مخکينيو تفسيرونو په اړه معلومات ورکوي کوم چي اوس ژوندي نه دي پاته. ددې تفسير محتوا چي په ځان کي قاموسونه، تاريخي نوټونه، قانون، قرائت، تيولوژي او عربي ادبيات رانغاړي. ددې لامل شوي چي دغه تفسير د تاريخ په اوږدو کي يو ډېر موثق تفسير شي. دا تفسیر په پراخه کچه د عالمانو له خوا قبول کړی شوی دی. چي دې ته يې د درايت مقام ورکړی دی.

دا کتاب د طبري د نورو کتابونو په څېر د پوره تفصيل لرونکی دی. ددې کتاب اندازه او په قضاوت کي خپلواکي ددې لامل شوي چي دا کتاب په پراخه کچه نه شي خپور. مګر عالمانو لکه بغوي او سيوطي له دې تفسير نه زياته استفاده کړي ده. ابن کثير هم په تفسير ابن کثير کي استفاده ترې ګټه اخيستي. زياتو عالمانو لکه سيوطي دا تفسیر ستايلی دی او دا یې ډېر ارزښتمن تفسير ګڼلی دی.(۱)(۱۰)

ژباړه[سمول]

ساماني واکمن لمړنی منصور چي په [[۴]]) په خراسان واکمني کوله، فارسي ژبي ته د قرآن کریم د ژباړلو په اړه يې له فقهاوو څخه فتوا وغوښته. عالمانو دا فتوا ورکړه چي په فارسي ژبه د قرآن کریم د ژباړي لوستل او ليکل روايت لري. له دې وروسته پاچا يوه ډله عالمانو ته امر وکړ چي تفسير طبري فارسي ته وژباړي. د تفسير طبري فارسي ژباړه په ايران کي څو ځله چاپ شوي.

دا هم وګورئ[سمول]

سرچينې[سمول]

^ Jump up to:a b c d e f g h İsmail Cerrahoğlu [[۵]]) Diyanet İslam Ansiklopedisi, "CÂMİU’l-BEYÂN an TE’VÎLİ ÂYİ’l-KUR’ÂN" (In Turkish)

^ Jump up to:a b c d C.E. Bosworth. Encyclopedia of Islam 2nd ed, Brill. "Al-Tabari, Abu Djafar Muhammad b. Djarir b. Yazid", Vol. 10, p. 14.

^ Elton L. Daniel. "ṬABARI, ABU JAʿFAR MOḤAMMAD B. JARIR". Encyclopaedia Iranica.

^ Yaqut al-Hamawi, Mu'jam al-udabā', XVIII, 62

^ Tafsir al-Tabari, I, 33

^ Tafsir al-Tabari, I, 32

^ Al-Khatib al-Baghdadi, Ta'rikh Baghdad, II, 164; Yaqut al-Hamawi, Mu'jam al-udabā', XVIII, 42

^ Abu Dawood, "İlm", 5; Tirmidhi, "Tafsir",1

^ Tafsir al-Tabari, IV, [[۶]]; VIII, 351

^ Inbah al-ruwat (Al-Qifti), III, 89; al-Itqan (Al-Suyuti), IV, 21 2 ; Ahmed Muhammed el-Hûfî, et-Taberî, Kahire [[۷]], s. 157

^ "Hätten wir dies Werk [...] so könnten wir alle späteren Kommentare entbehren." Quoted in Ignác Goldziher, Die Richtungen der islamischen Koranauslegung, [[۸]]. pp. [[۹]]

==بهرنۍ تړني

"Tafsīr al-Ṭabarī (printed single volume edition at the". Internet Archive)

"Tafsīr al-Ṭabarī (digitized edition at Muflihun.com)".

{{وېشنيزه: تفسير

{{وېشنيزه: قرآن

{{وېشنيزه: سني اسلاموېشنيزه کتابونه