تفسير بيضاوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انوار التنزيل و اسرار التاويل چي په تفسیر بيضاوي مشهور دی. د ۱۳ پېړۍ البيظاوي لخوا ليکل شوی دی. په غير عرب مسلمانانو کي زيات مشهور دی.(۱)  تفسير بيضاوي په قرآن کریم کي د عربي ژبي د ګرامر په اړه او د قرآن کریم معنوي او لغوي اعجاز په هکله ډېر جامع تحليل کړی دی. له دې امله د علماوو لخوا ډېر مهم ګڼل شوی دی.

د تفسير بيضاوي د زيات شهرت او اغېز له امله پرې زياتي شرحي ليکل شوي دي. د معاصر عالم جبريل فواد حداد په وينا "تفسير بيضاوي اوو پېړۍ تر ټولو تفسيرونو زيات لوستل شوی دی او د اسلام په تاريخ کي د قرآن شريف ډېره مهمه شرحه ده"‌.(۲) په اسلامي نړۍ کي له معياري تفسيرونو څخه يو ده. زياتي شرحي پرې ليکل شوي دي او په مدرسو کي د تفسير په څانګه کي تدريس کېږي. د قرآن کریم لمړنی تفسير وو چي په اروپا کي په [[۱]]ز کال چاپ شو.(۳)

تفسير په لنډه سريزه پيلېږي، چي په هغه کي ليکوال د قرآن کریم د تفسير او تاويل اهميت څرګندوي. او دا چي د تفسیر علم د ټولو علومو په سر کي ځای لري. بيا ددې کتاب د نوم په اړه غږيږي، مخکي له دې نه چي په سورت فاتحه پيل وکړي.(۴) دا کتاب د زمخشري د تفسير کشاف نه سرچينه اخلي کوم چي په معتزله مسلک ليکل شوی. امام بيضاوي ځيني له هغوی نه اصلاح کړي او ځيني يې پرې ايښي دي.(۵)

تفسير بيضاوي همدارنګه له الراغب الاصفهاني مفردات الفاظ القرآن او د هغه له تفسير او همدارنګه له التفسير الکبير نه سرچينه اخلي.(۶)

==شرحي

تفسير بيضاوي د مسلمانانو په منځ کي ډېر زيات اعتبار خپل کړی دی. په عربي ژبه کي د تفسیر بيضاوي له ۱۳۰ زياتي شرحي ليکل شوي دي. براکلمان [[۲]]) له دغو نه د ۸۳ نومونه ليکلي دي، چي ډېره مشهوره يې چي په څو جلدونو کي ليکل شوي د شهاب الدين الخفجي [[۳]]) او د محمد بن مسلم الدين مصطفی الکوهي شرحه ده کوم چي د فخر الدين رازي د تفسير روايات هم لري.

تفسير البيضاوي په غير عرب سيمو کي شهرت ترلاسه کړی دی لکه په هندو–پاکستاني او سويل ختيځه اسيا کي. تفسير بيضاوي په ماليزيايي ژبه کي د عبدالروف السنګکيلي د تفسير ترجمان المستفيد لپاره د مهمي سرچينې په توګه کارول شوي ده. چي په [[۴]] کلونو کي ليکل شوی دی. تفسير بيضاوي د پاکستان په شمال لويديځ، ماليزيا، اندونيزيا او نورو ګڼو ځايونو کي په مدرسو کي د تفسير د نصاب په حيث تدريسېږي.(۷)(۸)

==ليکوال

بيضاوي په تفسير، فقه او عقايدو کي متخصص وو.(۴) د فارس د شيراز ښار ته نژدې په بيضه کي زېږېدلی دی. په شافعي اشعري مذهب وو. امام بيضاوي يو قاضي يو صوفي او د قرآن کریم مفسر وو. امام بيضاوي په فقه کي د شافعي مذهب او په عقايدو کي د اشعري مذهب پيرو وو. د شيعه ګانو او معتزله ډلې مخالف وو. هغه په عقايدو، فقه، عربي ژبه او تاريخ کي کتابونه او رسالې ليکلي دي. په شيراز کي يې د قاضي په توګه دنده ترسره کړي، وروسته تبريز ته ولاړ، هلته په ۶۸۵ کال کي وفات شو.

د بيضاوي پلار د فارس قاضي القضات وو‌. د هغه نېکه فخر الدين علي البيضاوي هم د قاضي القضات دنده ترسره کړي ده. بيضاوي زياتي زده کړي له خپل پلار څخه کړي. هغه په دې عقيده وو چي دده استادان د هغو عالمانو پواسطه روزل شوي دي کومو چي له هغو عالمانو څخه زده کړه کړي چي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم څخه يې مستقيما زده کړه کړي. د هغه په وينا د هغه پلرنی نېکه د ابو حامد الغزالي له شاګردانو څخه وو.(۹)

==انتقادونه

په بيضاوي باندي د کتاب د اختصار او ځينو اشتباهاتو له امله ځيني نيوکي شوي دي. ځيني علماء په هغه دا انتقاد کوي چي له زمخشري نه يې ځيني معتزلي نظريات راخيستي.(۱۰)

==سرچينې

انګلیسي ويکيپېډيا

^ Oliver Leaman The Qur'an: An Encyclopedia Taylor & Francis, [[۵]] ISBN 9780415326391 p. 118

^ Gibril Fouad Haddad. "Lights of Revelation & Secrets of Interpretation". Beacon Books.

^ "Baydawi". Oxford Islamic Studies Online.

^ Jump up to:a b al-Baydawi's "Anwar al-tanzil wa asrar al-ta'wil" with Frontispiece. World Digital Library. Retrieved October 2, [[۶]].

^ Imam al-Baydhawi. "Tafsir al-Baydawi - Anwar al-Tanzil wa Asrar al-Ta'wil". Looh Press; Islamic & African Studies.

^ Dr. Gibril Fouad Haddad. "Tafsir al-Baydawi: First Hizb, English". UBD Press & Beacon Books.

^ Oliver Leaman [[۷]]). The Qur'an: An Encyclopedia. Routledge. p. 118.ISBN 9781134339754.

^ Dr. Gibril Fouad Haddad. "Tafsir al-Baydawi: First Hizb, English". UBD Press & Beacon Books.

^ Gholamali Haddad Adel; Mohammad Jafat Elmi; Hassan Taromi-Rad [[۸]]). Quar'anic Exegeses: Selected Entries from Encyclopaedia of the World of Islam. EWI Press Ltd. p. 122. ISBN 9781908433053.

^ Oliver Leaman [[۹]]). The Qur'an: An Encyclopedia. Routledge. p. 118.ISBN 9781134339754.

^ "Dr. Gibril Fouad Haddad". University of Brunei Darussalam (UBD).

^ Dr. Gibril Fouad Haddad. "Lights of Revelation & Secrets of Interpretation". Beacon Books.

==بهرنۍ تړني

Arabic Wikisource has original text related to this article:

Tafsir al-Baydawi

Gibril Fouad Haddad - Universiti Brunei Darussalam

Dr. Gibril Fouad Haddad's presentation on Tafsir al-Baydawion YouTube

{{وېشنيزه: قرآن

{{وېشنيزه: تفسير

{{وېشنيزه:سني اسلام

{{وېشنيزه: اسلامي کتابونه