تعمید غسل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تعمید غسل له اوبو سره، دا د گناهونو د بښلو او بیا رغولو لپاره یوه دیني لاره ده. د تعمید غسل باید چې په روانو اوبو کې ترسره شي لکه په سیندونو، ویالو او یا هم په چینو کې. تعمید ورکونکی چا چې پخپله مخکې یې د سپېڅلو اوبو په واسطه د تعمید غسل تر سره کړی دی نو دا کار د عیسی علیه السلام په نوم تر سره کوي. او څوک چې د تعمید غسل ترسره کوي باید چې په پوره ډول ټول وجود یې په اوبو کې دننه وي او خپل سره ښکته خواته ټیټ کړي.

دغه دپاکوالۍ دستور د عیسویانو نه پرته د سېکانو په دین کې هم شته چې بیا جرړه یې له هماغه عیسوي د پاکوالی دستور ته رسیږي. نن ورځ د دې غسل نسبت عیسویت ته کیږي ځکه په دې دین دا غسل له گناهونو څخه د پاکوالي موجب گرځي او د نوموړي معتقد کس پیوند د مړینې پر وخت له عیسی علیه السلام سره کیږي.