تعلیم القرآن راډیو(تعلیم القران راډیو)
د تعلیم القرآن راډیو پیژندنه
[سمول]تعلیم القرآن راډیو د قران بنسټ د نشر او اشاعت څانګه ده ،چي په ۱۳۹۴ هـ.ش کال کي د مفتي عبدالهادي حماد په هڅو او زیار د خپلو هیوادوالو لپاره تاسیس سوه.
تعلیم القرآن راډیو د کندهار ښار تر څنګ د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د ولس د غوښتنې او دینې تندې د خړوبولو په موخه خپلې څانګې فعاله کړي او ان شاء الله د هیواد ټولو ولایتونو ته به خپل خدمات و رسوي.
د قرآن بنسټ یاده څانګه هم د سیمي د سلګونو بانفوذو او ولسي علماء کرامو او پوهانو پرمخ بیول کیږي او په مالي برخه کي د ولس په صدقاتو او مشروع تجارتي اعلاناتو تمویلیږي.
د تعلیم القرآن راډیو څانګې او خدمات:
[سمول]۱: تعلیم القران راډیو قندهار، چي په ښار او ولسوالیو کي شپاړس ساعته پر ایف ایم باندي، دیني ، اجتماعي ، صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي(۹ . ۹۲).
۲: تعلیم القران راډیو هرات، چي د هرات په ښار او شاوخوا ولسوالیو کي شپاړس ساعته پر ایف ایم باندي، دیني ، اجتماعي ، صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي(۶. ۹۲).
۳: تعلیم القران راډیو هلمند، چي دګریشک ولسوالۍ په ښار او شاخوا ولسوالیو کي شپاړس ساعته پر ایف ایم باندي، دیني ، اجتماعي ، صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي(۹ . ۹۲).
۴: د تعلیم القران راډیو زابل تاسیس (چي اوس د ځینو ستونزو له امله بنده ده).
۵: د تعلیم القران راډیو بولدک تاسیس (چي اوس د ځینو ستونزو له امله بنده ده).
۴: تعلیم القران راډیو اپلیکیشن په زیرک ټلیفون کي ددغه اپلیکشن په ډانلوډېډو سره څلرویشت ساعت په ټولنه نړۍ د تعلیم القران رآډیو اسلامي ، اجتماعي او ادبي موضوعاتو نشرات اورېدل کېدای سي.
۵: تعلیم القران ویب پاټه Archived 2020-05-20 at the Wayback Machine. ، چي پکښي تفسیر، آنلاین دارالافتاء، ږغیزې خپرونې، لمونځ زده کړه، سیرت سوالونو او جوابونو او داسي نور اړین موضوعات پکښې نشریږي.
۶: د تعليم القران فيسبوک پاڼه باندي ديني، اجتماعي، ټولنيزي اواسلامي معلومات په لیکلي او ویډیویي بڼه خپروي .
کوم خدمتونه چي مو ذکر کړل دا خدمتونه د قرآن بنسټ د کندهار متدین ، مېړني او په دین مین مسلمان ولس او د ځینو مخلصو تجارانو د هڅو او خدمت نتیجه ده، له دوی څخه هیله کېږي چي لا هم خپلي هڅي په دیني خدماتو کي جاري وساتي او په ژوند کي يې د برکت غوښتونکي یو.