زده کړه
ونگبڼه
(له تعلیم نه مخ گرځېدلی)
زده کړه
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخې |
---|
زدهکړه یا تعلیم هغه بهیر يا پروسې ته ویل کېږي چې په ترسره کولو سره یې انسان ته پوهه، مهارتونه، ارزښتونه او اخلاق ور په برخه کېږي. تعلیم انسان ته دا توان ورکوي چي لږ بهتره ژوند وکړي، خپلې ستونزي حل کړي، او د ټولني یو فعال غړی شي.
دزدکړې ارزښت
[سمول]- تعلیم د ذهني ودې سبب ګرځي.
- تعلیم د ژوندانه ستونزي حل کوي.
- تعلیم انسان ته اخلاق، ادب، او تمدن ورزده کوي.
- تعلیم د ټولني پرمختګ ته لاره هواروي.
د تعلیم ډولونه
[سمول]- رسمي تعلیم (Formal Education):
دا هغه تعلیم دی چې په ښوونځیو، کالجونو، او پوهنتونونو کې ورکول کېږي. په کي درسي کتابونه، استادان، او یو ټاکلی نصاب وي. - غير رسمي تعلیم (Informal Education):
دا هغه تعلیم دی چې له کورنۍ، ټولنې، تجربو، او ورځني ژوند څخه ترلاسه کېږي. - نیمه رسمي تعلیم (Non-formal Education):
دا زده کړه د کورسونو، ورکشاپونو، یا روزنیزو پروګرامونو له لارې کېږي چې د ښوونځي یا پوهنتون برخه نه وي.