Jump to content

تعصب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د يوې ډلې د غړيتوب پر بنسټ، د يو چا په وړاندې پارېدلی احساس تعصب بلل کېدای شي. د تعصب ټکی د يوه بل شخص په اړه د هغه د سياسي تړون، جنس، جنسيت، باورونو، ارزښتونو، ټولنيزې ډلبندۍ، عمر، معيوبيت، دين، جنسي تمايلاتو، توکم، قوميت، ژبې، مليت، څېرې، ښکلا، ونې، مسلک، شتمنۍ، زده کړې، جرم، د سپورت له يوې ډلې سره د تړون، موسيقۍ ذوق يا نورو شخصي ځانګړتياوو پر اساس له وړاندې څخه د اټکل شوې (په عمومي توګه نامناسب) ارزونې يا ډلبندۍ لپاره کارول کېږي. [۱][۲][۳]

د تعصب ټکی، بې بنسټه او نا مناسبو باورونو ته هم کارېدای شي او دا ټکی هرهغه نامناسب چلند ته هم وېل کېدای شي چې، کله نا کله د معقول اغېز مخه نيسي. ګورډن الپورت تعصب په دې ډول تعريف کړی: د يوه شخص يا يوه شي په وړاندې له رښتینې تجربې مخکې يا داسې چې په هېڅ تجربې ولاړ نه وي، هر خوښ يا ناخوښه احساس هم تعصب بلل کېږي. اويسټاد (۲۰۱۵ز) تعصب د «سمبوليک لېږد» په ټولنيز ډول جوړې شوې ډلې او بيا هغو خلکو ته، څوک چې له همدې ډلې سره تړاو لري، پر لور د ارزښت لرونکې معنا منځپانګې لېږد، د بدلون په وړاندې مقاومت او بيا ډېر عامولو په معنا تعريفوي.[۴][۵][۶][۷][۸]

تاريخي تګلارې

[سمول]

د تعصب په اړه لومړۍ رواني څېړنه، په ۱۹۲۰ ز کال کې تر سره شوې ده. په دې څېړنه کې هڅه شوې ده چې د سپين پوستو غوره والی ثابت کړي. په ۱۹۲۵ ز کال کې د توکم په اړه له درې اويا ترسره شوو څېړنو څخه يوه لیکنه دې پايلې ته رسېږي چې، دا څېړنې د «سپين توکم ذهني غوره والی ښيي». دې مطالعې او نوروڅېړنو ډېری ارواپوهان په دې اند کړي دي چې، تعصب د کم اهميته توکم په وړاندې طبيعي غبرګون دی.[۹]

په ۱۹۳۰ز او ۱۹۴۰ مو کلونو کې د نازيانو د نظريې له امله د يهودو ضد مخ پر زېاتېدونکو اندېښنو پر بنسټ دا تصور د بدلون پر لور ولاړ. په هغه وخت کې، د نظري علومو پوهانو تعصب ته د ناروغۍ په سترګه کتل او په همدې اساس دوی د شخصيت د هغو نښو په لټه کې و، چې له توکمپالنې سره اړيکه لري. تيودور ادورنو په دې باور و چې، تعصب له واک خوښونکي شخصيت څخه سرچينه اخلي، هغه باور درلود، هغه کسان چې واک خوښوونکی شخصيت لري، د ټيټ حيثيت ډلو په وړاند متعصب وي. نوموړي واک خوښوونکي داسې راپېژني: هغه سخت فکر کوونکي چې واک ته غاړه ږدي، نړۍ ته د سپين او تور په سترګه ګوري، ټولنيز اصول او ډلبندۍ په سخت ډول عملي کوي».[۱۰]

په ۱۹۵۴ ز کال کې ګوردون الپورت په خپل کلاسيک اثر «د تعصب طبيعيت» کې، تعصب له مطلق فکر سره تړلی دی. الپورت دعوا کړې ده چې:  تعصب د انسانانو يو طبيعي او عادي بهير دی. د هغه په باور: «د انسان دماغ ،بايد د ډلو په مرسته فکر وکړي...کله چې دا ډلې رامنځته شوې، همدا ډلې بيا له مخکې څخه د شوې عادي پریکړې لپاره بنسټ دی. شونې ده چې، موږ له دې بهير څخه ځان ونه شو ساتلای. منظم ژوند په هغې پورې اړه لري».[۱۱]

په ۱۹۷۰ يمو کلونو کې څېړنو وښودله چې، د تعصب موخه د خپلې ډلې په پلوي ولاړه ده، نه د بلې ډلې په وړاندې پر منفي احساس. مارلين بروير وايي: شونې ده ،تعصب له نورو ډلو څخه د کرکې پر بنسټ رامنځته نه شي، بلکې د خپلې ډلې په دننه کې د ستاينې، خواخوږۍ او باور ساتلو له مثبت احساس څخه جوړ شي. [۱۲]

په ۱۹۷۹ ز کال کې توماس پيټيګرو، په تعصب کې بل ته د تېروتنې د نسبت او د هغې ونډه تشرېح کړه. بل ته د تېروتنې نسبت هغه مهال رامنځته کېږي، کله چې د يوې ډلې غړي (۱) له ډلې څخه د باندې منفي چلند له تمايلاتي لاملونو سره تړي (د ډلې د داسې داخلي چلند په پرتله زيات) او (۲) د يوې بهرنۍ ډلې د مثبت چلند لامل له لاندې څخه يو زيات بولي: (الف) يو تصادفي يا استثنايي حالت، (ب) بخت يا ځانګړی غوره والی، (ج) زياته هڅونه يا کوښښ، او (د) د حالت لاملونه». [۱۳]

يوين برو ۱۹۹۶ز استدلال کوي چې:  له تعصب سره په انفرادي ډول چلند نه شي کېدای، يو څوک بايد د ډول ډول تعصبونو په اړه د جلا جلا شخصيتونو د ځانګړتياوو په په اړه بحث وکړي. د هغې نظريې تعصبونه، د ټولنيزې دفاع په توګه تعريفوي، نوموړې د تعصبونو تر منځ توپير کوي، چې هغه دا دي: د وسواسي شخصيت جوړښت، چې په لومړي سر کې له يهود ضد سره اړيکه لري، د بې ځايه هيجاني شخصيتونو، چې په لومړي سر کې له توکمپالنې سره اړوند دی، او ځان خوښونکی شخصيت چې له جنسي توپير سره اړه لري.[۱۴]

ننني اندونه او تجربوي موندنې

[سمول]

له خپلې ډلې څخه د بهر ورته والي اغېزهغه تصور دی چې، ګوندې د يوې بهرنۍ ډلې غړی د خپلې ډلې له غړو څخه زيات يو شان دی. ټولنيز ارواپوه کواترون او جونز يوه څېړنه تر سره کړې ده چې، همدا موضوع د پرنسټن پوهنتون او سيال راتګرز پوهنتون د محصلينو له خوا همداسې ښودل شوې ده. د اورېدو د درک د ارزونې په موخه، په هر پوهنتون کې محصلينو ته د بل پوهنتون د محصلينو ويډيوګانې ښودل شوې وې، تر څو د اورېدو لپاره يوه موسيقي غوره کړي. بيا له ګډونوالو پوښتنه شوې وه، څو اټکل وکړي چې، څو سلنه ټولګيوال به همدا وېډيو غوره کړي. ګډونوالو د خپلې ډلې د غړو په پرتله، د بهرنۍ ډلې غړو (له سيال ښوونځي) سره د زيات ورته والي اټکل کړی و.[۱۵]

د تعصب د ځپلوـ توجیه نمونه، کريسټين کراندال او امی اشلمن جوړه کړې وه. په دې نمونه کې ويل شوي دي چې، خلک د تعصب د څرګندولو د هيلې او د خپل مثبت تصور د ساتلو د هيلې تر منځ له ټکر سره مخامخ دي. همدا ټکر د دې لامل ګرځي چې، ولس له خپلې ډلې د بهر چا د نه خوښولو لپاره توجيه پيدا کړي او دا توجيه، د خپل ځان په اړه د منفي احساس (د پېژندنې توپير) څخه د ژغورنې لپاره هغه مهال کاروي، کله چې دوی يوه بهرنۍ ډله نه خوښوي.[۱۶]

د رښتیني ټکر نظريه وايي چې: د محدودو سرچينو تر منځ سيالي منفي تعصب او توپيري چلند زياتوي. ان دا هغه مهال هم لیدل کېږي، کله چې سرچينه بې ارزښته وي. د رابرکيو په تجربه کې د دوو ډلو تر منځ د سپورت له سياليو څخه وروسته د ډاليو لپاره منفي تعصب او دښمني جوړه شوې وه. دا دښمني په دې ډول کمه کړای شوې وه ،چې دواړه سيالي کوونکې ډلې اړ کړای شوې وې، څو د شريکې موخې د تر لاسه کولو لپاره سره همغږي وکړي.  [۱۷]

بله موډرنه تیوري، د ګډ ګواښ نظريه ده، کومه چې والټر جي سټيفن جوړه کړې وه. دا نظريه، د تعصب د ډېرو نورو رواني څرګندونو او د خپلې بهرنۍ ډلې له چلند څخه راولاړه او په دې څرګندونو باندې درېدلې ده، لکه : د حقيقت مننونکي ټکر نظريه او سمبوليکه توکمپالنه. هغه د ټولنيز هويت نظريه، د خپل اند د روغتیا لپاره د بنسټ په توګه کاروي، کومه چې اټکل کوي، چې افراد په ډله یيزه توګه کار کوي، چېرې چې د يوې ډلې غړيتوب د يوه کس د هويت يوه برخه جوړوي. د ګډ ګواښ نظريه، په دې باور ده چې، د بلې ډلې په وړاندې تعصب او توپيري چلند هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې خلک بلې ډلې ته د ځان لپاره په يو ډول ګواښ سره ګوري. د ګډ ګواښ نظريه څلور ګواښونه راپېژني:[۱۸][۱۹]

  • ریښتینی ګواښ
  • سمبوليک ګواښ
  • د ډلې په منځ کې اندېښنه
  • منفي کليشې

ریښتیني ګواښونه رېښتيني وي، لکه د طبيعي سرچينې لپاره سيالي يا د عايد په وړاندې ګواښ. سمبوليک ګواښونه د ډلو تر منځ د کلتوري ارزښتونو يا د ځواک د نه برابروالي څخه راوتلي وي (د بېلګې په ډول: يوه ډله د بلې ډلې دين د خپلې ډلې له دين سره برابر نه بولي). د ډلو تر منځ تشويش د نا ارامۍ هغه احساس دی چې د يوې بهرنۍ ډلې يا د يوې بهرنۍ ډلې د غړي د شتون له امله رامنځته کيږي، چې همدا يو ګواښ جوړوي، ځکه چې له بلې ډلې سره تعامل منفي احساسات پيدا کوي (د بېلګې په ډول: د ارامو تعاملاتو په وړاندې ګواښ). منفي کليشې يو بل ته ورته ګواښونه دي، چېرته چې وګړي د بهرنۍ ډلې له غړو څخه د کليشه يې درک سره سم د منفي چلند اټکل کوي (د بېلګې په ډول: دا چې بهرنۍ ډله تونده ده). ډېر ځله دا کلیشې له جذباتو سره ملګري وي لکه وېره او غوصه.  د ګډ ګواښ نظريه د ګواښ له نورو نظريو څخه بېله ده، په دې کې د ډلو په منځ کې تشويش او منفي کلیشې هم د ګواښ د ډولونو په توګه شامل دي.[۲۰]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Douglas (Ph.D.), James (1872). English etymology (په انګليسي). p. 67.{{cite book}}: نگهداری یادکرد:تاریخ و سال (link)
  2. "Definition of PREJUDICE". www.merriam-webster.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-09-21.
  3. Bethlehem, Douglas W. (2015-06-19). A Social Psychology of Prejudice (په انګليسي). Psychology Press. ISBN 978-1-317-54855-3.
  4. Turiel, Elliot (2007). "Commentary: The Problems of Prejudice, Discrimination, and Exclusion". International Journal of Behavioral Development. 31 (5): 419–422. doi:10.1177/0165025407083670. S2CID 145744721.
  5. William James wrote: "A great many people think they are thinking when they are merely rearranging their prejudices." Quotable Quotes – Courtesy of The Freeman Institute.
  6. Rosnow, Ralph L. (March 1972). "Poultry and Prejudice". Psychologist Today. 5 (10): 53–6.
  7. Allport, Gordon (1979). The Nature of Prejudice. Perseus Books Publishing. p. 6. ISBN 978-0-201-00179-2.
  8. Auestad, Lene (2015). Respect, Plurality, and Prejudice (1 ed.). London: Karnac. pp. xxi–xxii. ISBN 9781782201397.
  9. Garth, T. Rooster. (1930). "A review of race psychology". Psychological Bulletin. 27 (5): 329–56. doi:10.1037/h0075064.
  10. Plous, S. "The Psychology of Prejudice". Understanding Prejudice.org. Web. 07 Apr. 2011.کينډۍ:Vs
  11. Allport, G. W. (1954). The Nature of Prejudice. Reading, MA: Addison-Wesley.کينډۍ:Page needed
  12. Brewer, Marilynn B. (1999). "The Psychology of Prejudice: Ingroup Love and Outgroup Hate?". Journal of Social Issues. 55 (3): 429–44. doi:10.1111/0022-4537.00126.
  13. Plous, S. "The Psychology of Prejudice". Understanding Prejudice.org. Web. 07 Apr. 2011.کينډۍ:Vs
  14. Young-Bruehl, Elizabeth (1996). An Anatomy of Prejudices. Cambridge, MA: Harvard University Press. p. 38. ISBN 9780674031913.
  15. Quattrone, George A.; Jones, Edward E. (1980). "The perception of variability within in-groups and out-groups: Implications for the law of small numbers". Journal of Personality and Social Psychology. 38: 141–52. doi:10.1037/0022-3514.38.1.141.
  16. Crandall, Christian S.; Eshleman, Amy (2003). "A justification-suppression model of the expression and experience of prejudice". Psychological Bulletin. 129 (3): 414–46. doi:10.1037/0033-2909.129.3.414. PMID 12784937.
  17. Sherif, Muzafer; Harvey, O. J.; White, B. Jack; Hood, William R.; Sherif, Carolyn W. (1988). The Robbers Cave Experiment: Intergroup Conflict and Cooperation. Middletown, Connecticut: Wesleyan University Press. ISBN 978-0-8195-6194-7.کينډۍ:Page needed
  18. Stephan, Cookie White; Stephan, Walter C.; Demitrakis, Katherine M.; Yamada, Ann Marie; Clason, Dennis L. (2000). "Women's Attitudes Toward Men: an Integrated Threat Theory Approach". Psychology of Women Quarterly. 24: 63–73. doi:10.1111/j.1471-6402.2000.tb01022.x. S2CID 143906177.
  19. Riek, Blake M.; Mania, Eric W.; Gaertner, Samuel L. (2006). "Intergroup Threat and Outgroup Attitudes: A Meta-Analytic Review". Personality and Social Psychology Review. 10 (4): 336–53. doi:10.1207/s15327957pspr1004_4. PMID 17201592. S2CID 144762865.
  20. Sidanius, Jim; Pratto, Felicia; Bobo, Lawrence (1996). "Racism, conservatism, Affirmative Action, and intellectual sophistication: A matter of principled conservatism or group dominance?". Journal of Personality and Social Psychology. 70 (3): 476–90. CiteSeerX 10.1.1.474.1114. doi:10.1037/0022-3514.70.3.476.