تصوير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تصوير مجله (په انگليسي: Tasweer Magazine) چې د کال ٢٠١٢م د مياشتې نه يې چاپ کېدل پېل شوي دي او تراوسه چاپ کېږي، اول مياشتنۍ مجله وه چې د پښتو فلمونو لپاره ځانگړې وه او د پښتو فلمونو سره سره به پکې د نړۍ د فلمي نړۍ خبرونه هم چاپ کېدل چې د ٢٠١٢ء کال نه تر ٢٠١٣ء کال پورې چاپ شوه او بيا د څه وجوهاتو له وجې وځنډېده چې په ٢٠١٥ء کال کې يې بيا چاپ کېدل پېل شو او اوس درې مياشتنۍ مجله ده چې د پښتو فکشن لپاره ځانگړې شوې ده. ايډيټر يې رحمت ديوان دى او د پېښور نه چاپ کېږي او خورېږي.

فلمي تصوير[سمول]

د تصوير وړومبۍ گڼه د اگست په مياشت او کال ٢٠١٢ء کې چاپ شوه او اخري گڼه (فلمي) يې د فرورۍ په مياشت کال ٢٠١٣ء کې چاپ شوه، د دې شپږو گڼو تفصيل يې په لاندې ډول دى:

اگست ٢٠١٢ء[سمول]

تصوير مجله د اگست (د تصوير وړومبۍ گڼه) په مياشت کې (کال ٢٠١٢ء) کې چاپ او مارکيټ ته راغله، دا مياشتنۍ گڼه د غزاله جاوېد په نوم ځانگړې شوه وه (چې نزدې نزدې وژل شوې وه) چې په ټائټل يې د غزاله جاوېد انځور چاپ وو او دا شعرونه پرې ليکل شوي وو:
د حسن د رنگونو ښاپېرۍ په خوب اوده شوه
د شپې څادر کې پټه شوه سپوږمۍ په خوب اوده شوه
فنکاره وه خو پوهه د خپل فن په قدر نه وه
بې لارې وه روانه، لېونۍ په خوب اوده شوه
دا گڼه دوه دېرشت مخه وه، چې ورسره څلور مخونه د ټائټل، شاپاڼې او دننه دوه پاڼو نه علاوه وې، په شاپاڼه د پښتنې سندرغاړې باچا زرين جان او د هندوستان سپر سټار راجيش کهنه تصويرونه چاپ دي چې په دغه وخت کې يې له دې فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې وې.

د دې گڼې ايډيټر رحمت ديوان مرستيال ايډيټر يې عبدالولي خان او کتونکي ډله کې يې نيمروز قېس، فېصل فاران، رضوان ساجن، شېر رحمان بېتاب، هجرت الله او حميد الله شامل وو، په دانش خپرندويه ټولنه کې چاپ شوې وه او د يوې گڼې بيه يې شل روپۍ وه.

د دې گڼه سرليکنه د پښتو فلمونو په تاريخ وړه شان مقالگۍ وه چې په لنډو ټکو پکې د پښتو فلمونو تاريخ ليکلى شوى دى او د مجلې د چاپ ارزښت او وضاحت پکې بيان شوى دى، ورپسې پکې "د پښتو سينما روانې چارې" تر عنوان لاندې د پښتو فلمونو خبرونه راغونډ شوي دي چې سرليکونه يې دا دي: پښتو فلمونو انډسټرۍ له اوږه ورکړې، ارباز خان.

په پېښور کې د موسيقۍ نړېواله ورځ ولمانځل شوه.

د ارمان په خوښولو مننه کوم، جهانگير خان.

په رڼا کې د لېونۍ جينۍ کردار لوبوم، مديحه شاه.

گل پاڼې د انټرنېټ مېدان هم وگاټه.

د "سوره" ريکارډنگ مکمل شو.

په وړوکي اختر به د شاهد خان څلور فلمونه ريليز کېږي.

نادر خان به د "بدعمله" ډايريکشن ورکوي.

"افغان" د توقعاتو نه زياته کاميابي ترلاسه کړه.

د "ښکلو باچايي ده" به زما يادگار فلم وي، شاهد خان.

اصف خان صدارتي اېوارډ، عملي اقدامات به کوو، ميا افتخار حسېن.

ارباز خان او گل پاڼه د کابل کنسرت نه واپس راغلل.

د وحيد اچکزي ويډيو البم "وطنه تا ابادول غواړي" ريليز شو.

په دې پسې د "بالي ووډ - هندي سينما" تر سر ليک لاندې د هندوستان تازه خبرونه چاپ دي، چې سرليکونه يې په دې ډول دي:

شاه رخ او کاجل دوه کاله وروسته بيا يو ځاى.

رنبير کله هم دوست نه شي جوړېدى، ديپکا.

"برفي" ته د کرينه "هيروئن" نه هيڅ خطره نشته، رنبير و پريانکا.

د لږو پېسو فلمونه زيات کاميابېږي، پريکا چوپړه.

نصير الدين شاه د مادهوري پرستار.

د شاه رخ خان په فلم انډسټرۍ کې ٢٠ کاله پوره شول.

ايشا دېول د بهرت سره واده وکړ.

خپل نوم نه بدلوم، کرينه کپور.

زما دپاره هر پراجيکټ مهم دى، اجى دېوگن.

د دې نه پس په غزاله جاوېد ليکلي شوي مضمونه او د غزاله جاوېد د پېدائش نه تر مړينې پورې د مجلې ادارې (رحمت ديوان) ليکلى مضمون چاپ دى. چې په دې ډول دي:

د طاهر اباد نه تر ډبگرۍ غزاله جاوېد، چې په وړو وړو سرليکونو يې اډاڼه لرله، سرليکونه يې دا دي: (د غزاله جاوېد پېدائش، د سوات نه تر پېښوره، نڅاگره سندرغاړې شوه، د جهانگير خان سره واده، د خاوند نه طلاق اخستل، سندرو ته بيا راتلل، د غزاله جاوېد وژنه، د فرحت بچ کېدل، د فرحت په جهانگير دعوه، د پوليسو کارروايي، د غزاله جاوېد د قبر بې حرمتي، د غزاله جاوېد مشهورې سندرې، فېسبوک او غزاله جاوېد، څومره سندرغاړې مخکې وژل شوي).

د نوموړي ليکوال نور البشر نويد په غزاله جاوېد ليکلى مضمون "د سندرې روح".

د مشهور ليکونکي او خبريال مطيع الله عابد مضمون "د غزالې پلار".

ورپسې د نيمروز قېس تکل چې د "بلا" په نوم ليکلى شوى دى او په پښتو يو زوړ فلم بلا باندې ليکلى شوى دى وړومبۍ برخه چاپ ده.

د پښتو ژبې سندرغاړې باچا زرين جان په مړينه يو مخ ليکنه، د بالي ووډ وړومبي سپر سټار راجېش کهنه په مړينه يو مخ ليکنه.

له دې پس "د يار په سترگو څه اثر دى" په عنوان سره د ځوان او تکړه سندرغاړي سردار سعيد مرکه چاپ ده، دا مرکه عبدالله شاه بغدادي کړې ده. بيا پکې د متحده عرب اماراتو کې د مېشته سندرغاړي عثمان بنگش په هکله د نجيب عامر لنډې شان خبرې دي، د فرخنده وزير په پښتو موسيقۍ ليکلى مضمون چې عنوان يې دى "له تېرې لسيزې راهيسې پښتو موسيقي په غوړېدو ده" شامل دى چې په پښتو موسيقۍ يې ډېر ښه معلومات وړاندې کړي دي او ښکلى مضمون يې پرې ليکلى دى، د قاسم مندوخېل ليکنه "ژورې کورمې ته نصيب راوړې يمه" هم پکې شامل دى او په غزاله جاوېد ليکلى د بارکوال مياخېل نظم (سپېڅلې نکاح)، د امجد شهزاد نظم (د غزاله جاوېد روح ته نذر)، د گلالۍ يوسفزۍ، ناياب داوړ او ظفر علي ناز غزلې هم شاملې دي چې په غزاله جاوېد يې ليکلي دي.

په دې گڼه کې د ياسمين خان، يوسف خان شېربانو، ارباز خان، گل پاڼه، جهانگير خان، شاهد خان، ميا افتخار حسېن، وحدي اڅکزي، برفي، شاه رخ خان، کاجل، رنبير کپور، پريانکه چوپړه، ديپيکا پډوکون، اجى دېوگن، ايشا دېول، بهرت، کرينه کپور، غزاله جاوېد، ايمن اداس، ياسمين خان، بلا، باچا زرين جان، راجيش کهنه، سردار سعيد، عثمان بنگش، همايون خان، بختيار خټک، زيتا، اسحاق اميري، تصويرونه چاپ دي.

ستمبر ٢٠١٢ء[سمول]

د تصوير مجلې د ستمبر ٢٠١٢ء گڼې په ټائټل باندې د پښتو فلمونو مشهورې اداکارې صوبيه خان يو ښکلى تصوير په تورو جامو کې، چې يوه غرڅنۍ پېغله ښکاري چاپ دى او په شاپاڼه باندې د شرق ټيلويزون مشر او اداکار شفيق الله شايق عکس خپور شوى دى. په ټائټل باندې دا سرليکونه ليکل شوي دي: (د اختر نمبرون فلم غدار، په شوبز کې نوم پېدا کول ډېر گران دي - ارم سحر، غواړم افغاني سينما د نړۍ په کچه وځلوم). د ښکلي ټائټل سره په ښکلي کاغذ او د ښکلو تصويرونو نه ډکه، په دې گڼه کې لاندې مواد شامل وو:

دا ځل د سرليکنې سره په دوېم او درېم مخ د لوستونکو راغلي ليکونه شامل دي.
په ٤ او ٥ مخ باندې د اختر په فلمونو ليکنه او د اختر د پنځو فلمونو (غدار، هر دم خېر، قسم، بدعمله، طوفان) تفصيلي رپورټ خپور شوى دى، د کاميابو او ناکامو فلمونو اندازه پکې لگول شوې ده، سرليکنه يې "غدار د اختر نمبرون فلم" ده.
په ٦ مخ د غزاله جاوېد په هکله خبر خپور شوى دى چې سرليکنه يې "د غزاله جاوېد په وژنه تورن جهانگير ونيول شو" ده.
په اووم مخ دوه خبرونه چاپ شوي دي، چې يو "جلال اباد سينما نه لري فلمونه په خېمو کې کتل کېږي" او بل "ماه نور بل پښتو فلم ترلاسه کړو" دي.
په ٨ مخ د ارشد خان لنډه شان مرکه ده چې سرليک يې "پښتو فلمونه د عريانيت نه پاکول پکار دي" دى او په دې هکله ارشد خان خپل خيالات څرگند کړي دي.
په ٩ مخ "هرات کې ملايانو د شفيق مريد کنسرت لغوه کړ" په عنوان سره د هغې کنسرت خبر دى چې شفيق مريد د اختر په موقع په هرات کې کول غوښتل خو ملايانو ورته پرې نه ښود.
په ١٠ مخ د ببرک شاه سره لنډې شان خبرې دي چې سرليک يې "دلبر منېر سره مې سوله شوې ده" دى، څو ورځې مخکې د يو فلم په سيټ باندې د دلبر منېر او ببرک شاه سره خپل مينځ کې جنگ شوى وو، نو بيا له هغې وروسته ببرک شاه دا خبرې ميډيا ته کړې وې.
په ١١ مخ باندې دوه خبرونه چاپ دي چې يو پکې د نغمې "پاکستان اېوارډ راکوي دا دافغانانو وياړ دى" او بل د خالد ملک "زما نوى البم به خلک خوښ کړي" دي.
د ١٢ مخ نه تر ١٤ مخ پورې د ټي وي ډرامو د مشهورې اداکارې ارم سحر مرکه چاپ ده، دا مرکه عبدالله شاه بغدادي کړې ده او د ارم سحر په ژوند او فن پکې گټور معلومات شته دى.
په ١٥ مخ د دانيال رومان ليکنه چاپ ده چې په کرن خان يې د يوې سندرې د غلا تور لگولى دى او بيا د هغې جواب د مجلې په اخر مخ کې چاپ شوى دى چې کرن خان يې سپيناوى کړى دى چې دا سندره يې خپله ده.
د ١٦ نه تر ١٨ مخ پورې د نيمروز قېس د تکل "بلا" دوېمه برخه چاپ شوې ده.
د ١٩ مخ نه تر ٢٢ مخ پورې د فاروق فراق ليکنه ده چې په پښتو سي ډي ډرامو يې ليکلې ده او عنوان يې دى "سي ډي ډرامو کې د ماشومانو رول" او په هغه ډرامو يې خبرې کړي دي چې په کومو کې ماشومانو د هيرو رول ترسره کړى دى.
د ٢٣ نه تر ٢٦ مخ پورې د اداکار او د شرق ټيلويزون مشر شفيق الله شايق مرکه چاپ ده چې عنوان يې دى "غواړم افغاني سينما د نړۍ په کچه وځلوم"، دا مرکه ورسره فريدون خوځون کړې ده او په دې مرکه کې د شفيق الله شايق په ژوند، فن او کار تفصيلي خبرې شوې دي.
په ٢٧ او ٢٨ مخ باندې د فريد الله شاه حساس ليکنه ده چې په تالان ډرامه يې ليکلې ده.
د ٢٩ نه تر ٣١ مخونو پورې د سکونډارې په نوم د رحمت ديوان (چې د لايب جانان په نوم يې کړې ده) ليکنه ده چې په پښتو فلمونو يې يوه تنقيدي مضمون ليکلى دى او د پښتو فلمونو بد اړخونه يې پکې راڅرگند کړي دي چاپ دى.
د مجلې په اخري مخ باندې د کرن خان ليکنه چاپ ده چې د رحمان بابا د شعر په هکله يې خبرې کړي دي او ويلي يې دي چې د رحمان بابا شعر او کمپوز يې خپل دى.

نومبر ٢٠١٢ء[سمول]

د تصوير مجلې درېمه گڼه د نومبر په مياشت کال ٢٠١٢ء کې چاپ او خپره شوه. د دې گڼې په ټائټل باندې د مشهورې اداکارې لېلا تصوير چاپ شوى دى چې په وړومبي ځل يې په يو پښتو فلم کې کار کړى دى. د دې گڼې په ټائټل باندې دا سرليکونه راغلي دي: د پېښوريانو مينه به تل يادوم - صوبيه خان، بدرمنېر نه هېرېدونکى اتل، چرسي کې کار کول اعزاز دي - جهانگير خان، نه غواړم چې ټوپک دې راسره وي او خلک دې وژنم - عجب گل. او په ټائټل د اختر مبارکي هم ليکل شوې ده
دا ځل د تصوير مجلې غړي په دې ډول دي: چيف ايډيټر: اشفاق طورو، ايډيټر: رحمت ديوان، مرستيال ايډيټر: عبدالولي خان، کتونکي ډله: نيمروز قېس، شېر رحمان بېتاب، رضوان ساجن. د يوې گڼې بيه څلوېښت کالدارې ده او د تصوير تخنيکي څانگې چاپ کړې او خپره کړې ده.
سرليکنه د اختر په خوشحالۍ او د بدرمنېر په څلورم تلين باندې ليکل شوې ده.
په دوېم مخ د (نادر خان به "مائي نېم از خان" وړاندې کوي) او (ارباز خان به لوى اختر ته "دشمني" وړاندې کوي)د اختر د فلمونو خبرونه دي.

په درېم مخ د نوموړي اداکار او ډائريکټر عجب گل وړه شان مرکه چاپ ده چې سرليک يې دى (نه غواړم چې ټوپک دې راسره وي او خلک دې وژنم) دا مرکه د مجلې ايډيټر رحمت ديوان کړې ده.
د څلورم نه تر نهم مخ پورې هم بېلا بېل خبرونه د ښکلو تصويرونو سره چاپ دي چې سرليکونه يې په دې ډول دي:
"چرسي" کې کار کول اعزاز دى، جهانگير خان.
په "مائي نېم از خان" کې به ټول حېران کړم، عاصمه لتا.
په "چرسي" او "مائي نېم از خان" کې مې بهترين رول ادا کړى، شاه جهان خان.
په "دشمنۍ" کې به يو ځل بيا په پاور فل کردار کې راځم، ببرک شاه.
د "شېر خان" شوټنگ روان دى.
افغاني فلمونه ورځ په ورځ ښه کېږي، امير شاه تلاش.
شهناز سواتۍ هم سندرو ته مخه کړه.
د پښتونخوا ټول فنکاران زما دپاره يو شان د قدر وړ دي، ميا افتخار حسېن.
"د رڼا په لور" به د لوى اختر په ورځ خپرېږي، شايق.
د ١٠ مخ نه تر ١٤ مخ پورې په بدرمنېر ځانگړى رپورټ ليکلى شوى دى چې د مجلې ايډيټر رحمت ديوان ليکلى دى، دا رپورټ د ښکلو تصويرونو سره د هغه په ژوند او فن ليکلى شوى دى چې د مرحوم د څلورم تلين په موقع مينه والو ته ډالۍ شوى دى.
په ١٥ مخ د اردو او پنجابي فلمونو مشهور اداکار شفقت چيمه پښتو فلمونو ته راتگ باندې خبرې شوې دي او ورسره د ببرک شاه يو وړوکى شان خبر هم چاپ دى.
په ١٦ او ١٧ مخ باندې د نوي پښتو فلم "چرسي" د سترگو ليدلى حال بيان شوى دى.
په اتلسم او نولسم د نوموړې اداکارې صوبيه خان مرکه چاپ شوې ده چې په دغه وخت کې پېښور ته راغلې وه او په يو کنسرت کې يې برخه اخستې وه، نوموړې د پېښوريانو ستاينه کړې ده او ويلي يې دي چې د پېښوريانو مينه به تل يادوم.
په ٢٠م مخ د "شبستان، شمع، کيپيټل او ناز سينماگانې يې تباه کړې" د حاجي مسافر خبرې دي چې په پېښور کې په ٢١م ستمبر سوځولې شوو سينماگانو باندې يې ژور خفگان ښکاره کړى دى.
په ٢١ مخ وحيد اڅکزي ويلي دي چې "زما په سندرو کې فحاشي نه وي".
په ٢٢م او ٢٣م مخ باندې د "گل به دې کړم" عنوان سره د پښتو ډرامو اداکارې او سندرغاړې سپنا سره مرکه چاپ ده، دا مرکه خبريال داود جبارخېل کړې ده.
د ٢٤م مخ نه تر ٢٦م مخ پورې د ډرامو د مشهور او نوموړي اداکار منظور خان مرکه ده چې عنوان يې دى "ډرامه چې معياري نه وي نو کار پکې نه کوم"، دا مرکه رحمت ديوان کړې ده او د ښکلو تصويرونو سره په درې مخونو چاپ ده.
په ٢٧م مخ دوه خبرونه دي چې پکې "غواړم چې معياري فلم کې کار وکړم، شاه سوار" او "ځان رانه ساته په پښتني کلچر باندې جوړ يو سوشل فلم دى، عباس علي شاه"، خبرونه چاپ دي.
په اخري مخونو کې (د ٢٨ نه تر ٣٢ پورې) په تالان ډرامه د سيد فريد الله شاه حساس مضمون او د هارون باچا مضمون چې په انټرنېټ او يوټيوب يې ليکلى دى چې د پښتو موسيقۍ ته يې زيان رسولى دى، چاپ دي.

دسمبر ٢٠١٢ء[سمول]

د تصوير د دسمبر ٢٠١٢م گڼه د ښکلي ټائټل او ښکلو تصويرونو سره چاپ ده چې په ټائټل يې د نوموړي اداکار جهانگير خان او اداکارې صوبيه خان تصويرونه چاپ دي، په ټائټل چې کومې سرليکنې دي هغه په دې ډول دي: (ټاپ پنځه اکيټران، ټاپ پنځه هيروئنې، پښتو فلمونه د پښتنو خواږه دښمنان، ټپيزې په وړومبي ځل ما ويلي دي - بختيار خټک، فلم د يوې ټولنې ډېره ښه اصلاح کوي - ميروېس فقيري).
د دې گڼې په سرليکنه کې د پښتو سي ډي ډرامو، فلمونو او سټېج کنسرتونو باندې تنقيد شوى دى چې دوي فحاشي خوروي او په تيلويزونونو هم دا نيوکه شوې ده چې دوې ولې خپلې ډرامې نه خپروي، ولې د نورو هېوادونو ډرامې ډب کوي او خپروي يې، چې په دې وجه هغوي د نورو خلکو کلتورونه په پښتنو کې خوروي.

د درېم مخ نه واخله تر ٨ مخ پورې د خبرونو سرليکونه داسې دي:
فنکار هم د يو مزدور په شان وي، گل پاڼه.
د سينئير ډېر احترام کوم، ارباز خان.
"باډي گارډ" او "پېښورى بدمعاش" به په فرورۍ کې ريليز کېږي.
شېر خان به ډېر زر نندارې ته وړاندې شي.
ارباز خان به "لوسټوري" او "انتها" جوړوي.
پښتو فلمونه بزنس کوي، جهانگير خان.
د جېمز بانډ فلم ستورى ناببره هلمند ته لاړ.
نن سبا په "عدالت" کې بوخت يم، امير شاه تلاش.
سندرې او اداکاري مې پرېښوده، سجاد طورو.
پريا د فحاشۍ اخري حد ته ورسېده.
په "شېر خان" کې په يو خطرناک رول کې راروانه يم، دعا قرېشي.
شاهد عثمان په "ازلي بدبخته" کار شروع کړو.
نه غواړم چې غېر معياري شاعري ووايم، فريحه شاه.
نادر خان د "مست ملنگ" جوړولو اعلان وکړو.
په "دشمني" کې د خپل کردار نه مطمينه يم، صوبيه خان.
ذيشان خان تلاش "سرتېرى" نومې فلم جوړوي.
"بدبخته" سي ډي ډرامه د جوړېدو په اخري مرحله کې ده.
له دې وروسته د ٩ مخ نه تر ١٢ مخ پورې چې د تصوير مجلې ادارې د اختر په فلمونو کومه سروې کړې وه، هغه په دې مخونو چاپ ده چې څه په دې ډول ده:
د اختر فلمونه:

  1. چرسي
  2. دشمني
  3. مائي نېم از خان

د لوى اختر ټاپ پنځه ايکټران:

  1. جهانگير خان
  2. ارباز خان
  3. شاهد خان
  4. ببرک شاه
  5. محمد حسېن سواتى

د لوى اختر ټاپ پنځه هيروئنې:

  1. صوبيه خان
  2. عاصمه لتا
  3. لېلا
  4. دعا قرېشي
  5. سنبل

د لوى اختر پنځه کاميابې جوړۍ:

  1. جهانگير خان او پريا
  2. ببرک شاه او صوبيه خان
  3. ارباز خان او صوبيه خان
  4. شاهد خان او عاصمه لتا
  5. شاهد خان او لېلا

په ١٣ او ١٤ مخ باندې د پښتو ژبې مشهور ليکوال، شاعر او نوموړي ډرامه نگار ډاکټر محمد اعظم اعظم په مړينه باندې يو مضمون ليکلى شوى دى چې د مجلې چيف ايډيټر اشفاق طورو ليکلى دى.
په ورپسې مخونو کې د پښتو ټي وي ډرامو "دربار که دکانچه"، "زندان د اوسني وخت کيسه"، "پاڅون" او د اې کې خان په سي ډي ډرامه "يار مې نادان دى نه پوهېږي" باندې مضمونونه شامل دي، په "يار مې نادان دى نه پوهېږي" باندې مضمون اسرار شېخ ليکلى دى.
په ١٩ او ٢٠ مخ باندې د افغانستان د فلمونو نوموړي اداکار ميروېس فقيري مرکه شامله ده چې سرليکنه يې داسې ده "فلم د يوې ټولنې ډېره ښه اصلاح کوي"، په دې مرکه کې د نوموړي په ژوند او فن خبرې شوې دي، دا مرکه داود جبار خېل کړې ده.
د ٢١ نه تر ٢٥ مخ پورې د نوموړي سندرغاړي بختيار خټک مرکه شامله ده چې سرليک يې په دې ډول دى "ټپيزې په وړومبي ځل ما ويلي دي"، په دې مرکه کې نوموړي دا هم ويلي دي چې "دا اوس چې کومې ويډيو راځي نو دا خو څه ويډيو نه دي چې زه دې مايک ته ودرېږم او خپل ټول البم دې ريکارډ کړم" دا مرکه رحمت ديوان کړې ده او په دې مرکه کې د بختيار خټک په ژوند او فن تفصيلي خبرې شوې دي.
د ٢٦ نه تر ٢٨ مخ پورې اېمل مړوند ليکلى مضمون چاپ دى چې په کرن خان يې ليکلى دى او هغه يې د ښه شعر سرلارى گرځولى دى، عنوان يې دى "کرن خان په پښتو موسيقۍ کې د ښه شعر د انتخاب سرلارى".
د مجلې په اخري درې مخونو باندې د نصير الله مومند ليکنه چاپ ده چې سرليک يې دى "پښتو فلمونه د پښتنو خواږه دښمنان" په دې مضمون کې نوموړي ډېر په تفصيل سره د پښتو فلمونو بد اړخونه او په ټولنه يې اثرات ښکاره کړي دي او يو گټور تنقيدي مضمون يې پرې ليکلى دى.
د ښکلو مضمونو او په زړه پورې تصيرونو سره چاپ د تصوير دا گڼه هم ډېره په زړه پورې چاپ شوې ده.

جنوري ٢٠١٣ء[سمول]

د ٢٠١٣ء کال د جنورۍ مياشتې د تصوير د پنځمې گڼې په ټائټل باندې د هندوستان د مشهورې اداکارې سوناکشي سنها، د ملالۍ يوسفزۍ، د جهانگير خان او ارباز خان تصويرونه چاپ دي. د دې گڼې په ټائټل باندې دا سرليکونه ليکلي شوي دي: "سوناکشي سنها سره مرکه، په ملالۍ فلم جوړېږي، جهانگير خان هم ډائريکشن ته راغلو او انتها به د پښتو فلمونو تاريخ جوړوي". په دې گڼه کې د ٢٠١٣ء کال کلېنډر هم چاپ شوى دى چې پکې د مرحومې غزاله جاوېد او گل پاڼې تصويران چاپ شوي دي.
سرليکنه د تېر کال (٢٠١٢ء) په فلمونو ليکلې شوې ده چې څومره فلمونه ريليز شوي دي، څومره کامياب دي او څومره ناکام، چې نومونه يې په دې ډول دي: ملنگ باچا، انتقام، جنگ، افغان، ارمان، د ښکلو باچاهي ده، قسم، غدار، بدعمله، توپان، هر دم خېر، مائي نېم از خان، چرسي او دښمني".

د ٣ نه ١٣ مخه پورې چې کومې ليکنې او خبرونه چاپ شوي دي، د هغې سرليکونه په دې ډول دي:
د جهانگير خان په ډائريکشن کې وړومبي فلم کې شاهد خان او شاه سوار کاسټ.
د حسن عسکري د "داستان" ريکارډنگ پوره شو.
ارشد خان د نوي پښتو فلم "لوفر" جوړولو اعلان وکړ.
يعقوب ناصري د فېس بک په سيالۍ کې دوېم نومره، دا سيالي په جلال اباد کې شوې ده او د افغانستان نوموړى اداکار يعقوب ناصري پکې په دوېم نمبر راغلى دى.
د ارباز خان "انتها" په اخري مرحلو کې.
"داستان" کې به شاهد خان وځلېږي.
کرينه جان د فحاشۍ لار خپله کړه.
د ملاله يوسفزۍ په ژوند فلم جوړېږي. دا فلم د هندي سينما مشهور پروډيوسر امجد خان اعلان کړى وو چې هغه به د ملاله يوسفزۍ په ژوند باندې فلم جوړوي.
سندرغاړي شاه سوار د پښتون ثقافت څهره خرابه کړه، په شاه سوار باندې يوه تنقيدي ليکنه ده.
سحر خان د پښتو فلمونو او ډرامو نه بهر شوه.
له پښتنو اداکارانو سره دمېرنې مور په شان سلوک کېږي، راني.
فلمي لوبغاړى ظاهر ارماني مړ وموندل شو، د جلال اباد مشهور ډائريکټر ظاهر ارماني چې مړى يې موندل شوى وو او ډېر تشدد پرې شوى وو، په هغې باندې دا يو مخ ليکنه ده.
پښتو فلم انتها به د پښتو فلمونو تاريخ جوړوي، ارباز.
د امن "اېوارډ" په ترلاسه کولو د آئيډيا ويژن مننه کوم، نيلو.
"زاړه يادونه" اولس ډېره خوښوي، علي يوسفزى.
اوسنيو بې مانا سندرو ته مې زړه تنگېږي، گردش، د حفيظ الله گردش سره لنډه شان مرکه ده.
رشيد ناز د هند فلم انډسټرۍ ته مخه وکړه، د امجد هادي يوسفزي ليکنه ده.
حکومت دې د فحش نڅا او سندرو خلاف کاروايي وکړي، د کلچر ډويلپمنټ آرگنائزېشن د فحاشۍ خلاف لاريون دى.
لېلا د فلمونو ضرورت، د پنجابۍ اداکارۍ په هکله ليکل شوي چې پښتو فلمونو کې يې کاسټ ډېر شوى وو.
د لېلا صديقي د بخت ستوري وځلېدل.
د پښتو موسيقۍ نوې ډلې، د سندرو امېل.
په ١٤ او ١٥ مخ باندې د هندوستان د مشهورې اداکارې سوناکشي سنها ښکلې مرکه او ښکلي تصويرونه چاپ شوي دي چې د هغې د فلم "سن آف سردار" د کاميابۍ نه پس ورسره شوې ده او د هغې د ژوند او فن په هکله هم پکې خبرې شوې دي.
په ١٦ او ١٧ مخ باندې د هندي سينما د کال ٢٠١٢ء خاص خاص خبرونه چاپ شوي دي، چې ليکوال يې عبدالولي خان دى، لنډ لنډ سرليکونه يې په دې ډول دي: (درې واړه خانان په باکس افس وځلېدل، وړو فلمونو هم ځاى ترلاسه کړو، يش چوپړا او کاکا سترگې پټې کړې، دا کال په ندي سينما کې د ودونو لپاره هم يادگار شو).
په ١٨ او ١٩ مخ باندې د پښتو ژبې ځوانې سندرغاړې ارم خان مرکه ده چې عنوان يې "پښتانه ښځينه هنرمندانو ته په ښه نظر نه گوري" دى، دا مرکه داود جبار خېل کړې ده، چې پکې د نوموړې په ژوند او فن تفصيلي خبرې شوې دي.
په ٢٠ مخ د هارون باچا ليکنه ده چې سرليکنه يې ده "پښتو موسيقۍ سره د اسلام اباد سرکار امتيازي چلند".
په ٢١ مخ درې خبرونه چاپ دي چې په سرليکونه يې په دې ډول دي: (نادر خان د ١٤ مياشتو لپاره جېل ته لاړو، په دې وخت کې کاميابي ترلاسه کول اسان نه دي، نظر الدين دراني، د اى کى خان "زخمي زړه" ريليز شوه).
په ٢٢ مخ باندې د د هندوستان د مشهور اداکار سلمان د نوي فلم "دبنگ ٢" باندې تبصره شوې ده، په دې فلم دلته تفصيلي خبرې شوې دي.
په ٢٣ او ٢٤ مخ د سراج ظهير ليکنه ده چې سرليک يې وو "په ٢٠١٢م کال کې پښتو فلمي صنعت تر ټولو مخکې وو"، په دې ليکنه کې ليکوال د تېر کال (٢٠١٢ء) په فلمونو باندې تفصيلي خبرې کړي دي.
په ٢٥ مخ باندې د هندوستان د مشهورې اداکارې کترينه کېف تصويرونه او خبر چاپ دى، چې څه په دې ډول دى "کترينه کېف تر ټولو غوره اداکاره".
"يوه افغانه نجلۍ په هندي فلم کې کار کوي"، د اکرام الله اکرام ليکنه ده چې په جايحانه خان يې ليکلې ده چې د هندوستان په يو فلم کې يې د هيروينې رول ترسره کړى دى.
په ٢٧ او ٢٨ مخ باندې د هارون باچا ليکنه ده چې "پښتنو ښځينه سندرغاړو د موسيقۍ مارکيټ نيولى" باندې يې ليکلې ده او په دې هکله يې تفصيلي خبرې کړي دي.
په ٢٩ او ٣٠ مخ باندې د محمد الياس ليکنه ده چې عنوان يې "افغاني فلمونه څنگه معياري کېدى شي؟" دى، نوموړي په دې هکله د افغاني فلمونو دقيقه جايزه اخستې ده او په دې هکله يې فلم جوړونکو ته گټورې مشورې ورکړي دي.
په ٣١ مخ باندې په وړومبي ځل د لوستونکو لپاره يوه د پوښتنې سلسله شروع شوې ده، دا پوښتنې په لاندې ډول دي:
په نوم کې څه دي؟

  • د ارباز خان خپل نوم څه دى؟
  • د گل پاڼې د دې "اې زما نادان ملنگه" د شاعر نوم څه دى؟
  • د "کونډې زوي" فلم ستوري شاد گل خپل نوم څه دى؟

خالي ځايونه ډک کړئ:

  1. د بدرمنېر وړومبى پښتو فلم............ دى.
  2. د اصف خان وړومبى پښتو فلم............ دى.
  3. د شاهد خان وړومبى پښتو فلم........... دى.

په تصوير کې څه دي؟
په دې کې د دوه جينکو هنرمندانو تصوير يو ځاى شوى دى چې نيم بره مخ د يوې او نيم لاندې مخ د بلې دى.
په ٣٢ مخ د "تاسو سره گپ شپ" تر عنوان لاندې د لوستونکو رالېږلي ليکونه، مشورې، تنقيدونه وغېره چاپ شوي دي.
د ښکلو موضوعاتو سره دا مجله په ډېر ښه کاغذ د ښکلي ټائټل سره او په هر مخ د ښکلو ښکلو تصويرونه سره چاپ شوې ده چې لوستل او د ځان سره ساتل به يې بې ځايه نه وي.

فروري ٢٠١٣ء[سمول]

د تصوير مجلې د فرورۍ ٢٠١٣ء گڼه په ښکلي ټائټل او ښکلي کاغذ، د ښکلو تصويرونو سره چاپ ده، په ټائټل باندې د هندوستان د نوموړي اداکار شاه رخ، د پښتو فلمونو د مشهور اداکار شاهد خان او د مشهور پښتون سندرغاړي وحيد اڅکزي عکسونه چاپ دي. په ټائټل چې کوم سرليکونه دي، هغه په دې ډول دي: (د کروړونو زړونو درزا شاه رخ خان، د پښتو فلمونو سره د مېرنې مور په شان سلوک کېږي - شاهد خان، نن سبا خلک د مطلب شعر خوښوي - وحيد اڅکزى، "دهقان" يو ښه خو متنازعه فلم، په پښتني کلتور باندې د سي ډي ډرامو اثرات، "شين اسمان زرې زرې" په وړومبي ځل ما ويلې وه - شاه ځوان منور). د تصوير مجلې د فرورۍ په گڼه کې چې نور څه مواد چاپ دي، هغه په لاندې ډول دي:

په ٢ مخ باندې د پښتو دوه فلمونو چې په فرورۍ کې ريليز کېدل ذکر دى، چې يو باډي گارډ او بل انتها دى، په دې مخ باندې د کرن خان د نوي البم "زه يم قيمتي غمى" خبر هم چاپ دى چې اولس يې غندنه کړې ده.
په ٣ مخ باندې د هندي فلمونو د فرورۍ لسټ چاپ دى چې په فرورۍ کې به کوم کوم فلمونه ريليز کېږي، چې نومونه يې په دې ډول دي: ډيوډ، مائي، اې بي سي ډي (اېني باډي کېن ډانس)، سپېشل ٢٦، جيانتا بهايي کي لوسټوري، کې پوچي او ضلع غازي اباد.
د ٤ مخ نه تر ٩ مخ پورې چې کوم خبرونه چاپ دي، د هغې سرليکونه داسې دي:
گل پاڼې بيا په سندرو پېل وکړ.
په سټېج ډرامو کې د فحاشۍ خلاف يم، صوبيه خان.
پښتو فلمونه او سي ډي ډرامې د نوي کول د بې لارۍ سبب جوړېږي.
د "همت والا" ري مېک.
د "ايک تهي ډائن" وړومبى ټرېلر ريليز شو.
د واده خبرونه دروغ دي، نرگس فخري.
افغانستان کې جوړ فلم اوسکار جايزې ته کانديد شو.
د فلمساز مظفر خان راروان فلم "وربل" به ډائريکټر ارشد خان جوړوي.
"چناى ايکسپرېس" د ريليز نه مخکې مقبوليت ترلاسه کړو.
د غېرو پښتنو ممثلو په وجه سي ډي د بحران سره مخ ده، ريما.
سوات کې د شاه سوار په سندرو پابندي ولگېده.
پښتونخوا کې يو درځن سينماگانې ړنگې شوي دي.
د ناديه گل د نوي اډيو کېسټ ريکارډنگ مکمل شو.
جان ابراهام بدمعاش شو.
سلمان خان او کترينه د بدترين اداکار جايزې ته نوماندان شوي.
په ١٠ او ١١ مخ باندې د هندوستان د فلمونو د کنگ خان شاه رخ خان په هکله يو ځانگړى رپورټ چاپ دى چې عنوان يې "د کروړونو زړونو درزا شاه رخ خان" دى، دا ځانگړى رپورټ احسان الله ليکلى دى او د پېل نه واخله تراوسه پورې يې پکې د شاه رخ خان ژوند، فن او په فلمونو خبرې کړي دي.
په ١٢ مخ باندې د افغانستان د فلمونو د اداکار ميروېس فقيري سره لنډه شان مرکه د هغه په راروان فلم "شېر خان" باندې چاپ ده چې هغه وايي "شېر خان په کلتور او زده کړه جوړ فلم دى". دا مرکه ورسره گلستان کړې ده.
د ١٣ مخ نه تر ١٥ مخ پورې د پښتو فلمونو نوموړي اداکار شاهد خان مرکه چاپ ده چې په دې عنوان ده "د پښتو فلمونو سره د مېرنې مور په شان سلوک کېږي، باچا خان د پښتنو د حقونو لپاره ډېره لويه مبارزه کړې ده، د افغانستان سره د يو ځاى فلم جوړولو اجازت هم پکار دى، مثبت تنقيد خوښوم او د خپلې اصلاح کوشش کوم". دا مرکه ورسره عبدالله شاه بغدادي کړې ده او د شاهد خان په راروان فلم او د هغه په ژوند او فن پکې تفصيلي خبرې شاملې دي.
په ١٦ مخ دوه خبرونه چاپ دي چې سرليکونه يې دا دي: "د مظفر خان او ارباز خان لارې بيلې شوې" او "سحر ملک د پښتو فلمونو نه بهر شوه".
په ١٧ او ١٨ مخ باندې د احسان الله ليکنه ده چې عنوان يې دى "په پښتني کلتور باندې د سي ډي ډرامو اثرات" او په ډرامو يې يو ښه تنقيدي مضمون ليکلى دى او د پښتو سي ډي ډرامو بد اړخونه يې پکې څېړلي دي او غندنه يې ورله کړې ده.
په ١٩ مخ باندې د هندي نوي ريليز شوي فلم "مترو کي بجلي کا منډولا" باندې تبصره شوې ده.
په ٢٠ مخ د هندوستان د فلمي نړۍ د دوه مشهورو اداکارانو شاه رخ خان او اکشى کمار خبرونه دي چې سرليکونه يې په دې ډول دي: "شاه رخ خان وايي مينه وال يې کم شوي دي" او "د هندي سينما کيلاړي اداکار سندرې ويل هم پېل کړل".
په ٢٢ او ٢٣ مخ باندې د پښتو ژبې مشهور ليکوال سيد صابر شاه صابر مضمون "دهقان يو ښه خو متنازعه فلم" د عنوان لاندې ليکنه خپره شوې ده چې پکې نوموړي د دهقان فلم پوره تفصيلي جايزه اخستې ده او ورسره خپلې خاطرې يې هم ليکلي دي.
په ٢٤ او ٢٥ مخ باندې د پښتو ژبې د مشهور سندرغاړي وحيد اڅکزي مرکه ده چې عنوان يې دى "نن سبا خلک د مطلب شعر خوښوي"، دا مرکه ورسره داود جبار خېل کړې ده او د وحيد اڅکزي په ژوند او فن يې ډېرې گټورې خبرې کړي دي.
په ٢٦ مخ باندې اېف نعيم مردانوي د پښتو سي ډي ډرامو اداکار عامر خان سره مرکه کړې ده چې عنوان يې دى "په خپل فني صلاحيتونو نوم گټل غواړم".
په٢٧ مخ باندې دوه خبرونه د بدرمنېر او وينا ملک چاپ دي، چې سرليکونه يې دي "بدرمنېر مرحوم دې لالا بدرمنېر وليکل او ياد شي، اکرم" او "د هندوانو مذهبي کتاب بهگوت گيتا په لوستو وينا ملک سکون ترلاسه کړو".
په ٢٨ او ٢٩ مخ باندې د افغان سندرغاړي شاه ځوان منور مرکه د دې عنوان سره چاپ ده "شين اسمان زرې زرې په وړومبي ځل ما ويلې وه، زرو ما نه غلا کړه او په نازيه اقبال يې وويله". دا مرکه ورسره گلستان کړې ده او د هغه په ژوند او فن يې پکې ښه تفصيلي خبرې کړي دي.
په ٣٠ مخ باندې د اسلام غني اورکزي ليکنه د "پښتو فلمونه او ډرامې" تر عنوان لاندې چاپ ده.
په ٣١ مخ باندې د "د تصوير پوښتنه" کې دا ځل دا پوښتنې شوي دي:
په نوم کې څه دي؟

  1. د ارباز خان د وړومبي پښتو فلم نوم څه دى؟
  2. جهانگير خان کومه سندره په خپل اواز کې ريکارډ کړې؟
  3. د عرفان خان د دې سندرې "پېښور خو پېښور دى کنه" شاعر څوک دى؟

په تصوير کې څه دي؟
دا ځل بيا دوه تصويرونه يو ځاى کړل شوي دي او نيم مخ د يوې او نيم د بلې اداکارې دى، د جنورۍ په گڼه کې چې کوم تصوير چاپ وو د هغې ځواب هم دلته ورکړل شوى دى او د هغه دواړو اداکارو تصويرونه هم پکې چاپ دي چې بره نيم مخ د صوبيه خان او لاندې نيم مخ د عاصمه لتا وو.
دا ځل په دې گڼه کې د جنورۍ د گڼې د پوښتنو ځوابونه هم ورکړل شوي دي چې څه په دې ډول دي:

  1. د ارباز خان خپل نوم عارف علي خان دى.
  2. د گل پاڼې د دې سندرې "اې زما نادان ملنگه" شاعر رحمت شاه سايل دى.
  3. د "کونډې زوي" فلم ستوري شاد گل خپل نوم ممنون مقصودي دى.

د مجلې په اخري مخ باندې "تاسو سره گپ شپ" د عنوان لاندې د لوستونکو گيلې، مشورې، تنقيد او نظرونه چاپ شوي دي.

د تصوير شپږ فلمي گڼې په PDF کې[سمول]

فکشن تصوير[سمول]

کله چې د د فلمي تصوير چاپ کېدل د ځينو وجوهاتو له کبله وځنډېدل نو د شپږو گڼو نه وروسته په ٢٠١٣م کال کې د فرورۍ د گڼې د چاپ کېدو نه وروسته بيا تصوير مجله چاپ نه شوه، خو چې کله مونږ بيا د تصوير مجلې د چاپ کولو هوډ وکړو نو دا ځل مو د پښتو فکشن ته خيال وو، ځکه چې په پښتو ژبه کې د فکشن ډېر کمى دى او چې کوم ليکل کېږي نو هغه هم په صحيح توگه مخې ته نه راځي، نو په دې وجه مونږ غوښتل چې تصوير مجله د فکشن لپاره کار وکړي او د پښتو فکشن ته وده ورکړي نو دا ځل تصوير مجله يواځې د افسانو، ناول، رپورتاژ او د لنډو لنډو ادبي ټوټو، لطيفو او معلوماتو لپاره ځانگړې شوه او تصوير مجله درې مياشتنۍ هم شوه چې له بندېدو بچ شي او خپلو مينه والو ته تل ښکلي ښکلي تصويرونه په لفظي بڼه وړاندې کړي، چې وړومبۍ گڼه يې د پرېل - مۍ - جون کال ٢٠١٥ء کې چاپ او خپره شوه.

اپرېل - مۍ - جون ٢٠١٥ء[سمول]

د تصوير مجلې دا درې مياشتۍ گڼه چې په اپرېل - مۍ - جون ٢٠١٥ء لپاره چاپ او مارکيټ ته راغلې ده، ايډيټر يې رحمت ديوان دى او مرستيال يې امير خان ياد دى، په A4 Half سايز کې په ٦٨ مخونو خوره ده، چې په کې د سرليکنې نه علاوه ١١ افسانې او د ناول يوه برخه شامل دي، د دې سره سره پکې ځينې لطيفې، ادبي ټوټې او معلوماتي خبرې هم شاملې دي. د دې گڼې په ټائټل د يوې اوزبکۍ ماډلې عکس چاپ شوى دى چې پکې په پښتني کلتور اډاڼه لري. دا گڼه په عامر پرنټ اېنډ پبشلرز پېښور کې چاپ شوې ده او د تصوير د دفتر نه خوره شوې ده چې بيه يې ٥٠ روپۍ ده.
د مجلې په دوېم مخ د مجلې د ځنډېدو او بيا چاپ کېدو وجوهات بيان شوي دي. په دې گڼه شاملې افسانې په لاندې ډول دي:

  1. مړاوى گلاب - نيمروز قېس (مخونه: ٣-٥)
  2. د نړۍ وروستۍ شپه - رى بردبرى (ژباړن: طاير ځلاند) (مخونه: ٦-١١)
  3. د ښځو ورځ - ثنا ساپۍ، لندن (مخونه: ١٢-١٥)
  4. راجگڼه (ناول، لومړۍ برخه) رحيم شاه رحيم (مخونه: ١٦-٢٤)
  5. ادراک - رحمت ديوان (مخونه: ٢٥-٣١)
  6. سفارش - احمد نديم قاسمي (ژباړن: انعام الله گوهر)، (مخونه: ٣٢-٣٩)
  7. د مينۍ ډالۍ - سيد روشن شاه قلميار (مخونه: ٤٠-٤١)
  8. کټماله - لطيف شاه شاهد (مخونه: ٤٢-٤٥)
  9. وړه خبره - زبېده خاتون (ژباړن: رحمت ديوان)، (مخونه: ٤٦-٥١)
  10. باراني ماښام - محمد صديقي (مخونه: ٥٢-٥٧)
  11. کرشمه - سميع جان علي خېل (مخونه: ٥٨-٦٢)
  12. نېمفومينيا - ډاکټر محمد زبېر حسرت (مخونه: ٦٣-٦٨)

له دې سره "تر ټولو غوره تورزن" (لطيفه)، "په جينکو کې لوړه راغله، وږمه سبا عامر ليکنې نه اقتباس"، "ژبې" د ژبو په هکله لنډ شان معلومات، "موقع" (لطيفه)، "د نړۍ د بېلا بېلو ژبو ستر شاعران" د سترو شاعرانو نومونه، "شهزاده" (ټوکه)، "ټکټ" (لطيفه)، "راز" د محمد صديقي ژباړه او "گونگه مور" (لطيفه) شاملې دي.
د ښکلي ټائټل سره سره په ښکلي کاغذ چاپ شوې دا مجله چې د ټائټل سره کومې څلور رنگينې پاڼې لري په هغې باندې د نوو پښتو کتابونو تصويرونه او د باچا خان يو قول هم چاپ دى.
د پښتو د فکشن مينه والو لپاره دا گڼه يوه ډېره ښکلې او په زړه پورې ده چې په لوستو او د ځان سره په ساتلو کې به يې څه بدي نه وي.

حوالې[سمول]

د تصوير مجلې بلاگ
د تصوير مجلې د فېس بک پاڼه
د تصوير مجلې اوومه گڼه چاپ شوه[مړه لينکونه]
Read and download "Tasveer" Magazine Online on the internet
Pashto fiction magazine launched to encourage women writers
Tasweer Magazine 6th Issue Title Archived 2016-03-05 at the Wayback Machine.
Pashto Showbiz Magazine "Tasweer" 3rd Edition Just Published Archived 2016-03-05 at the Wayback Machine.