Jump to content

تصمیم نیونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په روانپوهنه کې تصمیم نیونه(په املایي بڼه تصمیم نیول) د پېژندنې د بهیر په توګه په پام کې نیول کېږي، چې هغه د یوه باورغوراوي او یا د یوه عمل مسیر ټاکي. دا کار له څوغورچاڼوڼو نه وروسته تر سره کېږي. کېدای شي، منطقي او یا غیر منطقي وي. د تصمیم نیولو بهیر، یوه استدلالي پروسه ده. تصمیم نیونه، د فرضیو، باورونو، ارزښتونو او ترجیحاتوپر بنسټ تر سره کېږي. د تصمیم نیولو هربهیر، یوه وروستۍ ټاکنه ده چې ښایي د کومې کړنې سبب شي یا نه. [۱]

د تصمیم نیولو په اړه څېړنې هم، د مسئلې د اواري په عنوان خپرې شوې دي، په ځانګړې توګه د اروپایي ارواپوهنې په څېړنو کې.[۲]

بیا کتنه

[سمول]

کولی شو، تصمیم نیونه د مسئلې حل د یوه فعالیت په توګه په پام کې ونیسو، چې لږ تر لږه یو رضایت بښونکی اواری په لاس راکړي. نو له دې امله، دا یو داسې بهیر دی، چې کولی شو، هغه ته لږ او ډېرعقلاني او یا غیر منطقي بهیر و وایو، چې کېدای شي، د پوهې او یا ضمني او روښانه باورونو پر بنسټ تر سره شوی وي. د سختو پریکړو په دوران کې، زیاتره سوري ډکېږي، په معمولي توګه، له دواړو دغه شان پوهو؛ ضمني او صریح نه ګټه اخیستل کېږي.[۳]

د فعالو څېړنو په موضوع کې، انساني کړنه له څو خواوو تر سره کېږي:

  • رواني: د اړتیاوو ټولګې په چوکاټ کې د فردي پریکړو څېړنه، د یوه کس د هغو ترجیحاتو او ارزښتونو پر بنسټ تر سره کېږي، د کومو په لټه کې چې هغه کس دی.
  • پېژندنیز: د تصمیم نیولو بهیرله چاپېریال سره په تعامل کې پیوسته او یو موټی بهیر دی.
  • نورمونه(ارزښتونه): د فردي تصمیمونو ارزونه او تجزیه، د پریکړې کولو په منطق، عقلاني اړیکو او ثابت غوراوي پورې اړه لري.[۴]

د تصمیم نیولو په بنسټیزه برخه کې، د ارزونې معیارونو پر بنسټ، د ستایل شوو غورچاڼوڼو د وروستۍ ټولګې ارزونه او تجزیه شامل دي. ممکنه ده چې د دغو غوراویو ډلبندي، د تصمیمونو د جذابیت کچې پر بنسټ تر سره شي؛ په هغه وخت کې چې ټول معیارونه په پام کې نیول کېږي. بل کار دا کېدای شي، چې تر ټولو ښه غوراوی یا په نسبي توګه لومړنۍ بشپړه ټاکنه، د هرغورچاڼ موندل وي.( د نمونې په توګه: که خای پر ځای شوی غورچاڼ، هغه پروژې وښیي چې، د مالي سرچینو د تامین لپاره سیالي وکړي) په هغه حالت کې، چې ټول معیارونه په یو ځل په پام کې ونیول شي. د داشان مسئلواواری، د څو معیاره(MCDA) تصمیم ارزونه او تجزیه غواړي. د تصمیم نیولو دغه حوزه، که څه هم ډېره پخوانۍ ده، مګر د ډېرو څېړونکو او متخصصینو پاملرنه یې خپل ځانته را اړولې ده او تر اوسه پورې هم، په کلکه سره تر بحث لاندې ده، ځکه د ( MCDA) ډېرمېتودونه شته، چې ښایي په متفاوت وخت کې ډېری بېلابېلې پایلې وښیي، چې په ډېرې ځیرکۍ سره د ورته کړنو پر بنسټ ترسره کېږي. دا د تصمیم نیولو په یوه پارادوکس سره پای ته رسېږي. منطقي پریکړه کول، د علت د ټولو اړخونو یوه مهمه منطقي پایله ده چې، هغه د علم پر بنسټ ولاړه ده او په هغه کې د پوهې متخصصان، په یوه ځانګړې برخه کې، د یوه باخبره تصمیم لپاره کاراخلي. د نمونې په توګه: د طبابت په برخه کې تصمیم نیونه کې زیاتره وړکتنه او مناسب دارو درمل شاملېږي، مګر د طبیعي تصمیمونو څېړنې ښودلې ده چې، د لوړ زمانی فشار په ځای کې، د کارپوهانو لوړ خطرونه یا زیاتره پېچلتیاوې ښایي، د شهودي تصمیم نیونې پر ځایونو له په کار وړونکو لاروچارو نه ګټه واخیستل شي. ممکنه ده چې، د پېژندنې له لومړي تصمیم نه، چې په تجربو پورې متناسبې لارې پیروی وکړي او د غورچاڼونو له سنجش پرته، تصمیم خپل عملی مسیرووهي.[۵][۶]

د تصمیم نیولو چاپېریال کولی شي، د تصمیم نیولو په بهیر کې رول ولري.د نمونې په توګه: چاپېریالی پېچلتیا هغه عامل دی چې د پېژندنې پر عمل اغېز کوي. پېچیده چاپېریال، هغه چاپېریال دی چې کېدای شي، په زیاتره او مختلفو حالاتو کې چې د وخت په تېرېدو سره رامنځته کېږي او تېرېږي. په دې اړه، په کلرادو پوهنتون کې تر سره شوې څېړنې ښیي چې، ډېرپېچېده چاپېریالونه د ژورې پېژندنې په مېتودونو پورې تړاو لري، په دې معنا چې، یوه پریکړه کولی شي، د ځای تر اغېزې لاندې راشي. په یوه پېچلي ازمېښت کې چې په یوه خونه کې تر سره شي او په یو شمېر کوچنیو شیانو او وسایلو د هغو کچه واخیستل شي. که په یوه خونه کې ډېر لږ وسایل وي او په هغو یې کچه واخیستل شي، مګر یوه خونه د دومره شیانو ګنجایش نه لري. د پېژندنې لارې چارې، زیاتره د پېچېده چاپېریال تر اغېزې لاندې راځي، نو له دې امله ویلی شو چې، ځای ځایګی په پام کې ساتل، د تصمیم نیولو بهیر اسانوي.[۷][۸]

د تصمیم نیولو په وړاندې د مسئلې اواری

[سمول]

مهمه  دا ده، چې د تصمیم نیولو په وخت کې، د مسئلې حل یا ارزونې او تجزیې ته په یوه تفاوت قایل شو. د یوې مسئلې د اواري بهیر، د اطلاعاتو په څېړنو باندې ولاړ دی او د ټولو ممکنه حل لارو د موندلولپاره ښه دا ده، چې د کشف او اختراع له لارې ترسره شي. په دودیزه توګه، داسې استدلال کېږي چې، واکمن حل، د تصمیم نیولو پر لور یو ګام دی. لکه څنګه چې خبرتیاوې تر لاسه شوې، په هغه  بهیر کې ممکنه ده چې، د تصمیم نیولو په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.[۹]

د ستونزې د اواري ځانګړتیاوې

  • ستونزې، یوازې تر لاس لاندې معیارونو نه د انحراف په وخت کې رامنځته کېږي.
  • ستونزې باید په دقیقه توګه وپېژندلې شي او تشرېح شي.
  • ستونزې له یوې متفاوتې ځانګړتیا نه د بدلون په حالت کې سرچینه اخلي.
  • تل باید له یوه داسې متمایزشي نه کار واخیستل شي، چې د یوه علت تر اغېز لاندې راغلی وي او له هغه څخه ګټه نه وي اخیستل شوې.
  • • د ستونزو علتونه کولی شو، له هغو اړوندو بدلونونو نه په لاس راوړوچې ،د ارزونې او تجزیې په وخت کې یې  ستونزه رامنځته کړې ده، له هغو نتیجه تر لاسه شي.
  • په زیات احتمال سره، د یوې ستونزې علت، هغه څه دي، چې په ډېر غور سره ټول حقیقتونه بیانوي، په داسې حال کې چې، ډېرې لږې ( یا تر ټولو کمزورې)فرضیې لري.

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Herbert Alexander Simon (1977). The New Science of Management Decision. Prentice-Hall. ISBN 9780136161448.
  2. Frensch, Peter A.; Funke, Joachim, eds. (1995). Complex problem solving: the European perspective. Hillsdale, NJ: Lawrence Erlbaum Associates. ISBN 978-0805813364. OCLC 32131412.
  3. Brockmann, Erich N.; Anthony, William P. (December 2016). "Tacit knowledge and strategic decision making". Group & Organization Management. 27 (4): 436–455. doi:10.1177/1059601102238356. S2CID 145110719.
  4. Kahneman, Daniel; Tversky, Amos, eds. (2000). Choices, values, and frames. New York; Cambridge, UK: Russell Sage Foundation; Cambridge University Press. p. 211. ISBN 978-0521621724. OCLC 42934579.
  5. Triantaphyllou, Evangelos (2000). Multi-criteria decision making methods: a comparative study. Applied optimization. Vol. 44. Dordrecht, Netherlands: Kluwer Academic Publishers. p. 320. doi:10.1007/978-1-4757-3157-6. ISBN 978-0792366072.
  6. Klein, Gary (2008). "Naturalistic Decision Making". Human Factors: The Journal of the Human Factors and Ergonomics Society. 50 (3): 456–460. doi:10.1518/001872008x288385. ISSN 0018-7208. PMID 18689053. S2CID 11251289.
  7. Davidson, Alice Ware; Bar-Yam, Yaneer (2006) [2000]. "Environmental complexity: information for human–environment well-being" (PDF). In Bar-Yam, Yaneer; Minai, Ali (eds.). Unifying themes in complex systems. Berlin; New York: Springer. pp. 157–168. CiteSeerX 10.1.1.33.7118. doi:10.1007/978-3-540-35866-4_16. ISBN 9783540358640. Archived from the original (PDF) on 2017-09-22. نه اخيستل شوی 2021-11-22. {{cite book}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  8. Godfrey-Smith, Peter (2001). "Environmental complexity and the evolution of cognition" (PDF). In Sternberg, Robert J.; Kaufman, James C. (eds.). The evolution of intelligence. Mahwah, NJ: Lawrence Erlbaum Associates. pp. 223–250. ISBN 978-0805832679. OCLC 44775038.
  9. Kepner, Charles Higgins; Tregoe, Benjamin B. (1997) [1965]. The new rational manager: an updated edition for a new world (Updated ed.). Princeton, NJ: Princeton Research Press. OCLC 37666447.