تر معاصر مخکې انسانانو مهاجرت/کډوالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا مقاله د ډبرو له نوې دورې او له میلاد څخه وروسته تر ۱۸۰۰ کال پورې پر ماقبل التاریخ/تر تاریخ مخکې مهاجرتونو متمرکزه ده. د ډبرو تر نوي مهال مخکې مهاجرت لپاره د لومړنیو انسانانو مهاجرت؛ د مدرنې تارخچې لپاره د انساني مهاجرت تاریخچه او د معاصر مهاجرت په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د انسان مهاجرت مقالې وګورئ.    

د وروستي عظمي کنګل کېدلو تر پای وروسته د ډبرو د لرغونې دورې مهاجرت معاصر انسانان په ټوله افریقا-اسیا او امریکا کې خواره کړل. د هولسن د خورا مساعد اقلیم په دوره کې پخوانیو بېلو شویو نفوسونو حرکت او ادغام پیل کړ چې تر معاصر مخکې د نړۍ د لويو ژبنیو کورنیو د خپرېدو لامل شو.

د ډبرو په منځنۍ دوره کې د نفوس د ځای پر ځای کېدو په بهیر کې د ډبرو د نوې دورې انقلاب او ورپسې په اراسیا کې هندو-اروپايي پراختیا او په افریقا کې د بانتو پراختیا رامنځته شوه.

د مهاجرت دوره، چې ورپسې (یا اړوندې) د سلاويانو، مجاریانو، نورسیانو، ترکانو او مغولیانو پراختیاوې په کې شاملېږي، په منځنۍ پېړۍ کې تر تاریخ مخکې یا لومړنۍ تاریخي دورې نفوسي غورځنګونه دي.

د نړۍ وروستۍ سیمې چې د تل لپاره د اوسېدلو د ځای په توګه غوره شوې د ارام سمندر ټاپوګانې او شمالي قطب و، چې تر میلاد وروسته په لومړۍ زریزه کې د مېشتېدو لپاره ورته لاس رسی شوی.

د اکتشاف دورې له پیل او د لومړۍ معاصرې دورې تر پيل او د ظهور په حال کې استعماري سترواکیو د قارو تر منځ به لویه کچه د چټک مهاجرت زمینه برابره کړه.

تر تاریخ مخکې/قبل التاریخ[سمول]

د ډبرو له نوې دورې تر د مسو دورې  [سمول]

باور دا دی چې کرنه/زراعت د لومړي ځل لپاره له میلاد څخه شاوخوا ۱۰۰۰۰ د حاصلخېز هلال (اریحا/Jericho [په اردون کې د یو ښار نوم، ژباړن] وګورئ) کې شوې. له هغه ځایه په ټوله اروپا کې د یوې «څپې» په توګه خپور شو، دا هغه نظریه ده چې لرغونپوهنه يې ملاتړ کوي او شاوخوا ۵ زره کاله پخوا د اروپا شمال ته ورسېده. ارزن/ږدن لومړنی محصول و چې له میلاد څخه ۹۰۰۰ کاله مخکې په چین کې اهلي شو. [۱]

د اروپا لومړني اوسېدونکي د ډبرو د منځني مهال ښکاریان وو. د ډبرو د نوې دورې کروندګر د اروپا د لومړنیو کروندګرو (EEF) په نوم یادېدل، چې له میلاد څخه مخکې په ۷مه زریزه کې يې ګڼ شمېر له اناتولي څخه بالکان ته مهاجرت وکړ. د مسو د دورې په بهیر او د برونزو د دورې په لومړیو کې له EEF څخه اخستل شوي اروپايي فرهنګونه له پونتیک -کاپسین زرغونې دښتې څخه د لویدیځو زرغونو دښتو د مالدارانو (WSHs) په پرلپسې یرغلونو کې ډوب شول، چې شاوخوا ۶۰ سلنه د ختیځې اروپا راټولوونکو-ښکاریانو (EHG) او ۴۰ سلنه قفقازي راټولوونکو- ښکاریانو (CHG) ترکیبي ښکاري ډله په کې شامله وه. دا یرغلونه د دې لامل شول چې په اروپا کې د EEF پلارنۍ DNA په بشپړ ډول د EHG/WSH (په عمده ډول R1b  او R1a ) د پلارنۍ DNA ځای ناستي شي. د EEF مورنۍ DNA (په عمده ډول د N هاپلوګروپ/ډله) هم راټیټه شوه او د زرغونو دښتو له خاندان سره بدله شوه، داسې وړاندیز کې چې له زرغونو دښتو څخه په مهاجرت کې هم نارینه او هم ښځينه شامل وو. که څه هم د EEF مورنۍ DNA مکرره پاتې شوه، چې دا د WSH د نارینه‌وو او د EEF د ښځینه‌وو تر منځ اختلاط ښيي.  [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ځينې شواهد (په ۲۰۱۶ کال کې د بازبي اود هغه د همکارانو له‌خوا تر سره شوې څېړنې په ګډون) ښيي چې له اوراسیا څخه د افریقا صحرا ته د لرغونې مهاجرت ترکیب شته. بله څېړنه (په ۲۰۱۸ کال کې رامسي او همکارانو يې) هم داسې شواهد ښيي چې لرغونو اوراسیایانو افریقا ته مهاجرت کړی او په اوسنیو افریقایانو کې د اوراسیایانو ترکیب متفاوت دی داسې چې د صحرا په سویل کې له صفر څخه ۵۰ سلنه پورې توپیر کوي، دا توپیر د سیمې پر اساس دی او په ټولیز ډول د افریقا ښاخ سیمې او د افریقا د ساحلي زون په کچه (د افریقا تر شمال وروسته) تر ټولو لوړه اندازه بلل کېږي. [۹][۱۰]

د برونزو دوره[سمول]

هندواروپايي مهاجرتونه په بېلابېلو تاریخي دورو لکه د ډبرو نوې دوره (د ماریا ګېمبوتاس په وینا: یامنا/قبر کیندلو فرهنګ، د کورګان فرهنګ) د ډبرو لومړنۍ دوره (د کالین رنفرو په وینا:د ستارشیوو -کروس، د لینربندکرامیک فرهنګ) او د ډبرو لرغونې په دوره (د مارسېل اوته د ډبرو د لرغونې دورې د تداوم نظریه) کې وړاندیز شوي دي.

باور دا دی چې پر پروتو- هندواروپايي ژبه خبرې کوونکي وګړي د تور سمندر له شمال څخه (چې اوس مهال ختیځ اوکراین او سویلي روسیې) سرچینه اخیستې او هغوی په ورو ورو شاوخوا د نوي ډبر مهال (د کورګان فرضیه وګورئ) په وروستیو کې له هغه ځای اناتولي، اروپا او د ایران منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ته تلل پیل کړي او د فرهنګي نفوذ په‌واسطه يې خپله ژبه خوره کړې ده. نورې نظریې لکه د کالین رنفرو نظریه د دوی پراختیا ډېرزر په اناتولي کې مطرح کوي او ادعا کوي چې د هندواروپايي فرهنګ ژبې د کرنیز انقلاب په پایله کې د ډبرو د نوې دورې پر مهال پراختیا موندلې ده.

تر هندواروپايي مخکې د «اروپا د لرغونو اوسېدونکو» په اړه ډېر لږ معلومات شته. باسکي ژبه د قفقاز د لرغونې ژبې په څېر له هم‌هغه مهال راهیسې پاتې شوې ده. سامیانو له جنیتیکي پلوه د اروپا د خلکو تر منځ متمایز دي، خو سامي ژبې د اورالي ژبو د یوې برخې په توګه تقریباً د هندواروپايي ژبو سره هم‌مهاله په اروپا کې پراختیا موندلې ده. په هر حال له هغه وخت راهیسې فنلانډيان او استونیايان له نورو اورالیک ژبو سره ډېر په اړیکه کې پاتې شوي دي او په دې توګه اوس‌مهال د هغوی جینونو د سامیانو په پرتله ډېر مشترک دي. فنلنډیان د نورو لويدیځو فنلانډي او بالتیکي اورالیک په څېر له ولګا سیمې او اوسنۍ روسیې څخه سرچینه اخلي. نیکونه يې له میلاد څخه مخکې په اتمه پېړۍ کې فنلنډ ته مهاجر شوي. [۱۱]

لومړني مهاجرتونه چې له تاریخي سرچینو يې رغولی شو، له میلاد څخه مخکې په دویمه زریزه پورې تړاو لري. پروتو-هندو ایراني خلکو خپله پراختیا له میلاد څخه شاوخوا ۲۰۰۰ کاله مخکې پیل کړي، د ریګودا مستند له مخې په پنجاب کې د هندو اروپایانو لومړنی حضور له میلاد څخه مخکې د دویمې زریزې په وروستیو کې ښيي او ایرانې قبایل د ایران فلات په څېر په اشوري سرچینو کې دا نېټه له میلاد څخه مخکې ۹مه پېړۍ یادوي. د برونزو دورې په وروستیو کې د اېجن سمندر او اناتولي د متحرکو جمعیتونو په‌واسطه چې په لنډ ډول د «سمندري خلکو» په نوم یادیږي نیول شوې چې د اوسپنې د دورې په پيل کې د هېټیانو د سترواکۍ د له‌منځه تللو لامل شوې.

د برونزو په دوره کې د لرغونپوهنې یوې عمده څېړنې له میلاد څخه مخکې د ۸۰۰-۱۳۰۰ کلونو تر منځ په یوه ۵۰۰ کلنه دوره کې د بریتانیا سویل ته مهاجرت کشف کړ. تازه رارسېدلي افراد له جنتیکي پلوه تر ډېره د ګال سیمې لرغونو اوسېدونکو ته ورته وو. [۱۲]

استرونزي پراختیا[سمول]

د ارام سمندر ټاپوګان له میلاد څخه مخکې په ۱۶۰۰ کال او له میلاد څخه وروسته د ۱۰۰۰ کال په بهیر کې د نفوس له پلوه ګڼ وو. د لاپيتا خلک چې خپل نوم يې د نوې کالدونیا د لاپيا له لرغونې سیمې څخه اخیستی دا هغه سیمه ده چې د دوی کولالي مشخصات په کې ترلاسه شوي، له استرونزیا څخه چې په احتمالي ډول به نوې ګينه وي راغلي دي او له میلاد څخه شاوخوا ۱۶۰۰ کاله مخکې سلیمان ټاپوګانو ته او وروسته فیجي، ساموا او تونګا ته رسېدلي. له میلاد څخه مخکې د لومړی زریزې په پیل کې د پولینیزیا ډېره برخه د پرمختللیو فرهنګونو شبکه وه چې د ټاپوګانو په ساحلونو کې مېشت او د سیند پر غاړو يې ژوندونه کول. له میلاد څخه مخکې په ۵۰۰ کال کې میکرونیزيا په بشپړ ډول مستعمره شوه؛ د میکرونیزيا وروستۍ سیمه چې شاوخوا په ۱۰۰۰ کال کې مستعمره شوه نوی زیلاند/نیوزیلنډ و.  

سرچينې[سمول]

  1. Yang X, Wan Z, Perry L (January 28, 2012). "Early millet use in northern China". Proceedings of the National Academy of Sciences. National Museum of Natural History, Smithsonian Institution. 109 (10): 3726–3730. doi:10.1073/pnas.1115430109. PMC 3309722. PMID 22355109. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Brace, Selina; et al. (April 15, 2019). "Ancient genomes indicate population replacement in Early Neolithic Britain". Nature Ecology and Evolution. Nature Research. 3 (5): 765–771. doi:10.1038/s41559-019-0871-9. PMC 6520225. PMID 30988490. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lipson, Mark; et al. (November 8, 2017). "Parallel palaeogenomic transects reveal complex genetic history of early European farmers". Nature. Nature Research. 551 (7680): 368–372. Bibcode:2017Natur.551..368L. doi:10.1038/nature24476. PMC 5973800. PMID 29144465. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په August 2019 باندې). The first Europeans weren't who you might think. National Geographic.
  5. Crabtree, Pam J.; Bogucki, Peter (2017). European Archaeology as Anthropology: Essays in Memory of Bernard Wailes (په انګلیسي ژبه کي). University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼې 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1934536902. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)p.55: "In addition, uniparental markers changed suddenly as mtDNA N1a and Y haplogroup G2a, which had been very common in the EEF agricultural population, were replaced by Y haplogroups R1a and R1b and by a variety of mtDNA haplogroups typical of the Steppe Yamnaya population. The uniparental markers show that the migrants included both men and women from the steppes."
  6. Översti, Sanni; Majander, Kerttu; Salmela, Elina; Salo, Kati; Arppe, Laura; Belskiy, Stanislav; Etu-Sihvola, Heli; Laakso, Ville; Mikkola, Esa; Pfrengle, Saskia; Putkonen, Mikko; Taavitsainen, Jussi-Pekka; Vuoristo, Katja; Wessman, Anna; Sajantila, Antti; Oinonen, Markku; Haak, Wolfgang; Schuenemann, Verena J.; Krause, Johannes; Palo, Jukka U.; Onkamo, Päivi (15 November 2019). "Human mitochondrial DNA lineages in Iron-Age Fennoscandia suggest incipient admixture and eastern introduction of farming-related maternal ancestry". Scientific Reports (په انګلیسي ژبه کي). 9 (1): 16883. doi:10.1038/s41598-019-51045-8. ISSN 2045-2322. PMC 6858343. PMID 31729399. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) ""The subsequent spread of Yamnaya-related people and Corded Ware Culture in the late Neolithic and Bronze Age were accompanied with the increase of haplogroups I, U2 and T1 in Europe (See8 and references therein)."
  7. Juras, Anna; et al. (August 2, 2018). "Mitochondrial genomes reveal an east to west cline of steppe ancestry in Corded Ware populations". Scientific Reports. Nature Research. 8 (11603): 11603. Bibcode:2018NatSR...811603J. doi:10.1038/s41598-018-29914-5. PMC 6072757. PMID 30072694. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kristian Kristiansen, Morten E. Allentoft, Karin M. Frei, Rune Iversen, Niels N. Johannsen, Guus Kroonen, Łukasz Pospieszny, T. Douglas Price, Simon Rasmussen, Karl-Göran Sjögren, Martin Sikora, Eske Willerslev. Re-theorising mobility and the formation of culture and language among the Corded Ware Culture in Europe. Antiquity, Volume 91, Issue 356, April 2017, pp. 334–347.
  9. Busby, George BJ; Band, Gavin; Si Le, Quang; Jallow, Muminatou; Bougama, Edith; Mangano, Valentina D; Amenga-Etego, Lucas N; Enimil, Anthony; Apinjoh, Tobias (2016). "Admixture into and within sub-Saharan Africa". eLife. 5. doi:10.7554/eLife.15266. ISSN 2050-084X. PMC 4915815. PMID 27324836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ramsay, Michèle; Hazelhurst, Scott; Sengupta, Dhriti; Aron, Shaun; Choudhury, Ananyo (2018-08-01). "African genetic diversity provides novel insights into evolutionary history and local adaptations". Human Molecular Genetics (په انګلیسي ژبه کي). 27 (R2): R209–R218. doi:10.1093/hmg/ddy161. ISSN 0964-6906. PMC 6061870. PMID 29741686. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lang, Valter (2020). Homo Fennicus – Itämerensuomalaisten etnohistoria. Finnish Literature Society. د کتاب پاڼي 253–269. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9518581300. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Patterson, N.; Isakov, M.; Booth, T. (2021). "Large-scale migration into Britain during the Middle to Late Bronze Age". Nature. 601 (7894): 588–594. Bibcode:2022Natur.601..588P. doi:10.1038/s41586-021-04287-4. PMC 8889665 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34937049 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 245509501 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)