تر تاریخ وړاندې تکنالوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تر تاریخ وړاندې تکنالوژي هغه تکنالوژي ده چې تر ثبت شوي تاریخ وړاندې رامنځته شوې وي. تاریخ د لیکلو اسنادو په کارولو سره د تېرو وختونو مطالعه ده. هر هغه څه چې د تاریخ تر مکتوبو حسابونو مخکې وي هغه ماقبل‌التاریخ یا تر تاریخ وړاندې بلل کېږي چې له دې ډله یوه هم مخکېنۍ تکنالوژي ده. تکنالوژي د کتابت تر رامنځته کېدو شاوخوا ۲.۵ میلیونه کاله مخکې له لومړنیو انسان‌توکمو سره پیل شوه، هغوی ډبرین وسایل کارول چې ښايي د اور بلولو، ښکار او مړیو خښولو لپاره یې کار ترې اخیست.

ګڼ داسې عوامل شته چې د ماقبل‌التاریخ تکنالوژۍ تکامل یې شونی یا اړین کړی دی. یو مهم عامل یې د انسانانو د ډېر پرمختللي مغز د چلند عصریتوب دی چې کولای شي چټک استدلال وکړي، ژبه وکاروي، پر خپلو اعمالو او افکارو قضاوت وکړي او مسائل حل کړي. د کرنې په رامنځته کېدو سره ژوند له کوچیاني حالت څخه په کورونو کې د مېشتېدو حالت ته واوښت، د اهلي حیواناتو، کرنیزو ځمکو او وسایلو په کارولو سره بېلابېل او لا پېچلی شو. هنر، معماري، موسیقي او مذهب د ماقبل‌التاریخ دورو په لړ کې تکامل وکړ.

لرغونې نړۍ[سمول]

د ډبرو زمانه[سمول]

د ډبرو زمانه یوه پراخه ماقبل‌التاریخ دوره ده چې د دې دورې په لړ کې ډبره د بېلابېلو وسایلو په جوړولو کې په پراخه کچه کارول کېده. دغې دورې د لومړنیو انسان‌توکمو له وخته د پلیسټوسن دورې تر هوښیار انسان پورې کابو ۲.۵ میلیونه کاله دوام وکړ او تر ډېره د ۶۰۰۰ او ۲۰۰۰ مخزېږدو کلونو تر منځ د فلزکارۍ له را څرګندېدو سره پای ته ورسېده.

د ډبرو په زمانه کې د ژوند ډول هغه ښکاریان او راټولوونکي وو چې د ځناورو د ښکار او وحشي نباتاتو د را ټولولو لپاره یې د تکنالوژۍ له لږ بدلون سره سفرونه کول. د کنګلونو د اوسني عصر د وروستۍ دورې پای ته په ور نږدې کېدو سره (شاوخوا ۱۲۵۰۰ کاله پخوا) د ماموت او غرنیو غوایانو یا غژګاوانو په څېر لوی حیوانات له منځه لاړل او اقلیم بدل شو. انسانانو په خپلو ځايي چاپېریالونو کې د سرچینو حد اکثر حالت ته له رسولو، د وحشي نباتاتو د ډېرو ډولونو له راټولولو او خوړلو او ښکار سره تطابق وکړ. د ډبرو د منځنۍ دورې د پخوانۍ نړۍ په لرغوني دوران او نوې نړۍ کې د نباتاتو او حیواناتو اهلي کولو پام وړ بدلونونه پېښ کړل او په لرغونې او نوې نړۍ کې یې پر کرنه تکیې ته لاره هواره کړه. کرنیز ژوند د مېشتو خلکو د ډېرېدو او په تکنالوژۍ کې د پرمختګونو لامل شو.[۱]

که څه هم د ډبرو د لرغونې دورې فرهنګونو د خپل ځان په اړه هېڅ لیکلي څه پرېنښودل، خو له کوچیاني ژوند څخه مېشت او کرنیز حالت ته بدلون د پراخو لرغونو شواهدو په توګه ثابتولی شو. په دغو شواهدو کې لرغوني وسایل، د غارونو نقاشۍ او نور ماقبل‌التاریخ هنرونه یادولی شو. د انسانانو پاتې‌شوني هم د هډوکو د څېړنې له لارې او هم د مومیايي شویو بدنونو له لارې مستقیم شواهد راکوي. که څه هم پرېکند شواهد کم دي، خو څېړونکي او تاریخ‌پوهان په دې بریالي شوي چې د ماقبل‌التاریخ مهال د بېلابېلو خلکو د فرهنګونو، د هغوی د ژوند د ډول او د هغوی په ژوند کې د تنکالوژۍ د رول په اړه معلومات ترلاسه کړي.[۲]

د ډبرو د لرغونې دورې لومړي وختونه[سمول]

د ډبرو د لرغونې دورې لومړي وختونه د ډبرو د لرغونې دورې لومړنۍ فرعي برخه وه. دغه دوره شاوخوا ۲.۵ میلیونه کاله پخوا هغه مهال پیلېږي چې د انسان‌توکمو له‌خوا د ډبرینو وسایلو د جوړولو او کارولو لومړني شواهد په اوسنیو څېړنو کې څرګند شول او تر شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ کاله مخکې مهال پورې زماني محدوده رانغاړي چې «اولډووان» او «اشول» ډبرینې تنکالوژۍ په کې شاملېږي.

لومړنیو انسانانو (انسان‌توکمو) د ډبرینو وسایلو تنکالوژي کاروله، لکه هغه لاسي تبر چې د بیزوګانو د کورنۍ اړوندو ژویو به کاراوه، دغه تکنالوژي د ۳ تر ۵ کلن ماشوم د هوش کچه څرګندوي. په هوش او د تکنالوژۍ په کارولو کې څو میلیونه کاله چندان بدلون رانغی. لومړنۍ نوعه «هومو» له «هومو هابیلیس» سره شاوخوا ۲.۴ تر ۱.۵ میلیونه کاله مخکې رامنځته شوه. هومو هابیلیس نوعو ډبرین وسایل جوړ کړل چې «اولډووان» وسایل یې بلل. هومو ارګاسټر شاوخوا ۲.۵ تر ۱.۷ میلیونه کاله مخکې په ختیځه او سوېلي افریقا کې ژوند کاوه او د خپلو اجدادو «هومو هابیلیس» په پرتله یې بېلابېل او پېچلي ډبرین وسایل کارول؛ په دې ډله کې دوی هغه «اولډووان» وسایل اصلاح کړل چې په میراث ورته پاتې وو او لومړني دوه‌مخیز اشول تبرونه یې جوړ کړل.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ډبرو د لرغونې دورې منځني وختونه[سمول]

د ډبرو د لرغونې دورې منځنی پړاو په اروپا او نږدې ختیځ کې پیل شو چې په دې لړ کې (شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ تر ۲۸۰۰۰ کاله مخکې) «نیانډرټالانو» ژوند کاوه. په استرالیا کې د استوګنې تر ټولو لرغوني شواهد «منګو من» (Mungo Man) دي چې لرغونوالی یې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کاله مخکې مهال ته رسېږي او دا هغه مهال دی چې اوسني انسانان احتمالاً له اسیا څخه تېر شول. د بهیمبتکا ډبرین پټنځایونه په هند کې د انسان د ژوند لومړني اثار څرګندوي چې ځینې یې کابو ۳۰۰۰۰ کاله لرغونوالی لري.

هومو نیانډرټال انسانانو موسټرین ډبرین وسایل (Mousterian Stone tools) کارول چې لرغونوالی یې شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ کاله مخکې مهال ته رسېږي او کوچني، چاقو ته ورته او ګروونکي وسایل په کې شاملېږي. دوی به خپل مړي له ډبرینو وسایلو او حیواني هډوکو سره یوځای په داسې قبرونو کې خښول چې ډېر به ژور نه وو، که څه هم د دغه ډول خښولو دلایل او اهمیت د بحث وړ موضوع ده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ډبرو د لرغونې دورې د وروستيو وختونو انقلاب[سمول]

د ډبرو د لرغونې دورې د وروستیو وختونو د انقلاب په لړ کې تر نن د ۶۰۰۰۰ تر ۳۰۰۰۰ مخکې کلونو تر منځ د چلند د عصریتوب په رامنځته کېدو سره د بشر په هوش او تنکالوژیک پرمختګ کې لوی بدلون راغی. د چلند عصریتوب د هغو ځانګړنو ټولګه یا مجموعه ده چې هوښیار انسان له پخوانیو انسان‌توکمو څخه بېلوي. هوښیار انسان شاوخوا ۵۰۰۰۰ کاله مخکې د داسې پرمختللي مغز د لرلو له امله د چلند بشپړ عصریتوب ته ورسېد چې کولای یې شول چټک استدلال وکړي، ژبه وکاروي، پر خپلو اعمالو او افکارو قضاوت وکړي او مسائل حل کړي.[۲۱][۲۲][۲۳]

اوریګنېشن وسایل (Aurignacian tools) لکه ډبرینې چاړې، له ښکرو څخه جوړ شوي وسایل او له هډوکو څخه جوړ شوي وسایل په دې دوره کې جوړ شول. خلکو د جامو پر تولید پیل وکړ. هغه څه چې ښکاري د خیاطۍ ستنې به وي، تاریخ یې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کاله مخکې مهال ته رسېږي او رنګ شوي کتاني تارونه چې لرغونوالی یې تر نن ۳۶۰۰۰ کاله مخکې مهال ته رسېږي، د ګورجیا جمهوریت په یوه ماقبل‌التاریخ غار کې وموندل شول. احتمالاً بشر تر ۱۹۰۰۰۰ کال مخکې د جامو اغوستلو ته مخه کړې ده.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ډبرو منځنۍ دوره[سمول]

د ډبرو منځنۍ دوره د لرغونې دورې د ښکاریانو-راټولوونکو تر منځ انتقالي دوره وه چې د «هولوسن» له دورې سره په شاوخوا ۱۱۶۶۰ مخزېږد کال کې پیل شوه او د ډبرو په نوې دوره کې د کرنې په را څرګندېدو سره پای ته ورسېده چې نېټه یې په هره جغرافیايي سیمه کې توپیر لري. په دې دوره کې د هغو اقلیمي بدلونونو له امله چې پر چاپېریال او بېلابېلو غذايي توکو یې اغېز کړی و، تطابق ته اړتیا وه.

د مایکرولېټ په نامه کوچني ډبرین وسایل لکه کوچنۍ چاړې او مایکروبورینونه په دې دوره کې را څرګند شول. د بېلګې په توګه د سوډان په «جبل صحابه» سیمه کې د ډبرو د منځنۍ دورې د جګړې په لومړني پېژندل شوي ځای کې لیندۍ یا غشي پیدا شول. هولمګارډ لیندۍ د شمالي اروپا په ګوګونو کې پیدا شوې چې د ډبرو د منځنۍ دورې اړوندې دي. دغه مایکرولېټونه د غورځوونکې تکنالوژۍ د کارولو ښکارندويي کوي، ځکه په پراخه کچه تصور کېږي چې د غشیو سرونه یې جوړ کړي دي. د ډبرو د منځنۍ دورې هغه مجموعه چې په لوېديځ جرمني کې موندل شوې ده، ښيي چې دوه ډوله غورځول کېدونکي وسایل کارېدل: یو یې داسې غشي دي چې پلنې ډبرینې څوکې لري او بل یې لویې نیزې دي چې تېره ښاخونه یا زخې په کې دي. دغه وسایل د ډبرو د منځنۍ دورې په جریان کې له چاپېریال سره د انسان د تطابق ماهیت څرګندوي او د دغې دورې ټولنې د ښکاري-راټولوونکو په توګه راپېژني.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د ډبرو د نوې دورې انقلاب[سمول]

د ډبرو د نوې دورې انقلاب لومړنی کرنیز انقلاب و چې له ښکار او کوچیاني ژوند څخه د کرنې پر لور لېږد څرګندوي. دغې دورې تر نن د شاوخوا ۱۰۰۰۰ تر ۷۰۰۰ کلونو (له ۸۰۰۰ تر ۵۰۰۰ مخزېږد) تر منځ په خپلواک ډول د نړۍ په شپږو جلا ځایونو کې تکامل وکړ. لومړني پېژندل شوي شواهد یې د سوېل لوېديځې/ سوېلي اسیا، شمالي/ مرکزي افریقا او مرکزي امریکا په تودو او نیمه تودو سیمو کې موجود دي.[۳۵]

دلته ځینې مهمې تعریفوونکې ځانګړنې موجودې دي. د کرنې راتګ د کوچیاني ژوند ډول پر مېشت حالت واړاوه او کرنیز وسایل لکه یوې یا ژغ، د کیندلو لرګی او بېل په کرنه کې ډېر په کار شول. د سپي په ګډون ځینې حیوانات اهلي شول. د دغې دورې یوه بله لویه ځانګړنه د خاورینو لوښو یا کلالۍ پیدایښت و او د ډبرو د نوې دورې په وروستیو کې د خاورینو لوښو د جوړولو لپاره څرخ یا ګرارۍ جوړه شوه.[۳۶][۳۷]

سرچینې[سمول]

  1. Cassells, E. Steve. (1997). The Archaeology of Colorado, Revised Edition. Boulder, Colorado: Johnson Books. pp. 6-14. کينډۍ:ISBN.
  2. "Ancient Tools Unearthed in Siberian Arctic". news.nationalgeographic.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gabora, Liane; Russon, Anne. "The Evolution of Intelligence." chapter in Sternberg, Robert J.; Kaufman, Scott Barry. (editors). (2011). The Cambridge Handbook of Intelligence. Cambridge University Press. p. 335. کينډۍ:ISBN.
  4. Leakey, Richard (1981). The Making of Mankind. Dutton Adult. pp. 65-66. کينډۍ:ISBN.
  5. Wilford, John Noble. (August 9, 2007). Fossils in Kenya Challenge Linear Evolution New York Times. Retrieved December 16, 2011.
  6. Dalling, Robert. (2006). The Story of Us Humans, From Atoms to Today's Civilization. Lincoln: iUniverse. کينډۍ:ISBN.
  7. Beck, Roger B.; Black, Linda; Krieger, Larry S.; Naylor, Phillip C.; Shabaka, Dahia Ibo. (1999). World History: Patterns of Interaction. Evanston, IL: McDougal Littell. کينډۍ:ISBN.
  8. Boehm, Christopher. (1999). Hierarchy in the forest: the evolution of egalitarian behavior. Cambridge: Harvard University Press. p. 198. کينډۍ:ISBN.
  9. New discovery suggests Homo erectus originated from Asia Daily News & Analysis. June 8, 2011. Retrieved December 17, 2011.
  10. Moore, Matthew. (July 8, 2010). "Norfolk earliest known settlement in northern Europe." London: The Daily Telegraph Retrieved July 8, 2010.
  11. Ghosh, Pallab. (July 7, 2010). "Humans' early arrival in Britain." BBC Retrieved July 8, 2010.
  12. Rightmire, G. P. (1998). "Human Evolution in the Middle Pleistocene: The Role of Homo heidelbergensis" (PDF). Evolutionary Anthropology. 6 (6): 218–227. doi:10.1002/(SICI)1520-6505(1998)6:6<218::AID-EVAN4>3.0.CO;2-6. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Fire out of Africa: a key to the migration of prehistoric man. The Hebrew Museum of Jerusalem. October 27, 2008. Retrieved December 20, 2011.
  14. The Mystery of the Pit of Bones, Atapuerca, Spain: Species Homo heidelbergensis. Smithsonian Institution. Retrieved December 15, 2011.
  15. Skinner, A.; Blackwell, B.; Long, R.; Seronie-Vivien, M.R.; Tillier, A.-M.; Blickstein, J. (March 28, 2007). "New ESR dates for a new bone-bearing layer at Pradayrol, Lot, France". Paleoanthropology Society.
  16. Scarre, Chris. (2009). The Human Past: World Prehistory and the Development of Human Societies. (2nd edition). Thames & Hudson. کينډۍ:ISBN.
  17. "Evolving in their graves: early burials hold clues to human origins - research of burial rituals of Neanderthals." Findarticles.com December 15, 2001. Retrieved March 25, 2011.
  18. Sternberg, Robert J.; Kaufman, Scott Barry. (editors). (2011). The Cambridge Handbook of Intelligence. Cambridge University Press. p. 335. کينډۍ:ISBN.
  19. Lieberman, Philip. (1991). Uniquely Human. Cambridge: Harvard University Press. p. 162. کينډۍ:ISBN.
  20. Lieberman, Philip Uniquely Human. Cambridge: Harvard University Press. p. 163. کينډۍ:ISBN.
  21. Sternberg, Robert J.; Kaufman, Scott Barry. (editors). (2011). The Cambridge Handbook of Intelligence. Cambridge University Press. p. 335. کينډۍ:ISBN.
  22. Mellars, Paul (2006). "Why did modern human populations disperse from Africa ca. 60,000 years ago? A new model". Proceedings of the National Academy of Sciences. 103 (25): 9381–9386. Bibcode:2006PNAS..103.9381M. doi:10.1073/pnas.0510792103. PMC 1480416. PMID 16772383. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Gabora, Liane; Russon, Anne. "The Evolution of Intelligence." chapter in Sternberg, Robert J.; Kaufman, Scott Barry. (editors). (2011). The Cambridge Handbook of Intelligence. Cambridge University Press. p. 335. کينډۍ:ISBN.
  24. Mellars, Paul (2006). "Archeology and the Dispersal of Modern Humans in Europe: Deconstructing the Aurignacian". Evolutionary Anthropology. 15 (5): 167–182. doi:10.1002/evan.20103. S2CID 85316570. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Travis, John. "The Naked Truth? Lice hint at a recent origin of clothing." Archived 2007-03-04 at the Wayback Machine. Retrieved April 15, 2007.
  26. Balter, M (2009). "Clothes Make the (Hu) Man". Science. 325 (5946): 1329. doi:10.1126/science.325_1329a. PMID 19745126. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Kvavadze, E; Bar-Yosef, O; Belfer-Cohen, A; Boaretto, E; Jakeli, N; Matskevich, Z; Meshveliani, T (2009). "Supporting Online Material 30,000-Year-Old Wild Flax Fibers". Science. 325 (5946): 1359. Bibcode:2009Sci...325.1359K. doi:10.1126/science.1175404. PMID 19745144. S2CID 206520793. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Travis, John. (2003)."The naked truth? Lice hint at a recent origin of clothing." Archived 2012-07-22 at the Wayback Machine. Science News. 164(8):118.
  29. Ian Shaw, Robert Jameson. (2002). A Dictionary of Archaeology. Oxford: Blackwell Publishers. pp. 394, 396. کينډۍ:ISBN.
  30. Dawn of Ancient Warfare. Ancient Military History. Retrieved December 17, 2011.
  31. Comstock, P. (1992). Ancient European Bows, The Traditional Bowyers Bible Volume 2. The Lyons Press. pp. 87-88. کينډۍ:ISBN.
  32. Knecht, Heidi (1997). Projectile Technology. New York: Plenum Press. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 0306457164. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Vermeersch, P.M.; Van Peer, Philip (1990). Contributions to the Mesolithic in Europe. Leuven, Belgium: Leuven University Press. د کتاب پاڼې 188. د کتاب نړيواله کره شمېره 9061864089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Cunliffe, Barry (2001). The Oxford Illustrated History of Prehistoric Europe. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 0198143850. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Gupta, Anil (2010). "Origin of agriculture and domestication of plants and animals linked to early Holocene climate amelioration" (PDF). Current Science. 87: 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Ian Shaw, Robert Jameson. (2002). A Dictionary of Archaeology. Oxford: Blackwell Publishers. pp. 422-423. کينډۍ:ISBN.
  37. Ian Shaw, Robert Jameson. (2002). A Dictionary of Archaeology. Oxford: Blackwell Publishers. p. 125. کينډۍ:ISBN.