تر اسلام دمخه افغانستان کې د پوهنې بهير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پخوانى افغانستان يانې پخوانۍ اريانا چې زمونږ د نيکونو اصلي ټاټوبی ګڼل کيږي د علم او معرفت زانګو وه. د وطن خلک پوههاو ووېښيار وه د علم څراغ يې په لاس کې نيولى او تل به يې د خلکوو د ذهنونو د پراخولو لپاره مبارزه کوله زمونږ ددې وينا ثبوت له پخوانيو اثارو او د مقدسو کتابونو متن دى.

            په لومړيو کې  د پوهنې اصلي هدف دخلکودنيوي، اخلاقي اومذهبي تعليمات وو او دخداوندي احکامو سره دخلکو اشنا کول وو چې (ويدا) کتاب کې چې الهي کتاب ګڼل کېده خلکو لوسته.

په دوهمه مرحله کې وروسته دديني علومو د زده کولو ترڅنګ ګرامر، نجوم، علم الصوت او مذهبي مراسم، درسي نصاب اودذهني تعليم اوتربيي سره بدني روزنه هم ددرسى نصاب برخه وګرځېده چې غالباًدشاهزادګانواوسپاهيانو لپاره تيارېده ديادونې وړ خبره ده چې غريب خلک له داسې امتيازاتو بې برخې وو، يوازې د شاهزادګانو تعليم او تربيه به په ساده ډول تر ونو لاندې او د پاچاهانو په دربار او معابدو کې کېده اوستايي مدنيت چي له مېلاده زرکاله وروسته يې پرمختګ وکړاو زمونږ د ملک په لوېديځ برخو کى خپورشو د سکندر تر يرغلونو پورې يې دوام وکړ، دا مدنيت په حقيقت کې دويدي مدنيت وروسته پاتي برخه وه.