ترینکوټ
ترينکوټ (دري: ترين کوت)، د ترینکوټ د ولسوالۍ اړوند یوه سیمه ده چې د افغانستان د سوېلي ارزګان ولايت مرکز دی. ترينکوټ ښار ۷۱۶۰۴ (۲۰۱۵) نفوس لري، او دا ښار په خپل بازار کې شاوخوا ۲۰۰ وړې هټۍ لري.[۱]
د ترينکوټ په ولسوالۍ کې د پښتنو دوې سترې قومي ډلې شته، چی یو یې د ترينو قومونه دی: چې پوپلزي، بارکزي، نورزي، اڅکزي ترې لاندې راځي؛ او بل یې د غلجي قومونه دي: چې توخي، هوتک په کې ګډون لري. په ښار کې په منځنۍ یا لویه کچه اقتصادي تصدۍ یا شرکتونه نشته.
ترينکوټ د افغانستان په سوېل کې یو ولایتي مرکز دی. د خاورې ډېره برخه نا آباده (۶۹٪) ښودل شوې چې ۶۷٪ یې کرنیزه ده. استوګنیزه برخه د آبادې خاورې ۴۷ سلنه تشکیلوي. هوايي ډګر د ښاروالۍ په ساحه کې موقعيت لري، چې د آبادې شوې خاورې په برخه کې دويم ستر ځای (۲۴٪) ګڼل کېږي.[۲]
د طالبانو د ۲۰۲۱ کال د پراخو بریدونو په لړ کې، ترینکوټ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۳ نېټه د دې ډلې د جګړه مارو له خوا ونیول شو. [۳]
تاریخچه
[سمول]له تاریخي اړخه، دا سیمه د ۱۲ – ۱۳ پېړیو په پیل کې د ځینو ترین پښتنو قبیلوي سردارانو ځای و او ځینو یې وروسته د مغل - صفوي جګړې (۱۶۲۲-۲۳) پرمهال یا وروسته، د هند نیمې وچې ته کډه شول.[۴][۵]
وروستۍ جګړه
[سمول]په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان دې سویلي ښار د طالبانو لپاره د پام وړ ستراتېژیک ارزښت درلود. د نومبر په ۱۶ نېټه، د دې ښار ښاریان د طالب والي پر ضد راپاڅېدل، چې د طالبانو په وړاندې د پښتنو لومړنی منظم مقاومت ګڼل کېږي. حامد کرزی، چې هغه وخت یو ناڅرګند سیاستوال و، په سیمه کې د پاڅون/پوځ د جوړولو په هڅه کې و. نوموړی په دې وخت کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو د یوې ۱۱ کسیزه ډلې له خوا چې د الفا ۵۷۴ علمیاتي قطعې په نوم یادېده، مل کېده. طالبانو د کرزي او د هغه د ملېشو په وړاندې چې د ښار د دفاع لپاره ځای پر ځای شوي وو، ځوابي برید پیل کړ. د امریکا د هوايي ځواک په مرسته، امریکايي او ملیشه ځواکونو طالبان له ترینکوټ څخه په شا و تمبول. [۶][۷]
د کرزي لپاره، په ترينکوټ کې د طالبانو ماتې يوه مهمه بريا وه، چې له دې بريا څخه يې خپلې نوې چريکي ډلې ته د زياتو کسانو د جلب او جذب لپاره کار واخيست. د هغه ځواک شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته لوړ شو. د نومبر په ۳۰ نېټه دوی له ترینکوټ څخه د کندهار پر لور پرمختګ پیل کړ.
د FOB Ripley (د ریپلې د لمړۍ کرښې علمیاتي اډه) په نوم یوه امریکایی اډه چې د امریکایي سمندري سرتېري جان ریپلې په نوم ونومول شوه، په ۲۰۰۴ کال کې په ترینکوټ کی جوړه شوه . د ۲۰۰۴ کال په مې میاشت کې دا اډه د ګډ علمیاتي ځواک له لوري رامنځ ته شوه چې په کې د سمندري چټکو ځواکونو ۲۲مه قطعه (د ځانګړو عملیاتو له وړتیا سره) (22ndMEU SOC)، د ۲۵مې پلی فرقې د دریمې لېوا، ۲ - ۵ پلی ځواک (وحشي پيشوګان)، د متحده ایالاتو د اردو د ملکي چارو برخه او د فلوریدا او آیوا د ملی ګارد ګډ ۱۶۸ ځواک ګډون درلود. د ۲۰۰۱ کال په مني کې، دا سیمه د طالبانو د رژیم وروستی سنګر و. له هغه وروسته نورو بهرنيو پوځيانو په مرکز ترينکوټ کې له دې اډې عمليات وکړل. [۸]
د MEU SOC ۲۲مې قطعې په مشرۍ د غرني طوفان له عملیاتو وروسته، د طالبانو زیاتره ځواکونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ غرنۍ سیمې ته وتښتېدل. کله چې د ناټو ایساف ماموریت د افغانستان د سوېل د امنیت مسولیت په غاړه واخیست، د۲۰۰۶ کال په اګست کې د ناټو هالنډي سرتیرو کمپ هالنډ (چې اوس د ترینکوټ ګډه اډه نومېږي) جوړ کړ.
د ۲۰۰۷ کال د مارچ په پیل کې، د متحده ایالاتو د اردو د انجینرانو قول اردو (USACE) د ارزګان ولایت له د ترینکوټ څخه د لوېدیځ په لور تر دهراوود او بیا د ارزګان د لوېدیځې سیمې اړوند تر شهیدي حساس ولسوالۍ پورې د سرک جوړولو کار پیل کړ. په همدې وخت کې USACE هم د کندهار په لوري د سرک د ښه والي په موخه د پیاده رو او پلونو د جوړولو کار پیل کړ. [۹]
د ۲۰۱۰ کال د جولای په ۴ نېټه، متحده ایالاتو د اردو د دوهم سترایکر سپاره غونډ د لومړي دلګي سرتیرو، له ارزګان څخه د هالنډي ځواکونو له وتلو وروسته په ترینکوټ او دهراود کې د عملیاتو مسولیت په غاړه واخیست.
د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۷ نېټه د افغان ملي اردو او ایساف ځواکونو لخوا ترینکوټ ته نږدې د سور مرغاب په سیمه کې د ملا قاسم په کور د عملیاتو په ترڅ کې یو پاکستاني وزیرستانی ځانمرګی ترهګر ونیول شو. د سيف الله په نوم دا بريدګر سره د پژواک خبري آژانس خبریال احمد اميد خپلواک مرکه وکړه. په مرکه کې سیف الله وویل چې هغه او د پاکستان ۱۴ نور ترهګر لږ تر لږه دوه میاشتې په ښار کې ګرځیدلي ترڅو د برید لپاره مناسب وخت او ځای وټاکي. هغه وويل: "څو ځله له بهرنيانو سره ښکېل شوو، خو ملا قاسم به د بهرنيانو په ليدلو تښتېده او بالاخره موږ له کوم بريد پرته ونيول شوو." [۱۰]
بله ورځ، د جولای په ۲۸ نېته شاوخوا ۱۲ بجې، دریو ځانمرګو بریدګرو د ولایت د ودانیو په دروازو کې له چاودېدونکو توکو ډکو موټرو ته چاودنه ورکړه، چې له هغې سره سم نور ځانمرګي بریدګر چې په درنو وسلو سمبال وو، ودانیو ته ننوتل او دننه یې د خلکو په وژلو پیل وکړ. د ډزو په پای کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول او ۳۷ نور ټپیان شول. په وژل شویو کې د پژواک خبریال خپلواک، ۱۰ ماشومان، ۲ ښځې او د ملي پولیسو یو سرتېری شامل وو. خپلواک د بدن په مختلفو برخو ۲۰ مرمۍ ویشتل شوی و. د جولای تر ۲۹ پورې د مړو شمېر ۲۱ ته پورته شو. په سیمه کې د استرالیایي ځواکونو قوماندان تورن جنرال انګس کمپبل وویل: "د یاغیانو سخت دریځه عناصر د تاوتریخوالي او هدفي وژنو له لارې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، پرون یې د خپلو موخو لپاره دروند قیمت ورکړ چې ټول یاغیان یې خپلو اهدافو ته تر رسېدو مخکې ناکام او ووژل شول". د افغانستان د ملي اردو وياند حکمت الله کوچي وويل: "د مرستيال والي په دفتر کې دوه چاودنې وشوې، يوه د ځانمرګي بريدګر چاودنه او بله د ملي اردو د يوه سرتېري له خوا د يوه بل ځانمرګي بريدګر د ویشتلو له امله وه." [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ۲۰۱۱ کال د مارچ په لومړۍ نېټه، د متحده ایالاتو د ۷۰م زرهي غونډ، د ۴مې دلګې سرتېرو د ترينکوټ او دهراود ولسوالۍ مسئوليت په غاړه واخيست. د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲۳ نېټه، د امریکا ۱۴ سپاره غونډ، د کشف، تعقیب او هدف د لومړی دلګې سرتېرو په ترینکوټ کې د عملیاتو مسوولیت په غاړه واخیست.[۱۵]
ترانسپورت
[سمول]د ۲۰۱۴ کال له مې میاشتې راهیسې د ترینکوټ هوایي ډګر په منظم ډول کابل ته د مسافرینو مستقیم خدمتونه وړاندي کوي.
جغرافیه
[سمول]ترینکوټ یو څه منزوي دی: یوازینۍ هوایي کرښه یې د ښار په څنډه کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ولایتي بیارغونې ډلې هوایي اډه ده. د ترينکوټ څخه بهر ته يوازينۍ ځمکنۍ لار د سوېل په لور د کندهار مرکز ته غځېدلې لار ده، چې کله ناکله د طالبانو د بريدونو او ډزو سره مخ کېده.
اقلیم
[سمول]ترينکوټ سوړ نيمه وچ اقليم لري چې ګرم اوړي او ساړه او یخ ژمي لري. د اورښت کچه ټیټه ده، او زیاتره د ډسمبر څخه تر مارچ پورې ورېګي.
د ترینکوټ اقلیمي ډېټا | |||||||||||||
میاشت | جدی | دلو | حوت | حمل | ثور | جوزا | سرطان | اسد | سنبله | میزان | عقرب | قوس | کال |
د لوړې تودوخې ریکارډ په سانتیګراد (فارانهایت) | ۱۸.۳ (۶۴.۹) | ۲۱.۷ (۷۱.۱) | ۲۹.۵ (۸۵.۱) | ۳۹.۳ (۱۰۲.۷) | ۳۸.۵ (۱۰۱.۳) | ۴۴.۵ (۱۱۲.۱) | ۴۳.۰ (۱۰۹.۴) | ۴۲.۸ (۱۰۹.۰) | ۳۷.۹ (۱۰۰.۲) | ۳۶.۶ (۹۷.۹) | 28.4
(83.1) |
21.6
(70.9) |
۲۱.۶ (۷۰.۹) |
منځنۍ لوړه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) | ۹.۳ (۴۸.۷) | ۱۱.۱ (۵۲.۰) | ۱۷.۴ (۶۳.۳) | ۲۶.۰ (۷۸.۸) | ۳۱.۳ (۸۸.۳) | ۳۶.۸ (۹۸.۲) | ۳۸.۴ (۱۰۱.۱) | ۳۷.۴ (۹۹.۳) | ۳۲.۹ (۹۱.۲) | ۲۶.۵ (۷۹،۷) | ۱۸.۴ (۶۵.۱) | ۱۲.۸ (۵۵.۰) | ۲۴.۹ (۷۶.۷) |
ورځنی اوسط په سانتیګراد (فارانهایت) | ۳.۳ (۳۷.۹) | ۴.۹ (۴۰.۸) | ۱۰.۸ (۵۱.۴) | ۱۷.۴ (۶۳.۳) | ۲۲.۴ (۷۲.۳) | ۲۸.۰ (۸۲.۴) | ۲۹.۷ (۸۵.۵) | ۲۷.۷ (۸۱.۹) | ۲۲.۸ (۷۳.۰) | ۱۶.۱ (۶۱.۰) | ۹.۰ (۴۸.۲) | ۵.۲ (۴۱.۴) | ۱۶.۴ (۶۱.۶) |
منځنۍ ټيټه تودوخه په سانتیګراد (فارانهایت) | -۲.۴ (۲۷.۷) | -۱.۰ (۳۰.۲) | ۳.۸ (۳۸.۸) | ۹.۰ (۴۸.۲) | ۱۲.۷ (۵۴.۹) | ۱۶.۸ (۶۲.۲) | ۱۸.۶ (۶۵.۵) | ۱۷.۰ (۶۲.۶) | ۱۰.۹ (۵۱.۶) | ۵.۶ (۴۲.۱) | ۰.۷ (۳۳.۳) | -۱.۶ (۲۹.۱) | ۷.۵ (۴۵.۵) |
د ټیټې تودوخې ریکارډ په سانتیګراد (فارانهایت) | ۲۰ – (۴ –) | -۱۱.۹ (۱۰.۶) | -۷.۹ (۱۷.۸) | ۰.۹ (۳۳.۶) | ۴.۰ (۳۹.۲) | ۷.۰ (۴۴.۶) | ۹.۰ (۴۸.۲) | ۵.۶ (۴۲.۱) | ۰.۵ (۳۲.۹) | -۳.۸ (۲۵.۲) | -۱۱.۱ (۱۲.۰) | -۱۵.۸ (۳.۶) | ۲۰ – (۴ –) |
منځنی اورښت په میلی متر (انچ) | ۴۸.۹ (۱.۹۳) | ۶۱.۷ (۲.۴۳) | ۶۲.۲ (۲.۴۵) | ۱۸.۳ (۰.۷۲) | ۸.۰ (۰.۳۱) | ۰.۰ (۰.۰) | ۱.۴ (۰.۰۶) | ۰.۰ (۰.۰) | ۰.۰ (۰.۰) | ۴.۸ (۰.۱۹) | ۱۲.۶ (۰.۵۰) | ۳۰.۳ (۱.۱۹) | ۲۴۸.۲ (۹.۷۸) |
په منځني ډول بارانې ورځې | ۷ | ۷ | ۹ | ۵ | ۲ | ۰ | ۰ | ۰ | ۰ | ۲ | ۲ | ۵ | ۳۸ |
په منځني ډول واورینې ورځې | ۲ | ۱ | ۰ | ۰ | ۰ | ۰ | ۰ | ۰ | ۰ | ۰ | ۰ | ۰ | ۳ |
منځنی نسبي رطوبت (٪) | ۶۰ | ۵۸ | ۵۳ | ۴۴ | ۳۵ | ۲۵ | ۲۶ | ۲۹ | ۲۸ | ۳۳ | ۴۰ | ۵۶ | ۴۱ |
د میاشتنیو لمر رونکو ساعتونو اوسط | ۱۹۴.۴ | ۱۶۷.۲ | ۲۱۹.۱ | ٢٦٠.٨ | ۳۴۱.۱ | ۳۷۸.۳ | ۳۵۹.۵ | ۳۴۹.۳ | ۳۲۷.۲ | ۲۸۸.۱ | ۲۶۰.۹ | ۲۰۰.۴ | ۳۳۴۶.۳ |
سرچینه: NOAA (1972-1982)
[۱۶] |
سرچينې
[سمول]- ↑ Brown, James (July 29, 2011). "Tarin Kowt and the battle for minds". ABC News.
- ↑ "The State of Afghan Cities Report 2015". نه اخيستل شوی 20 October 2015.
- ↑ "Taliban sweep across Afghanistan's south, take 3 more cities". AP NEWS (په انګليسي). 2021-08-13. Archived from the original on 13 August 2021. نه اخيستل شوی 2021-08-13.
- ↑ Dr SB Panni, Tareekh i Hazara Peshawar, 1969 ed, p. 301
- ↑ Including some settled near Pishin Baluchistan and some in the Hazara area of Khyber Pakhtunkhwa, see Panni
- ↑ "The United States Army in Afghanistan - Operation ENDURING FREEDOM - October 2001-March 2003". Archived from the original on February 1, 2010.
- ↑ "Afghanistan: Home Free". Archived from the original on April 8, 2011.
- ↑ Keith A. Milks (2004-05-10). "22d MEU (SOC)'s FOB in Afghanistan pays homage to Marine hero". Marine Corps News. Archived from the original on 2004-05-24.
'He's a hero to the Marine Corps,' said Colonel Kenneth F. McKenzie, Jr., commanding officer of the Marine Expeditionary Unit (Special Operations Capable), referring to Col. John W. Ripley, the new FOB's namesake. 'He's a true warrior and an honorable man.' McKenzie puts Col. Ripley with the small group of Marine leaders mentioned prominently in the Corps' proud history.
- ↑ Afghanistan Engineer District Archived 2007-03-15 at the Wayback Machine., U.S. Army Corps of Engineers.
- ↑ "Bombing suspect says Pakistani mullahs brainwashed him". نه اخيستل شوی 20 June 2016.
- ↑ "Suicide Attacks Target Afghan Government Compound".
- ↑ "Khpalwak's last contact with Pajhwok". نه اخيستل شوی 20 June 2016.
- ↑ "18 civilians killed in Helmand bomb: Afghan police".
- ↑ "Today's Stock Market News and Analysis from Nasdaq.com". نه اخيستل شوی 20 June 2016.
- ↑ 14th Cavalry Regiment (United States), 14th Cavalry Regiment
- ↑ "Trinkot Climate Normals 1972-1982". National Oceanic and Atmospheric Administration. نه اخيستل شوی December 26, 2012.