ترکیب (د اړیکي توري)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترکیب ( په لنډ ډول CONJ یا CNJ )دیوې ژبي په ګرامر کي د وینا یوه برخه ده چې د کلمو ، جملو ، یا بندونو ترمنځ نښلون منځ ته راوړي. پښتو ژبې ته د ترکیب او عبارت موضوع له عربي څخه راغلې چې تر اوسه پورې د څیړونکو له خوا په یوه مفهوم استعمالیږي[۱].

ډولونه[سمول]

په پښتو ژبه كې د تركيب (غونډ) ډولونه:

په پښتو ژبه كې تركيبونه په دوو ډلو سره (اسمي اوفعلي) بېليږي چې بيا هره ډله يې په خپل وار سره په جلا ډلګيو ويشل كيږي.

لومړى: اسمي تركيبونه (Phrases)

اسمي تركيبونه هغه دي چې د تركيب اصلي او اساسي برخه (اجزا) يې نوم (اسم). وي او دغه اسمي تركيبونه په جمله كې د مبتدا (مسنداليه) او په اسمي جمله كې د خبر (مسند) په برخه كې راځي.

دویم : فعلي ترکیبونه

د پښتو فعل له ادواتو سره تركيب کیږي[۲]. په عمومي توګه د پښتو ژبې زيات شمير فعلونه د يو (اسمي، نوميز) او كومكي فعل څخه مركب وي، په دې توګه د تېرې زمانې او اوسنۍ زمانې د فعلونو بېلا بېلو صورتونو (استمراري، مطلق، امكاني، توانايي، تمنايي، ګوماني، احتمالي، ټينګاري) او نور د فعلي تركيبونو (غونډونو) پوره بشپړ مثالونه دي چې د تېرې زمانې او اوسنۍ زمانې د ريښو څخه د كومكې فعلونو، ضميري ورو ستاړو (فعلي خاتمو) او فعلونو په مرسته جوړيږي چې دغه بيا په جملو كې د فعلي غونډ يا تركيب په نوم ياديږي.

  1. https://www.enikassradio.com/%D8%AF-%D8%AA%D8%B1%DA%A9%D9%8A%D8%A8-%D8%A7%D9%88-%D8%B9%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%AA%D8%B1-%D9%85%D9%86%DA%81-%D8%AA%D9%88%D9%BE%D9%8A%D8%B1/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  2. https://www.tolafghan.com/library/pashto_nahwa/tharkib_dawlona.shtml. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)