Jump to content

تريماتودا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تريماتودا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

دلوي خداي (ج)څخه شکراداکوم چې ماته يې داتوفيق راکړ چې دخپلو وطن والو دخدمت په خاطر دغه کوچني علمي اثرچې تريماتوداټولګي ترعنوان لاندي دښوونې اوروزنې دپوهنځي دکېميااوبيولوژي دڅانګې له خواماته راکړل شوي دى وليکم . لکه څنګه چې ټولوته معلومه ده چې ديوي ټولني پرمختګ دعلم اوپوهي پوري تړلي دي په کومه ټولنه کې چې ښوونه اوروزنه وجودولري هغه ټولنه کولاي شي پرمختګ وکړي دپورته ذکرشوي موضوع ترسرليک لاندي دکېميااوبيولوژي دڅانګي له خوامخترم لارښوداستادپوهيالي سيدمحمدخان په همکارۍ ماته هم دديپلوم ددفاع په خاطردنده وسپارل شوه ددغي سمينارپه تهيه اوليکلوکې مادډيرومعتبروداخلي اوخارجي کتابونودمطالعي له مخي دتريماتوداټولګيى دکلاسونوتوپيرونه توضيح کړم اودشکلونوڅخه مي هم کاراخيستي دي اودغه موضوع په ساده معنى لرونکې اوروانه ژبه تشريح کړي ده چې داسميناردکېميااوبيولوژي دڅانګې محترمو لوستونکولپاره يوه ګټوره رساله بولم ددي سمينارپه تهيه اوليکلوکې ماته لارښوداستادمو ثراومعتبرماءخذونه په ګوته کړي اودموضوع په تهيه اوراټولولوکې هروخت دخپل لارښوداستاددمشوري اورهنمايې سره سم داصلاح اوتاييد څخه وروسته چاپ شوي دي سره له دي چې دا زمالومړي علمي رساله ده دليکلوسره ښه بلاديت نه لرم که زماڅخه دليکلوپه وخت کومه اشتباه ياغلطي شوي وي دمحترمولوستونکوڅخه هيله کوم چې داشتباه داصلاح په خاطرخپل جوړوونکې پيشنهاد دکېميااوبيولوژي ډيپارتمنت ته واستوۍ. په پاي کې دښوونې اوروزنې دپوهنځي دکېميااوبيولوژي دڅانګي استادانوڅخه خصوصاًلارښوداستادپوهيالي سيدمحمدخان څخه په قدردانۍ مننه کوم اودلوي خداي (ج) څڅه ورته دصحت اوعزت تمناکوم . پــــــــه درنــښـــــــت محـتـرم عـــزت خـــان (ساحل) دننـــګرهــاراســــلامي پــوهنتون دښــــوونـــې اوروزنـــې پــوهنــځي دکېـــمـــيااوبـيـــولــــوژي څــــانـــګه

تريماتودا ټولګى Class Trematoda ددي ګروپ مشخصه ديوتيګومينت درلودل او دمقعد نه لرونکې کلمو موجوديت دى . پدي ګروپ کې Metamerie يعني دمشابه دجوړښتونو تکرار وجود نلري .ددي کلاس ټول غړي پرازيټي ژوند لري .ده ګروپ دکوربه دوجود په داخلي او خارجي سطحه باندې دځان ټينګولو لپاره ټينګونکې جوړښتونه لري . چې دا جوړښتونه دطبقه بندۍ لپاره ډيرمهم دي . دانسانانو او حيواناتو دژوند په تاريحچه کې د دوي نه جدي ستونځې رامنځته شوي دي .دوي دسړې ويني فقاريه حيواناتو حارجي پرازيتونه (Ectoparasites) دي . ځيني ډولونه يې په تي لرونکو،کرستاسيا اوسيفالوپوده باندي هم حمله کوي. همدا رنګه د کبانو اوذوحياتينو داخلي پرازيتونه (Endoparasites) دي. دا حيوانات چنګکونه لري او هم دوه زبيښونکې لري چې يو يې دحولي په برخه کې اوبل يې په بطني سطحه کې پروت دى . بدن يې د دوو خواو نه نرى او اوږدوايى يې ديوه ملي مترنه تر څوسانتي مترو پوري رسيږي . معمولاَ دپاڼي په شان شکل لري. خوځني يې په انقباضي حالت کې بيضوي ،مخروتي او استوانه اي هم وي.دپلاناريا په خلاف بدن يې داپدرمس په وسيله نه دي پوښـل شوي بلکه دکېوتيکل په وسيله پوښل شوى دى . کېوتيکل دحيوان بدن دکوربه دانزيمونودضررو څخه ساتي .ددې محافظوي طبقي له لاري نايتروجني موادو تبادله هم صورت نيسي.په داخلي پرازيتونو کې دکاربوهايدريتو او امينو اسيدو جذب هم دکېوتيکل له لاري صورت نيسي . خارجي پرازيتونه هوازي او داخلي پرازيتونه غير هوازي د ي . دا حيوانات په ځينو لاروايې مرحلو کې د سيلياو لرونکې وي مګر دبلوع په حالت کې سيليا او بصري غړي نلري.په دي ټولګي کې ٦٠٠٠ډولونه شامل دي. اطراخي غړي يې پروټونفريډيا (Protonephridia) دي حسي غړو يې دنورو پرازيتونو په شان تنقيص موندلى دى.عصبي سيستم يې دتربيلاريا په شان له ٢ څخه تر ٦ پورې اوږدې رشتي او يوه عسبي عوټه (Cerebral Ganglion) لري .تريماتودا کې طولاني او عرضاني (Dorso – ventral) عضلي ليدل کېږي. خوله يي دبدن په مخکنۍ برخه کې پرته ده چې دهغي وروسته حلقوم کولمي پرتي دي کولمي دوه ښاخه يې دي اودکولموانجام کې کومه مجرا نه لري کولمي په کوچېنيوډولونوکې ساده اوپه لويوډولونوکې منشعبي وي تقريباَ ټول تريماتودا هرمافروديت دي چې القاح معمولاَ خودبخوده وي خودويني په پرازيتونوکې جنسونه بيل وي . دهګۍ ظاهري شکل اواندازه تقريباَ ثابته ده اودهغي له مخي بيلابيل ډولونه پيژندلي شو. بالغ تريماتوداودانقباض ، اوږديدواوتاوخوړلوپه وسيله حرکت کوي دوي دچوشکونواوچنګکونوپه وسيله خپل موقيعت په کوربه کې ساتي دژوند دوره يي توپيرلري مګر معمولاَ څوکاله ژوند کوي په سيست (Syst) کې تر٣٠ کالوپوري ژوندى پاتي کېدلاي شي . تغذيه يې دژوندون اودپرازيت په ډول پورې تړلي ده چې دکوربه دانساجو، ترشحاتواودکولمودمحتوياتوڅخه تغذيه کوي . غير محلولي مواد دخولي دسوري له لاري بيرته راګرځي . مګرمحلولي مواد په ټول بدن کې خپريږي . داحيوانات دوه کوربه لري چې يوته يې اولي اوبل ته يې منځنى کوربه وايې . اولى کوربه معمولا فقاريه حيوانات دي مګر منځنى کوربه يې مولوسکاوي دي . حلزونونه خصوصاً دخوږواوبوحلزونونه دمنځني کوربه په حيث ګڼل کنږي . دحلزونونودمختلفوډولونوڅخه دکوربه په توګه کار اخستل کېږي چې د (١٠٠٠٠٠) ډولونوڅخه يې يواځي ٧٠ ډوله دانسان دپرازيتونومنځنى کوربه ګڼل کېږي . مختلف ډولونه يې ديوياڅوډوله حلزونونوسره توافق حاصل کړى دى. داډولونه هرډول حلزونونوته نشي داخليداي اوياداچې هلته دودي مراحل سرته نشي رسولى .چې داپه طبعت کې دتوافق يوښه نمونه ده . دتريماتوداوخطر ددوي په ډول ،دژوندپه ډول ، شمير، دتوليدشوي موادوتاثيرپه اجناسوپوري تړلى وي .


سب کلاس اسپيدوبوتريا(Sub Class Aspidobothrea) پدي ګروپ پوري لږ انواع مربوط دي چې مشخصه يې دمښلو لپاره يو لوي جوړښت دى . چې Opisthaptor يا Baers Disc نوميږي . دي جوړښت دپرازيټ تقريباَ ټول بطني برخه نيولي ده . چې چنګکونه نلري . دا ګروپ اکثرا يواځې په Poikilotherm يا غير ثابت حرارت لرونکوحيواناتو کې چې په اوبو کې ژوند کوي د داخلي پرازيټ په شکل ژوند کوي . خو همدارنګه دEctoprasit او شايد Acto comenral په شان په حلزون ده . نور انواغو کې يې دلاروا نمو په مختلفو کوربه وتقسيموي . سب کلاس مونوګينياSub Class: Monogenea ددي ګروپ مشخصه داده چې دکوربه دنسل تغير پکې نشته اکثرا اکتوپرازيټ اوovipaar يعنې هګۍ اچوونکې دي خوبعضي يې ژوندي بچېان توليدوي يعني vivipaarدي اکثره مونوګينيا په اکتوپرازيتي شکل دپايکېلوترم ياسړي ويني لرونکې حيواناتولکه ماهيانو، خزندګانو، اوامفيبيا يعني ذومعيشتيانوپه پوستوکې اوبرانشي اوپه استشناي ډول داندوپرازيت په شکل دمثاني په کڅوړواوپه مرۍ کې هم پيداکېږي .خوهيڅ کله په کولموکې نه پيداکېږي .کوربه دځان دمښلولپاره ديوڅخه تردريوپوري دخولي دسوري راچاپيره رودونکې جوړښتونه يعني چوشکونه دprohaptor پروهپترپه نوم اوپه شاتنۍ برخه کې يوي لويې opisthohaptor اوپستوهپترلري چې ددي جوړښت په اساس دMono opisthocotylea او poly opisthocotylea کې فرق کېږي . لمړنى ګروپ ديولوى غيرمنظم رودونکې جوړښت لرونکې دي چې هغه په خپل وار ديوڅخه تردريوجوړوپوري لوى خنجکونه لري اوددولسوڅخه ترشپاړلسو١٢-١٦ پوري اطرافي کوچېني خنجکونه لري په داسي حال کې چې ددوهم ګروپ اوپستوهپتر ديوتعدادرودونکوسوروڅخه جوړچې دهغي په خواکې کېداى شي چې خنجکونه هم موجودوي ددي حيواناتونمويا ontogenie مستقيمه ده . چې يوکوربه اوپه خپل تکثري دوران کې يواځي يوه دتکثرمرحله لري دډيرومونوګينياهګۍ پوښ لري چې بعضي يې دځان دکلکولولپاره قمچېن شکلي جوړښتونه لري دهګيوڅخه يولاروا پيداکېږي .چې دتولودپه وخت کې دوجود په خارجي سطحه سليااودسترګوجوړښتونه لري چې دالاروادoncomiracidium په نامه ياديږي په دي مرحله کې هم اوپستوهپتردهغي دخاص جوړښتونوسره ليدل کېږي . تر ٢٤ساعتوپوري لارواخپل کوربه په اکتيف شکل يعني دلا مبوپه واسطه پيداکوي اوياله منځه ځي . دکوربه نيول په دي ډول اسانيږي چې دپرازيټ دهګۍ اچولوپه وخت اودکوربه دانکشاف په دوران کې يوهمغاړي توب يعني synchronisation منځ ته راځي . دمونوګينياغذادکوربه په وينه يادمخاطي غشاُحجرات تشکېلوي دبدن په مخکنۍ برخه کې يورودونکې سورى لري دهغي شاته حلقوم چې دپوشش عضلاتي جوړښت دي دهغي شاته کولمي ددوه اوږدونلونوپه ډول امتداد پيداکوي . مذکرتناسلي اله يې ديوي جوړي خصي يعني Hoden دمني نل ureter اودهغه په امتدادديودستکش ډوله جوړښت چې خارج خواته قاتيداي شي اودcirrus سيروس په نامه ياديږي جوړشوى دى سيروس دkopulationيعني جنسي جوړه کېدويوجوړښت ده سيروس چې دټولوپلن چېنجيانويوه مشخص جوړښت دى په عادي حالت کې په يوه کڅوړه کې پروت وي . مونث تناسلي جوړښت ديوتخم دان ovarium چې دهګۍ نل oviduct په واسطه ديوبل جوړښت سره چې Ootyp نوميږي اودهګيودجوړيدومرکزدى په تماس کې دى مونوګينيادوه vagina يا فرج اويوکانال چې دGenito intestinal په نوم ياديږي هم لري همدارنګه ديوجوړه دزيړوموادجوړښتونه چې Dotterstock په نوم ياديږي لرونکې دي د تريماتودا کلاس د digena او Aspidogastraea په دوو سب کلاسونو ويشل شوي دي چې د لته د digena سب کلاس تر مطالعي لاندي نيسو سب کلاس ډاى جينا Sub:class Digena د حيوانات معمولاَ اندوپرازيتونه (Endoparasite) دي نو ځکه يې اکثرو غړو تنقيض کړي دي لکه چې لاروا يئ چې ازاد ژوند لري د سترګو لرونکې دي مګر بالع يئ سترګي نلري ..او په عوض کې يې د هګيو شمير ډير زيات دي نو ځکه د دي عمل مرسته خپل موجوديت په کوربه کې ثابتوي . فسيولا هيپاتيکا Fasciola hepatica فسيولا هيپاتيکا له لاتيني کلمي Fasciola يعني Small Bandageوړوکې بنداژ او لاتني کلمي Hepar د Liver په معنا څخه اخستل شوي دي . فسيو لا هيپاتيکا يا د ځګر لوي چنجي د ډيرو مشهورو چنجيانو له ډلي څخه دي چې د پاڼي په شان شکل لري . د پسه د ځګر چنجي د پسونو د صفراوي نلونو اندوپرازيټ دي .د پسه سربيره په نورو واښه خوړونکو حيواناتو لکه غوا ،اوښ ،وزي ،فيل ،سوي ،خرس او انسان په صفراوي نلونو کې هم په پرازيتي ډول اوسيږي چې په حاد او مزمن شکل ناروغي منځ ته راوړي .د اناروغي د Facsiolisis يا liver rot څخه عبارت دي چه د کوربه د هضمي اختلالا تو ،پړسوب او ضعيف والي سبب کېږي . اکثره د حيوان په مرګ تماميږي .فسيولا هيپاتيکا دوه ډوله کوربه لري چې يو يې منځني کوربه (intermdiate host) او بل يي اصلي کوربه يا (primary host) دي .منځني کوربه يي حلزون دي چه ٢١ ډولونه د حلزونونو د دوي کوربه کېداي شي خو په ټولو کې يي limnacaca truncatula چې په خوږو اوبو او ارامو جريانونو کې ژوند کوي مهم دي . اصلي کوربه يې شخوند وهونکې حيوانات او انسانان دي . جوړښت : فسيولا هيپاتيکا نري ،پلن او پاڼي په شان شکل لري .اوږدوالي يي ٢٥څخه تر ٣٠ ميلي مترو پوري او سور يي ٤څخه تر ١٢ ملي مترو پوري رسيږي .د جسم مخکنۍ برخه لږ څه راوتلي ده او همدا برخه پراخه شوي ده چې دمنځنۍ برخي پراخوالي د ورستي برخي په نسبت دري واره ډير دى .ورستي برخه لږ شانته ګرده او اطراحي مجرا (Excretory pore) په کې پروت دى . ددي چنجي ګلابي رنګ ته مايل دي مګر کله چې د کوربه د صفرا څخه تغذيه کوي قهوه اي ته ورته رنګ اخلي . ددي چنجي د جسم په مخکني انجام کې خوله واقع ده چې د خولي د چوشک(Oral sucker) په وسيله چاپيره شوي ده . ددي چوشک په وسيله د کوربه د بدن غذايې مواد جذبوي د سر چوشک ،څخه ٣ يا ٤ ملي متره وروسته بطني برخه کې بطني چوشک (Ventra sucker) ځاي لري د دي چوشک په مرسته ځان په کوربه پوري نښلوي . دا چوشکونه پيلي ته ورته غضلاتي جوړښتونه دي چې د خاليګاه په لرلو سره د کوربه په جسم پوري نښلي .د خولي د مجرا سره په بدن کې دوه نوري مجراوي هم شته يوه يي جنسي مجراده چې بطني چوشک ته مخامخ پرته ده . دوهم يې اطراحي مجرا (Excretory Pore) ده چې د جسم په وروستۍ برخه کې پرته ده . مګر دا حيوان د هضمي کانال لپاره کومه مجرا نلري .

(١)شکل Faciola hepatica




دبدن ديوال Body Wall د بدن د ديوال په جوړښت کې دتربيلاريا په حلاف د اپيدرمس (Epidermis) حجروي طبقې لري . مګر دکېوتيکل يوه ډبله طبقه لري چې ديوي نرۍ قاعدوي غشا دپاسه ځاي لري او دقاعدوي غشا لاندي دغضلاتو طبقه پرته ده چې د ميزنشيما(Mesenchyma) په واسطه چاپره شوي ده.

کېوتيکل: کېوتيکل يوه مقاومه او کلکه طبقه ده چې دمشابه (Homogeneous) سکېروپروتين (Scleroprotein) څخه جوړه شوي ده. دچنجي جسم دکېوتيکل په وسيله پوښل شوي دى چې جنجى دکوربه دافرازي موادو څخه ساتي . دکېوتيکل په طبقه کې کوچني اغزو ته ورته جوړښتونه Spinesospinules يا Scales لري چې چنجې دکوربه په صفراوي نلونو کې پوري نښلوي او هم دفسيولا هيپاتيکا حرکت دغضلاتو دانقباض او انبساط په وسيله صورت نيسي . دفاسيولا يوه نوعه Fasciola indica چې په هندوستان کې پيداکېږي قوي پلن او ښکاره Scales لري . قاعدوي غشا Basemet mebrane : دکېوتيکل تر ټولو لاندي طبقه ده چې نرى جوړښت لري چې دعضلاتي او کېوتيکل طبقو ترمنځ سرحد جوړوي. عضلاتي طبقهBasement membrane  : دقاعدوي طبقي لاندي Sub Cuticularmusculature طبقه پرته ده، دا طبقه دري ډوله عضلاتي طبقي لري چې خارجي طبقه (Outer layer) د مح-دورو عضلاتي رشتو (Circular) Muscle Fibers منځني طبقه (Midle layer) دطولاني عضلاتي رشتو (Longitudinal muscle fibers) او داخلي طبقه (Inner layer) دمايلو عضلاتي رشتو (Diagona Musele Fibers) نه جوړه شوي ده . دا عضلات د جسم په منځنۍ برحه کې ډير انکشاف يافته دي . او ټول ښويه عضلاتي وي اوهم ددي عضلاتي په مرسته دچوشکونو قوي رشتي جوړي شويدي . ميزنشيما Mesenchyme : ميزنشيم ده عضلاتي طبقي نه لاندي پرته ده په ميزنشيما کې زيات شميريو هستوي اودوه هستوي حجري شته چې يوشبکه يې جوړه کړي ده دحجروپه منځ کې بين الحجروي مايع موجوده ده. ځيني ددي حجروڅخه غټي اوپراخه دي چې دکېوتيکل دقاعدوي عشاپوري پراختيا مومي .په حقيقت کې ميزنشيمادعضلاتي طبقي اوداخلي اورګانونوترمنځ دخاليګاه دډکولولپاره مايع موادجوړوي چې ددغه موادودنده دغذايي موادواواضافي موادوانتقال دى . جسمي ديوال په فزيالوجيکې دندوکې موهم رول لري . چې په محافظت کې دګازاتوتبادولي اودنايتروجني فضيله موادپه طرحه کې چې دامينواسيدونودفعاليت څخه توليديږي مرسته کوي . دفسيولاهيپاتيکا جسمي ديوال په ١٩٦٣ م کال دThread gold په واسطه دالکټروني مايکروسکوپ لاندي مطالعه شو.بياپه کال ١٩٦٦ م کې دMartin اوBils په وسيله مطالعه شو.مطالعاتوداوښوده چې کېوتيکل (cuticle) دپروتوپلازم يوه طبقه ده چې دمايتوکانداريا، اندوپلازميک کانال ، واکېول اوپينوسايټيک ويزيکل (pinocuytic vesicle) په کې ليدل کېږي .

هضمي سيستم Digsetive cystem : فسيولاهيپاتيکاهضمي کانال Alimenttary Canalله حولي (Mauth) عضلاتي حلقوم (Muscular Pharynx) څخه جوړ شوى دى . حوله دحولي دچوشک په وسيله چاپيره شوي او دحولي وروسته يوه نرۍ مرۍ پرته ده چى کلمو پوري عزيدلي ده . هضمي کانال يې دمنځنۍ څخه تر ورستۍ برخي پوري په مستقيم شکل ځاي لري او يواڅي کلمي يې منشعبي وي او په ټول بدن کې خپري شوي وي ترڅو وکولاي شي چې غذايي مواد ټول بدن ته ورسوي . ځکه چې دوراني سيستم نلري . دا حيوان مخرج (Anus) نلري دفاسيولا هيپاتيکا عذا د صفرا ، لمف ، ويني او تخريب شوو انساجو څخه عبارت ده چې دحولي د چوشک او حلقوم په مرسته يې زبيښي.




(٢)شکل: Faciola hepatica digestive system په دي جينجي کې هضم خارج الحجروي يا(Extra Cellular) دى چې په کولموکې صورت نيسي اوهضم شوي غذايي مواد دکولمودښاخونوپه مرسته ټول بدن ته رسول کېږي . په حقيقت کې هضم شوي مواد راساً پرانشيماته انتقاليږي اودپرانشيماڅخه مختلفوحجروته رسيږي . په عمومي ډول دشحمواوګلايکوجن په شکل په پرانشيماکې ذخيره کېږي همدارنګه مونوسکرايدونه لکه ګلوکوزاوفرکتوزراساً بدن ته جذبيږي دډيفيوژن (Diffusion) د عملي په مرسته نا خضم شوي عذايي مواد دچنجي دحولي له لاري بيرته خارجيږي . تنفسي سيستم Respiratory Systam  : فسيويلاهيپاتيکاAnaerobic او يا Anoxybioticدى . په خقيقت کې د ګلايکوجن (Glycogen) د ميتابوليزم (Metabolism) نه SO2 او شحمي تيزابونه جوړيږي، او انرژي د تودوخي په شکل ازاديږي . چې دا عمليه په لاندي مرحله کې بيرته خارجيږي . ١ ګلايکوجن دغير هوازي تنفس په نتيجه کې چې Glycolysis نوميږي په پايرويک اسيد(Pyruvc Acid) بدليږي. ٢ پايرويک اسيد Decarboxylate کېږي او په کاربن داي اکسايد او اسيتايل ګروپ Acety Group بانړي بدليږي . ٣ داسيتايل ګروپ کوانزايم (Coenzyme A ) سره يوځاي کېږي او اسيتايل کوانزايم اى (Coenzyme A) جوړوي . ٤ په اخرنۍ مرحله کې اسيتايل انزايم اى په شحمي تيزابونوباندي بدليږي . کاربن ډاى اکسايد دجسم دسطحي له لاري خارجيږي او شحمي تيزابونه له اطراحي سيستم له لاري خارجيږي . اطراحي سيستم Excretory System د فاسيولاهيپاتيکه اطراحي سيستم د اضافي موادو د طرح کولو تر څنګ داسمو ريګوليشن (osmoregulation ) هم ترسره کولاي شي .اطراحي سيستم يې يوشمير منشعبي شعله اي حجري (flame cells ) نري رګونه (capilaries ) عمومي اوږد نل (main longitudinalcanal) او اطراحي مجرايا (Excretory) لري شعله اي حجري هلالي او لرونکې د سيلياودي .د سيلياو د حرکت سره اضافي مواد تيوبونو ته شړل کېږي او اطراحي مجرا له لاري چې د چنجي په اخرنۍ برخه کې پرته ده خارجيږي . اطراح له لاري عموماَ دوه ډوله مواد طرحه کېږي چې يو يې شحمي اسيدونه او بله امونيا ده . دا مواد د ميزنيشيما څخه شعله اي حجروته نفوذ کوي او د سيلياو د خوځيدو په اثر اطراحي مواد دطراحي نل ته انتقاليږي .له دي ځاي عمومي اوږد نل ته اوبلاخره اطراحي مجرا له لاري خارجيږي اوږد نل سيليا نلري مګر نري رګونه (capillaries ) دسلياو په وسيله پوښل شويدي . (٣)شکل:Faciola hepatica excretory system





عصبي سيستم (nerrous systam) فاسيولا هيپاتيکا لرونکې د يوي عصبي کړي دي چې د مري څخه ګردچاپيره ده دا کړي يوه جوړه عصبي غوټي (cerebralganglia) عصبي رشتي لري چې جانبي (literal) ظاهري (dorsal) او بطني (ventral) رشتو لرونکې دي .دا رشتي بيا په وړو وړو رشتو ويشل شوي دي . پرازيټي ژوند له اثره بالع فاسيولاهيپاتيکا خپل حسي غړي له لاس ورکړي دي .


(٤)شکل:Faciola hepatica nerrous system





تکثري سيستم ( reproductiv system) فيسولاهيپاتيکا يو هرمافروډايټ (Hermophrodite) حيوان دى يغني نارينه او ښځينه جنسي غړي په يوه حيوان کې شته ، دوي کولاي شي چې په خپله القاح (self fertilizaton) سرته ورسوي مګر معمولاَ پدوي کې متقا بله القاح (ross fertilization) سرته رسيږي . په نارينه کې دا لاندي غړي شته : خصي testes : فاسيولاهيپاتيکا دوه خصي لري چې د جسم په خلغي برخه کې پرتي وي . خصيي د تخمدان شاته د جسم په حلفي برخه کې يو په بل پسي موقيت لري هغه حجري چې د خصيو ديوالونه يي پوښلي دي د سپرماتوزوا )spermatozoa) د توليد دنده لري .

(Vasadeferentia) دانري سلنډري نلونه vas defrens يا  sperm duct دي چې د هري خصيې څخه يو نل راوتلي دي . دانلونه د سپرم د انتيقال  دنده لري . 

Siminal vesicle: دوه vasdefventia په منځۍ برخه کې د ventral sucker سره نږدي يوځاي کېږي او sieminal vesicle جوړوي چې د سپرمونو د ساتلو لپاره يوه ذخيرګاه ده . Ejaculatory duct : د يو نرى نل دى چې ددي نل په وسيله seiminal vesecle مخ خواه غزيدلي دي . Cirrus يا Penis : دايو اوږد غضلاتي جوړښت دي چې Ejaculatory نل په کې خلاصيږي . Prostate gland : فاسيولاهيپاتيکا Ejaculatory duct د Prostate jland ديو شمير يو خجروي غدو په وسيله چاپيره شوي وي د دي غدو ترشحات Ejacul atory نل ته راځي او د سپرم په حرکت کې مرسته کوي په ښځينه کې لاندي غړي ليدل کېږي . تخمدان (Overy) په فاسيولا هيپاتيکا کې يو تيوب شکل منشعب تخمدان د جسم په مخکۍ برخه کې ښي خواته د خصي په مخ کې پروت دى چې دجسم دريمه برخه نيولي ده Oviduct: د تخمدان ټول ښاخونه په يو نري نل کې خلاصيږي چې دغه نري نل Oviduct دي .Oviduct دتخمونو د انتقال دنده لري . رحم (Uterus) : د فاسيولاهيپاتيکا رحم مارپيچې شکل لري چې هغه کې القا شوي پوښ لرونکې هګى يا کپسولونه (Capsules) وجود لري د ژوند دوران Life eycle فاسيوله هيپاتيکا د جنس له مخي هرمافروډيټ(Hermaphridite) دي يغني نارينه او ښځينه ګميتونه په غين حيوان کې توليديږي مګر اکثرا پدوي کې متقابله القاح Gross fertilization صورت نيسي ، القاح څخه مخکې د ګميټونو بل حيوان په داخل شي بيا نارينه ګميتونه د ښځينه ګميتونه بل حيوان ته داخل شي بيا نارينه ګميتونه د ښځينه ګميتونو سره يو ځاي کېږي او القاح (Fertilization) صورت نيسي که چېرته په فاسيولا کې متقابله القاح صورت ونه نسي نو بيا هغوي کې خود بخودي القاح (sef) Fertilization صورت نيسي چې د عين حيوان نارينه او ښځينه ګميتونه سره يو ځاي کېږئ او القاح صورت نيسي . فاسيولاهيپاتيکا هګۍ نصواري رنګه بيضوي شکل لري چې د ١٣٠څخه تر١٥٠ مايکرون پوري اوږدوالي او د ٦٣ څخه تر ٩٠ مايکرون پوري سور لري هګۍ په oriduct کې القاح کېږي او القاح شوي هګۍ ته يوه اندازه زيړ د ويټلين غدو Vitelline gland څخه ور رسيږي وروسته هګۍ د کېوتيني پوښ Chitinous shell په واسط پوښل کېږي . نو پدي وخت کې هګۍ کلکېږي او رنګ يې ژيړبخن نصواري اوړي دهګۍ دپوښ په پورتني برخه کې Operculum لري. يوي مکملي هګۍ ته کپسول copsule وايي د کپسول حالت يې نظر لومړنيوهګيو ته جسامت عټ وي کله چې کپسول د اوويډکټ څخه رحم Uterus ته راشي دلته انکشاف Development پيل کېږي .وروسته د انکشاف څخه د جنسي مجرا Gonopore له لاري خارج او صفراوي نلونو Bile duct د لاري د پسه کلموته راځي او د فضله موادو سره يوځاي د باندي مخيط ته خارجيږي . که هګۍ او بوته ورسيږي نود تودوخي په مناسبه درجه کې 75f0 ښه وده او انکشاف کوي .فسيولاهيپاتيکا په ټول کال کې هګۍ اچوي چې کولاي شي چې تر ٥٠٠٠٠٠ پوري هګۍ واچوي . د پسه ځګرد ٢٠٠ چنجيو ځاي لري نويو مبتلا حيوان کولي شي ١٠٠ مليونه هګۍ وساتي . د هګيو شمير ځکه ډير دي چې کېداشي اوبو ته ونه رسيږي او يا د ا چې کېداي شي چې منځني کوربه پيدانکړي نو د ډيرو هګيو په توليد سره پرازيټ خپل موجوديت په کوربه کې تضمينوي

  Faciola hepatica life cycle شکل(٥)






دهګۍ يا کپسول انکشاف: دهګۍ انکشاف په رحم پيل کېږي القاح شوي هګۍ په دوو برخو يغني کوچۍ (propagatory cell) او لوي (Somatic cell) باندي ويشل کېږي . سوماتيک حجري Somatic cell بيا ويشل کېږي او Ectodem برخه جوړه وي وروسته propagatory cell حجري په دوو ډولو حجرو ويشل کېږي چې د يو ډول حجرو په واسطه لارو داخلي Endoderm او منځنۍ Mesoderm برخې جوړيږي او د بل ډول حجرو په واسطه د جنسي حجرو کتله Germ cell د لاروا منځنۍ برخه جوړيږي د دوو اونيو په موده کې د هګۍ نه سېليا لرونکې لاروا ميراسيډيم Mira cidium larva جوړيږي ميراسيډيم يو تخريبونکې انزايم proteo lytic enzyme ترشح کوي چې په لري کېدو سره ميراسيډيم د هګۍ نه خارجيږي . ميراسيډيم لاروا يو کوچنى بيضوي او اوږد ژوندي موجودي چې کولاي شي په ازادانه ډول لمبو وهي د د سېلياو په وسيله پوښل شوي دي چې شمير يي ١٨ تر ٢١ پوري رسيږي چې په پنځه کتارونو کې د کړي په شکل غزيدلي دي . په لمړي کړۍ کې شپږ صفحي (دوه ظاهري ،دوه جانبي او دوه بطني ) په دهمه کړي بيا هم شپږ صفحي وي (دري ظهري او دري بطني ) په دريمه کړي کې د ري صفحي (يو ظهري ،دوه بطني جانبي ) په څلورمه کړي کې څلور صفحي (دوه ښي او دوه چپي خواته ) په پنځه کړي (يوه ښي او يو چپ خواته ) دغه ميراسيډيم په پګمنټي سترګي (eye spots) او عصبي سيستم لري . همدارنګه جوړه اي نفريډيا لري چې هغوي کې شعله اي حجري (Flame cells) وجود لري .ميراسيډيم جنسي حجري (Germ cells) يا propagatpry cells لري چې کولي شي وويشل سي او د جرم بال (germ ball ) شکل ځانته ونيسي . او په جنين يا (Embryo) باندي واوړي . ميراسيډيم تغذيه نکوي او په اوبو کې لامبو وهي نو که او ساعتو په موده کې خپل کوربه حلزون پيدانګړي نو بيا خپلي ودي ته دوام نشي ورکولي او له منځه ځي . د کوربه په پيداکولو سره په هغي پوري نښلي او جسم ته يې ورداخليږي .دا لاروا د ١٢-١٦ سانتي مترو په فاصله کې د اوبو د حلزون Lemnea truculate په واسطه جذبيږي . او د حلزون پوستکې ته ننوځي . دا لاروا د ترشحي غدو لرونکې دي چې په منځنۍ برخه کې انزايم توليد وي او د انزايم په مرسته لاروا د حلزون انساجوته داخليږي . ميراسيډيم د خپلو حرکاتو او ترشحاتو په مرسته په څو د قيقو کې کولي شي د حلزون د هغو برخو ته چې صدف يا قشر نلري داخل شي ميراسيډيم د حلزون د انساجو ته داخليږي . که د ميراسيډيم شمير ډير وي نو حلزون له منځه وړي د حلزون په بدن کې لاروا سېليا او سترګي له لاسه ورکوي او اوږديږي او په سپورت سيسټ (Sporosyst) بدليږي سپورو سيسټ يوه کسيه اي جوړښت دي چې ٠٫٧ ملي متره اوږدوالي لري او دنري کېوتيکل په واسيله پوښل شوي دي . د کېوتيکل څخه لاندي د ميزانشيم حجري او عضلات لري . غدي ، عصبي انساج ere spoti چې د ميراسيډيم لاروايي لري د Sporocyst) په حالت کې نه ليدل کېږي . سپرروسيست يوه جوړه تفريډيا لري او هر يو د دوه شعله اي حجرو يا Germ cells او جنسي غوټي Germ Balls هم لري . دا حنسي حجري د تسهيم مرحله بي له القاح څخه اجراکولي شي او نوي افراد منځ ته راوړي چې د اتوورځو په موده کې د يډيا Redia د سپورو سيسټ جدار څيري کوي او ورنه خارجيږي . مورنى سپورو سيسټ کوم ځاي کې چې ميراسيډيم حلزون ته داخل شوي وي او سيږي مګړ ريډ يا په نسجي خاليګاو کې حرکت کوي او ځان د حلزون ځکر ته رسوي . مېټاسرکاريا Meta cer caria سرکاريا تقريباً دوه يادري ورځي په اوبو کې لامبو وهي چې ترڅو خپله لکۍ له لاسه ورکړي دغه حالت عبارت د ميټاسرکار يا څخه دي . وروسته ځان په سيسټ کې تاواوي دغه سيسټ ٠٫٢ملي متر قطر لري که چېري دغه سيسټ په اوبو کې منځته ته راشي نو ديو کال لپاره د ميټاسرکار يا لاروا ژوندي پاتي کېداي شي او که چېري دغه سيسټ په واښو او يا سبزيجاتو باندي منځ ته راشي نو د يو لنډ وخت لپاره ژوندي وي . که داسيسټ د واښو ، اوبو يا سبزيجاتو سره وخوړل شي نو د خولي څخه معدي ته او په معده کې سيسټ له منځه ځي او لاروا کولمو ته راځي د کولمو څخه د ويني دوران ته داخليږي او د ويني د دوران څخه وروسته په صفراوي نلونو کې ځاي نيسي چې دلته بيا هګۍ اچوي او نوري مرحلي تکراريږي . کله ، کله هم د يوي پاڼي په مخ د زرو نه ډيري ميټا سر کارياټوليږي ميټاسر کار يا دوچوو ښو په مخ هم تر څو اونيو پوري ژوندي پاتي کېږي .يو فسيولاهېپاتيکا کولاي شي حتىَ تر ١١ کالو پوري د کور به په بدن کې پاتي شي او هګۍ واچوي . کله چې ميټاسرکاريا د نوي کوربه په وسيله وخوړل شس په اشناعشر کې د خپل سيسټ څخه وځي د کوربه د کولمو له لاري دويني دوران ته داخليږي او بياد صفراوي نل له لاري ځګر ته راځي ځګر معمولاَ د ويني د دوران له لاري وروسته له يوي اوني ځګر ته رارسيږي . په ځګر اووه يا اته اونۍ پاتي کېږي او بلاخره د صفرانل ته لار پيداکوي . د ککړتيا د تاريخ نه تر کامل بلوغ پوري دوه يا دري مياشتي نيسي . پته مناسبو شرايطو کې د کوم وخت نه چې ميراسيډيم د هګۍ نه ووځي او بيا په هګيوراځي ټوله ١٨-٢٢ اونيو پوري وخت اوږد وي . پرازيټ اغيزي په کوربه باندې :

د پرازيټ خطر ددوي په شمير پوري تړلي دي که شمير يي ډيروي  خطر يې ډير اوکه  شمير  يي لږ وي خطر يي لږ دي چې دځګر د پړسوب او د انساجو تخريب چې په نتيجه کې خونر يزي پيداکوي .خيټه يي پړسيدلي وي او که فشار  ورباندي راشي  نو درد لري . کله ،کله حيوان  ناڅا په له منځه ځي .همدارنګه د حيوان د کم خونۍ او ډنګرۍ سبب کېږي .ځکه چې هضمي سيستم يي کارنه  کوي او کله ،کله اسهال هم  ورته پيداکېږي .

مخنيوي: ١-دناروغو حيواناتو علاج کول . ٢-دډيرو مزمنو پسونو حلالول . ٣- د مبتلا پسونو د فضله موادو له منځه وړل ٤- دحلزون لرونکو ولاړو او بو وچول ځکه تر ډيره وخته حلزونونه په وچ ځاي کې ژوندي نشي پاتې کېداي . ٥-په ولاړو اوبوکې دمرغاويو خوشي کول ترڅو دهغوي په وسيله حلزون وخوړل شي . د سبوصحي پريمنځل او د پاکو او صحي اوبو برابرول ډير داهميت وړدي


او پېستارشېس ساېننس Opisthorchis sinensis داچنجي د کلا نارشس Clanorchis په نوم هم ياديږي چې په چېنايي ځګر چنجي مشهور دي. په هند ، چېن او جاپان کې موندل کېږي . کوچني چنجي د ١٠-٢٥ ملي مترو پوري اوږد والي لري . انسان او کب خوړونکې حيوانات پري اخته کېږي . چې ددي حيواناتو په صفراوي نلوکې اوسيږي .هګۍ يې د فضله موادو سره يوځاې خارجيږي چې په اوبو کې ورنه لاروا خارجيږي . لاروا بايد يو ډول د اوبولا سکاته داخل شي نو چې د امولاسکا د کب په واسطه د خوړل شي د کب په عضلاتو کې سيسټ جوړوي . انسان دداسي کب په خوړولو سره چې ښه پوخ نه وي اخته کېږي . داپرازيټ د صفراوي نلونو د تخريش سبب کېږي .په حادو حالاتو کې د معدې او کولمو تشوشاتو ورسره وي . او ځګر پړسيږي درد پيداکوي . او کله ،کله زيړي هم ورسره وي . (٦)شکل:Opisthorchis sinensis






پروستوګونيموس Prostogonimus داکوچني چېنجيان دي د ٣-٦ ملي مترو پورې اوږدوالى لري او د مرغانو پرازيټونه دي .د مرغانو په تخمدانونو کې اوسيږي چې لړي د هګۍ پوستکې نرموي او په اخرکې مرغان د هګۍ اچولونه لويږي .کله ،کله دمرغانودمړيني سب هم ګرځي وسطي کوربه يي مولوسکا دي . اسپيډوګاسټر Aspidogaster دصدفونو د قلبي پردي Pericardial او د پښتورګو په جوف کې اوسيږي . همدارنګه دمولوسکا ،کبانو او کشپانو پرازيټونه دي . دوي د چوشکوله مخې د نورو تريماتو د اوسره توپيرلري . داسې چې د بطني چوشک په ځاي يو ګردي جوړښت لري چې څوقطاره کوچني چوشکونه د يوبل سره په موازي ډول پراته دي . داحيوانات هرمافروديت دي او د کوربه تغير په دوي کې نه ليدل کېږي .


                                         (٧)شکل

.فاسيولا پسيس بوسکې Fasciolopsis baski

شکل يې فاسيو لاهيپاتيکا ته ورته دي هګۍ يې د Fasciola hepatica غټي دي په اخري  برخه کې يو ډول سرپوښ لري دحيوان اوږدوالي ٣-٧ ملي متره ته رسيږي .

داچنجيان د بلوغ په حالت کې د انسان او خنځير په کولموکې ژوند کوي .هکۍ وروسته له دي چې د اصلي کوربه څخه د ډکو متيازوسره بهروو ځي اوبو کې پرانيستل کېږي ميراسيډيم يي منځني کوربه ته چې يو ډول مولوسکا وي دې ننوځي يوه مياشت وروسته په سرکار يا بدليږي .

      سرکاريا د اوبو ترڅنګ بوټو سره نښلي او سيست جوړوي .که دا بوټي  او واښه د انسان په واسطه و خوړل شي پدي پرازيټ اخته کېږي د چنجي د موجوديت له کبله په  انسان کې نس ناستي (ډنګروالي ) منځ ته راځي. 

دشستوزوماجنس: داپرازيټونه دنوروتريماتوداووڅخه توپير لري ځکه چې بدن يې اوږد اودجنس توپير پکې ليدل کېږي دوي دويني درګونوپرازيټونه دي . ښځينه چنجى نرىاواوږددي اونارينه چنجي پلن وي . دمذکرجنس دبدن منځنۍ برخي يې دناوې شکل غوره کړي دي چې مونث جنس پکې ځاې نيولي دي يعني دواړه سره نښتي دي . دشستوزوما بطني چوشک دخولي چوشک څخه لوي وي . پخوانى نوم يې بيلارزيا Bilhar zia دى دانسان ، مرغانو اواهلي حيواناتوپرازيټونه دي . دملاريا څخه دوهمه درجه ناروغي ده چې په تودوسيموکې خلک پري اخته کېږي . بالع چنجي په ورځ کې 300 (مانسولې)او3500 (جاپانيکوم )هګۍ اچوي ځيني هګۍ دوريدونوپه مرسته ځګرته راځي اماځيني نوريې درګونودانقباض په نتيجه کې هملته پاتي کېږي . چې درګونودڅيري کېدوسبب ګرځي . هګۍ دکولمواومثاني خواته راوړل کېږي چې په دي ډول هګۍ دفضله موادواويادادرارسره يوځاي خارجيږي . هګۍ چې کله داوبوسره په تماس کې راشي نوميراسيډيم (Meracidium) ورڅخه خارجيږي . دمناسب دکوربه دپيداکولو تروخته پوري په اوبوکې لامبووهي . ميراسيډيم بايدد10 ساعتوپه موده کې دحلزون بدن ته ننوځي . په حلزون کې ددوه وو نسلونوريډيا اوسرکارياڅخه وروسته سرکارياددوه شاخه يې لکۍ سره دحلزون دبدن څخه خارجيږي . سرکاريا بايدد ٢٤ څخه ٣٦ ساعتوپه موده کې اصلي کوربه ته داخل شي په منځنې کوربه کې يوميراسيډيم کولي شي په زرهاوو سرکاريا توليد کړي . دانسان پوستکې دلامبو ، مينځلو اويا نورکاروبار په اثرپه اوبوکې دسرکارياپه تماس کې راځي .، په دي ډول سرکاريا دپوستکې سره نښلي اودپوستکې دسطحي داوبودوچېدوسره محيطي رګونوته ننوځي . کله چې پوستکې ته داخل شي لکۍ له لاسه ورکوي . اوکه سرکارياداوبوسره يوځاي وڅښل شي په دي وخت کې سرکاريا دخولي اوستوني مخاطي غشا ته ننوځي . پرازيټ په دې وخت کې شستوزومولا نوميږي . داشستوزومولا دويني ددوران له لاري زړه اوسږوته رسيږي . چې دويني ددوران په مرسته بلاخره دځيګر رګونوته راځي . په ځګرکې دوي تغذيه کوي اوپه چټکۍ سره وده کوي . تقريباً (٣) اونۍ ورسته دسرکاريا دتماس نه بالع چنجي دمثاني ، کولمو اوسږو وريدونوته مهاجرت کوي .پټه دوره دشستوزوماهيماتوبيم لپاره ١٠ څخه تر ١٢ اونيو دشستوزومامانسوني لپاره ٧ څخه تر٨ اونيواودشستوزوماجاپانيکوم لپاره ٥ څخه تر٦ اونيوپوري وي .بالع چنجيان امکان لري چې تر ٣ کالوپوري ژوند وکړي مګردژوندمنځنۍ دوره يې احتمالً ٣ څخه تر١٠ کالوپوري ده . شستوزوما هيماتوبيم (Schistosoma haematobium) داطراحي اوجنسي سيستم دبيلهارڅيوزه دمريضۍ عامل دى مريضۍ کلاسيک مملکت مصردي چې ددي مريضۍ عالايم په پخواني مصري ليکنوکې چې په پاپيروس ليکل شوى دى اودميلاد څخه ١٥٠٠ کاله مخکې والي لري ددي وخت دموميايسي داتوپسي په نتيجه کې لاسته راغلي دي . جغرافيايې انتشار: داپرازيټ دافريقي په ډيروبرخوکې موجوددي په هغوځايونوکې چې اوبه موجودي دي . همدارنګه په باراني ځنګلونو، دنيل اونيګرسيند په امتداد،همدارنګه په مدغاسکر،عراق دعرب په نيمه جزيره اودايران په بعضو برخوکې پيداکېږي . مارفولوژي اووده: مذکرجنس د٨ څخه تر١٥ ميلي متروپوري طول لري دوجودجانبي خوايي بطني طرف ته راقات شوي دى .چې په نتيجه کې دوجوددپاسنۍ برخه ديوي ناوي شکل لري چې د gynaecephoras) (Candils په نامه ياديږي .ددي ناوي په منځ کې مونث جنس چې د٣نه تر ٥ ميلي متره اوږدوالي لري ځاي لري . دواړه جنسونه خوله اوچوشک لري ،چوشک په مونث جنس کې دوجودپه ډيره پاسانۍ برخه کې واقع دى ،ددواړوجنسونودکولموکانالونه دوجودپه منځنۍ برخه کې سره يوځاي کېږي چې دوجودتراخره پوري رسيږي په دواړوجنسونوکې جنسي سوري دبطني چوشک ترشاه واقع دي .مذکرجنس دڅلوروترپنځوپوري خصي لري چې دابطني چوشک لاندي واقع دي . تخمدان اواوتيپ تقريباً دوجودپه منځنۍ برخه کې په مونث جنس کې واقع دي په يواوږداوتيروس (Uterus) کې په بالغ حيوان کې تر ٣٠ پوري هګۍ ديوقطارپه شکل موقيعت لري دهګۍ پوښ په يوقطب کې يواغزي لري چې د٥ تر١١ مايکرون پوري اوږدوالي لري دمذکرجنس اخرنۍ ٣ برخه دکولموپه خواکې له زيړوموادوڅخه ډکه ده .بالغ حيوان اکثره دکوربه دمثانې او اوتيروس په وريدونوکې پيداکېږي په ښځوکې دجنسي اورګانونوپه ژورووريدونواوپه زياتوپرازيټي حالاتوکې دکولموڅخه وريدونه چې دريکتوم اواپنډيکس په خواکې موقيعت لري دپرازيټ له خوامصابيږي (نيول کېږي ) دشستوزوماهګۍ دکوربه دبولي نالونوپه واسطه خارج ته انتقاليږي ميراسيډيم د٦ ورځوپه جريان کې له هګيوڅخه دراوتلولپاره اماده وي .که چېري له هګۍ څخه و نه ووځي٢ يا ٣ هفتي وروسته مړکېږي ميراسيډيم له هګۍ څخه په اوبوکې راوځي . منځني کوربه دبالينوس دجنس مربوط حلزونونه دي ميراسيډيم دهګۍڅخه دراوتلو وروسته په اولو ١٥ دقيقوکې مثبت (Phototaxis) لري يعني درڼاخواته خوځيږي .دهغي وروسته دهغه په عکس بدليږي .که د٧ څخه تر١١ ساعتوپوري کوربه پيداکړي نوپه هغه کې په مورنۍ سپوروسيست بدليږي چې دهغي څخه وروسته بيا لورنۍ سپوروسيست پيداکېږي چې اوږدوالي يې تر١ نيم ميلي مترپوري رسيداي شي .په اوبوکې د٢٤ او٣٢ ورځوپه منځ کې چې دتودوخي درجه د٢٧ او٢٩ سانتي ګرايد په منځ کې وي دهغي څخه سرکارياخارجيږي سرکارياکولي شي چې دپوستکې دلاري وجودته ننوځي . سرکاريادکېمياوي حسي حجراتويعني (Chemoreceptors) په واسطه دخپل کوربه پوستکې پيژني. په دي پيژندلوکې نامشبوع شحمي اسيدونه (Unsaturated patty acids) رول لري سرکاريادپوستکې پوري نښلي اوپه هغي باندي حرکت کوي کله چې دويښته په خواکې دپوستکې ګونځه پيداکړي نواول خپله لکۍ غورځوي اوبياپوستکې ته ننوځې په دي وخت کې دوجودپه اخرکې موجود دي دري جوړه غدي حالي کوي دڅوساعتوڅخه تر٣ ورځوپه موده کې يوکوچني عروقيه وريدته ننوځي اودويني دجريان دلاري څخه سږواودهغه ځاي څخه دکېڼ زړه دلاري دويني لوي دوران ته داخيليږي داچې په څه ډول داوسيدواصلي ځاي ته رسيږي معلومه نده . مونث جنس ددي لپاره چې بالع شي بايددمذکرجنس په کانال کې واقع شي خومذکرجنس بي له مونث جنس هم بلوغ ته رسيږي د(Praepatenz) وخت په دي شستوزوما کې اوږد دي چې دمصاب کېدوڅخه وروسته د٣ څخه تر٦ مياشتوپه موده کې هګۍ خارجيږي . بالع حيوان تر١٠ کالوپوري په کوربه کې ژوندکولاي شي خودقوي دفاعي سيستم دتاثيرله امله کېداي شي دپرازيټ دژوندموده رالنډه شي . پاتوجنسي:دپوستکې عکس العمل دشيستوزوماپه مقابل کې خارښت ،سورکېدل اوپړسيدل دي .دمصاب کېدوڅخه د٣ تر١٠ هفتووروسته تبه،دملادبندودرداوعمومي ستړتيامحصوسه کېږي په وينه کې سپين کرويات زياتيږي .دپريپتينڅ مودي په اخرکې دمتيازوپه وخت کې سوځښت اودلګن خاصره اوکولموددرداخساس کېږي .همدارنګه په ادرارکې وينه ليدل کېږي اومثانه خپل شکل بدلوي ايکالوژي اواپيديومولوژي:ددي مريضۍ دمنځ ته راتلولپاره لانديني شرايط ضروري دي : لومړي: دمنځنى کوربه موجوديت څومره چې ددوي تعدادپه اوبوکې زيات وي هماغومره ډيري هګۍ اوسرکاريا اوبوته خوشي کېږي . دوهم :دهګيوخوشي کېدل په اوبوکې چې د٣ نيمو هفتووروسته تري سرکاريامنځ ته راځي . دريم :دپوستکې سره دسرکارياتماس چې په دي کې دانسان لوڅي پښي اوبوته ننوتل اوپه هغوکې لمبيدل راځي .شستوزوماهيماتوبيوم کوم پرازيټي زخيره وي حيوان نه لري اوديوانسان څخه بل انسان ته مستقيم انتقال هم امکان نه لري .

                                          ماءخذونه

١ – بابکرخيل.ذاکره،عمومي بيولوژي،ننګرهارپوهنتون ١٣٨٨ هـ ش . (٤ ،٥ ، ٦ ، ٧ ، ٩ ، ١٠ ، ١١ ، ١٢ ، ١٣ ، ١٤ ، ١٥ ، ١٦ )مخونه ٢ – ډاکټر.محمدصابر،پرازيټولوژي اساسآت ،ننګرهارپوهنتون ١٣٨٦ هـ ش . (٣ ، ٨ ، ١٧ ،١٨ ،٢١ ،٢٢ )مخونه ٣ – حليم .ډاکټرسيدرفيع الله ،هلمنتولوژي ،ننګرهارپوهنتون ١٣٨٣ هـ ش . (٢٣ ، ٢٤ مخونه ٤ – دانټرنيټ څخه يوڅه په زړه پوري معلومات دهمدي کتاب لپاره شکلونه اوهمدارنګه يوڅه نوي ليکنه برابره کړه .(١٩ ، ٢٠)مخونه www.yahoo.com