تروجان جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په یوناني افسانو کې تروجان جګړه وروسته له هغه د تروآ ښار پر ضد د اخیونانو (یونانیانو) له خوا ترسره شوه چې پاریس (د تروا افسانوي شهزاده) د سپارتا د پاچا منلائوس څخه د هغه مېرمن وتښتوله او له ځان سره یې تروا ته یووړه. دغه جګړه د یوناني افسانو یوه مهمه پېښه ده چې یوناني ادبیاتو ته په اړوندو ګڼ شمېر اثارو، په ځانګړې توګه د هومر په ایلیاد نومي د حماسي اشعارو په اثر کې یې یادونه شوې. د ایلیاد اصلي برخې (II – XXIII کتاب) د تروا د اوږدې ۱۰ کلنې کلابندۍ څلور ورځې او دوه شپې بیانوي؛ اودیسه بیا د دغې جګړې یو اتل توصیف کوي. د جګړې نورې برخې هم په نورو حماسي اشعارو کې شرح شوې دي. په دې سره د یادې جګړې پړاوونه د یوناني تراژیدي او نورو یوناني ادبي اثارو او همدارنګه د ویرژیل او اوېډ په ګډون د رومي اشعارو سرچینه جوړوي.

لرغوني یونانیان باوري و چې تروا ډارډانل ته نږدې موقعیت درلود او دغه جګړه هم له میلاد وړاندې دیارلسمې یا دوولسمې پېړۍ ته اړوند ده. له میلاد وروسته نوولسمې پېړۍ مهال دغه جګړه او ښار په پراخه کچه غیرتاریخي بلل کېده، خو هغه مهال چې په ۱۸۶۸ زکال کې جرمني لرغون پوه هاینریش شلیمان له فرانک کلورت سره وکتل، شلیمان یې دې ته متقاعد کړ چې تروا اوس مهال د ترکیې په حصارلیک کې موقعیت لري. د هغو پلټنو پر مټ چې شلیمان او نورو ترسره کړې دي، دغه ادعا اوس مهال د ټولو څېړونکو ترمنځ منل شوې ده. [۱][۲][۳]

دا چې آیا د تروا جګړې تر شا کوم تاریخي واقعیت شتون لري او که نه، د یوې پرانیستې پوښتنې په توګه پاتې دی. ډیری څېړونکي په دې باور دي چې په کیسو کې یې یوه تاریخي مخینه شتون لري، په داسې حال کې چې په سادګۍ سره کېدای شي په دې معنا هم وي چې هومري کیسې د برونزو دورې ته اړوند د میکني یونانیانو د بېلابېلو کلابندیو او لښکرکشیو د کیسو یو ترکیب وي. هغه کسان چې باور لري د تروا جګړې کیسې یوې ځانګړې تاریخي پېښې ته اړوندېږي، په معمول ډول هغه له میلاد وړاندې ۱۲مې یا ۱۱مې پېړۍ ته اړونده بولي ځکه چې کره مهال یې اراتوستن له میلاد وړاندې ۱۱۹۴ کال څخه تر ۱۱۸۴ کال پورې ښوولی او دغه تاریخ تر ډېره پورې د برونزو د دورې د له منځه تلو پر مهال د تروا ښار د سوزولو له فاجعې سره مطابقت لري. [۴]

افسانه[سمول]

په دودیزه توګه، د تروا جګړه د هغو جنجالونو له لړۍ څخه را پیل شوه چې د هرا، آتنا او افرودیت الهو ترمنځ رامنځته شوې و. اریس چې د اختلاف الهه وه، د پلئوس او تتیس واده ته نه وه بلل شوې، خو کله چې دغه واده ته راغله له ځانه سره یې یوه ډالۍ هم لرله: د سرو زرو مڼه چې پرې لیکلي و «د ټولو څخه د ښکلې لپاره». ټولو الهو دعوا وکړه چې له بل هرچا ښکلې دي او هر یو له دوی څخه د سرو زرو د مڼې ترلاسه کولو لیاقت لري. دوی د ډالۍ د ورکړې قضاوت هغه چوپان ته وسپاره چې د دوی رمه یې څروله. هرې یوې الهې هغه ته ژمنه ورکړه چې که چېرې یې وټاکي، ځواک، عقل یا مینه به ورکړي. دغه ځوان په حقیقت کې پاریس یا تروجان شهزاده و چې په لرې پرته سیمه کې را لوی شوی و، ده مینه وټاکله او مڼه یې افرودیت ته ورکړه. د هغه د جایزې په توګه افرودیت لامل وګرځېده چې د سپارت ملکه، هېلن چې له ټولو ښځو څخه ښکلې وه په ده مینه شي. د پاریس قضاوت د هرا او آتنا غصه راوپاروله او هغه مهال چې هېلن خپل پاچا مېړه منلائوس د پاریس سره د یوځای کېدو او تروا ته د تګ په موخه پرېښود، منلائوس له ټولو یوناني پاچاهانو او شهزادګانو څخه وغوښتل له تروا سره جګړه وکړي.

د منلائوس ورور، اګاممنون چې د میکنه پاچا و، د اخایي سرتېرو څخه د جوړ یو لښکر په مشرۍ سره یې د تروا پر لور حرکت وکړ او پاریس ته یې د زیان اړولو په موخه د تروا ښار لس کاله کلابند کړ. د جګړې د ډېری اتلانو له دې ډلې د آخایانو، آشیل او آژاکس؛ او تروایانو، هکتور او پاریس له مړینې وروسته ښار د تروجان اسپ په بند کې راګېر شو. آخایانو له تروجانانو څخه سرونه غوڅ کړل، یوازې له هغو ښځو او ماشومانو پرته چې د غلامانو په توګه یې ساتلي و او یا یې هم پلورل؛ همدارنګه یې معبدونو ته سپکاوی وکړ چې په دې ترتیب سره یې د خدایانو غصه راوپاروله. ډیر کم شمېر آخایان خپلو کورونو ته جوړ ستانه شول او همدارنګه یې په لرې پرتو سواحلو کې خپل ډیری قلمروونه له لاسه ورکړل. رومیانو وروسته خپله ریښه ائنیاس ته اړونده بللې چې د افرودیت زوی و او هغه تروجان یې بولي چې نور ژوندي تروجانان یې د معاصرې ایټالیا لور ته هدایت کړل.

د جګړې ریښې[سمول]

د زئوس پلان[سمول]

د یوناني افسانو له مخې زئوس د خپل پلار کرونوس له راپرځولو وروسته د خدایانو پاچا شوی و؛ کرونوس په خپل نوبت سره خپل پلار اورانوس همداسې راپرځولی و. زئوس خپلې ښځې او خور هرا ته وفادار نه و، پریمانه اړیکې یې لرلې او ګڼ شمېر ماشومان یې وزېږېدل. له دې امله چې زئوس باوري و چې په ځمکه کې ګڼ شمېر وګړي ژوند کوي؛ هغه موموس یا تیمس تصور کړل چې له تروا جګړې څخه به په ځانګړې توګه د هغه د نیمه خدایانو زامنو لپاره د ځمکې د خالي کولو د وسیلې په توګه کار واخلي. [۵][۶][۷]

د دغې موضوع ملاتړ کولای شو د هزیود له څرګندونو څخه ومومو:

اوس نو ټول خدایان د کړکېچونو پر مټ ویشل شوي و؛ ځکه هغه مهال چې زئوس په پورته کې تالنده او برېښنا کوله، ډېرې حیرانونکې چارې یې ترسره کولې، په دغه پراخه ځمکه یې طوفانونه راوستل او هغوی به یې په یو بل کې ورګډ کول؛ هغه دغه مهال د فاني انسانانو د نژاد د بشپړ ختمولو په برخه کې عجله لرله او اعلان یې کړی و چې د هغوی ژوندونه به واخلي ځکه چې د خدایانو نیمه خدایان زامن به له دغو بدبختانو سره جفت ګیري وکړي او د هغوی برخلیک به بیا په خپلو سترګو ګوري؛ خو مبارک خدایان باید له دې وروسته له عادي خلکو څخه جلا ژوند او استوګنځایونه ولري. خو زئوس د هغو اړوند چې د فناه کېدونکو او انسانانو څخه زېږېدلي و، سخت او ډیر زیات خواشینی و. [۸]

د پاریس له خوا د هېلن تښتونه[سمول]

د تورجان جګړې د افسانې له مخې د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه د سپارتا د پاچا تیندارئوس لور هېلن وه. د هغې مور لدا نومېده چې د زئوس له خوا د مرغاوۍ په څېره کې پرې جنسي تیری شوی و او یا یې هم تېرویستلې وه. د دې اړوند چې د لدا له څلورو اولادونو چې دوه غبرګلونې جوړې وې، کومه جوړه یې زئوس او کومه یې تیندارئوس ته اړوند ده؛ بېلابېل روایتونه شتون لري. له دې سره په معمول ډول هېلن د زئوس لور بلل کېږي او ځینې وختونه هم نمسیس د هغې مور بلل شوې ده. هېلن ګڼ شمېر غوښتونکي لرل او پلار یې له دې امله چې د نورو خواستګارانو له تاوتریخوالي ځان وساتي هېڅ یو له دغو خواستګارانو ته یې هم ورنکړه او وروسته یې د سپارتا له پاچا مینلائوس سره واده وکړ.[۹][۱۰][۱۱]

پاریس د یو فرضي دیپلماتیک تر پوښښ لاندې، اسپارت ته ولاړ څو هېلن له ځان سره تروا ته راوتښتوي. وړاندې له دی چې هېلن وکولای شي د هغه د لیدو په موخه ماڼۍ ته ولاړه شي، په زړه کې یې د مینې د خدای (کوپېډ) له خوا مینه واچول شوه او د افرودیت د وعدې مطابق د هغه په لیدلو سره پرې مینه شوه. دغه مهال منلائوس د خپل تره کراتئوس د دفن کولو په موخه کرت ته تللی و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Bryce, Trevor (2005). The Trojans and their neighbours. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-34959-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rutter, Jeremy B. "Troy VII and the Historicity of the Trojan War". مؤرشف من الأصل في ۰۹ جنوري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. In the second edition of his In Search of the Trojan War, Michael Wood notes developments that were made in the intervening ten years since his first edition was published. Scholarly skepticism about Schliemann's identification has been dispelled by the more recent archaeological discoveries, linguistic research, and translations of clay-tablet records of contemporaneous diplomacy. Wood, Michael (1998). "Preface". In Search of the Trojan War (الطبعة 2). Berkeley, CA: University of California Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-520-21599-0. Now, more than ever, in the 125 years since Schliemann put his spade into Hisarlik, there appears to be a historical basis to the tale of Troy الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wood (1985: 116–118)
  5. Apollodorus, Epitome 3.1, Hesiod Fragment 204,95ff.
  6. Plato, Republic 2,379e.
  7. Scholium on Homer A.5.
  8. Berlin Papyri, No. 9739; Hesiod. Catalogue of Women Fragment 68. Translated by Evelyn-White, H G. Loeb Classical Library Volume 57. London: William Heinemann, 1914
  9. Apollodorus 3.10.7.
  10. Pausanias 1.33.1; Apollodorus, Library 3.10.7.
  11. Apollodorus, Library 3.10.5; Hyginus, Fabulae 77.
  12. Apollodorus, Library 3.10.9.
  13. Pausanias 3.20.9.
  14. Apollodorus, Epitome 3.3.
  15. Proclus Chrestomathy 1