ترتیب ( په داستان کي )

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترتیب له ادبي اړخه په افسانوي یا حقیقي داستان کي وخت او جغرافیایي موقعیت په ډاګه کوي. دا یو ادبي عنصر دی، او د کیسې لپاره اصلي کتنه او بڼه منځ ته راوړي. د ترتیب کولو عناصر ممکن کلتور، تاریخي دوره ، جغرافیه ، او ساعت په ځان کي راونغاړي. له ادبي اړخه ترتیب د پلاټ، کرکټر، موضوع او سټایل ترڅنګ، د افسانې یو له بنسټیزو برخو څخه ګڼل کیږي.