ترتولیان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترتولیان یا کوینیتوس ترتولیانوس (/tərˈtʌliən/؛ لاتین: Quintus Septimius Florens Tertullianus؛ زوکړه: شاخوا ۱۵۵ زکال – مړینه: شاخوا ۲۲۰ زکال) د افریقا رومي ایالت کارتاژ (اوسنی تونس) ته اړوند لومړنی عیسوي لیکوال و. نوموړی لومړنی عیسوي لیکوال دی چې په زیاته کچه لاتیني عیسوي ادبیات یې لیکلي. نوموړی د دفاعي الهیاتو له لومړنیو لیکوالانو څخه و چې د معاصر ګنوسېزم په ګډون د هر ډول دیني بدعت له مخالفینو څخه و. ترتولیان د «لاتیني عیسویت پلار» او د «لویدیځو الهیاتو بنسټ اېښودونکی» ګڼل کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵]

ترتولیان نوي الهیاتي مفاهیم رامنځته کړ او د کلیسا لومړنیو لارښوونو ته یې پراختیا ورکړه. نوموړی په ډېر احتمال سره له دې امله چې د لاتیني لومړی لیکوال دی د تثلیث (لاتیني: trinitas) له اصطلاح څخه په ګټنې یې شهرت موندلی. [۶]

ترتولیان هېڅکله د ختیځو او یا هم لویدیځو کاتولیک کلیساګانو له خوا د لارښود (saint) په توګه نه دی پېژندل شوی. د هغه ګڼ شمېر لارښوونې د یو شمېر مسائلو لکه د پلار له ارواح څخه د زوی د ښکاره اطاعت، له کونډو ښځو سره په واده کولو د هغه د محکومیت او همدارنګه له ځورونې څخه د تېښتې اړوند د دغو سنتونو له دوکتورینو سره په ټکر کې دي؛ همدارنګه د مونتانېزم اړوند د ارتودوکسی وروستی رد لامل وګرځېد چې دغه ټولنې د کلیسا د پلار په توګه د هغه له یادولو ډډه وکړي، په داسې حال کې چې مخکښ کلیسایي لیکوال و. [۷][۸][۹]

ژوند[سمول]

د ترتولیان د ژوندانه اړونډ باور وړ ډېر لږ شواهد شتون لري؛ ډېری معلومات د هغه په خپلو لیکنو کې شته سرچینو ته اړوندېږي. رومي افریقا د ویناوالو د کور په توګه شهرت درلود چې دغه اغېز لرغون پالنې یا ولایت پالنې ته اړوند د هغه د لیکنې په سبک کې څرګند دی او د هغه له شوره ډک خلق او خوی څرګندوي. هغه د لوړې پوهې لرونکی عالم و. نوموړي لږ تر لږه درې کتابه په یوناني ژبه لیکلي. په دغو کتابونو کې هغه ځانته اشاره کړې، خو له دغو یو یې هم اوس موجود نه دی.

یو شمېر سرچینې هغه بربر بولي. ژب پوه رنه براون بیا څرګندوي چې هغه پونیکي الاصله دی، خو دا هم وايي چې په دې اړه پرېکړه کول ستونزمنه چاره ده ځکه کارتاژي میراثونه په بربرانو کې دود وو. له خپل قومیت څخه د ترتولیان درک هم له شکونو سره مخ شوی. هغه په خپل کتاب De Pallio کې ځان د رومیانو ترمنځ پونیک (Poenicum inter Romanos) بللی او افریقا یې خپل وطن بللی. د کلیسا د دود له مخې ترتولیان په کارتاژ کې را لوی شوی او داسې انګېرل کېږي چې هغه د یو رومي قوماندان زوی دی. ادعا شوې ده چې ترتولیان د پیاوړي وکیل او کشیش په توګه ټاکل شوی و. دغه ادعاوې د یوسیبوس قیصریه د کلیسا په تاریخ کتاب، II، ii.۴ او د جروم د مشهور سړي (De viris illustribus) په نامه کتاب په ۵۳ فصل کې شوې. جروم ادعا کړې چې د ترتولیان پلار په افریقا کې د رومي پوځ د یاور (centurio proconsularis) مسئولیت پر غاړه درلود. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له دې سربېره ترتولیان له قانوني تشبیهاتو څخه د ګټنې پر بنسټ او د حقوق پوه ترتولیانوس په توګه د هغه معرفی چې په پاندکتس کې یې نقل راغلی وکیل تصور شوی. له دې سره ترتولیان په خپلو لیکونو کې د روم له حقوقي پوهې څخه ګټنه کوله، خو دا څرګنده ده چې د هغه حقوقي پوهه له هغه کچې څخه چې د روم له حقوقي پوهې څخه یې تمه کېږي، مخکې نه ځي. د کوګنمن د وکیل په څېر د ترتولیانوس لیکنې یوازې ټوټه ټوټه شتون لري او صریحا په یوه عیسوي لیکوال دلالت نه کوي. په پایله کې، د ترتولیان د کشیش توب هر تصور هم شکمن دی. په پاتې لیکنو کې هغه هېڅکله ځان کلیسا ته نه دی منصوب کړی او داسې ښکاري چې ځان یې د غیرروحاني کسانو په کتار کې راوستی. [۱۷][۱۸][۱۹]

کېدای شي چې هغه د ۱۹۷ یا ۱۹۸ زکال پر مهال عیسویت منلی وي (د اډولف هارناک، بونویتسش او نور پر باور)، ځکه اجداد یې نامالوم دي، هغه ډول چې د ده له لیکنو څخه یې انګېرنه کېږي. دغه پېښه باید ناڅاپي او تعین کوونکي وي چې د ده شخصیت یوځلي بل ډول کړي. هغه لیکلي چې نه شي کولای واقعي عیسوي ژوند په یو راډیکال عمل باندې د څو اګاهانه بدلونونو له اوښتو پرته تصور کړي: «عیسویان جوړېږي، زېږېږي نه» (Apol., xviii). په دوه کتابونو کې په خطاب هغه دا تائید کوي چې له یوې عیسوۍ ښځې سره یې واده کړی. [۲۰]

د خپل ژوند په نیمايي کې (شاوخوا ۲۰۷ زکال) هغه د مونتانېزم «نوې وړاندوینې» ته جذب شو، خو نن ورځ ډېری څېړونکي دغه موضوع رد کوي چې ترتولیان کلیسا پرېښې او یا هم کافر شوی. «موږ باید وپوښتو چې که چېرې ترتولیانوس مرتد شوی وي، آیا د سیپریان لارښود بیا هغه خپل ښوونکی باله. له دې امله چې هېڅ لرغونی لیکوال د سیپریان لارښود په اندازه د ارتداد اړوند دومره متعصب نه و نو بیا به بالکل د دغې پوښتنې ځواب منفي و».[۲۱][۲۲]

د اګوستین پر مهال، د «ترتولیانېستانو» یوې ډلې لا هم په کارتاژ کې یوه کلیسا لرله چې په هماغه دوره کې ارتدوکس کلیسا ته واوښته. مالومه نه ده چې آیا دغه نوم یوازې د مونتانېستانو لپاره یو تش نوم و که یا هم ترتولیان له مونتانېستانو وروسته جلا شو او خپله ډله یې جوړه کړه.

جروم څرګندوي چې ترتولیان تر سپین ږیري توب ژوند وکړ. ترتولیان د خپلو خپرو کړو اعتقادي آثارو له امله د سیپریان او د اګوستین د مخکښانو ښوونکی شو چې په دې سره نوموړی د لاتین الهیاتو بنسټ اېښودونکی شو. [۲۳]

لیکنې[سمول]

عمومي شخصیت[سمول]

د هغه ۳۱ اثار د یو شمېر نور اثارو له برخو سره پاتې شوې دي. په لاتیني ژبه د هغه نږدې ۱۵ آثار ورک شوي چې یو شمېر یې د ۹ مې پېړۍ پر مهال له منځه تللي (De Paradiso، De superstitione saeculi او De carne et anima تر ۸۱۴ زکال پورې په Codex Agobardinus موجود و چې اوس له منځه تللي). د ترتولیان لیکنو د هغه مهال د الهیاتو ټولې برخې رانغاړلې – د بت پرستۍ او یهودیت پر ضد دیني دفاعیات، جدل (polemics)، سیاست، دسپلین او اخلاق او یا هم د عیسویت پر بنسټ د انسان د ژوند بیاځلي تنظیم په کې شامل و. د هغه آثارو د هماغه مهال مذهبي ژوند او مفکورې وړاندې کولې چې د کلیسا د تاریخ لیکونکو د پام وړ وې.

ترتولیان د نورو لومړنیو عیسوي لیکوالانو په څېر د paganus کلمه د «غیرنظامي کسانو په معنی» د «عیسی د سرتېرو» په تقابل کې کاروله. [۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Audi, Robert (1999). The Cambridge Dictionary of Philosophy. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 908. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Benham, William (1887). The Dictionary of Religion. Cassell. د کتاب پاڼي 1013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gonzáles, Justo L. (2010). "The Early Church to the Dawn of the Reformation". The Story of Christianity. 1. New York: HarperCollins Publishers. د کتاب پاڼي 91–93. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ekonomou 2007، م. 22.
  5. Barnes 1971، م. 58.
  6. "Tertullian, Originator of the Trinity", From Logos to Trinity, Cambridge University Press, د کتاب پاڼي 190–220, 2012-01-30, doi:10.1017/cbo9781139003971.010, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139003971, د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Tuggy, Dale & Zalta, Edward N. (ed.) (2016). "History of Trinitarian Doctrines". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  8. Le Saint, W. (2003). "Tertullian". The New Catholic Encyclopedia. 13: 837. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Cross, F. L., المحرر (2005). The Oxford Dictionary of the Christian Church. New York: Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Jerome, 'Chronicon' 16.23–24
  17. Tertullian, De Exhortatione Castitatis 7.3 and De Monogamia 12.2
  18. Barnes 1971، م. 11.
  19. Barnes 1971، مم. 24, 27.
  20. "Book Written to His Wife". newadvent.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Tertullian : Douglas Powell, Tertullianists and Cataphrygians, Vigiliae Christianae 29 (1975), pp. 33–54". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Still, Todd D; Wilhite, David E (2012). Tertullian and Paul. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780567554116. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Jerome. De viris illustribus. د کتاب پاڼې 53. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ernest Weekley, Etymological Dictionary of English, s.v. "pagan".
  25. Cameron, Alan G. (2011). The Last Pagans of Rome. New York: Oxford University Press. OCLC 553365192. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199780914. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Iwanczak, Wojciech (2012). "Miles Christi: the medieval ideal of knighthood". Journal of the Australian Early Medieval Association. 8 (Journal Article): 77–. ISSN 1449-9320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)