تراکيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

تراکيان په انډو-اروپايي ژبه غږېدونکي خلک وو چې په لرغوني تاریخ کې يې د اروپا په ختيځ او سويل ختيځو پراخو برخو کې ژوند کړی. تراکيان په عموم کې په بالکان (تر ډېره بريده اوسنۍ بلغاريا، ترکيه او یونان) کې اوسېدل، خو په اناتولیا (کوچنۍ اسیا) او د ختيځې اروپا په نورو سیمو کې يې هم ژوند کاوه. [۱][۲]

د تراکيانو کره اصليت نه دی معلوم، خو باور دا دی چې پروټو-تراکيان د پروټو-اندو-اروپايي او لومړيو اروپايي کروندګرو له اټکلي ترکيب څخه منځ ته راغلي دی، کوم چې د نورې اسيا او افريقا څخه د کوچنۍ اسيا (اناتوليا) له لارې دې سيمو ته رسېدلي وو. پروټو-تراکي کلتور په «ډيشي، ګيټي» او ګڼو نورو کوچنیو تراکيايی کلتورونو کې منځ ته راغلی دی.[۳]

روميانو او یونانيانو د تراکي کلتور قبايلي بللی دی. دوی تر ډېره بريده وېشل شوي پاتې شوي دي، د دوی لمړی خپلواکه پاچايي په پنځمه مخزېږديزه پېړۍ کې د «اودريسي» پاچايي وه. دوی د همدې وخت په شا اوخوا کې د هخامنشي سترواکۍ له خوا د محکوميت سره مخ شول. تراکيانو د لنډې مودې لپاره سوله تجربه کړه او دا له هغې وروسته چې په پارسي جګړو کې يونانيانو پارسیانو ته ماتې ورکړه. «اودرسي» پاچايۍ د څلورمې مخزېږديزې پېړۍ په وروستيو کې خپلواکي له لاسه ورکړه او د ستر سکندر له مړينې وروسته يې کله هم بشپړه خپلواکي تر لاسه نه کړه.

د دویمې مخزېږديزې پېړۍ په نيمايي کې تراکیان د رومیانو له نيواک سره مخ شول، د کومې واکمنۍ لاندې چې دوی د کورنۍ لانجو سره مخ شول. دوی تر درېيمې مقدونيايي جګړې پورې له مقدونيايانو سره د روميانو په وړاندې د بغاوتونو سترې برخې جوړې کړې. تراکيان په رومي ټولنه کې ضم شول او وروسته يې مسيحيت ومانه. په وروستي ځل تراکيايي ژبه په شپږمه پېړۍ کې د مسيحي راهبانو له خوا کارول شوې وه.

یونانيانو او روميانو تراسيان د «جنګياليو» او «وحشيانو» په توګه تشريح کړي دي او دوی د جنګياليو پوځيانو په توګه خوښېدل. د شريرو خلکو لرغونې څرګندونې د اختلاف ښکار دي او د هغوی په اړوند د لا زياتې پېژندګلو لپاره د شلمې پېړۍ له منځ څخه په سويلي بلغاريه کې د لرغونو اثارو کارول روان و. له دې امله چې دوی نه روميان وو او نه يونانيان وو، تر څنګ يې  د دوی کلتور وروسته پاتې و، روميانو او يونانيانو دوی وحشيان (يا غېريونانيان) بلل. د پېژندل شوي قدامت اړيکه په پرانيستو کليو کې د هغوی د ساده ژوند تېرولو سره کېدای شي. ځينو ليکوالانو موندلې چې د لاتيني ژبې له متعارف کېدو وروسته هم هغوی خپلې وحشيانه طريقې پر ځای وساتلې. په داسې حال کې چې تراکيان د هغوی هم عصرو بې تهذيبه بلل، خو په څرګند ډول د هغوی په حقيقت کې تر ډېره بريده پرمختللی کلتور موجود و، کوم چې په ځانګړي ډول د دوی د شاعرۍ او موسيقۍ لپاره مشهور و.[۴][۵]

تراکیانو په ورکه شوې تراکي ژبه خبرې کولې او يو شريک کلتور يې درلود. تراکيانو له هغو خلکو سره کلتوري اړيکې درلودې چې د دوی په شا اوخوا کې پراته وو، لکه يونانيان، فارسيان، سيتيان، سيلټيان او وروسته بيا ترکيان، خو سره له دې چې په حقيقت کې دوی د دې کلتورونو تر اغېز لاندې وو، دې اغېز يواځې په اشرافیه کړيو اغېز پرېښود او په ټوليز ډول يې په ټول تراکي کلتور اغېز نه درلود. د دوی په رواج کې پر بدن د نقوشو (ټيټو) ايستل موجود و چې د نارينه او ښځينه وو په منځ کې عام و. دوی د مشرک مذهب پيروي کوله. د تراکيانو مطالعه د «تراکولوژي» په نوم پېژندل کېږي.[۶][۷][۸]

د نوم رېښې[سمول]

د تراکيانو لومړی تاریخي ثبت په «الیاد» کې موندل شوی دی، چېرته چې دوی د لرغونو يونانيانو په وړاندې په «تروجن» جګړه کې د «تروجن» د متحدينو په توګه ښودل شوي دي. د « Thracian» نسلي نوم د لرغوني يوناني ژپې له « Θρᾷξ» ټکي يا « Θρᾴκιος » څخه اخستل شوی دی او د ځای نوم « Thrace» يې د يوناني ټکي « Θρᾴκη»  څخه اخستل شوی دی. د دې ټکي دا بڼې ټولې هماغه ډول مشهور دي، کم ډول چې یونانيانو کار ځينې اخيست.[۹][۱۰][۱۱]

افسانوي بنسټ[سمول]

په یوناني افسانو کې، «تراکس» (چې په ساده ډول د تراکايي په توګه کارول شوی) د «اريس» خدای د پېژندل شويو زامنو څخه د يو زوی په نوم پېژندل کېدو. «يوريپايډس» په «السيسټس» کې يادونه کړې چې خپله د «اريس» يو نوم «تراکس» و، ځکه دا د «تريس» ملاتړی (سرپرست) بلل کېدو (د هغه د سرو زرو يا زرين سپر د بسټونيا په معبد کې اېښودل شوی و)[۱۲][۱۳]

اصليت[سمول]

د ليکليو تاریخي اسنادو د نه شتون له امله، د تراکيانو اصليت روښانه نه دی. له تاريخ مخکې پړاو کې د پروټو-تراکي شواهد د مادي کلتور په اثارو متکي دی. «ليو کليجن» د تراکيانو پېژندګلو د ګڼو نښو د لباس د کلتور له لارې کوي، کوم چې د لرګينو قبرونو يا سرابنايا کلتور په پرمختګ سره له اوکراين لرې شوي وو. عموماً وړانديز شوی چې د ژيړو د عصر په لومړيو کې پروټو-اندو-اروپايي د پراختيا له مهاله د اصلي اوسېدونکو او اندو-اروپايانو له مرکب څخه پروټو-تراکيان خلک منځ ته راغلي دي، دا هغه مهال و چې وروستي يې د ۱۵۰۰ مخزېږديز په شا اوخوا کې له اصلي خلکو سره ګډ شول. په وسپنيز عصر کې (شا اوخوا ۱۰۰۰ مخزېږديز) داشیان او تراکيان له پروټو-تراکيانو څخه وده وکړه.[۱۴][۱۵][۱۶]

لرغونو یوناني او رومي تاريخ پوهانو موافقه کړې چې لرغوني تراکيان، څوک چې انډو-اروپايی توکمي او د همدې ژبې ويونکي وو، دوی پیاوړي جنګيالي وو؛ يواځې د دوی پرله پسې سیاسي وېش دوی د شمال ختيځې مديترانې په شا اوخوا کې د ځمکو د نيولو څخه راګرځولي وو. که څه هم دې تاريخ پوهانو تراکيان تر يو بریده پخواني بللي دي، ځکه چې دوی په ساده، پرانيستو کليو کې اوسېدل، په حقيقت کې تراکيانو يو پرمختللی کلتور درلود، کوم چې په ځانګړي دول د خپلې شاعرۍ او موسيقۍ له امله مشهور و. د دوی پوځيانو ته د سرتېرو په توګه ارزښت ورکول کېدو، په ځانګړي ډول د مقدونيايانو او روميانو له خوا.

پېژندنه او وېش[سمول]

په بېلا بېلو قبيلو کې وېشل شوي، تراکيان تر هغه وخته د کوم پاېيدلي سياسي ګوند په جوړولو کې بريالي نه شول، تر څو چې په پنځمه مخززېږديزه پېړۍ کې د «اورډيشين» دولت بنسټ نه و اېښودل شوی. پیاوړی «ډيشين» دولت په لومړۍ مخزېږديزه پېړۍ کې د «بوريبسټا» پاچا پر مهال راڅرګند شو. دا غره ييزه سيمه د ګڼو خلکو استوګنځای و، په دوی کې «ايليرين» هم شامل وو، کومې چې د جنګياليو او پیاوړيو تراکي قبيلو په توګه پېژندل کېدې، په داسې حال کې چې په اوارو سيمو کې ميشت خلک په څرګند ډول ډېر سوله خوښي بلل کېدل.

تراکيان په لرغونو ولايتونو «تريس، مويشيا، ميسيډونيا، بيوټيا، اټيکا، ډيسيا، سيتيا، ماينر، سارماټيا، بيټينيا، ميسيا، پينونيا» او بلکان او اناتوليا په نورو سيمو کې اباد وو. دا سيمه د بلکان سيمې په ډېره برخه او د ډينيوب په شمال کې تر ګيټا پورې وېړه وه، ان د «بګ» څخه ور هاخوا چې په لوېديځ کې «پينونيا» هم پکې شاملې وې. په دې سيمو کې شا اوخوا دوه سوه تراکي قبيلې ابادې وې.[۱۷][۱۸]

تاريخ[سمول]

د هومر پړاو[سمول]

د هومر په الياد کې د تراکيانو يادونه شوې ده، دا معنا چې دوی په اتمه مخزېږديزه پېړۍ کې هم موجود وو.[۱۹][۲۰]

لرغونی پړاو[سمول]

دتراکي ساحلونو په اوږدو کې لومړۍ يوناني مستعمرې (لمړی ايجين، بيا مارمارا او تورسمندرګی) په اتمه مخزېږديزه پېړۍ کې جوړې شوې وې. تراکيان او يونانيان څنګ په څنګ اوسېدلي دي. لرغونو سرچينو په ايجين ټاپوګانو او هيلس (پراخه هليني ځمکې) کې د تراکيايي شتون ثبت کړی دی.[۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Webber 2001, p. 3. "The Thracians were an Indo-European people who occupied the area between northern Greece, southern Russia, and north-western Turkey. They shared the same language and culture... There may have been as many as a million Thracians, diveded among up to 40 tribes."
  2. Modi et al. 2019. "One of the best documented Indo-European civilizations that inhabited Bulgaria is the Thracians..."
  3. Modi او نور 2019.
  4. "Thrace". Britannica. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Victor Duruy (1886). History of Rome And of the Roman People, from Its Origin to the Invasion of the Barbarians · Volume 4, Part 1. Dana, Estes & Company. د کتاب پاڼي 3–4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Vlassopoulos, Kostas (2013). Greeks and Barbarians. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 124–125. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-24426-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Shchukin, M. B. (1989). Rome and the Barbarians in Central and Eastern Europe: 1st Century B.C.-1st Century A.D. B.A.R. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86054-690-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Webber 2001, p. 3. "The Thracians were an Indo-European people who occupied the area between northern Greece, southern Russia, and north-western Turkey. They shared the same language and culture... There may have been as many as a million Thracians, diveded among up to 40 tribes."
  9. Boardman, John (1970). The Cambridge Ancient History, Volume 3, Part 1. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 836. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-85073-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Navicula Bacchi – Θρηικίη (Accessed: October 13, 2008).
  11. Garašanin 1982، p. 597. "We have no way of knowing what the Thracians called themselves and if indeed they had a common name… Thus the name of Thracians and that of their country were given by the Greeks to a group of Hellenic tribes occupying the territory…".
  12. Lemprière and Wright,کينډۍ:Full citation needed p. 358. "Mars was father of Cupid, Anteros, and Harmonia, by the goddess Venus. He had Ascalaphus and Ialmenus by Astyoche; Alcippe by Agraulos; Molus, Pylus, Euenus, and oThestius, by Demonice the daughter of Agenor. Besides these, he was the reputed father of Romulus, Oenomaus, Bythis, Thrax, Diomedes of Thrace, &c."
  13. Euripides, Alcestis p. 95. "[Line] 58. 'Thrace's golden shield' – One of the names of Ares was Thrax, he being the Patron of Thrace. His golden or gilded shield was kept in his temple at Bistonia there. Like the other Thracian bucklers, it was of the shape of a half-moon ('Pelta'). His 'festival of Mars Gradivus' was kept annually by the Latins in the month of March, when this sort of shield was displayed."
  14. Casson 1977، ص. 3.
  15. Dumitrescu 1982، p. 53. "Yet we cannot identify the Thracians at that remote period, because we do not know for certain whether the Thracian and Illyrian tribes had separated by then. It is safer to speak of Proto-Thracians from whom there developed in the Iron Age…".
  16. Hoddinott 1981، ص. 27.
  17. Eliade, Mircea; Culianu, Ioan Petru; Wiesner, Hillary S (1993). Dicţionar al religiilor [Dictionary of religions] (په رومانیائی ژبه کي). Humanitas. د کتاب پاڼې 267. OCLC 489886127. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-973-28-0394-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. The catalogue of Kimbell Art Museum's 1998 exhibition Ancient Gold: The Wealth of the Thracians indicates a historical extent of Thracian settlement including most of the Ukraine, all of Hungary and parts of Slovakia. (Kimbell Art – Exhibitions)
  19. Homer. The Iliad with an English Translation by A.T. Murray, Ph.D. in two volumes. Cambridge, MA., Harvard University Press; London, William Heinemann, Ltd. 1924: at 2.581
  20. Altschuler, Eric Lewin; Calude, Andreea S.; Meade, Andrew; Pagel, Mark (May 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Linguistic evidence supports date for Homeric epics"]. BioEssays 35 (5): 417–420. doi:10.1002/bies.201200165. PMID 23417708. 
  21. Cormack او Wilkes 2015.
  22. Marinov 2015، ص. 11.