تخت طاوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تخت طاووس په (انګریزي:Peacock Throne) د هندوستان د مغولي واکمن شهاب الدين شاهجهان (١٥٩٢-١٦٦٦ زيږديز) شاهي تخت يا پالنګ و چې د دغه تخت ښۍ او کيڼې خوا ته دوه طاووسان په ولاړ حالت کې ليدل کيدل چې خپل وزرونه يې غوړولي وو چې له همدې دوو طاووسانو له کبله نوموړى تخت په تخت طاووس سره شهرت درلود . شاهجهان پاچا به چې په ديوان عام کې دربار کاوه نو پر تخت طاووس باندې به کيناسته.

د طاوس تخت

د تخت طاووس جوړښت:[سمول]

د تخت طاووس اړوند تاریخي اسناد دا ښایي چې په دغه تخت کې ډير ګرانبيه او قيمتي غمي او جواهرات لکه فيروزه، عقيق، زمرد، زبرجد، لعل، سره زر او الماس او نورې ملغلرې لګيدلې وې او د سروزرو څلور پښې يې درلودلې. دغه تخت ٦فيټه اوږدوالى او ٤ فيټه بر درلود او د کوه نور الماس هم په دغه تخت کې ځاى پر ځاى شوى و.

د تخت طاووس ارزښت:[سمول]

فرانسوي مورخ تاورنيه چې په ١٦٦٥ زيږديز کال په ډهلي کې د شاه جهان له درباره ليدنه کړې وه د تخت طاوس بيه يې په هغه وخت کې ١٠٠ مليونه روپۍ ښودلې ده.

تخت طاووس د فارس په دربار کې:[سمول]

هغه وخت چې د فارس (ايران) پاچا نادرشاه افشار په (١٧٣٩ زيږديز کال) پر هند باندې يرغل وکړ، نو د هند مغولي واکمن محمد شاه ته يې ماتې ورکړه .نادرشاه افشار په ډهلي کې په زرګونو بې ګناه انسانان ووژل او ډير لوټ او تالان يې وکړ او تخت طاووس او د کوه نور الماس يې له ځانه سره ايران ته يووړل . نادر شاه افشار به په ايران کې په عام دربار کې پر همدې تخت کښيناست ،خو په ١٧٤٧ زيږديز کال کې هغه وخت چې نادر شاه افشار ووژل شو نو دغه تخت د لوټمارانو له خوا له مينځه لاړ او قيمتي جواهرات يې د غلو او لوټمارانو لاس ته ورغلل .

سرچینې:[سمول]