تجربي شواهد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د یوې طرحې لپاره تجربي شواهد هغه شواهد دي چې یا له طرحې څخه ملاتړ کوي یا هم د هغه خلاف واقع کېږي او د حس د تجربې یا تجربوي کړنلارې له خوا رامنځته شوي یا د لاسرسي وړ وي. تجربي شواهد د علومو لپاره بنسټیزه اهمیت لري او په نورو بېلابېلو برخو کې لکه معرفیت پېژندنه او قانون وڼده لوبوي.

د شواهدو او تجربې د اصطلاحاتو د تعریف د څرنګوالي په اړه هېڅ عمومي هوکړه نشته. ډېری وختونه مختلفې عملي برخې له مختلفو مفکورو سره کار کوي. شواهد په معرفت پېژندنه کې هغه څه دي چې باور ثابتوي یا هغه څه مشخص کوي چې آیا د یو ځانګړي باور درلودل منطقي دي او که نه. دا یوازې هغه وخت امکان لري چې شواهد د یو شخص له خوا وړاندې شي چې ډېری معرفت پوهان هڅوي چې شواهد د شخصي ذهني حالتونو لکه تجربو یا نورو باورونو په توګه تصور کړي. له بل اړخه، دساینس په فلسفه کې شواهد هغه څه ته ویل کېږي چې یوه ساینسي فرضیه تصدیق یا رد کړي او د مخالفو تیوریو ترمنځ قضاوت وکړي. د دې ونډې لپاره، اړینه ده چې د شخصي ذهني حالتونو برعکس، شواهد عامه او له بحث او جنجال څخه پاک وي، لکه فزیکي د لیدلو وړ توکي یا پیښې، نو په دې حال کې شواهد کولای شي چې ساینسي اجماع ته وده ورکړي. د تجربې اصطلاح د یوناني ἐμπειρία empeiría څخه اخستل شوې ده، چې معنې یې 'تجربه' ده. په دې مهفوم کې، دا اصطلاح معمولاً د لیدلو وړ شیانو باندې بحث کوي، نه هغه شیان چې و نه لیدل شي او تیوریکي بڼه ولري. په عموم توګه، دا منل شوي چې د بل شي له مرستې پرته درک مشاهده منځ ته راوړي، اما د دې په چې اړه اختلاف موجود دی چې تر کومه حده شیان یوازې د بل شي په مرسته درک ته د لاسرسي وړ دي، لکه د مایکروسکوپ له لارې لېدل شوې باکتریا یا په ورېځ خونو کې موندل شوي پوزیترون باید د لیدلو وړ وګڼل شي.  

تجربوي شواهد د حصولي (ورستنۍ) پوهې یا تجربوي پوهې لپاره اړین ګڼل کېږي، هغه پوهه چې توجیه کول یا رد کول یې په تجربه یا آزمایښت پورې اړه لري. له بل اړخه، مخکینۍ پوهه هغه پوهه ده چې یا ذاتي بڼه ولري یا د عقلي الهام په بنسټ توجیه شي او له همدې کبله په تجربي شواهو پورې تړاو و نه لري. عقلپالنه یا عقلي فلسفه په بشپړه توګه دا مني چې یوه مخکېنۍ پوهه شتون لري، چې یا په بشپړ ډول د تجربې فلسفي له خوا رد کېږي یا یوازې زموږ د مفکورو ترمنځ د اړیکو د پوهې په توګه په محدوده توګه منل کېږي مګر د بهرنۍ نړۍ سره تړاو نلري. ساینسي شواهد له تجربي شواهدو سره نږدې اړیکه لري خو د تجربي شواهدو ټول ډولونه د ساینسي تګلارو په بنسټ ټاکل شوي شرایط نه پوره کوي. ځینې وختونه د تجربي شواهدو سرچینې په مشاهده او تجربه وېشل کېږي، او توپیر يې دا دی چې یوازې تجربه کې لاسوهنه یا مداخله شتون لري: یعنې پدیدې په فعاله توګه را منځ ته کېږي نه دا چې په غیر فعاله توګه مشاهده شي.

تعریف[سمول]

د یوې طرحې لپاره یو شی هغه وخت شواهد ګڼل کېږي چې د انساني پوهې له اړخه هغه طرحه تایید کړي کړي یا د تایید شوې طرحې په حقیقت دلالت وکړي. شواهد هغه وخت تجربي ګڼل کېږي چې د حسي تجربې له خوا را منځ ته یا د لاس رسي وړ وي. د شواهد و د اصطلاح د کره تعریف په اړه ډېرې ډول ډول مخالفې تیورۍ شتون لري. د پوهې بېلابېلې برخې لکه معرفت پوهنه، ساینسي علوم او قانوني سیستمونه، ډېری له دې اصطلاحاتو سره مختلف مفهومونه تړي. د شواهدو د تیوریو ترمنځ یو مهم توپیر دا دی چې آیا هغوی شواهد د شخصي ذهني حالاتو په بنسټ تشخیص کوي که د عامه فزیکي شانه د شتون په بنسټ. د "تجربي" د اصطلاح په اړه شخړه دا ده چې تر کومې پولې د تجربي یا د لیدلو وړ شیانو او د نه لیدلو وړ یا صرف تیوریکي شیانو تر منځ کرښه و باسو.  

شواهد[سمول]

د شواهدو مفهوم په معرفت پوهنه او د ساینس په فلسفه کې له بنسټیز ارزښت څخه برخمن دی، اما پډې دوه برخو کې بېلابېلې ونډې لوبوي. په معرفت پوهنه کې شواهد هغه څه ته ویل کېږي چې باورونه ثابت کړي یا دا چې په یو مشخصه عقیده باندې درېدل معقول کار دی او که نه. د بېلګې په توګه، د بویایي د حس په بنسټ د دود بوی دا ثابتوي یا دا عیقده منځ ته راوړي چې کوم شي اور اخستي. معموله انګېرنه داسې ده چې د یو کار د توجیه کولو لپاره، شواهد باید د باور لرونکي سره موجود وي. د دې ډول شواهدو د موجودیت لپاره تر ترټولو مستقیمه لار دا ده چې په نظر کې و نیسو چې د یو باور کوونکي سره شته شواهد شخصي ذهني لیدلوری له ځانه سره لري. د بیلګې په توګه، ډېری فیلسوفان شواهېد یوازې په ارادي، وړاندیزي یا حقیقتي ذهني حالتونو پورې محدودوي. ارادي ذهني حالتونو ته د شواهدو محدودول د ناوړه پایلې لري چې له امله یې ډیری ساده ورځني باورونه بې توجیه پاتې کېږي.   [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

له همدې امله دا معمول دی چې ووایو ټول ذهني حالتونه، د حفظ شوو اوسنیو غیر ارداي باورونو په ګډون، د شواهدو په توګه عمل کولای شي. په استدلال کې د شواهدو له خوا د ډول ډول ونډو لوبول، د بیلګې په توګه، په توضیحي، احتمالي او تعلیلي استدلال کې، وړاندیز کوي چې شواهد باید په ذاتي ډول وړاندیزي وي، په بل عبارت، دوی باید د وړاندیزي چلند د فعلونو لکه "باور" د یوې اسمې قضیې (چې) سره یوځای په سمه توګه وړاندې شي، لکه، "چې یو شی اور اخستی". مګر دا د غیر وړاندیز شوي احساسي تجربو د عمل له بحث سره مخالف دي، لکه د شواهدو په توګه د ځان درد. د دې  ملاتړ کوونکي ډېری دا له هغه نظر سره یو ځای کوي چې شواهد باید حقیقي وي، په بل عبارت، داسې چې یوازې د حقیقي وړاندېزونو په وړاندې چلند شواهد را منځ ته کوي. د دې نظر په بنسټ، پدې ځای کې ګمراه کوونکي شواهد شتون نلري. نو په پورته بېلګه کې د بویایي د حس تجربه له دود څخه په هغه صورت کې د شواهدو په توګه ګڼل کېږي چې دا دود د اور له امله را منځ ته شوی وي، په هغه صورت کې د شواهدو په توګه نه ګڼل کېږي چې که چېرې د یو بل دود تولید کوونکي په واسطه را منځ ته شوی وي. دا دریځ د دې لامل په تشرېح کولو کې ستونزه لري چې ولي دا لاهم د موضوع لپاره منطقي ده چې باور ولرو چې اور شتون لري که څه هم د بویایي د حس تجربه شواهد نشي ګڼل کېدای. [۸][۹][۱۰]

دساینس په فلسفه کې شواهد هغه څه ته ویل کېږي چې یوه ساینسي فرضیه تصدیق یا رد کړي او د مخالفو تیوریو ترمنځ قضاوت وکړي. د بېلګې په توګه، د عطارد د سیارې د غیر نورمال مدار سنجش داسې شواهد منځ ته راوړي چې د نیوټن او انشتن د جاذبې د تیوري تر منځ د انشتین د تیوري د تایید لپاره د یو بې طرفه قضاوت کوونکي وڼده لوبوي. د ساینسي اجماع لپاره، اړینه ده چې د شخصي ذهني حالتونو برعکس، لکه د لیدلو وړ فزیکي توکي یا پیښې، شواهد عامه او له بحث او جنجال څخه پاک وي. پدې توګه کولای شي د مخالفو تیوريو د پلويانو لپاره د ګډو شرایطو په توګه عمل وکړي. دوه ستنونزې چې دا ونډه تر پوښتنې لاندې راولي هغه ناقصه ټاکنه او تر بار لاندې تیوري دي. د ناقصه ټاکنې د ستونزې اندېښنه د هغه حقیقت په اړه ده چې شته شواهد ډېری دواړو تیوریو ملاتړ کوي او له دې کبله د هغوی تر منځ قضاوت نشي کولای. تر بار لاندې تیوري په داسې مفکوره دلالت کوي چې په شواهدو کې له وړاندې له تیوریکي فرضیې شتون لري او دا فرضیې هغه له بې طرفه قضاوت څخه منع کوي. همدارنګه که بېلابېل ساینس پوهان دا فرضیې شریکې نه کړي، دا ستونزه کېدای شي د ګډو شواهدو د کموالي سبب وګرځي. توماس کوهن د دې دریځ یو لوی ملاتړکوونکی دی چې تر بار لاندې تیوري د علمي بېلګو په اړه په ساینس کې بنسټیزه ونډه لوبوي.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تجربي شواهد[سمول]

د دودیز نظر له مخې، شواهد هغه وخت تجربه ګڼل کېږي چې د حسي تجربې له خوا په بنسټ رامنځته شي یا د لاسرسي وړ وي. دا هغه تجربې تر خپل چتر لاندې راوړي چې د حسي اعضاوو د فعالیت څخه، لکه بصري یا سمعي تجربو منځ ته راځي، مګر دا اصطلاح په پراخ مفوهم کې د یادونو او باطني لیدلوري په ګډون، کارول کیږي. په معمول ډول دا تجربې د خالص استثنایي فکري تجربو په توګه لیدل کېږي، لکه منطقي لیدلوری یا درک چې د اساسي منطقي یا ریاضيکي اصولو د ثابتولو لپاره کارول کېږي. د "تجربې" او "لید وړ" اصطلاحات له یو بل سره نږدې تړاو لري کله کله د مترادفاتو په توګه هم کارول کېږي.  [۱۷][۱۸][۱۹]

د سایسن په معاصره فلسفه کې د دې په اړه چې کوم څه د مشاهدې وړ یا تجربي په نظر کې ونیول شي، او برعکس کوم څه د غیرمشاهدې وړ یا صرف تیوریکي په نظر کې ونیول شي، فعال بحثونه روان دي. د ورځنیو څيزونو په اړه لکه کتابونه، کورونه عمومي اجماع شتون لري چې د مشاهدې وړ دي ځکه چې هغوی د د بل شي له مرستې پرته درک له اړخه د لاس رسي وړ دي. اما اختلاف د هغو شیان په سر را منځ ته کېږي چې د یو بل شي په مرسته د لید وړ دي، لکه د کهشکان په څېړنه کې د تیلسکوب کارول، د باکتریا په څېړنه کې د مایکروسکوب کارول یا د پوزیترون د څېړنو لپاره د ورېځوخونو څخه کار اخیستل. نو سوال دا دی چې آیا لرې کهکشان، باکتریا یا پوزیترون باید د مشاهدې وړ و ګڼل شي که صر تیوریک شیان. ځېنې حتې په دې عقیده دي چې د هر شي د سنجش بهیر باید د هغه شي مشاهدې په توګه و ګڼل شي. نو پدې مفهوم کې، د لمر داخلي برخه له دې کبله د مشاهدې وړ ده چې په هغه کې تولید شوي نیوترون د کشف وړ دي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

له دې بحث سره ستونزه داده چې په دې ځای کې داسې قضایاوې په دوامداره توګه را منځ ته کېږي چې یو شي په لوڅو سترګو له کړکۍ، عینکو، مایکروسکوب، او د داسې نورو په مرسته د مشاهدې وړ دي. د دې دوام له امله، د دې دوه نږدو قضیو تر منځ کرښه ایستل خپل سری عمل ګنل کېږي. یوه لاره چې کولای شو دا ستونزه حل کړو داده چې دا ناسمه وګڼو چې تجربي د مشاهدې وړ یا د حس وړ له مفهوم څخه جلا کړو. د هغې پرځای، داسې وړاندیز کېږي چې شواهد تر هغه وخته تجربې ګڼل کېږي تر څو چې د یو سنجش له لارې د مشاهدې وړ نه وې ګرځېدلي. له دې کړنلارې سره ستونزه داده چې دا د تجربې له مفهوم څخه یو څه لرې ښکاري چې تجربې ته رجوع په کې شتون لري. [۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. DiFate, Victor. "Evidence". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kelly, Thomas (2016). "Evidence". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Steup, Matthias; Neta, Ram (2020). "Epistemology". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mittag, Daniel M. "Evidentialism". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  6. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  7. Piazza, Tommaso (2009). "Evidentialism and the Problem of Stored Beliefs". Philosophical Studies 145 (2): 311–324. doi:10.1007/s11098-008-9233-1. https://philpapers.org/rec/PIAEAT. 
  8. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  9. "Philosophy of mind - Propositional attitudes". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Huemer, Michael (2019). "Sense-Data". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Crupi, Vincenzo (2021). "Confirmation". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Stanford, Kyle (2017). "Underdetermination of Scientific Theory". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Philosophy of science - Underdetermination". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  15. Kuhn 1970
  16. Bird 2013
  17. "Empiricism". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Baehr, Jason S. "A Priori and A Posteriori". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Willer, David; Webster, Murray (1970). "Theoretical Concepts and Observables". American Sociological Review 35 (4): 748–757. doi:10.2307/2093949. ISSN 0003-1224. https://www.jstor.org/stable/2093949. 
  20. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  21. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  22. Schickore, Jutta (1999). "Sehen, Sichtbarkeit Und Empirische Forschung". Journal for General Philosophy of Science 30 (2): 273–287. doi:10.1023/A:1008374032737. https://philpapers.org/rec/SCHSSU. 
  23. Shapere, Dudley (1982). "The Concept of Observation in Science and Philosophy". Philosophy of Science 49 (4): 485–525. doi:10.1086/289075. https://philpapers.org/rec/SHATCO-3. 
  24. Malik, Saira (2017-03-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Observation Versus Experiment: An Adequate Framework for Analysing Scientific Experimentation?"] (in en). Journal for General Philosophy of Science 48 (1): 71–95. doi:10.1007/s10838-016-9335-y. ISSN 1572-8587. 
  25. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  26. Boyd, Nora Mills (2018). "Evidence Enriched". Philosophy of Science 85 (3): 403–421. doi:10.1086/697747. https://philpapers.org/rec/BOYEE-5.