تجربوي الوتکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تجربوي الوتکه هغې الوتکې ته وېل کیږي چې تر اوسه یې الوتنه په بشپړ ډول ثابته شوې یا ازموېل شوې نه وي. دا نوم ډېر وخت هغې نوې هوایي ټکنالوجۍ ته کاریږي چې په الوتکه کې د ازموینې یا تجربې لپاره اضافه شوې وي. تجربوي الوتکه اصطلاح هغې الوتکې ته کاریږي چې د الوتنې تجربوي تصدیق یا سند لري. په متحده ایالتونو کې هغو الوتکو ته دا اصطلاح کاریږي چې په کور کې جوړې شوې الوتکې وي.

پام مو وي چې د څېړنې الوتکه (research aircraft) له پورته یادې شوې الوتکې سره توپیر لري. د څېړنې الوتکې د ساینسي مطالعو لپاره کاریږي لکه د هوا په اړه څېړنې, جیو فزیکي سروې یا نقشه جوړونه

تجربوي الوتکه