تبلیغات په پخواني شوروي اتحاد کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تبلیغات په پخواني شوروي اتحاد کې د دولتي اړیکو هغه میتود و چې د طبقاتي شخړې، انترناسیونالیزم، د شوروي اتحاد کمونیست ګوند د موخو او په خپله د ګوند د دودولو لپاره کاریده. د سټالین په دوره کې ان په ټولنیزو او طبیعي علومو کې یې نفود وکړ او د لیسنکویزم علم ته ورته نظریه یې رامنځته کړه او د جینیتیک، سایبرنتیک او ټولنپیژندنې په څیر واقعي پوهې زمینې یې د «بورژوايي علم ته ورته» په توګه محکومې او ممنوع کړي.

د شوروي د سانسور اصلي بنسټ Glavlit، نه یوازې دا چې د نامطلوبو چاپي توکو د له منځه وړلو لپاره و، بلکې «پر ټولو خپرو شویو توکو کې د رژیم د ایډیالوژۍ د مراعاتولو» لپاره هم کارول کېده. د اسټالینیزم په دوران کې له رسمي تبلیغاتو انحراف له اعدام یا د کار کمپونو ته په وړلو سره مجازات کېده. له هغه وروسته، بیا دا ډول تنبیهي اقدامات د روان پیژندنې پر تنبیهاتو، زندان، له کار څخه شړلو او تابعیت اخیستو باندې بدل شول. د اسحاق بابیل په نوم یوه لیکوال خپل اعتمادي ملګري ته په خصوصي توګه ویلي وو: «په اوس وخت کې یو سړی یوازې له خپلې ښځې سره په ازاده توګه غږیدای شي، هغه هم په شپه کې په داسې حال کې چې سرونه یې په بړستن کې ور پټ کړي وي».[۱]

د تبلیغاتو تیوري[سمول]

د تاریخ پوه پیټر کینز په وینا: «روسي سوسیالیستانو د ډله ییزې قانع کولو د تخنیکونو له نظري بحث سره هېڅ مرسته نه ده کړې.... بلشویکان هم هېڅکله د خلکو پر ذهنونو د اغیز کولو یا د هغوی د مغزو پرېمېنځنې لپاره د څلاکو لارو چارو په لټه کې نه وو». د کینز په وینا، دغه د لېوالتیا نشتوالی «د هغوی د تبلیغاتو له مفهوم څخه رامنځته شوی. هغوی تبلیغات د زده کړې یوه برخه بلل». په هغه مقاله کې چې په ۱۹۵۸ز کال کې خپره شوه، د سوداګرۍ د مدیریت ښوونکي، پوهاند ریمونډ باویر یې په اړه داسې وویل: « په حیرانوونکې توګه، روان پیژندنه او نور ټولنیز علوم کم تر کمه د شوروي په جمهوریتونو کې کټ مټ د هغو مقاصدو لپاره کاریدلي چې امریکایانو په عامه توګه تصور کاوه چې روان پیژندنه په مستبدو دولتونو کې د سیاسي تبلیغاتو او د انساني کړو وړو د کنټرول لپاره کارول کېږي».[۲][۳]

رسنۍ[سمول]

ښوونځي او د ځوانانو سازمانونه[سمول]

د شوروي د تبلیغاتو یوه له تر ټولو زیاته مهمه موخه د نوي شوروي سړي رامنځته کول و. ښوونځيو او د کمونیست ځوانانو سازمانونو لکه ځوان مخکښانو او کمسومول له «وړو بورژوا» کورنیو څخه د ماشومانو په لري کولو او د «ډله ییز ژوند په ډول» د وروستي نسل پر تلقین کولو کې خدمت وکړ. د ښوونځي یوه نظریه ویوونکي داسې وویل: «دا نظریه چې د ماشومانو رالویول د هغوی د مور او پلار دنده وه، نور په کلکه دغه نظریه رد شوه». [۴]

موږ باید ځوانان د کمونیستانو په نسل باندې بدل کړو. ماشومان لکه نرم موم داسې دي او ډېر انعطاف منوونکي دي او هغوی باید په ښو کمونیستانو باندې بدل کړای شي... موږ باید ماشومان د کورنۍ له مضرو اغیزو څخه وژغورو... موږ باید هغوی ملي کړو. هغوی باید د خپلو ماشومتوب له لومړیو ورځو د کمونیستي ښوونځیو د نفوذ تر اغیز لاندې راوستل شي... مور باید اړ اېستل شي څو خپل ماشوم شوروي دولت ته ورکړي- زموږ دنده همدا ده. [۵]

هغه کسان چې له روسي انقلاب وروسته زیږېدلي، هغوی ته په صراحت ویل کېدل چې باید د ورورلۍ او عدالت یوه خیالي نړۍ جوړه کړي او باید د خپلو والدینو په څیر نه اوسي، بلکې باید په بشپړه توګه سره سره اوسي. د شوروي په ټولو ښوونځیو کې د لینین کونج (د شوروي د دولت د بنسټګر په اړه د تبلیغاتو ځای) جوړ شوی و. په ښوونځیو کې به مارشونه، سندرې او د شوروي رهبرۍ ته به د وفادارۍ لوړې تر سره کېدې. دلته یوه موخه دا وه څو په ماشومانو کې دا نظریه کې رامنځته کړي چې دوی په نړیوال انقلاب کې برخه لري چې دا په خپله له هر ډول کورنیو اړیکو څخه مهم و. پاولیک موروزوف، چا چې پټو پولیسو NKVD ته د خپل پلار پر وړاندې څرګندونې وکړې، د یوه ستر مثبت مثال په توګه وپیژندل شو.

د اقتصادي او ټولنیزو علومو ښوونکي په ځانګړې ډول د مارکسیسټي-لینینسټي «نه ماتیدونکو» نظریاتو د رامنځته کولو مسؤل وو. ټول ښوونکي مکلف و څو د امنیتي دلایلو له امله د لوړپوړو چارواکو د تایید له مخې د ماشومانو روزنیز پروګرامونه رعایت کړي، ځکه دغه کار کېدای شوای له ټولنیزو پېښو سره په مخامخ کېدو کې جدي ستونزې را ولاړې کړي کوم چې په پلان کې نه و شامل شوي. د «پردیو ټولنیزو» عناصرو په توګه ماشومان زیاتره له ناوړه کارونې سره مخامخ کېدل یا هم د طبقاتي مبارزې په نوم اخراج کېدل. د رژیم په لومړیو کې، زیاتره ښوونکي د شوروي د پلانونو له مخې، په هېواد کې د لیک لوست او حساب  خپرولو له امله ښوونځیو ته ولاړل.  [۶][۷][۸][۹]

ځوان مخکښان د ماشومانو د تلقین په برخه کې مهم عامل ګڼل کېدل. هغوی ته د ریښتینولي او نه سازش کېدو او د سوسیالیزم له دښمنانو سره د جګړې درس ورکړل شوی وو. په ۱۹۳۰مه لسیزه کې دغه تلقین ځوان مخکښان په بشپړ ډول تر خپل واک لاندې راوستل.[۱۰][۱۱][۱۲]

راډیو[سمول]

له راډیو څخه ښه ګټه واخیستل شوه په تیره بیا نالوستي یې تر خپل پوښښ لاندې راوستل؛ راډیوګانې په عامه ځایونو کې ځای پر ځای شوې وي، چېرې چې بزګران به هلته د ونډو د وېش په اړه د خبرونو اوریدو لپاره ورتلل او ورسره به یې یو ځای تبلیغاتي خپرونې هم اوریدې؛ په ځینو دغه ډول موقعیتونو کې به پوسترونه هم ځړېدل.[۱۳]

د دویمې نړیوالې جګړې په درشل کې، راډیو د المان په اړه تبلیغات کول؛ په جګړه کې نیول شوي المانیان به هلته راوستل کېدل او هلته به یې خبرې کولې او خپلو خپلوانو ته به یې د خپل ژوندي پاته کېدو په اړه ډاډ ورکاوه، چې په دې سره به یې دغه تبلیغات هم خپرول چې یو سرتیري کولای شي خبرې وکړي.[۱۴]

پوسترونه[سمول]

په لومړیو ورځو کې هرچېرې پر دیوالونو پوسټرونه ځړیدل، چې زیاتره به یې د نالوستو په ګټه د سره پوځ بریاووې انځورولې. د ۱۹۲۰مې لسیزې په اوږدو کې دې کار دوام وکړ.[۱۵]

دغه کارهمداشان په دویمې نړیوالې جګړې کې د لږ لوستو خلکو په ګټه په غوره او ساده طرحو سره دوام وکړ.[۱۶]

سینما[سمول]

فلمونه ترډېره په تبلیغاتي بڼه جوړیدل، که څه هم هغوی د مستندو فلمونو په برخه کې ډېر مخکښ وو (رومان کارمین، زیګا ویرتوف). کله چې جګړه حتمي شوه، نو د الیکسانډر نیوسکي (۱۹۳۸) په څېر ډرامې د وګړو د چمتو کولو په موخه ولیکل شوي؛ د مولتوف-ریبینتروپ له تړون وروسته دغه ډرامې بندي شوې، خو د جګړې له پيل سره بیرته پیل شوې.[۱۷]

فلمونه په سینماګانو او تبلیغاتي ریل ګاډو کې نندارې ته وړاندې کېدل. د جګړې په اوږدو کې، خبري فلمونه د مترو په تمځایونو کې خپرېدل څو بېوزلي خلک هغه یې په وړیا توګه وویني. ځینې فلمونه د ګوریلایانو د فعالیتونو او د نازیانو د ځورونو د داستانونو له مخې جوړیدل، لکه ۲۱۷مه شمېره نجلۍ، چې په کې یوه روسي نجلۍ د یوې نا انساني الماني کورنۍ له خوا په غلامۍ نیول شوې وه.[۱۸][۱۹]

دا چې فلم یوې صنعتګرې ټولنې ته اړتیا درلوده، نو تبلیغاتو هم د فلم ډېرلګښتونه پوره کول.[۲۰]

تبلیغاتي ریل ګاډی[سمول]

تبلیغاتي ریل ګاډی د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال یو له هغو ادارو څخه و چې په رسنیو او د لېږد وړ سینماګانو او ویناوالو باندې سمبال و. په کورنۍ جګړه کې شورویانو دواړه هم تیل چالانیدونکي ریل ګاډي او هم د بخار ریل ګاډي د خلکو د خبرولو، تفریح او تبلیغ لپاره کارول.[۲۱][۲۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Robert Conquest Reflections on a Ravaged Century (2000) کينډۍ:ISBN, page 101-111
  2. p. 8, Peter Kenez, The Birth of the Propaganda State: Soviet Methods of Mass Mobilization, 1917–1929, Cambridge University Press 1985.
  3. Raymond Bauer, "Our big advantage: the social sciences (development in the US and Soviet Union compared)", Harvard Business Review vol. 36 (1958): pp. 125–136; quoted in Alex Carey 1997, Taking the Risk out of Democracy: Corporate Propaganda versus Freedom and Liberty, University of Illinois Press, p. 13.
  4. Richard Pipes, Russia Under the Bolshevik Regime, p315, کينډۍ:ISBN
  5. Orlando Figes The Whisperers: Private Life in Stalin's Russia, 2007, کينډۍ:ISBN, pp. 20–31.
  6. Lewis Stegelbaum and Andrei Sokolov, Stalinism As A Way Of Life, p. 143 کينډۍ:ISBN
  7. Lewis Stegelbaum and Andrei Sokolov, Stalinism As A Way Of Life, p. 365 کينډۍ:ISBN
  8. Lewis Stegelbaum and Andrei Sokolov, Stalinism As A Way Of Life, p. 406 کينډۍ:ISBN
  9. Robert Service, A History of Modern Russia, from Nicholas II to Putin p. 94 کينډۍ:ISBN
  10. Lewis Stegelbaum and Andrei Sokolov, Stalinism As A Way Of Life, p. 374 کينډۍ:ISBN
  11. Lewis Stegelbaum and Andrei Sokolov, Stalinism As A Way Of Life, p. 378 کينډۍ:ISBN
  12. Lewis Stegelbaum and Andrei Sokolov, Stalinism As A Way Of Life, p. 379 کينډۍ:ISBN
  13. Anthony Rhodes, Propaganda: The art of persuasion: World War II, p212 1976, Chelsea House Publishers, New York
  14. Anthony Rhodes, Propaganda: The art of persuasion: World War II, p224, 158 1976, Chelsea House Publishers, New York
  15. Robert Service, A History of Modern Russia, from Nicholas II to Putin p 140 کينډۍ:ISBN
  16. Anthony Rhodes, Propaganda: The art of persuasion: World War II, p218-9 1976, Chelsea House Publishers, New York
  17. Anthony Rhodes, Propaganda: The art of persuasion: World War II, p214 1976, Chelsea House Publishers, New York
  18. Richard Pipes, Russia Under the Bolshevik Regime, p308-9, کينډۍ:ISBN
  19. Anthony Rhodes, Propaganda: The art of persuasion: World War II, p219 1976, Chelsea House Publishers, New York
  20. "Soviet Cinema"
  21. Kenez, Peter (1985). "Agitational trains and ships". The Birth of the Propaganda State: Soviet Methods of Mass Mobilization, 1917–1929. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521313988. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. An unusual and yet typically Bolshevik method of oral agitation was to send agitational trains and ships into the countryside. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Watson, Derek (2016). Molotov: A Biography. Springer. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780230514522. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۴. On 26 June 1919, VTsIK (The All-Russian Central Executive Committee) placed [Molotov] in command of the agitparokhod (agitation steamboat) Krasnaya Zvezda (Red Star). He was to work in the Volga provinces freed from White forces. [...] The Krasnaya Zvezda towed a barge equipped as an outdoor cinema to show films, such as 'Electricity in the Countryside', to audiences of 1000 strong at a single performance. [...] There was a shop that sold books; and the ship had its own press to produce free literature [...]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)