Jump to content

تبلیغات په متحده ایالاتو کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ایالاتو کې تبلیغات هم د دولت او هم د رسنیزو ادارو له لارې تر سره کېږی. تبلیغات هغه معلومات، نظریات یا اوازې دي چې په دقت سره تنظیم کېږي او په معمول ډول د یوه ملت د شخصي ګټو د ساتنې لپاره خپریږي. تبلیغات د راډیو، ورځپاڼې، پوسټر، کتاب، تلویزیون او نورو رسنیو له لارې خپریږي. تبلیغ کوونکي ښايي ریښتینې یا نه ریښتینې معلومات خپلو مخاطبانو ته وړاندې کړي، چې زیاتره پر مثبتو اړخونو باندې ټینګار لري او منفي اړخونه یې پټوي یا هم برعکس، تر څو وکولای شي چې په عامه افکارو یا کړو وړو کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.  [۱]

په کور دننه

[سمول]

لومړۍ نړیواله جګړه

[سمول]

د امریکا د حکومت له خوا د لومړي ځل لپاره د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې په پراخه کچه سره تبلیغات وشول. دولت د اتباعو او ماشومانو په مالي مرستې سره وکولای شول چې د خپل اقتصادي تحرک لپاره هغه د جګړې د لګښتونو د پوره کولو لپاره وکاروي. د جګړې د تجهیزاتو (وسلو، باروتو، توپ، پولادو او داسې نورو) د بیې د ټیټې ساتنې لپاره د امریکا دولت داسې پوسترونه چاپول چې له مخې یې خلک هڅول تر څو په خپلو ضایعاتو کې کمی راولي او د خپلې اړتیا وړ سابه د «بریا په بڼونو» کې وکري. د عامه معلوماتو د کمېټې له خوا د هغو درنو تاکتیکونو په وړاندې رامنځته شوې عمومي بدبیني د دې لامل شوه تر څو دولت له جګړې وروسته په رسمي توګه د تبلیغاتو کارونه منع کړي. [۲]

په ۱۹۱۵ کال کې د جګړې جرمنی اړخ  په نوم فلم د شیکاګو ټریبیون د فلم اخیستونکي اډوین ایف. ویګل له خوا د ثبت شویو صحنو له مخې جوړ شوی دی. دا یوازینی امریکايي فلم و چې له جګړې څخه یې د جرمني لیدلوری ښوده. په تیاتر کې د همدې فلم د خپریدو په مهال خلک په اوږدو لیکو کې ولاړ و او دغه فلم په هومره شوق او لېوالتیا سره ولیدل شو چې زیاترو خلکو یې ټیکټ په توربازار کې پیریده. [۳][۴]

لومړۍ نړیواله جګړه

[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې، متحده ایالاتو په رسمي توګه هېڅ تبلیغات نه درلودل، خو د روزولټ حکومت بیا د همدې تشې د ډکولو لپاره یو لړ وسایل په کار واچول. یو له همدې تبلیغاتي وسایلو څخه عامه خو د دولت په مالي مرسته تمویل شوی د لیکوالانو د جګړې پلاوی (WWB) و. د WWB فعالیتونه هومره پراخ و چې ورته «د تاریخ تر ټولو ستر تبلیغاتي ماشین» هم وايي. د موږ ولې جګړه کوو د امریکا د حکومت هغه مشهور تبلیغاتي سریال و چې موخه یې په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا توجیه کول و. په امریکا کې د تبلیغاتو د کارونې پر وړاندې بېلابېل غبرګونونه وو، ځکه چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د تبلیغاتو د خپراوي لپاره د دولت هلې ځلې د امریکا د عمومي افکارو له خوا منفي ګڼل شوي وي. حکومت په لومړي سر کې تبلیغات نه کارول، خو بالاخره د سوداګریو او رسنیو له خوا پیل شول چې هغوی هم د دې کار موخه اطلاعاتي اړخه وباله. د دویمې نړیوالې جګړې په تبلیغاتو کې کلتوري او نژادي کلیشې وکارول شوي تر څو هغه جاپانیان او حکومت یې د خلکو په افکارو کې هغه د «بې رحمه او حیوان صفته دښمن چې باید مات کړل شي» په توګه معرفي کړل شي، چې دا کار د دې لامل وګرځید تر څو زیاتره امریکایان د جاپان ټولو خلکو ته په منفي سترګه وګوري. د ۱۹۴۰مې لسیزې په لومړیو کې زیاتره جاپاني الاصله امریکایان په زور سره را ټول او په اسارت کې وساتل شول.   [۵][۶][۷][۸]

له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۸ کال پورې، مشهورو امریکايي قانون جوړونکو هغه داخلي کمپایني تبلیغ ته وده ورکړه چې موخه یې د جرمني د خلکو لپاره د یوې سولې لپاره د عامه امریکايي وګړو قانع کول و، د بېلګې په توګه په دوو بېلو برخو سره د جرمني د عامه وګړو او د نازي ګوند بېلول. د همدې کمپاین اصلي طراح د جګړې د لیکوالانو پلاوی و، چې د روزولټ له ادارې سره یې له نږدې کار کاوه. [۹]

یوه بله وسیله بیا د متحده ایالاتو د جګړې په اړه د معلوماتو دفتر و چې ولسمشر روزولټ د ۱۹۴۲ز کال په جون میاشت کې رامنځته کړ، چې دنده یې د دې دفتر د مشر ایلمیر ډاویس تر مشرۍ لاندې د جګړې د سیاستونو په اړه د پوهاووي دودول و. دغه دفتر به پوسترونه، اعلامیې، فلمونه، نندارتونونه او زیاتره وخت داسې تحریف شوي توکي خپرول چې د امریکا د جګړې د مهال له مقاصدو سره به یې سمون درلود.[۱۰]

د جګړې په مهال او له جګړې وروسته نورې سترې او اغیزناکې غیردولتي موسسې دا وي: د درېیمې نړیوالې جګړې د مخنیوي ټولنه او د جګړې پر مهال د کتابونو شورا.

سړه جګړه

[سمول]

د سړي جګړې په مهال تبلیغات د ۱۹۵۰مې او ۱۹۶۰مې لسیزو د سړي جګړې په لومړیو کلونو کې خپل اوج ته رسیدلي وو. د امریکا متحده ایالاتو به داسې تبلیغات کول چې خپل دښمن، شوروي اتحاد به یې تر انتقاد لاندې راوست او سپکاوی به یې کاوه. د امریکا حکومت خپل تبلیغات د فلمونو، تلویزیونونو، موسیقي، ادبیاتو او هنر له لارې خپرول. د متحده ایالاتو چارواکو به دې کار ته تبلیغات نه ویل، بلکې داسې به یې انګیرله چې ګواکې د روسیې او په ۱۹۵۰مه او ۱۹۶۰مه لسیزه کې یې د دې هېواد د خلکو د کمونیستي ژوند په اړه دقیق معلومات خپرول. په تلویزیون کې د محافظه کاره کورنۍ ارزښتونه او د امریکا او سرمایه داري د ژوند ارزښتونه په غوره توګه سره ښودل کېدل. په هغه وخت کې یو ټلویزیون پروګرام چې د تبلیغاتو په خپرولو کې یې رول درلود، د اوزي او هریټ ماجراګانې نومیده. دغه پروګرام به یوه معمولي امریکايي کورنۍ ښودله او موخه یې هم نړۍ ته د امریکايي ژوند غوره والی ښودل و. د دې پروګرام ټولو برخو امریکايي ارزښتونه ښودل لکه: د زده کړې اهمیت، د مور او پلار درناوی او زیات کار کول. په سپورټ کې هم تبلیغ و. د امریکا متحده ایالاتو سره له جاپان او لویدیځ المان په ۱۹۸۰ز کال کې په مسکو کې تر سره کېدونکې د المپیک لوبې تحریم کړي. همداشان کله چې د المپیک لوبې په ۱۹۸۴ز کال کې د امریکا په لاس انجیلیس کې تر سره کېدې، نو شوروي هم هغه کار وکړ چې امریکا له دوی سره کړی و او په لوبو کې یې ګډون و نه کړ. د زده کړو په برخه کې هم، امریکايي تبلیغات د ویډیو له لارې و چې ماشومانو به په ښوونځي لیده. له هغو ویډیوګانو څخه په یوه کې یې ماشومانو ته ورښیي چې څرنګه باید یو کمونیست وپیژنئ.[۱۱][۱۲][۱۳]

د نشه يي توکو پر وړاندې جګړه

[سمول]

کله چې ولسمشر نیکسون د نشه يي توکو پر وړاندې جګړه اعلان کړه نو پریمانه تبلیغات ورته وشول. د تبلیغاتو یو ډول چې دوی وکاراوه او لا تر اوسه پورې کارول کېږي، هغه د نشه يي توکو پر وړاندې د ځوانانو ملي رسنیز کمپاین دی. حکومت داسې پوسترونه او اعلانونه جوړ کړل تر څو ماشومان او تنکي ځوانان داسې وډار کړي چې د نشه يي توکو کارولو ته منفي ځواب ورکړي. ولسمشر نیکسون په متحده ایالاتو کې د نشه يي توکو  مخنیوي لپاره د فډرال لومړنی تمویل شوی پروګرام پر لاره واچاوه. په تیرو ۴۰ کلونو کې، د امریکا متحده ایالاتو د نشه يي توکو پر وړاندې جګړه کې څه باندې ۲.۵ ټریلیون ډالر لګولي دي. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې داسې یو بغاوت ګر خوځښت رامنځته شو چا چې د نشه يي توکو کارول عام کړ. دا چې له جګړې څخه زیات شمېر سرتیري پر ماري جوانا او هیرویینو باندې اخته راستانه شوي وو، نو په متحده ایالاتو کې نشه يي توکو ته د خلکو غوښتنه پورته ولاړه.  [۱۴]

د خلیج جګړه

[سمول]

کله چې په ۱۹۹۰ز کال کې عراق پر کویټ تیر وکړ، نو په متحده ایالاتو کې «د ازاد کویټ لپاره د اتباعو» موسسه رامنځته شوه. دې موسسې د Hill & Knowlton په نوم د عامه اړیکو یو دفتر د ۱۱ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت استخدام کړ، چې پیسې یې د کویټ حکومت ورکولي. [۱۵]

د متحده ایالاتو د وګړو پر افکارو باندې د اغیزې کولو د نورو وسایلو تر څنګ لکه په سیمه کې پر مېشتو امریکايي سرتیرو باندې د عراق د جنایتونو په اړه د کتابونو وېش، ټي شرټونه او په پوهنتونونو کې د «ازاد کویټ» ویناوال او د تلویزیونونو لپاره په لسګونو ویډیويي خبرونو خپرول ترتیب او وکاریدل. د امریکا د کانګریس د ځینو غړو په وړاندې یوې ځوانې ښځې چې ځان یې د کویټ د پلازمېنې په یوه روغتون کې نرسه پیژندله، د عراقي سرتیرو په اړه یې ویل چې هغوی له انکواټور څخه واړه ماشومان را اخیستل او پر ځمکه به یې اچول تر څو مړه شي. [۱۶]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. "Truth or Propaganda?". Intercollegiate Review (په انګليسي). Intercollegiate Studies Institute. Archived from the original on September 29, 2018. نه اخيستل شوی 2018-09-28.
  2. Thomas Howell, The Writers' War Board: U.S. Domestic Propaganda in World War II, Historian, Volume 59 Issue 4, pp. 795–813
  3. Ward, Larry Ward (1981). The Motion Picture Goes to War: A Political History of the U.S. Government's Film Effort in the World War, 1914-1918. University of Iowa.
  4. Isenberg, Michael (1973). War on Film: The American Cinema and World War I, 1914-1941. University of Colorado.
  5. Riddle, Lincoln (Aug 6, 2016). "American Propaganda in World War II". warhistoryonline.com. Archived from the original on October 2, 2018. نه اخيستل شوی October 1, 2018.
  6. Miles, Hannah (2012). "WWII Propaganda: The Influence of Racism". Artifacts (6). Archived from the original on 2019-12-01. نه اخيستل شوی 2018-10-01.
  7. Semiannual Report of the War Relocation Authority, for the period January 1 to June 30, 1946, not dated. Papers of Dillon S. Myer. Scanned image at Archived 2018-06-16 at the Wayback Machine. trumanlibrary.org. Retrieved 2006-09-18.
  8. "The War Relocation Authority and The Incarceration of Japanese Americans During World War II: 1948 Chronology," Web page Archived 2018-06-16 at the Wayback Machine. at www.trumanlibrary.org. Retrieved 2006-09-11.
  9. Casey, Steven (2005). "The Campaign to Sell a Harsh Peace for Germany to the American Public, 1944-1948" (PDF). History. 90 (297): 62–92. doi:10.1111/j.1468-229X.2005.00323.x.
  10. Little, Becky (December 19, 2016). "Inside America's Shocking WWII Propaganda Machine". National Geographic. Archived from the original on August 17, 2018. نه اخيستل شوی October 1, 2018.
  11. "Cold War Propaganda". Alpha History. Archived from the original on 2021-01-08. نه اخيستل شوی 2020-08-01.
  12. "Cold War propaganda: the truth belonged to no one country – Melissa Feinberg | Aeon Essays". Aeon (په انګليسي). Archived from the original on 2021-01-08. نه اخيستل شوی 2019-02-26.
  13. "Cold War propaganda". The Cold War (په انګليسي). 2013-03-12. Archived from the original on 2021-01-08. نه اخيستل شوی 2019-02-26.
  14. "The United States War on Drugs". web.stanford.edu. Archived from the original on 2019-01-06. نه اخيستل شوی 2019-02-18.
  15. "How PR Sold the War in the Persian Gulf | Center for Media and Democracy". Prwatch.org. 2004-10-28. نه اخيستل شوی 1 February 2011.
  16. Rowse, Ted (1992). "Kuwaitgate[[:کينډۍ:Snd]]killing of Kuwaiti babies by Iraqi soldiers exaggerated". Washington Monthly. {{cite news}}: URL–wikilink conflict (help)