تبلیغات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

تبلیغات هغه ارتباطات دي چې په اصل کې د یوه مخاطب د اغیزمنولو او یوې اجنډا د پر مخ وړلو لپاره کارول کېږي، چې ښایې واقعي نه وي او کېدای شي د یوې ځانګړې موضوع یا مفهوم د هڅولو لپاره حقایق په انتخابي بڼه وړاندې کړي یا دا چې عوام غلطوونکي معلومات د خلکو د احساساتو د را پارولو لپاره وکاروي. تبلیغات کېدای شي په خبرونو او ژورنالیزم، حکومت، اعلاناتو، تفریح او زده کړه کې وموندل شي او زیاتره داسې توکي لري چې د حکومتونو له خوا د جګړې د هلوځلو، سیاسي کمپاینونو، انقلابونو، سترو کاروبارونو، سترو مذهبي موسساتو، رسنیو او فی البداهه ویناوالو په مټ وړاندې کېږي. [۱][۲]

په ۲۰مه پېړۍ کې، د تبلیغاتو اصطلاح زیاتره د فریبکارۍ په معنی کاریدله، خو له تاریخي اړخه تبلیغات یوه خنثی توصیفي اصطلاح ده.[۳]

د تبلیغاتي پیغامونو د رسولو لپاره پراخ توکي او رسنۍ کارول کېږي، چې د نوي تیکنالوژۍ په راتلو سره یې بدلون موندلی لکه انځورګري، کارتون، پوستر، پامفلیټ، فلمونه، راډیويي پروګرامونه، سریالونه او وېب پاڼې. په دې وروستیو کې، ډیجیټالي عصر د تبلیغاتو خپرولو ته نوې لارې چارې برابرې کړي دي، د بېلګې په توګه اوسمهال بوتس او الګاریتمونه د محاسباتي تبلیغاتو او جعلي یا طرف نیوونکو خبرونو د جوړولو او بیا په ټولنیزو رسنیو کې د خپرولو لپاره کارول کېږي.  

د دې اصطلاح رېښه پیژندنه[سمول]

پروپاګنډا یو عصري لاتین لغت دی، چې له propagare څخه را اخیستل شوی له همدې کبله پروپاګنډا یعنې هغه څه چې باید تبلیغ شي. په اصل کې دغه لغت د کاتولیک کلیسا له یوه نوي اداري چوکاټ (congregation) څخه را اخیستل شوی چې په ۱۶۲۲ز کال کې د اصلاحاتو ضد پروګرام د یوې برخې په توګه رامنځته شو، چې د دې ادارې د فعالیت موخه په غیرکاتولیک هېوادونو کې د کاتولیک عقیدې لپاره تبلیغات کول و.[۴]

له ۱۷۹۰یمې لسیزې راهیسې، دغه اصطلاح په سیکولار فعالیتونو کې د تبلیغاتو لپاره کارول کېده. دغې اصطلاح د ۱۹مې پېړۍ په نیمايي کې هغه مهال منفي مفهوم واخیست کله چې په سیاسي برخو کې وکاریده. [۵]

تعریف[سمول]

هارولډ لسویل د تبلیغاتو د اصطلاح په اړه پراخ تعریف وړاندې کړ او هغه یې داسې ولیکه: «د هغو عقیدو یا اعمالو بیانول چې په قصدي توګه د وګړو یا ډلو له خوا د نورو وګړو یا ډلو پر عقیدو یا اعمالو باندې د اغیزې کولو په موخه د مخکې نه ټاکل شویو موخو لپاره د رواني فریب له لارې تر سره کېږي». [۶]

ګر ت جوویت او ویکتوریا اوډونیل داسې نظریه ورکړې ده چې پروپاګندا په اقناع باندې اوښتې ده او تبلیغ کوونکي هم د خپلو تبلیغاتو توکو په جوړولو کې له متقاعد کوونکو لارو چارو څخه کار اخلي. دغه تیوري د تبلیغي توکو په جوړولو کې د متقاعد کولو د نرم ځواک د تکنیکونو په کارولو سره د پروپاګندا ورته والی او ښه والی په ګوته کوي. [۷]

له ایډوارډ برنیز سره په ۱۹۲۹ز کال کې د یوې ادبي مناظرې په لړ کې، ایورټ ډین مارتین داسې استدلال وکړ: «تبلیغات له موږ څخه غلامان جوړوي. موږ د هغو پټو تارونو په مټ په حرکت راځو چې د تبلیغانو له خوا کارول کېږي».[۸]

برنیز په خپل کتاب پروپاګندا کې دا مني چې: «د خلکو د سازمان شویو عادتونو او نظریاتو اګاهانه او هوشمندانه کارول په یوه دیموکراتیکه ټولنه کې یو مهم عنصر ګڼل کېږي. هغه کسان چې د ټولنې دغه نامریي میکانیزم جوړوي، نو په اصل کې یو نامریي حکومت جوړوي چې هغه په حقیقت کې پر موږ باندې حکم چلونکی اصلي ځواک دی. موږ اداره کېږو، زموږ ذهنونه شکل نیسي، زموږ خوندونه شکل نیسي او زموږ نظریات زیاتره د هغو کسانو له خوا مطرح کېږي چې موږ یې هېڅ نومونه نه دي اوریدلي.[۹]

تاریخچه[سمول]

تر کومه ځایه چې ثبت شوي د اعتماد وړ شواهد شته، د تبلیغاتو لومړني شکلونه یو انساني فعالیت و. د بیستون کتیبه (له میلاد څخه ۵۱۵ کاله مخکې) د فارس سلطنت ته د لومړي داریوش رسیدل ښیي، چې د زیاترو تاریخ پوهانو له خوا دا د پروپاګند لومړنۍ بېلګه بلل شوې ده. د لرغونې تاریخ په اوږدو کې د تبلیغاتو یوه بله مهمه بېلګه د روم وروستۍ کورنۍ جګړې دي (له میلاد څخه له ۴۴ تر ۳۰ کلونو وړاندې)، چې په ترڅ کې یې اکټاویان او مارک انټوني یوه بل د مبهم نسب، سپکاوي، ظلم، ډار، د وینا او ادبیاتو له اړخه نالایقه، فسق او فساد، تجمل خوښوونې او زیاتې نشې کولو له اړخه ګرموول. دغې بدنامۍ د uituperatio (د invective رومي بلاغي ژانر) بڼه ونیوله چې په دغه وخت کې د روميانو د عامه افکارو په جوړولو کې ډېر پریکنده و. د پروپاګندا یوه بله پخوانۍ بېلګه د چنګیز خان په اړه ده. چنګیزخان به وړاندې تر دې چې پر کوم ځای باندې برید وکړي نو لومړی به یې ځینې خلک هغه ځای ته لیږل او هلته به یې اوازې اچولې او بیا به یې له خپل لښکر سره یو ځای پر هغه ځای برید کاوه. په زیاترو حالاتو کې به د هغه لښکر د هغه د مخالفینو تر لښکر ډېر کوچنی هم و. [۱۰][۱۱][۱۲]

د اصلاحاتو په دوره کې له پروپاګندا سره هغه مهال مرسته وشوه چې په ټوله اروپا په تیره بیا په جرمني کې چاپ خونې جوړې شوي او دا کار د دې لامل شو تر څو نوي نظریات، افکار او دوکترین عامو خلکو ته په داسې بڼه سره د لاسرسي وړ وګرځوي چې تر ۱۶مې پېړۍ وړاندې په اصل کې د دې کار تصور هم چا نه کاوه. د امریکايي انقلاب په دوره کې، امریکايي مستعمرو د ورځپاڼو او چاپ خونو یوه پراخه شبکه درلوده چې زیاتره څښتنان یې هېوادپال (او تر یوې کچې پورې وفاداران وو) او په دې برخه کې یې وړتیاووې درلودي. باربرا ډیګس-براون تصور کوي چې د «تبلیغاتو» د اصطلاح منفي مفاهیم له مخکنیو ټولنیزو او سیاسي بدلونونو سره اړوند دي، چې د ۱۹مې پېړۍ د پیل او تر منځ دورې یعنې له ۱۷۸۹ تر ۱۷۹۹ز کلونو د فرانسې د انقلاب په دوره کې رامنځته شول او دا هغه وخت و چې د دې لغت کارول په غیرروحاني او سیاسي برخو کې پیل شو. [۱۳][۱۴]

د حکومتي تبلیغاتو لومړنی په لوړه کچه سازمان شوي تبلیغات په ۱۹۱۴ کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په رامنځته کېدو سره پیل شو. د المان له ماتې وروسته، پوځي چارواکو لکه جنرال ایریک لوډینډورف وړاندیز وکړ چې د انګلستان تبلیغات د هغوی د ماتې اصلي لامل و. اډولف هټلر دغه نظریه پسې تکرار کړه او پر دې باور و چې په ۱۹۱۸ز کال کې د جرمني د کورني او سمندري ځواک د روحیې د ماتیدو او پاشل کېدو یو له اصلي دلایلو څخه همدا و (همداشان وګورئ: Dolchstoßlegende). هټلر په خپل کتاب (زما جګړه) کې چې په ۱۹۲۵ز کال کې یې لیکلی هلته یې خپله تبلیغاتي تیوري بیان کړې ده، چې په ۱۹۳۳ز کال کې واک ته د رسیدو په برخه کې یې بنسټیز رول ولوباوه. تاریخ پوه رابرټ انسور وايي چې: «هټلر د هغو کارونو لپاره چې په تبلیغاتو سره کېده هېڅ داسې کوم محدودیت نه و ټاکلی. ځکه د هغه په وینا خلک به اخیر باور وکړي. هر څه په دې پورې اړه لري چې خلکو ته په کافي اندازه او په کافي ټینګار سره وویل شي، په دې سره به مخالفان یا چوف شي یا به هم په بدنامۍ سره د هغوی غږونه مړه شي». په نازي المان کې زیاتره تبلیغات د جوزیف ګیبلز په مشرۍ د تبلیغاتو او روڼ اندی د وزارت له خوا جوړیدل. ګیبلز تبلیغات د خلکو د لیدلو د یوې وسیلې په توګه یادوي. سمبولونه په تبلیغاتو کې د عدالت، ازادي او له هېواد سره د خلکو د مینې لرلو لپاره کارول کېږي. په دویمې نړیوالې جګړې له لومړۍ نړیوالې جګړې څخه په ګټې اخیستنې سره د ګیبلز او د انګلستان د سیاسي جګړې د مجریانو او همداشان د امریکا د جګړې د معلوماتو د دفتر له خوا له تبلیغاتو څخه د جګړې د وسلې په توګه ګټې اخیستنې ته دوام ورکړل شو.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Smith, Bruce L. (17 February 2016). "Propaganda". Encyclopædia Britannica, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  3. Diggs-Brown, Barbara (2011) Strategic Public Relations: Audience Focused Practice p. 48
  4. "propaganda, n." Oxford English Dictionary. Oxford University Press. December 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Online Etymology Dictionary". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ellul, Jacques (1965). Introduction by Konrad Kellen in Propaganda: The Formation of Men's Attitudes, pp. xi–xii. Trans. Konrad Kellen & Jean Lerner from original 1962 French edition Propagandes. Knopf, New York. کينډۍ:ISBN (1973 edition by Vintage Books, New York).
  7. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)کينډۍ:Page needed
  8. Martin, Everett Dean (March 1929). Leach, Henry Goddard. ed. "Are We Victims of Propaganda, Our Invisible Masters: A Debate with Edward Bernays" (in en). The Forum (Forum Publishing Company) 81: 142–150. http://postflaviana.org/wp-content/uploads/2015/07/martin-bernays-debate.pdf. Retrieved 22 February 2020. 
  9. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  10. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  11. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  12. Davison, W. Phillips (1971). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Some Trends in International Propaganda"]. The Annals of the American Academy of Political and Social Science 398: 1–13. doi:10.1177/000271627139800102. ISSN 0002-7162. 
  13. Cole, Richard G. (1975). "The Reformation in Print: German Pamphlets and Propaganda". Archive for Reformation History 66: 93–102. doi:10.14315/arg-1975-jg07. https://www.semanticscholar.org/paper/64083ab6c73a525865a3dbd2f3f7f5ddb3247b42. 
  14. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  15. Robert Ensor in David Thomson, ed., The New Cambridge Modern History: volume XII The Era of Violence 1890–1945 (1st edition 1960), p 84.
  16. Yourman, Julius (November 1939). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Propaganda Techniques Within Nazi Germany"]. Journal of Educational Sociology 13 (3): 148–163. doi:10.2307/2262307. 
  17. Cantril, Hadley (1938). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Propaganda Analysis"]. The English Journal 27 (3): 217–221. doi:10.2307/806063. 
  18. Fox, J. C., 2007, "Film propaganda in Britain and Nazi Germany : World War II cinema.", Oxford:Berg.