تاچريزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


تاچريزم د برتانوي محافظه کار اېډيالوژۍ يوه بڼه ده، چې د محافظه کار ګوند د مشرې مارګرېټ تاچر په نوم نومول شوې ده. ياده اصطلاح د ۱۹۷۹ز کال له عمومي ټاکنو څخه په ۱۹۹۰ ز کال کې د تاچر تر ګوښه کېدنې پورې د نوموړې تر مشرۍ لاندې د برتانوي حکومت د اصولو تشرېح کولو په موخه کارول شوې ده او د ستر جان او ډېوېډ کامرون تر مشرۍ لاندې محافظه کار حکومتونو کې دوام لري. د تاچريزم پلويانو ته تاچرېستان ويل کېږي. [۱]

تاچريزم له جګړې څخه د وروسته اجماع يو منظم او پرېکنده نه منښت يا رد او بدلون وړاندې کړ، چې په واسطه يې سترو سياسي ګوندونو په پراخ ډول د کېنسيانيزم “Keynesianism”، مرستندويه دولت، ملي صنعت او د برتانوي اقتصاد پر نږدې مقرراتو پر مرکزي موضوعاتو باندې هوکړه وکړه. يوه ستره برخه چې د تاچريزم له بدلون څخه د باندې پاتې شوه، د روغتيا ملي خدمت “National Health Service” وه، چې د برتانوي وګړو د درلودلو له امله په پراخه کچه پېژندل شوې وه. په ۱۹۸۲ز کال کې تاچر ژمنه وکړه چې د ملي روغتيا خدمت «زموږ به لاسونو کې خوندي» و او ياده برخه په ۱۹۸۷ز کال کې «يوازې له موږ سره خوندي» وه. [۲][۳][۴]

د تاچريزم جوړونکي اصطلاحات او د تېرو لسيزو په اوږدو کې يې برتانوي تاريخ کې مشخص ميراث د بحث وړ موضوعګانې دي. د ايډيالوژۍ له مخې تاچريزم د نايجل لاسن “Nigel Lawson” له لورې د يو سياسي پل په توګه تشرېح شوی دی، چې پر ازادو بازارونو باندې ټينګار کوي چې د هېواد دننه او د باندې برتانوي ملتپالنې تر څنګ ټاکلی دولتي لګښت او د ماليو کمښتونه لري؛ لاسن له ۱۹۸۳ ز کال څخه تر ۱۹۸۹ز کال پورې د تاچر د خزانې وزير و. که څه هم تاچر په خپله د تاچريزم ويی خورا لږ کارولی دی، مګر کله يې چې د ۱۹۸۷ زکال عمومي ټاکنو لپاره د ټاکنيزو مبارزو پر مهال سوليهل “Solihull” کې وينا وکړه او د وينا پر مهال يې اقتصادي برياوې تشرېح کولې، ويې ويل: «دا هغه څه دي، چې زه يې تاچريزم بولم». [۵][۶]

ډيلي ټيلګراف “Daily Telegraph” د ۲۰۰۸ ز کال اپرېل کې وويل، چې د ټوني بلير د نوي کار “New Labour” راتلونکی نامحافظه کار حکومت په اصل کې د تاچريزم د مرکزي سمون معيارونه ومنل. لکه: ګډوډي، د مهمو ملي صنعتونو خصوصي کول، د کار بدلون منونکي بازار لرل، د سوداګريزو اتحاديو ګوښه کول او له سيمه ييزو چارواکو څخه مرکزي حکومت ته د واک متمرکز کول. [۷]

کتنه[سمول]

تاچريزم د پيسو رسولو د پياوړي واک، خصوصي کولو او پر کارګر خوځښت باندې د خنډونو له لارې ټيټ انفلاسيون، کوچني دولت او ازادو بازارونو ته د ودې ورکولو هڅه کوي. دا اصطلاح په متحده ايالتونو کې زياتره وخت له رياګانومېکس “Reaganomics” اصطلاح سره، اسټراليا کې له اقتصادي رېشنليزم (د عقل اصالت) او نيوزيلينډ کې له روګيرنومېکس “Rogernomics” اصطلاح سره او په نړيواله کچه د ازادي غوښتونکي اقتصادي خوځښت د مهې برخې په توګه پرتله کېږي.

نايجل لاسن چې له ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د تاچر د خزانې وزير و، تاچري هيلې يې د «ازادو بازارونو، مالي سمون يا انظباط، دولتي لګښت باندې د ټينګ واک، د ماليې کمښتونو، ملتپالنې، وېکتوريايي ارزښتونو، خصوصي کولو او د د عموي يا تش په تورو ژمنو» په توګه لښتليک کړې. تاچريزم د همدې له امله زياتره وخت له کلاسيک ليبراليزم (لرغونې ازادې غوښتنې) سره پرتله کېږي. مېلټن فريدمېن “Milton Friedman” وويل، چې مارګريت تاچر د عقيدې له مخې توري (د توري ګوند غړې) نه ده. نوموړې د ۱۹ پېړۍ ازادي غوښتونکې يا لېبرال ده. [۵][۸]

تاچر په خپله په ۱۹۸۳ز کال د يوې وينا پر مهال وويل: «زه به په دې شرط تړلو خوابدې نه شم، چې که چېرې ښاغلی ګلادستون نن ورځ ژوندی وی، نو له محافظه کار ګوند سره د يو ځای کېدلو غوښتنه به يې کړی وی». تاچر د کيت جوزف “Keith Joseph” په ياد د ۱۹۹۶ز کال بيان کې استدلال وکړ: «د محافظه کارۍ هغه ډول چې نوموړي او ما خوښ کړی دی، د پخوانۍ زمانې په مفهوم کې به د ليبرال په توګه ښه تشرېح شي او زما موخه د ښاغلي ګلادستون ليبراليزم دی، نه د وروستيو وختونو د اشتراکي اصولو پلوي». تاچر يو ځل فريدريک هايک “Freidrich Hayek” ته وويل: «زه پوهېږم چې تاسې له ما څخه غواړې چې يوه وېګ (د ويګ ګوند غړې) شم؛ نه، زه يوه توري (د توري ګوند غړې) يم». هايک باور درلود، چې نوموړي نوموړې دا خبره په خورا روښانه ډول حس کړې وه. د تاچريزم او ليبراليزم تر منځ اړيکه پېچلې ده. د تاچر پخواني د دفاع وزير جان نوټ “John Nott” ادعا وکړه، چې «د ۱۹ پېړۍ د لېبرالې په توګه د نوموړې انځورول د هغې د باورونو يو بشپړ ناسم تعبير دی». [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

لکه څرنګه چې ايلين ميکسينس ووډ “Ellen Meiksins Wood” استدلال کړی دی، تاچر پلوې پانګوالي (کپيټليزم) د برتانيې له دوديزو سياسي بنسټونو سره متناسب وه. تاچر د يو لومړي وزير په توګه که څه هم د پاچاهۍ يا د مشرانو جرګې په څېر لرغوني بنسټونه ونه ننګول، مګر د سوداګرۍ د اتحاديو په څېر خورا وروستۍ زياتونې يې هرومرو وننګولې. په حقيقت کې په خپله د تاچر په ګډون زياتره مخکښ تاچرپلويو د مشرانو جرګې سره يو ځای کېدلو ته لار پيدا کړه او په هغه وياړ و، چې د بېلګې په ډول ويليم ايوارت ګلادستون رد کړی و. هغه مفکرين چې له تاچريزم سره نږدې تړاو لري، کيت جوزف “Keith Joseph”، اينوچ پوويل “Enoch Powell”، فردريک هايک “Friedrich Hayek” او مېلټن فرېدمېن “Milton Friedman” دي. په ۱۹۹۶ زکال کې له سيمون هاففر “Simon Haffer” سره په يوه مرکه کې تاچر وويل، چې پر نوموړې باندې د محافظه کار مشر په توګه دوه تر ټولې سترې اغېزناکه اشخاص جوزف او پوويل وو، چې دواړه «خورا ښه شخصيتونه» وو. [۱۳][۱۴][۱۵]

تاچر د کمونيزم، مارکسيزم او سوسياليزم پياوړې نیوکه کونکې (منقده) وه. ژوندليک ليکونکی جان کمپبېل “John Campbell” راپور ورکوي، چې د ۱۹۷۸ز کال جولای کې کله چې د عوامو مجلس کې د يو کارګر MP له لورې وپوښتل شو، چې نوموړې ته سوسياليزم په کومه معنا و، «نوموړې په ځواب ورکولو کې بې زړه شوه. له تاچريزم څخه په حقيقت کې د نوموړې موخه د ناګټورو صنعتونو لپاره حکومتي ملاتړ، جزايي ماليه ټاکنه، د کار بازار مقررات، د بيې اداره کول او هر هغه څه وه، چې د ازاد اقتصاد فعاليت کې لاسوهنه کوي». [۱۶]

له تاچر څخه مخکې تاچريزم[سمول]

يو شمېر مبصرينو له جګړې څخه وروسته برتانوي سياست کې د تاچريزم ريښې موندلي دي. تاريخپوه ايوين ګرين ادعا وکړه، چې د کارګر خوځښت له لورې د انفلاسيون، ماليه ټاکنې او د افکارو اړوند لګول شويو بنديزونو څخه کرکه وه، چې د تاچر له نامتو کېدلو څخه مخکې لسيزو کې د بوتسکيلايټ “Buttskellite” يووالي سره مل وه. که څه هم محافظه کاره مشرتابه له جګړې څخه وروسته د کليمينټ اټلي د حکومت له سمونونو سره ځان برابر کړ، مګر د ګوند په ټيټو رتبو کې په ښي اړخي فشار ډلو لکه د منځني پوړ اتحاد “Middle Class Alliance” او ازادۍ لپاره د دفاع ولسي تړون “People’s League for the Defense of Freedom” او وروسته په فکري شوبلو لکه د سياست څېړلو مرکز “Center for Policy Studies” کې د ښي اړخي پرله پسې مخالفت و. د بېلګې په ډول: د ۱۹۴۵ز کال په عمومي ټاکنو کې د محافظه کار ګوند مشر رالف اشيتون د “The Road of Serfdom” (د سوسياليست ضد اقتصادپوه فردريک هايک له لورې ليکل شوی کتاب، چې وروسته يې په تاچريزم پورې نږدې تړاو درلود) ۱۲۰۰۰ نيمګړې نمونې غوښتې وې، چې د ګوند د يو نيم ټن کاغذ لګښت يې درلود او هغه يې د ټاکنيزو تبليغاتو په توګه ووېشلې. [۱۷][۱۸]

تاريخپوه ډاکتر کرېستوفر کوپر په ۱۹۵۸ز کال کې د خزانې د محافظه کار وزير پيټر تورنيکروفټ “Peter Thorneycroft” له استعفا څخه وروسته د تاچريزم په زړه کې د هغو پيسو له لارې د هېواد د اقتصاد د تثبيت سياست جوړښت په ګوته کړ، چې په چلند کې دي. [۱۹]

د ۱۹۵۰ ز کال په لومړيو کې تاچر د مرستندويه دولت په اړه د هغه وخت د نظريو يووالی يا اجماع ومنله او د محافظه کار ټولنې کلنۍ عمومي ناستې ته په وينا کې يې ادعا وکړه، چې امتياز يې په محافظه کارانو پورې اړه لري. ژوندليک ليکونکی چارلس مور “Charles Moore” وايي:

مارګريت تاچر نه د خپل مسلک په پيل کې د مرستندويه دولت د جګړې د وخت بنسټونه رد کړي دي او نه يې د لومړۍ وزيرې په توګه د دندې پر مهال؛ هغه که د روغتيا برخه کې وو او که د ټولنيز تګلارې يا زده کړو برخه کې. نوموړې په دې برخه کې د خپلو نيوکه کونکو يا د خپلو پلويانو په پرتله لږه بنسټپاله وه. د نوموړې اندېښنه دا وه چې په خپله پر نظام باندې د تمرکز کولو په پرتله له نظام څخه پر ناوړه ګټه اخېستنه، بيوروکراسۍ او د اتحاديې نظاميتوب او همدا راز د هغه څه پر وده باندې زيات تمرکز وکړي، چې وروسته د د تابعيت کلتور په نوم ياد شو. [۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Gallas 2017، ص. 1.
  2. Campbell 2011، ص. 509.
  3. Campbell 2011، ص. 173.
  4. Klein 1985، صص. 41–58.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Lawson 1992، ص. 64.
  6. Campbell 2011، ص. 517.
  7. (په 17 April 2008 باندې). Margaret Thatcher, inspiration to New Labour. The Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  8. Leach 1987، ص. 157.
  9. "Speech to Conservative Party Conference". Margaret Thatcher Foundation. 14 October 1983. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Keith Joseph Memorial Lecture ('Liberty and Limited Government')". Margaret Thatcher Foundation. 11 January 1996. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Nott 2002، ص. 183.
  12. Kresge او Wenar 2008، ص. 183.
  13. Heffer 1999، ص. 958.
  14. Matthew 1997، ص. 608.
  15. Wood 1991، ص. 167.
  16. Campbell 2007، ص. 95.
  17. Green 2004، صص. 214–239.
  18. Vinen 2009، ص. 7.
  19. Cooper 2011، صص. 227–250.
  20. Moore 2015، ص. 87.