تاووس چینجی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

طاووس چونجی (سبیلا) سمندري چونجیان دي چې بدن ېې په برخو وېشل شوی. د کلاس نوم ېې پولیکیټا ده، د کورنۍ نوم ېې انالیډا ده. دا چونجیان په یو تونل کې چې اوږدوالی ېې تقریبا ۳۰ تر ۴۰ سانتي متره پورې وي ژوند کوي. د دې تونل یوه خوا بنده وي، له خټو جوړ او په بلغم ډوله مادې باندې پوښلی وي. دا تونل څو سانتي متره په ځمکه کې ښخ وي. د دې چونجي د بدن کومه برخه چې له تونل نه بهر پاتې کیږي د پکې په څېر، بڼګو ته ورته شکل لري چې د خپل ځان د تغذیه کولو او تنفس لپاره ېې کاروي. خواړه یا د تونل د جوړولو لپاره کاروي یا ېې خپله خوري. کله چې یو ښکار کوونکی دې تونل ته نږدې شي سم د لاسه له تونل نه خپلې بڼګې یا پکه راوباسي او خپله دفاع پرې کوي.

تړلې لیکنې[سمول]

چینجی