تانبه:ننګرهار/News

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نن ورځ د مې ۱۲, ۲۰۲۴

د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار ته څېرمه یوه غونډۍ کې ١٦٠ تاریخي آثار کشف او ترلاسه شوي دي. د ننګرهار د والي د دفتر په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده؛ ویل شوي دي چې۱۶۰ تاریخي آثار په جلال آباد ښار پورې اړوند د شین کلي په یوه غونډۍ کې کشف او ترلاسه شوي دي. په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي دي چې دغه آثار په بودايي، کوشانیانو او اسلامي دورو پورې اړوند دي او دغه ټول آثار د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول. سرچينې زياته کړې ده چې ښايي يوشمېر نور تاریخي آثار هم په دې سیمه کې موجود وي . د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼي وویل چې د نورو تاریخي آثارو د ترلاسه کولو په موخه، په ياده سیمه کې خپلو کیندونو ته دوام ورکوي. هغه وویل چې هلې ځلې کوي په ننګرهار کې یو موزیم جوړ کړي.
مالومات، ۱۴۰۱ د مرغومي ۲۵، باختر