تانبه:ننګرهار/غوره ليکنه/۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ننګرهار پوهنتون د ملي او نړيوالو شرايطو له مخې د هيواد د دويم پوهنتون په حيث د لوړوزده کړو وزارت له خواپه کال ۱۳۴۲ يا 1963 ميلادي کې تاسيس شو. په لومړي سر کې ددې پوهنتون یواځې د طب پوهنځي په توگه منځ ته راغی. دا پوهنتون د ننګرهار ولايت، جلال آباد څخه بهر د سره رود درونټی کلي ته څېرمه رغول شوی. ددې پوهنتون په یوولسو پوهنځيوکې ټول (۸۲۶۰) تنه زده کړیالان په زده کړه بوخت دي چې له دې جملې څخه (۳۴۰) تنه ښځينه او (۷۹۲۰) تنه يې نارينه دي. همدارنګه په دوي کې (۶۷) تنه ښځينه او (۲۹۲۶) نارينه زده کړیالان په شپه ځای (ليليو) کې اوسيږي.