تانبه:ستورپوهنه/غوره ليکنه/۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستورمزلي د باندنۍ فضا د پلټنې په موخه د ستور پوهنې او فضايي تکنالوژۍ کارولو ته ویل کېږي. ستورمزلي تر ډېره د ستور پوهانو له‌خوا د تلسکوپ په مرسته ترسره کېږي، خو فزیکي اکتشاف بیا د روباتیکو فضايي څېړونکو او د انسان د فضايي الوتنو له لارې ترسره کېږي. ستورمزليات د پخواني شکل یعنې ستور پوهنې په څېر د فضايي علومو یوه لویه سرچینه ده. که څه هم د فضايي اجرامو او څیزونو کتنه چې په ستور پوهنه هم پېژندل کېږي، تر ثبت شوي تاریخ وړاندې هم د باور وړ ده، خو د لویو او یو څه کارندو توغندیو جوړېدو د شلمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې د فضا فزیکي څېړنو ته پر واقعیت د بدلېدو زمینه برابره کړه. په نړۍ کې د لویې کچې لومړنی تجربوي توغندیز پروګرام د ۱۹۲۰مو ز کلونو په وروستیو کې «Opel-RAK» و، چې مشري یې «فریټز فون اوپل» او «ماکس والیر» کوله. دغه پروګرام د لومړنیو انسان‌ لېږدوونکو توغندیو او توغندیزو الوتکو د جوړېدو لامل شو چې د نازي دورې V2 پروګرام او تر ۱۹۵۰ ز کال وروسته د متحدو ایالتونو او شوروي ګډو فعالیتونو ته یې لاره هواره کړه. Opel-RAK پروګرام او د ځمکنیو او هوايي وسایلو کتنې ډېر خلک را جلب کړل، د «رامبل توغندي» په نامه د نړیوال عمومي هیجان را منځته کېدو لامل شول او د فضايي الوتنو پر راتلونکو سرلارو، لکه: «ورنر وون براون» یې ډېرې اوږدمهالې اغېزې وکړې. په فضا کې د څېړنو لپاره معمولې انګېزې د علمي څېړنو پرمختګ، ملي اعتبار، د بېلابېلو ملتونو یووالی، د بشریت د راتلونکي پایښت تضمینول او د نورو هېوادونو په مقابل کې د پوځي او ستراتیژیکو برلاسیتوبونو پراختیا بللی شو. کله چې د ۲۰۰۰ ز کال په لومړۍ لسیزه کې هند «چانډریان ۱» فضايي بېړۍ وتوغوله، چین د فضايي خدمې د الوتنې یو بریالی پروګرام پیل کړ، د دې تر څنګ اروپايي اتحادیې او جاپان هم د خدمې د فضايي ماموریت لپاره پلانونه جوړ کړي دي. چین، روسیې او جاپان د یووېشتمې پېړۍ په لړ کې سپوږمۍ ته د ستور مزلو د لېږدوونکو ماموریتونو ملاتړ کړی، د دې تر څنګ اروپايي ټولنې د یووېشتمې پېړۍ په لړ کې سپوږمۍ او مریخ دواړو ته د ستور مزلو د لېږونکو ماموریتونو ملاتړ کړی دی.
نور...