تانبه:درملګري/پوهېږئ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آيا پوهېدئ چې ډېر خوراک رواني ناروغي ده؟ که څه هم انسان اړ دی، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خواړه وخوري. ترڅو مناسبه انرژي ترلاسه او متحرک اوسي. مګر کله ناکله ځينې انسانان له مناسبې اندازې ډېر خواړه خوري. اکثرا فکر کوو، چې سړی “خېټو” دی. په ځینو قضيو کې رښتيا هم همداسې وي؛ مګر کله ناکله دا یوه ناروغي بلل کېږي.